داولياؤخاوره

سعيد لودين | اپریل 24th, 2009


ځان به بربادکړي په دنياکې دخپل قامه سره
چې اچوى ﻻس اوپنجه څوک له افغانه سره
مونږ افغانانودې منلې پاک الله او رسول
زمونږ ه دين دى په اديانوکې ترټولومقبول
دښمن مو هغه چې دښمن دى له قرانه سره
چې اچوي ﻻس اوپنجه څوک له افغانه سره
داولياؤ ډکه خاوره څوک نيولې نشي
که چيرته راشي خو بيا روغ ترينه وتلې نشي
دمکناټن په څير ډک زړه وړي له ارمانه سره
چې اچوي ﻻس او پنجه څوک له افغانه سره
دکرملين دواکدارانو غرورمات شو دلته
دپښتون وينې دوطن دسرزکات شو دلته
سپينه ماڼۍ دې وي خبر له ټول جهانه سره
چې اچوي ﻻس او پنجه څوک له افغانه سره
خيردې که زوړيې جبارخيله ستا همت دې ځلمى
خداى کړې پيدا ته غليمانوته دسترګو اغزى
دپنجابيانوﻻس دې خلاص وي له ايرانه سره
چې اچوي ﻻس اوپنجه څوک له افغانه سره

Copyright Larawbar 2007-2024