کور / تازه خبرونه / ولي كرزى: د كندهار والي جوړ دئ

ولي كرزى: د كندهار والي جوړ دئ


د كندهار د ولايتي شورا رئيس احمدولي كرزى وايي د نن ورځي په بريد كي د كندهار والي توريالى ويسا جوړ دئ او هغه كوم زيان نه دئ رسېدلئ.
ښاغلى ولي كرزى وايي لومړني ځانمرګي د ولايت د مقام په نظام قراول كي ځان چاودلى، چي دوه نور ملګري يې هدف ته له رسېدو وړاندي د پوليسو له خوا ويشتل سوي دي.
نوموړي د مړو د دقيق شمېر په اړه څه ونه ويل، خو د كورنيو چارو وزارت له خوا تر اوسه د ۵ پوليسو د مړيني او ۳ د ټپي كېدو تائېد سوى دئ.