کور / تازه خبرونه / اسټراليا: په روزګان كي ۱۰۰ طالبان وژل سوي دي

اسټراليا: په روزګان كي ۱۰۰ طالبان وژل سوي دي


په روزګان كي مېشت اسټراليايي پوځيان وايي د روزګان په ولايت كي يې په دوو غټو عملياتو كي د ۱۰۰ په شاوخوا كي طالبان وژلي دي.
د اسټراليايي ځواكونو وياند وايي دغه عمليات يې په تېرو درو اونيو كي له افغان امنيتي ځواكونو سره په ګډه، د روزګان په دوو بېلابېلو سيمو كي ترسره كړي دي.
د اسټراليا د دفاع وزارت وايي دا له ۲۰۰۱ كال راهيسي په افغانستان كي د اسټراليايي ځواكونو تر ټولو غټ او كامياب عمليات دي، چي ګڼ شمېر طالپ جنګياليو ته يې مرګ ژوبله اړولې او ډېري سيمي يې تصفيه كړي دي.