کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / زمونږ دهېواد ناو رېن دکوم وخت نه پېل شو او پايلي يې کومي دي ؟

زمونږ دهېواد ناو رېن دکوم وخت نه پېل شو او پايلي يې کومي دي ؟

 څېړنيزه ليکنه :
دادبحث هغه ګرمه موضوع ده چۍد هغی په اساس دادۍ درۍ لسېزۍ مخالف  سیاسی کړی او ګوندونه ېو ا و بل داوسنی ملی ناورین مسول ګڼی او یوه یا بله خوا په هغی متهم کوۍ . او کو شش کوۍ چۍ خبل څان د مسولېتنه خلا س کړۍ سره لدی کچیری لږ دقت وشی او سالم قضا وت د احسا ساتی درامو چی او دمدیا لخوا د هغی خپریدل عام شوی ځای ونیسی.دا وضح خیره ده چی شوروی اشغال زموږ دملی ناورین پیل دی .دنن ورځۍ حا کم نظام چۍ دهېواد د ملۍ ناو رېن دټولو دورو نماېنده ګان به هغۍ کۍ دخارجۍ ملا تړ به اساس واک چلوۍ او تول تبلېغا تۍ وساېل او لېکوالان ۍ په واک کې دۍ .  مسو لېت نه منۍ . او د ملا متې ټول بار د حفېظ اله. امېن ،په ملې واکمنې باروۍ. ځکه هغه د ېو ملې مستقل افغان دولت مشر وه چی دخارجی لښکرو په وسیله ووژل شواو دولت ې محوه شو. دادولت په افغانې مټو اداره کېده .نو ځکه دټولو مداخله کونکو هېوادونو . مېد ېا، دهغه پر ضد په یوه آواز تبلېغات کوۍ.


دا ېو ثابت شوې حقېقت دۍ چې زمونږ په هېواد باندې شوروۍ ېلغر د نن ورځۍ د روان کړکېچ او تولو بد بختېو او ملې ناورېن . اصلې عامل .دلېل او آغاز دۍ چې په  27-12-1979  کۍبېل شو او دادۍ تر او سه دوام لرۍ .

کارملېان. ستمېان. اودشوروۍ .کا جې بې . سېا سې مذهبې .استخبا را تې ډلی چې ظا هرا ۍ دهېواد د ترقې شعا رونه ور کول اما په عمل کې ۍ د افغا نستان دتبا هې لپا ره کار کاوه . او دمسکو اوامر ۍ سر ته رسول .دشوروې تجا وز په نتېجه کې قدرت ته ورسېدل . اودادې تر اوسه هره ورڅ د بازار په نر خ خپل نقاب بد لوې.او دنو رو هېوادو دجا سوسې شبکو سره په معامله کې. دمختلفو نقابونو په استعمال سره په خلکو حکومت کوې .دهېواد په ورونو قومونو کې کرکه اونفرت خپروې .دخراسان دنا مه لاندې . دهېواد دتجزې لپاره کار کوۍ  . په هېواد کې دوېنو سېلاب جا رې ساتې .اوملې ناورېن ته دوام ورکوې .پدوې او خا رجې جا سوسې شبکو بورې تړلې لېکوا لان او ږورنا لستان .دهغوې پر مخ .ددموکراسې .اسلام. ترقې غوختونکو. زحمتکشانو. ستمدېده ګانو. بشر دوستانو. پرده اچوې . 

 اودموجود .حالت ددوام په خا‌طرد تولو مدرنو تبلېغا تې وسا ېلو نه ګټه اخلې. دېادونې وړده. چې ددغو عوام فرېبانو لخوا. دشوروی په دفاع اودافغا نستان ملی دولت او دهغه دمشر حفېظ اله امېن پرضد چې دشوروی ېلغر ګرولخوامحوه کړای شو.جعلې داستا نونه .عوامفرېبا نه تحلېلونه د ارشېفی اسنادو د نامه لا ندی درو سی شبکو له خوادډرامو خپرېدل. دومره زېات  شوی .چې دهغه وخت په وا قعې جر ېا نا تو ی پرده اچو لې او هغه ي تحرېف کړېدی .دبلی خوا د کار ملېا نو ،ستمېا نو .او نورو جا سوسې شبکو په  لېکنو کې حتا درې لسېزی  وروسته چې دکېنې نفرت او جعلېاتو بېان دی کمې ندی را غلې..په افغانستان باندې دشوروی ېلغر دېوی ورځې کار نه و .شوروېا نو د کا رمل دشړل کېدو وروسته.زمونږ په هېواد دیر غل تېاری نېوه او کله چې دهغوټولې پټې دسېسی اوکو دتا ګانې نا کامې شوی .هغوی دخپل ګوډاګی دراوستلو او دهېواد داشغال لپاره یر غل پېل کړ .                                                                                            

دشوروی یر غل مقدمات.

شوروېانو په افغانستان د یرغل لپاره کوم قا نع کونکې ېا قا نونې دلېل  نه درلود .هغوې صرف دځنګل دقانون په اساس چې هر قوی کولای شې هر ضعېف له منځه ېوسې  .عمل وکړ،خو افغا نې مړی ددوی ستونې څېری کړاو په پای کې شوروی په خپله محوه شو.تر اوسه دخپروشو ېو اسنادو په اساس، شوروی په دغو دلا ېلو زمونږ په هېواد یر غل وکړ او هغه ي اشغال کړ:

1—شوروی دولت ته دجنو بې سر حداتو نه خطر.هغه دلېل دی چې دوی ی همېشه ېا دوی.  ددی لپا ره چې جرېانات په مستند ډول بیان شې ، دشوروی جنرال الکساندر لېا خوفسکی کتاب ؛دافغان غمېږه اومړانه؛ ته مرا جعه کوم ، هغه چی داشغال په وخت کې ی لوړ مقامونه درلودل .دشوروی کمو نست ګوند دسېاسی دفتر د پرېکړی په ارتباط چی به افغانستان باندی دیرغل اود حفېظ اله امېن دوژلو په اړه وشو داسې لېکی :

[ ددسامبر په 8 نېټه د ل .ای. برېزنف په دفتر کې دشوروی کمونست ګوند دسېاسې بېرو ېو شمېر غړو. اند رو پف،ګرومېکو، سوسلف او اوستېنف ګډون کړېوه، هغوی تر دېره پوری په افغانستان کې را منځ ته شوی او ضاع ارزونه وکړه اوافغا نستان ته ی د شوروی پوځونو دلېږ لو منفې او مثبت اړخونه ارزیا بې کړل.اندروپوف افغانستان ته دپوڅ داستولو په هکله دا سې دلا ېل وړاندی کړل:

دامرېکا د مر کزی استخباراتو اداره چې په انکا را کې واقع ده دفعا لیتونو زېات والې .چې غوا ړی د ،توران، دلوی امپرا تو ری د جو ړېدو په اساس چې دشوروی جنو بې جمهورېتونه به په کې شا مل وی.او په جنوب کی دهوای دفاع دډاډه سېستم نشتوا لې .چی په افغانستان کې به دامرېکا دپر شنګ ډوله توغندېو دځای پځای کېدو به صورت کې .

ډېر مهم اهداف دهغی جملی نه د کا زا خستان په بای کا نور کی  د نړېوالې تو غندېو د توغولو مر کز د تهدېد لاندی راولې .دافغانستان دېو را نېمو له زېر مو څخه داستفادی کولو امکا نات چې د عراق او پا کستان په وسېله  داتو مې جنګې وسلو دجو ړولو لپا ره ترېنه کار وا خستل شی دافغانستان په شمالې سېمو کې داپو زېسېون حکومت جوړېدل

اود پا کستان سره دافغانستان الحاق اوداسې نور … په پاې کی فېصله وشوه. چې په مقدما تې ډول د ی دوه امکانه برابرشی…

— دڅانګړو دستګاو په زرېعه امېن لری او ختم کړای شې  او په څایدی کار مل وګو ما رل شې.

—ېا ېو شمېر پوڅېان ددغه هدفد پلې کولو لپا ره  افغانستان ته ولېږل شې .

د 1979 کال ددسامبر په لسمه نېټه دشوروی اتحاد ددفاع وزېر مار شال اوستېنوف دوسلوالوقواو لوی درستېز مار شال ن.و.اګارکوف راوغوخت او خبری ی ورکړ چې سېاسې دفتر عاجل تصمېم نېولې دی .چې دېو څه وخت لپاره شوروی عسکر افغانستان ته واستول شې .او دنده ی وسپارله چې 75 نه تر 80 زروپوری پوځونه چمتو کړای شې . مار شال اګارکوف پداسې تصمېم نېولو حېران شو.وی وېل چې 75 زره سر تېری نشې کولای به وضع کې ثبات راولې ځه افغانستان ته دځواکونو دلېږلوسره مخالف ېم ځکه دا ېو بې سنجشه عمل دی.

وزېر هغه ته ووېل: تاسو څه واېاست .غواړی سېاسی دفتر ته درس ورکړی .؟   ته مکلف ی ېوازی اوامر پر ځای کړی.په همدی ورځ. مارشال اګارکوف په عاجل ډول د ل. ای. برېزنف دکار دفتر ته چې پّ هغې کې کوچنې سېاسې بېرو ېعنې اندروپف،ګرومېکو، او اوستېنف راغونډ شوی وه وروغوخت.]پا ی

کچېری د شوروی د کمونست ګوند د سېاسې بېرو دغه خېالی تحلېل ته دقت وشی .لېدل چې شوروی سېاسې بېرو څومره دحا لا تو دارزونې نه عا جزه وه .دهغوی دغه دلا ېل .1 …په افغانستان کې امرېکی پر شنګ راکټونو نصب کېدل .2. دتوران امپرا‌طوری جوړېدل.3.دپاکستان سره دافغانستان الحاق…داټول په هغه وخت کی واقعې نه وه.حتې تصور ی نا ممکن وه .خو ددغو ټولو نا خوالو لپاره شوروی تجا وز شراېط برابر کړل .په ېقېن سره وېلای شو ، چې ددغو ټولو ضد ملې جنا ېا تو لپاره ، کار ملېان، ستمیان او دشو روی نور جوا سېس د تجاوز دعا ملېنو په حېث تارېخ ته تثبېت شوی مجرمېن دی .

2—دثورانقلا ب دبری نه وروسته ،شوروېانو غوښتل چې دهغوی جوا سېس ،کارملېان،ستمېان، اونور به خلقې حا کمېت کې ا سا سې او عمده مقامونه ولری .خو د مستندو د لا ېلو په اساس  خلقې حاکمېت هغوی ته درد جواب ورکاوه . ځکه هغوی په هر ځای کی،دخلقې حا کمېت پر ضد په پټه دخلکو تحرېکولو ته دوام ور کاوه .دبلوا ګانو جوړول ،دناکامو کو دتا ګانو کول، دخلکو دتحرېک په خا طر د هغوی د عنعناتو پر ضد داعمالو سر ته رسول. ټول د کار ملېانو، اودشوروی نورو جواسېسو لخوا کېدل . په مقابل کی کچېری خلقی دولت دهغی مخه نېوله .نودغو سېاسی مدارېانو به وېل.چی دولت دقدرت انحصار کوی ، دکتا توری کوی ،ددموکراتېکو قوتونو جبه نه جو ړوی ،سېاسی ګوندونو ته دفعالېت حق نه ورکوی .خو کله به چی هغوی ته ېو مقام ورکړ شو،نودهماغه مقام نه په استفا دی سره د حکو مت د بد نا مولو او سقوط په خا طر کار کاوه . د مثال په ډول :کله چی طا هر بدخشی د پوهنی په وزارت کی درېس په حېث مقرر شو.د هغه دستم ملی ډلی په بدخشان کی بلوا جوړه کړه.همدا رنګه د کشتمند . رفېع.  اونورو کودتا ګانی چی ددولت بر حال وزېران وه.او دمسکو په امر ې د افغان حاکمیت پر ضد د کودتا اقدام وکړ .او بیا ونیول شول .ددی حقېقت ښکاره ثبوت دی. نن ورځ کارملېا ن ستمېان.او دهغوی متحدېن د پردو په مرسته په قدرت کې دی .او د تلویزیونونو، جرا ېدو را دېو ګانو نه علاوه په لسهاو  انتر نتې سا ېتونه په واک کی لری . د هغوې په نشرا توکی، ېو ټکی مشترک دی.او هغه دهېواد په وررونو قومونو کی د ملی کرکې خپره ول ،او دخرا سان دنا مه لاندی د هېواد دتجزی لپا ره کار کول دی . چې دا دواړه ملی خېا نت دی .د نړی په مستقلو هېوادونو کې دداسی ملی خېا نت جزا اعدام دی .خو زموږ په هیواد کی هغوی په لویومقامونو نازول کیږی.ځکه اوسنی سیاسی سیستم ته د افغانانو په نسبت د پردو ګټی ډیری مهمی دی. همدااوس د پردو ګوډاګیان د افغان او افغانستان په نوم تاریخی شخصیتونو .او ملی افتخاراتوپه خپلو رادیو ګانو اونورو نشراتو کی ملنډی وهی او هیڅوک دافغان دولت په نامه نشته چی پو ښتنه ې وکړی .او مخه ې ونیسی چی مثا لونه ې ډیر دی .ددی نه علاوه هغوی د امېن. دملې شخصېت پر ضد ، عوام فرېبا نه تبلېغات کوی.او جعلې داستا نونه خپروی پدی نېت چی شوروی تجاوز ته برات ور کړی.ځکه امین یو مستقل افغان شخصیت وه.او دنړی په هیڅ خارجی قدرت پوری تړلی نه وه.

3—کله چی ح.امېن. قدرت ته ورسېد هغه په خپل دری مېا شتنی حکو مت ،په دولتی سېستم کی درېفورم راوستلو لپا ره عملی کار پېل کړ . دافغانستان دنوی اساسی قانون په مسوده باندی.کار د تکمیلیدو په حال کی وه.  .

د قا نو نېت، عدالت، مصونېت، دشعار لاندی دقانون حاکمېت ، اجتماعې عدالت، دموکراسی لپاره کار روان وه. دبندېانو خوشی کېدل پیل شول . دانقلاب نه ددفاع شورا جوړه ، چې په هغی کی غېر ګوندېانو ته زېاته ونډه ور کړېشوېوه. په خا رجی سېا ست کې اساسی بدلون را غی .دولت د نړی دټولو هېوادوند نه علا وه هغه هېوادونو سره هم روابط ټېنګ کړل چی دشوروی مخا لف وه. په دی هدف.چی په هیواد کی جګړه ختمه او سوله راشی.

ح.امېن. هڅې پېل کړی چی جګړه پای ته ورسېږی. او   په شوروی باندی نظا می اتکا چی جګړه د هغی عامل وه پای ته ورسېږی.ددی هدف لپاره .ح.امېن.د پا کستان سره دمنا سباتو دعا دی کولو .او په دا خل کی دسېاسې حلقو سره د تما سونو د نېولو په ار تباط ېو سلسله کا رونه وکړل .چې دی کا ر مثبت نتا ېج دځان سره درلودل.

چې وطن ته د مها جرېنو بېر ته را تګ .اود جګړ ی ختمېدل .او په افغا نی اقتصادی پروژو باندی دکار تمر کز دهغی اهداف وه .شوروی چی دهېواد تباهی ته کار کاوه .ددی تحمل ی نه درلودچی افغان ملی دولت په خپلو پخو ودریږی .او دیوه مستقل او قوی هیواد په حیث رشد وکړی .دا مو ضوع په افغانستان باندی دشوروی تجاوز اصلی دلیل وه. ځکه کچېری په افغانستان کی جګړه ختمه او سوله را غلی وای نو بیا دشوروی وسلو او نظامی مشاورېنو  ته ضرورت نه وه. شوروېانو خپل نفوذ اوپه افغانی سېا ستونو باندی اثر دلا سه ورکاوه . کله چی دافغانستان او پاکستان رسمی مذاکرات  پېل او بېا نتېجې ته ورسېدل.د۱۳۵۸ کال دجدې په۸ نېټه د پاکستان خارجه وزېر کابل ته راته چی نهای اسنادو باندی امضا وکړی. شوروی ېلغر ګرو په دېری عجلی سره د ۱۳۵۸ کال د جدی په ۶ زمونږ په هېواد حمله وکړه ح. امېن. ی قتل او هېواد ی اشغال کړ.

په مسکو کی جوړ شوی او د هغو په ټاکونو راوړل شوی ګوډاګی حکومت ،دپاکستان سره دمنا سباتو د ښه کولودهڅو په باب ډېر پروپاګند وکړ چی ګوېا .ح.امین. د اشرارو سره کودتا کوله .او شوروی نجات بښونکو دهغی مخه ونېوله.چی ددغه جوړ شوی پرو پاکند چاب شوی اسناد اوس هم موجود دی.

.هېڅ ېو سالم عقل به داونه منی چی بر حال جمهورریس دځان پر ضد کودتا وکړی. خو کار ملې سېاسی مدارېانو څو کاله دی تبلېغاتو ته دوام ورکړ.اووېل ی چې .امېن. د اشرارو سره اتلا فې حکومت جوړاوه .او دا ی دشوروی ېلغر ددلایلو په جمله کې راوړل.حال داچی د تارېخ په بله صحنه کی، همدی شوروی ګوډاګیا نو د هماغه اشرارو سره داتلافې حکو مت دجوړولو لپاره مخفی اوبیا علنی هڅی پیل کړی .چی اسناد ی موجوددی.

د شوروی یرغل پیل اودوام

شوروی مشران چی د دایمالخمر کېدو زړښت، او فساد په وجه ی خپل عقلانی قوت دلاسه ورکړېوه  ، خپل سېاستو نه ی زموږ دهېواد په هکله دخپلو هغو جاسوسانو په راپورونو عېارول چې ځان ته ی سیاسی شخصیتونه ویل.

کارمل به شوروېانوته وېل چې خلک د.امین. نه ملا تړ نه کوی،ستاسې لښکری به خلک په ګلانو په ګلا نو استقبال کړی. خو بر عکس په خپله د شورویانو داعترا فا تو په اساس شوروی لښکری افغانستان ته په داخلیدو سره په بمونو، ډذو، اودخلکو بی پایه قیامونو او جګړو سره مقابل شول.

شوروېانو زموږ په هېواد دیلغر لپاره خپل استخباراتی ، تبلیغاتی کار دنظامی کار سره یو ځای کړ .هغوی دېوی خوا ی د کا. جی. بی . په لاس ددولت داغفا لولو او داردو د فلج کولو کار سر ته رساوه. او دبلې خوا ی نظامی عملېات د بګرام دهوای ډګر نه پیل کړل او دمقا ومتونو دماتولو وروسته تاج بیګ قصر ته ځان ورساوه اود وروستی مقاومت دماتولو وروسته عملیات ختمکړل.

دیادونی وړ ده چی ددغو ټولودپېل دمخه ،ح.امین.دجلسی لپاره دګوند سېا سی دفتر دتاج بیګ قصر ته دعوت کوی هلته دکا.جی .بی.ددسېسې يه اساس دجلسی په پای کی ټولو ته مسمو میت بیدا کیږی .او روغتون ته اکثر انتقا لیږی او یا هلته د تداوی لاندی واقع کیږی .په داسی حا لت کې چی ګوند اودولت عملا خبله رهبری دلاسه ور کوی .دزمکی او هوا دلاری شوروی یلغر پیل کیږی. ښه به وی چی ددغه یلغر ټول مراحل په مختصر ډول بیان شی.

—  لمړی حمله دبګرام په هوای دګر پیل کیږی. دبګرام هوای ډګر محافظ کنډ ک او دافع هوا قطعه قهرما نی سره مقاومت کوی.دقطعی قومندان ملی قهرمان جګړن عبد الستار، او دارکان ریس ملی قهرمان جګړن عبدالرحمان

د مقاومت او دفاع قومانده به لاس اخلی او جګړی ته دوام ورکوی ددشمن د نورو قواو په رسېدو سره ، د جګړی توازن ،له منځه ځې افغانې قواوی ټول د جګړې په ډګر کې په وطن سر ورکوې .او بګرام دشوروی ېلغر ګرو په لاس سقوط کوې.

— شوروې یر غل ګر کابل ته په داخلېدو سره د مقاومت بل سنګر دکابل رادېو تلوېزېون ، ساتونکې قطعه ده. دغه ملې قهرمانان ددشمن سره په نا برابره جګړه کی شهېدان کېږی .او ددشمن درا کټې حملو په وسېله په خپلو ټا نکونو کې  ژوندې سوځول کېږی.

—  دمقا ومت بل سنګر د کور نېو چارو وزارت دی . هلته ملې قهرمان علېشا پېمان، د څارندوی عمومی قومندان دفاع او مقا ومت کوی. هغه تر پاېه جنګېږی . خو ددغه اتل سنګر د دشمن لخوا په را کتې حملو له منځه ځې. او تو ل افسران او سرتېری شهېدان کېږی .خو دی ژوندی نېول کېږی.دبلچرخی په زندان کی ځه هم دهغه سره یو ځای داول بلاک په کوټه قلفی کی بندی وم هغه دکورنیو چارو دوزارت داتلو مدا فعینو دقربانی جریانات ما ته په تفصیل سره بیان کړل ما دهغی خلاصه دلته ذکر کړه .کله چی هغه اعدام ته بیول کیده هغه دخپل کمیس دجیب نه دخبل ما شوم ځوی عکس راوایست. هغی ته ې په ځیر وکتل .او ما ته ې وویل. ګوری هغه څومره په غمجن حالت کی دی ځه همدی عکس سره اعدام ته ځم هغه ې بیرته په خپل جیب کی کیخود .بیا ې وویل دا جیب زما دزړه دپا سه جوړ شویدی ګوره دی څومره خفه ښکاری .ما ته دا مهمه نده چی ځه وژل کیږم ځه پدی خفه یم چی ځوی به می دکومو نا خوالو سره سترشی. دا ماته واقعا دیره احساساتی او غمجنه لحظه وه ځکه دیوی خوا یو خوږ ملګری ځمانه جدا کیده .اود بلی خوا ځه یواځی دیوه نامعلوم سر نوشت په خاطر یه خپلو افکا روکی غرق پاتی شوم .کارملی قصابانو هغه د کوټی نه د اعدام دحکم داجرا لپاره بهر کړ . هغه  د ۱۳۵۹ کال دجوزا په۱۸ د نو رو ملې اتلا نو سره ېو ځای اعدا م شو .

— دمقا ومت بل سنګر ددفاع وزارت مقر دی . هلته ملې اتل  ېعقوب دافغانستان ددفاع وزارت لوی درستیز او سر پرست د مسمو مېت نه وروسته دشدیدی ناروغی په حالت کی ځان خپل دفتر ته  رسوې .او ټو لو قطعاتو ته د خطر ناک حا لت نه خبر ورکوی .او هداېت ورکوی. چې دسېسه روانه ده.هر څه امکان لری .هره قطعه دی په خپل ابتکار عمل وکړی . بل هدا ېت ته ضرورت نشته .هغه وخت.ېعقوب دد فاع وزارت کفېل دنده   لری. څو شېبی وروسته .شوروېان .ددفاع پّه وزارت حمله کوی د ی او نوافسران شهېدان او اسېران کېږی

د ا یر غل دا مېن دقصر په لور ادامه پېدا کوی

شوروی یر غل ګرو . دبګرام، داخله وزارت.، دفاع وزارت، دمقا ومت د ځپلو وروسته، دتاج بېګ د قصر په لورخپل یلغر ته دوام ور کړ. په دی ار تبا ط، شوروی جنرال لېا خوفسکی. داسی لېکی :                                                          :                                                               

[[ دامېن دوژ لو لپاره . له وړاندی نه ضربتی ګرو پونه ، په شوروی سفارت کی ،ځای په ځا ی شوی وه . ددسامبر په ۲۵  د کابل د خوا جه رواش په هوای ډګر کی ،دټولو مشاورېنو غونډه وشوه. هماغه وه چی تصمېم ونېول شو . اوامر صادر شول. چی دافغا نستان وسله وال ځواکونه دی شنډ کړای شی. د امېن د میشت څای د نیولو لپاره عملېات په مستعار نوم .شتورم ۳۳۳ .سره ېاد شول چی قومانده ی شوروی کی .جی. بی .افسر با ېا را نوف. په غاړه وه . .. د شوروی د مسلما نا نو قطعه د جګړن خالبا یف.په قو مانده به قو مانده د بګرام له هوای ډګر څخه ددا رالاامان په لاره ځا ی په ځای شوی وه.دنطامی عملیا تو پېل د جدی ۶ دشپی  ۱۰  بجی ټاکل شوی وی .خو بیا وروسته د شپی نهو بجو  او بیا وروسته دشپی  ۷  بجو ته تغېر وکړ … د تغېر علت داوه چی د کی جی بی . دپلان په ا ساس امېن دزهرو په وسېله نه و وژل شوی . اودی ته اړ تیا وه ، بی ځنډه په جبری تو.ږه له منځه یوړل شی … دجګړی په وخت افغانی سر تیرو سخت مقاومت کاوه . او دژوند تر وروستی شېبی پوری د شوروېا نو پرضد وجنګیدل .]]                                

دجمهو ری رېا ست دګارد د قواو افسر .شا محمود. چی ددغو خونړېو جګړو ګډون کونکې و . او دتاج بېګ دقصر پد فاع کې ی برخه اخستې .او اوس دجر منې هېواد کې اوسېږی. دېوه عېنې شاهد په توږه ما ته داسی وویل :          

ما ښام مها ل و چی امېن صا حب په قصر کی مسموم شوې و .او فوق العاده حا لت منځته را غلې و .داسې ښکا رېده چی نا وړه او بده پېښه به را منځته شی .نزدی ۷ بجی او دیرش دقېقی وی چې نا څا په ېو قوی ډز وشو چی له امله ی تلفو نی را بطه قطع شوه .او بې سېم مخابره فلج شوه . ځما په نظر دادشورویا نو دمحا ربوی عملېاتو د شروع قومانده وه .

ځکه څو شېبې وروسته ، دجمهوری رېا ست ما نې د ځمکی اوهوا نه ددرنو او سپکو وسلو د بې ځنډه او پر له پسې ډذو لاندی و نېول شوه. محاربوې ټنکونه او ماشېندا رو دما نې لپا سه ډذی کولی . دګارد قواو په خپل ټول قوت او امکاناتو له خپلو سنګرونو څخه  دفاع ته دوام ور کاوه .ددواړو خواو څخه انسانی تلفات زېا تېدل .خو دبده مر غه دګارد قواو ته دنو رو قطعا تو څخه مرسته راونه رسېده .او لپا سه دشوروی جنګی الوتکو، بمبارد شدېد شو شوروی ځواکونه شېبه په شېبه ځمونږ په پرتله تقوېه کېد ل .په مقا بل کی ځموږ مهمات مخ په خلا صیدووه وه.دتاج بېګ  دغوندی د قصر دقرار ګاه قوماندان .غلام حضرت. و هغه دېوه قهرمان په توږه دوطن نه په دفاع کې د شوروی ېل غر ګرو لخوا شهېد کړای شو.ځما دسترګو په مخ کې ددشمن دوه محا ربوی ما شېنونو اور واخېست .چی ددشمن ټول سرتېری او افسران په هغې کې وسوه ځېدل .ددشمن یو محا ربوی ماشېن ځموږ خواته دحرکت په وخت نسکور شو چې هېڅوک پکې ژوندی پا تی نشول.ددشمن یعنی دشوروی د پلی قواو تلفا تو شمېر دمحا سبی نه وتلی و.                                                                                        

دبلی خوا ځمونږ ټلفات هم زیات وه.ځکه مونږ تر پا ېه جنګېدلو او دا تمه مو نه درلوده چی ژوندی به پا تی شو .

خو ځه تصا دفا ژوندی پاتی شوم . قصر ته نږدی دوطنپالو مقاومت بلا خره دشوروی د کو ماندوی قطعاتو په وسېله مات شو . او هغوی قصر ته ننوتل .

پدی ځای کی لا زم بولم چی دهېواد د هغو قهر مانو مېړنو سر تېرو او افسرانو نو مونه وا خلم چې په هغه کرغېړنه شپه کې ځما د ستر ګو تر مخ په شها دت ورسېدل . – دلوګر ولا ېت نه د قرار ګاه قوماندان غلا م حضرت، – د پغمان دولسوا لې نه .محمد نور. – دننګرهار د شېنوارو دولسوالې نه . رستم شاه شېنوارې . –د ننګرهار نه کرېم .- د کابل دچکری نه شېردل. –دوردګو دولا ېت نه صاحب جمال او رفېق . او همدار نګه په سلګو نو سر تېر ی په شها دت ورسېدل . شوروی ېلغر ګر و قصر ته په دا خلېدو سره بې ځنده او بې درېغه دکلا شېن کو فو نو او ما شېندارو پوسېله هر ی خواته ډذی کولی .هغوې دلومړی پوړنه دوهم پوړ ته وختل او هڅه ی کوله چی درېم پوړته وخېزی چی د څلورو ځلمو مدا فعېنو سرور- فتاح- ګربز- او عبد الرحمان دامېن د ځوی د مقاومت سره مخ شول . له څو شېبو وروسته د هغوی مر می ختمی شوی .  شوروی کو ماندو بلا خره درېم پوړته وختل . او ټول ی شهېدان کړل .هغو ی په امېن صا حب او د هغی په کورنی هم ډذی وکړیاو دفاشیستانو په ډول ې په ښحو او اطفالو هم دماشیندارو ډذی وکړی د قصر ددرېم پوړ په نېولو سره نظا می عملېات ختم شول .روسې سر تېرو پداسې حال  :ی چی لا سې برقونه ورسره و. دقصر تلاشی دشپی په تیا ره کې سر ته ورسوله چې بېا ځه هم ونېول شوم. ]] دا به ټولو ته جا لبه وی .چی روس فا شیستان قصر ته ننوتل هلته ې د ح.امین دفامیل سره څه وکړل .اوهلته دغو وحشیانو په څه بربریت دای دکورنی سره برخورد وکړ.ما پدی اړوند دفقیدجمهور ریس حفیظاله امین میر منی نه پوښتنه وکړه هغی ځما دسوال په جواب کی داسی وویل[ امین صاحب د تاج بیګ غونډی دقصر په لومړی منزل کی غذاې مسموم شوی وه ،او تر درملنی لاندی وه .ډاکترانو هغه دلومړی پوړ څخه  دوهم پوړ ته وليږداوه ، نا ببره سختی ډذی پیل شوی .په دی وخت کی په قصر باندی دتوپ یوه ګلی ولګیده .موږ ټول ددوهم منزل څخه دریم منزل ته پورته شو، په قصر باندی بریددوام درلود او دګارد ځواکونو مقاومت کاوه.دقصر لومړی او دوهم منزل شورویانو لاندی کړ.دزو دوام درلود، موږ دقصر شاوخوا وکتل.امین صاحب وویل دا شورویان دی او باید تر پایه مقاومت وکړو .بیا ګر بز ،فتاح،سروراو عبدالرحمان ځوی می دوه دوه کسانو د زینی په دواړو خواو کی مخ په ښکته ډزی کولی .تر څو دریم منزل ته دشورویانو دراتګ مانع وګرځی .په لاندنیو زینوکی ډیر شورویان ووژل شول.خو بلاخره دهغوی مرمی ختمی شوی لږ ځنډوروسته شورویانو په دریم منزل حمله راوړه.هغوی ګربز،فتاح،سرور،ووژل په امین صاحب ې ډزی وکړی، ځما په لورګانو ګلالی ،ملالی ډزی وکړی. خوزک ماشوم ځوی می چی زما په غیږ کی وه په هغه یی هم ډزی وکړی . عبدالرحمان ځوی می چی دامین صاحب تنه یی په غبږ کی نیولی وه لا هم ژوتدی وه یو روسی افسرهغه په لغته وواهه او لریی وغورځاوه او بیا ې وواژه.ډیر ویرونکی حا لت وه.بیا روسی عسکرو ټول قصر چورکړ اوهر څه یی دځان سره وړل.هغوی بیا موږ لومړی منزل ته انتقال کړو. شپه تیره شوه  موږ یی بهر ته بوتلو او په ځمکه یی کینولو . ]              

ددی لپا ره چې حقاېق نور هم په مستند ډول بېان شی د جانداد دګارد دقواو دقو مندان سره ځما دخبرو جر ېان نه ېادونه

کوم . د پلچر خې په زندان کې ما ته ددی مو قع پېدا شوه چې د جا نداد دجمهوری رېا ست دګارد قو ماندان سره.

چې ځه هم دهغه په شان بندی وم. د هغه داعدام نه څو ورځی دمخه ووېنم .د هغه نه می دوروستې حا لت په باب پو ښتنه وکړه .هغه ځما دسوال په جواب کی داسې ووېل . :                                                                                

[[ د قصر داشغال نه وروسته کله چی روسی وحشېان په حا لا تو حا کم شول نو بیا دخپلو مړو په را ټولولو بوخت شول .هغوی خپل مړی دتاج بېګ دقصر په سترو خونو کی ېو دبل دپا سه اېخودل ترڅو چی بېا وروسته انتقال شی .خو دجګړی په دګر کی دافغا نې شهېدانو اود وطن دمدافعېنو مړی هما غسی خواره واره پراته و او چا نه وه ټول کړی .په داسی حا لا تو کې د شوروی قواو قو مندان ، جانداد چې بتدی وی دکوټی باسې .او خپل مړی ورته ښی .اوورته وای : چی زېات شمېر شوروی ځوانان ستا جنا ېت کار د سخت مقا ومت لکبله ووژل شول.قومندان جانداد په مقا بل کې د افغانی ځوانانو مړی شوروی وحشی قو ماندان ته ښی اووای .: مونږ ېو اځی دخپل کور نه دفاع کړېده .مونږ ستا سی خاوری ته نه یودرغلی .او ستاسو په خاوره مو تعرض ندېکړی . اېا مونږ حق نه درلود چی له خپل کور څخه دفاع وکړو ؟ آېا دی افغا نې ځوانانو چی مړی ی تر اوسه چا ندی ټول کړی او به خاوره پرا ته دی په خپل کور کی .دژوند حق نه در لود ؟                

شوروی قوماندان چی جواب ور سره نه و لکه ځنا ور جانداد په سېنه په سوک وهی .او سرتېرو ته امر کو ی چه دا با ند یت بوځی .]]   دېادونی وړده چی ملی قهرمان قو مندان جانداد د ۱۳۵۹  کال دجوزا په ۱۸  اعدام شو.

 دقصر په نیولو سره شوروی یرغلګر په حا لاتو تسلط پیدا کوی او د افغانستان ملی حاکمیت پای ته رسیږی .

اوپردی دهغی په سرنوشت حاکم کیږی .چی دادی دری لسیزی دپردو حاکمیت دوام لری.                                  

دیا دونی وړ ده چی .دشوروی دتسلط نه وروسته دهغوی ګوډا ګی ببرک کارمل د قدرت په ګدی کینول کیږی.ددغه ګوډاګی حکومت اسا س په درواغو عوام فریبی،او ملی خیانت ایخو دل کیږی. اویو مکیا ولستی نظام منڅ ته را څی.

هغوی لمړی دخلقی ګوند خونړی تصفیه تر سره کوی. هغوی ټول وطن پالونکی خلقیان چی دشوروی تجاوز سره مخالف وه زندان ته اچوی،ترور او شکنجه کوی،او جبری مها جرت ته اړکوی اوهمدا رنګه دهغوی پرضد زهر جن تبتیغات پیل کوی چی دادی دری لسیزی دوام لری.هغوی دخلقی وطنپالونکو تصفې ته په دولتی دوایرو ،وسلوالو قواو اونورو اورګا نونو کی دوام ورکوی. خو شورویانو ته د ټو لو خلقیانو لری کول نا عملی کار نه وه .څکه یو حکومت دجوړولو ،ساتلو، او دفاع وظیفه هم لری. او دا کا رونه دخلقیانو دموجودیت په غیر ناممکن وه .دبلی خوا کچیری خلقیان

دولت دحاکمیت نه نه بهر تلل نو دمجا هدینو لخوا دکمونست او ملحد په نامه وژل کیدل .دا څکه چی د مجاهدینو رهبری هم د پردو هیوادو په لاس کی وه.او واقعی مجاهدینو ته دتصمیم نیولوحق مو جود نه وه .څکه لکه داوس په شان دا خارجی جا سوسی شبکی وی چی په اکثرو مواردو کی ې هغوی ته متحدین او دشمنان ښودل.نوڅکه وطن پالونکی خلقیان ددواړو خواو نه دضر بی لاندی واقع شول.او په سختو شرا یطو کی ې د وطن دنجات په خاطر خپلی مبا رزی ته دوام ورکړ.څما په نظر اوس ددی وخت را رسیدلی دی.چی دمشترک نظر خاوندان یو بل سره پیدا کړی .څکه اوس دتاریخ په آینه کی هر ځه دلیدووړ دی..                                                                                                 

دشوروی تجاوز په مقابل کی ددنیا عکسلعمل.                                                                                       

ددغه تجاوز وروسته جهانی عکسلعمل ډیر وسیع وه.او  ټولی نړی هغه وغانده.په دی اړه د امریکا دمو کرات جمهور ریس [جمی کار تر] پدغو کلماتو کی عکسلعمل وښود [دامریکا متحده ایا لات د افغا نستان په آزاد هیواد دشوروی اتحاد پوڅی تیری پکلکه غندی…..او دا خبره په ډاګه کوی چی دجنوب په لور دهغوی زیات مخکی تګ نشی زغملی.]    

دیادونی وړ ده .چی دنړی دستر طاقت جمهور ریس افغان دولت ته ازاد دولت وای اما دروس نوکران هغی ته محکوم .او غیر قانونی غیر مشروع وای چی شوروی تجاوز مشروع او قانونی کړی.همدا رنګه د۱۹۸۰ کال دجنوری په ۱۴ د ملګرو ملتو عمومی تولنی د بریکړه لیک به صادرولو سره په افغا نستان دشوروی ټجاوز محکوم کړ.همدا رنګه داسلامی هیوادونو کنفرانس د شوروی تجاوز په کلکه وغانده. هغه وخت د سی .آی .ای مشر ولیام کیسی .وویل[لکه ځرنګه چی موږ دهتلر په مقا بل کی دسازمان ورکړ شوی مقا ومت مرسته وکړه.په اافغانستان کی هم وضعیت هماغه شان دی.]

دیادونی وړ ده د دیر غل په وخت شورویانو دامین دکورنی او وطن با لونکو خلقیانو پر ضد چی دوی امینیان بلل داسی

وحشت او دهشت سره بر خورد وکړ .او دا سی فا شیستی اعمال ې تر سره کړل .چی حتی هتلر ته ې برات ورکړ.د مثال په ډول دوی په قصر دیر غل په وخت د ح. امین اود هغه دمشر زوی عبدالرحمان دوژلو وروسته دهغه په وړوکی ما شوم زوی خوا زک چی دمور په غیږ کی وه هم ډذی وکړی.کار ملی قصابانو،طاهر،دپلیتخنیک محصل ژوندی په څمکه کی ښښ کړ.هغوی ټول دولتی او ګوندی رهبری او کادرونه زندان ته واچول اودهغوی په ترور او شکتجی ې پیل وکړ\.

په افغا نستان باندی دیر غل وروسته دامریکا متحده ایا لاتو دشوروی یر غل په مقا بل کی دا عملی ګامونه واخستل.او دهغوی دامنیت شورا ددغه اقدا ماتو دعملی کولو فیصله وکړه.                                                                        

-دملګرو ملتو دامنیت شورانه باید غوښتنه وشی چی په یو مستقل هیواد باندی دتجاوز په خاطر شوروی محکوم کړایشی.

– دشوروی سره د سالت په قرار داد باندی خبری تر هغه چی دا تجاوز ختم شوی نه وی بای ته ورسیږی—. په لوړه سطحه دامریکا اوشوروی خبری .او دلوړ رتبه مقاماتو سفرونه دی شاته ولویږی .— امریکا او دنا تو هیوادونه دی نوی دولت په رسمیت نه پیژنی.                                                                                                             

—  دپاکستان سره دی دهغه ددفاعی توان په خاطرعا جله مرسته وشی.                                                   

—  احتما لا دی دمصر نه دشوروی ساخت ټانک ضد راکټونو سره دمجاهدینو وسلوال کیدل دی په مخفی ډول اجرا شی. —- چین دی تشویق شی چی مجاهدینوته دټاک ضد مینونه – راکت اندازونه او نوری وسلی ورکړی.               

ددی ټو لو په مقا بل کی کچیری دشوروی رهبری .درایت اوبوهی ته توجه وشی نو وبه لیدل شی چی هغوی ځومره دسیاسی درایت نه لری وه دمثال په ډول کله چی بریژنف په افغانستان باندی د یر غل وروسته هند ته سفر وکړ هغه هلته په یوه مطبوعاتی کنفرنس کی داسی وویل :  [دافغانستان په شاو خوا کی چی کومی پیښی را ولاړی شوی .په راتلونکو دری میا شتو کی به کا ملا پای ته ورسیږی.او په هیواد کی به کا ملا امنیت تامین شی.] لیدل کیږ ی چی دبرژنف محاسبه ځومره په تصوراتو اوخیالاتو ولاړه وه .هغه پدی هم نه پو هیده چی دهغه دغه اقدام به په خپله دشورینظام دړنګیدو باعث شی.