کور / تازه خبرونه / چارواكي: په كندز كي وسلې نيول سوي دي

چارواكي: په كندز كي وسلې نيول سوي دي


د كندز امنيتي چارواكي په دغه ولايت كي د وسلو د نيولو خبر وركوي چي وايي په تروريستي حملو كي د دولت مخالفو وسله والو كار ځني اخيست.
د امام صاحب ولسوال جمعه خان وايي له يوه پټ ځاى څخه يې ۱۵ ميله كلاشينكوفونه او مرمۍ ترلاسه كړي چي په تور يې تر اوسه څوك نه دي نيولي.
كندز چي پخوا د افغانستان يو آرام ولايت ګڼل كېدئ، په وروستيو مياشتو كي د وسله والو طالبانو فعاليتونه پكښي ډېر سوي او وخت ناوخت د دولت او بهرنيو ځواكونو سره د جګړو خبرونه ځني وركول كېږي.
دوې اونۍ وړاندي د كندز والي هم په يوه خبري ناسته كي د طالبانو او د هغوى د بهرنيو ملاتړو چيچنيايانو، ازبكو او عربو د ورتلو خبردارى وركړى وو.