کور / سياسي / د صلاحيتونو جنګ

د صلاحيتونو جنګ

له دا تېرو څو كلونو راهيسې دښمن د پښتانه افغان وطن د خپلو سامراجي او استعماري مقصدونو (موخو) لپاره اورتون ګرځولى دى ـ كه څه هم د نړېوال سياست څپې د دې قام د ګټې په لوري روانې دي خو بيا هم دا ملت د سياسي ناتوانۍ او د دښمن د بې شرمۍ له امله يو ځل بيا له داسې حالت سره مخامخ دى له کوم سره چي دېرش كاله دمخه مخامخ وو. سوات- چي يو وخت د ختيځ سويټزرلېنډ ورته ويل كېدۀ او دلته ميشت پښتانه ډېر مهذبه خلک شمېرل كېدل نن له يو داسې حالت سره مخامخ دي چي د پنجابي د پوځ او د هغه د روزل سويو ترهګرو له لاسه نه د چا ځان، مال او نه عزت په امان دى، د اسلام آباد په اشاره روان دغو ځواکونو نه يواځې د پښتانه تهذيب وران كړ بلكې د پښتون (Civil Society) په (Natural Society) بدلوي لګيا دۍ. پنجابي د نړۍ د سترو قوتونو د تېرايستنې او هغوى ته د دې باور د وركولو لپاره چي ګواکې موږ د ترهګرۍ په ضد ولاړ يو د پښتنو له ټولنيز ژوند، كلتور، تاريخ او له خاورې سره په سياسي بدفعلي (Political Molestation) بوخت دى ـ د ده دا لګولى اور د سوات د خلکو چي اكثره له اقتصادي پلوه ځپلي خلک دي، پاته اقتصاد هم ور تباه كړ او د دې خبرې ډېر لږ امكان پاته دى چي د سوات د سيلانيتوب (ټورېزم) صنعت به په را روانو څو كلونو كې پر پښو و درېږي.

 دلته دا پوښتنه پيدا كېږي چي اسلام اباد څله لېونى سوى دى، چي دئ تر خپل واک لاندې مځكو په ورانولو او ويجاړولو بوخت دى او له دې ستونځې د وتلو لپاره پښتنو ته څه كول پكار دي؟

 سياسي كارپوهان په خپلو بېلابېلو تجزيو كې وايي چي فرنګي پاكستان په لومړي او دويم نړيوال جنګ كې پنجابي ته د مرستې په بدل کې وركړ. د فرنګي په خلاف په مبارزه كې د سترې مبارزې سره سره په ۱۹۴۷م کال كې پښتانه، بنګالي، بلوڅ او سيندي قام د پنجابي پر امامت دعا وكړه او د يو ښه پاكستان د جوړېدو هوډ يې وكړ، خو پنجابي بل پروګرام درلود. هغه پاكستان يواځې پنجاب ته وايه او له پيله يې ځان ته استعماري او سامراجي لاره وټاکله او د هغو قومونو- چي د پاكستان برخه وو پر وسايلو د قبضې، د هغو د ژبو او کلتور د له منځه وړلو (Cultural Suppression) پروګرام يې جوړكړ. دا چي بنګاليان لوستي خلک وو او سياسي شعور يې درلود نوددا نورو قومونو په پرتله لږ زر را پاڅېد او د خپلې قومي ازادۍ او خپلواکۍ پر لوري يې لومړئ ګام خپلې ژبې ته د پرمختګ ورکولو په بڼه واخيست. د دې حق غوښتونكو په ضد جهاد پيل كړل سو او دې خلکو په پاى كې خپله ازادي او خپلواكي لږ تر لږه د خپلو درې ميليونه انسانانو د سر له قربانۍ او د لكونو پېغلو د عزتونو د لوټېدو په شكل كې وركړ.

 بلې خواته د پښتنو، بنګالي، بلوڅو او سيندي ملتپالو مشرانو ته دا حقيقت په بشپړه توګه څرګند وو چي د بنګالي د حلالېدو يواځينۍ وجه خپل انساني او سياسي حق غوښتل دي، خو دوى د خپلې ناپوهۍ، سياسي ناتوانۍ او ناڅرګندو لاملونو (وجوهاتو) له امله د پنجابي په بنګال كې د ښخي باوجود له موقعې ګټه وانه خيسته او پنجابي استعماري ذهنيت ته يې دا موقع وركړه چي هغه په را روان وخت كې داسې بندوبست ولري چي خپله استعماري قبضه او واک پر دې پاته نورو قومونو ټينګ كړي.

 د بنګالي تر ازادۍ وروسته پنجابي لومړى پروګرام په پاكستان كې ګډو پښتنو او په تېره ازاد افغانستان ته يې يوه دسيسه جوړه كړه. پخوانى جنرال نصيرالله بابر وايي چي د سردار داود تر كودتا وروسته موږ په افغانستان كې د پاكستان ګټو ته د تل لپاره د خوندي کولو فكر واخيستو او دې نتيجې ته و رسېدو چي په افغانستان كې يواځې يوه پر پښو ولاړه ډله او سازمان د پاكستان ګټې خوندي ساتلاى سي. دى وايي چي موږ خپل لاسپوڅي ايجنټان جوړ كړل، هغوى مو و روزل او د دوى له لارې مو پر افغان حكومت زور اچاوه، دغو ايجنټانو د افغانستان په هغوسيمو كې اثر درلود چېرې چي د تعليم كچه ټيټه وه، حکومت تر ولسي خلکو پورې نه لاسرسى نه لارۀ او په هغو سيمو کې تر ډېرې کچې ملا او امام د خلکو په ذهنونو واکمني کوله. بلې خواته د پاكستان تر خپل واک لاندې قومونو سياسي او استعماري استحصال جاري ساتلو، پر هغه د پردې اچولو لپاره د اسلام اباد پوهانو په ډېره لويه كچه د اسلام له نامه ګټه پورته کړه او د پښتنو د ملتپالو سياسي مشرانو د وهلو لپاره يې خپل لاسپوڅي ملايان د مذهب پر نامه را مخ ته كړل. دا جلا خبره ده چي دغو ملايانو ډېر ژر دا ثابته كړه چي دوى د اسلام تر ميني زياته د پښتنو پر دښمنۍ كارول سوى دى. دوى د حق غوښتنه او د پښتانه تورى اخيستو ته د امت سره وېشل او كفر وويل، خو د پنجاب استعماريت يې جايز ګاڼه. د ملايانو دې نوي شكل د ټولنې د ودې د لارې پر بندولو پيل وکړ او په ډېره لږ موده كې يې پښتانه د تورو تيارو لارو لاروي کړل.

 د لاهور دې استعماري كار ته كه پښتانه له يوې خوا يواځې وو نو بلې خواته د نړۍ ټولو سامراجي هېوادونو په افغانستان كې د غوايي (ثور) د انقلاب په ضد د پنجابي په دې كار كې ملاتړ وكړ. د لوېديځ سامراجيانو يواځې د روسيې د كميونيسټي رژيم په را پرځولو كې دلچسپي لرله، خو د اسلام اباد سياسي كارپوهانو هغه وخت دا ليدل چي د نړۍ غرض ډېر لنډ دى او دوى خپل لاسپوڅي پر دې کار و ګومارل چي دوى د كميونيسټ پر نامه هغه ټول افغانان له مخې وباسي (Political Decapitation)چي چا په يوه نه بله توګه د قام مشري كولاي سوه او په پاى كې موږ وليدل چي افغانان لكه د پسونو رمه د اسلام اباد د ليكل سوې ډرامې په کرکټر ملا عمر پسې روان وو.

 د طالبانو له خوا د كابل نيولو اسلام اباد ته دا باور وركړ چي د ده د سياسي اسلام سوبه او لاسته راوړنه ډېره بريالۍ ده. د نيوي يمې لسيزې په منځ كې ټول افغانستان د اسلام اباد تر واک لاندې سو او ورسره يې په كشمير كې هم منګولې ښخې وې. د منځنۍ اسيا پر هېوادونو يې نظر درلود او په ايران كې يې هم د اټغلاندۍ پروګرام درلود. لنډه دا چي د (Theory) له مخې پاكستان پر ټوله منځنۍ اسيا باندې واکمن و، خو د لوى خداى” بله خوښه وه او په ٢٠٠١م کال کې د امريکا د متحده ايالاتو د سوداګرۍ پر نړيوال مرکز باندې بريدونه د پښتانه قام په ګټه تمام سول او زورورې نړۍ د اسلام اباد لاس د پښتانه له ګريوانه وكيښ.

 له څه د پاسه شل كاله وروسته پښتون افغان ملت يو وار بيا د خپل تاريخ پر يو مهم پړاو و درېد او بيا داسې يوه موقعه په لاس ورغله چي دى بيا خپل ځان و رغوي او د نړۍ د سيالو قومونو په کتار كې و درېږي. دا ځل د نړۍ ټول زورور او غښتلي د افغانانو ملګري دي او دوى دې ته چمتو دي چي دوه ويشت كاله دمخه چي كوم پور د افغان ملت پر دوى وو هغه ور وګرزوي او وران سوى افغان وطن بيرته پر خپلو پښو و دروي، خو له بده مرغه پښتانه په سياسي توګه دغو حالاتو ته تيار نه ښكاري. د ډېورنډ كرښې له دواړو اړخو نن هم د پښتنو يوه لويه برخه له ملي سياسي شعوره بېخي وچه (Politically Virgin)او بې برخې پاته ده، دا سيمه هر وخت زموږ د لوى كور افغانستا ن په ورانېدو او د دښمن د لوبې ښه ډګر پاته سوې ده. يو لوى سياسي كارپوه او ستر عالم كمال خان شېرانى د امريکا د يوولسم سپتمبر د پېښې او د هغې په نتيجه كې د پښتانه افغان ملت او د دوى د وطن بيارغونې او د دښمن په دې كار كې خنډ اچولو ته د صلاحيتو جنګ وايي. ېقيننا به دا ځل به پښتون خپل ځان په خپل صلاحېت خلاصه وي ـ ټول پښتون ملت له ډېر بد حال سره مخامخ دۍ او سترگي يي دخپل سياسي مشرتابه په لوردې ـ زموږ سياسي مشران به خپل سياسي صلاحيت ښكاره كوي اوخپل قام به ددښمن له قبضې خلاصه وي ـ ولي چي دښمن خپل صلاحيت په ډېره بې شرمۍ بلكې په ډېركمال ښكاره كوي. دى نه يواځې د نړۍ تر درې درځنه زياتو لويو او پخو سامراجيانو په تېرايستلو كې بريالى دى بلكې د طالب او د ملا په شكل كې ډېرې زورورې ستراتيژيکې زېرمې (Strategic Assets) هم لري، په دې كې هيڅ شك نه سته چي دى د دغو ستراتيژيکو زېرمو په وسيله نه يواځې د كرښې دواړو اړخو ته پروت پښتون افغان ملت قابو كولاى سي بلكې د سيمې په نورو ملتونو كې هم اټغلاندي راوستلاى سي.

 زموږ ځني سياسي مشرتابه ته پكار دى چي زياتي دي لمر په ګوته پټول پرېږدي او يواځې د وزارت د يوې چوکۍ د ژغورلو لپاره دي د اسلام اباد پلان سوي او ترتيب سوي ځانمرګو بريدونو ته د سي اى اې(CIA)، را (RAW)او موساد دسيسې ويل بند كړي او خپل لارورکي ولس ته دي سيخه لاره او سهي دښمن ور په ګوته كړي. دښمن دم ګړۍ لا ښخ دى او د نړۍ ټول زورور زموږ ملګري دي. بلوڅان چي په شمېر زموږ د يوسفزيو برابر هم نه دي پر نامساعدو حالاتو برسېره يې د خپلې ملي خپلواکۍ غوښتنه په ډېره ښه توګه تر نړۍ و رسوله او اسلام اباد ته يې په سفارتي کچه ماتې وركړه. دا وخت په منځنۍ او سوهېلي اسيا كې اسلام اباد په ډېره هوښيارۍ سره خپل بايللى جنګ د ناپوه پښتانه په مرسته ګټې ته نيژدې كړ، خو زه اوس هم په دې ډېر باوري يم چي د نړۍ د قوتونو او د اسلام اباد تر منځ په پراته واټن (Balance) كې لوى كردار د كرښې دې خواته د مېشتو پښتنو دى. دغه پښتانه چي شمېر يې لږ و ډېر څلوېښت ميليونه جوړېږي، كله هم په پاكستا ن كې د خير او د برابرۍ ژوند نه دى تېر كړى. پښتنو ته په اوسنيو حالاتو كې د جرمني د بسمارك غوندې يو سياسي لارښود پكار دى چي دا ټول سره وېشلي پښتانه سره يو كړي او د سيمې يو زورور او په پښو ولاړ قوت يې جوړ كړي، كه نه وي د رحما ن بابا د قبر د سپكاوي په شان، ږوندي خو پرېږده اسلام اباد به زموږ مړه مشران هم له قبرو راوباسي.

.