کور / تازه خبرونه / ننګرهار: د بم چاودنې درې تنو پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

ننګرهار: د بم چاودنې درې تنو پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ د حکيم خېلو په سيمه کې د سړک د غاړې بم يو تن پوليس وژلی او دوه نور يې ټپيان کړي دي. د ننګرهار امنيه قومندان ايوب سالنګی وايي بم د پوليسو پر يو موټر چاودلی. دسالنګي په خبره دغلته د کوکنارو اړولو کمپاين هم روان دی او پوليس د خلکو په زمکو کرل شوي کوکنار له منځه وړي. ځايي چارواکي د کوکنارو د کر خبره داسې مهال کوي، چې ددوی په وينا دغلته د کوکنارو د کښت کچه صفر ته راښکته شوې ده. تر دا مهاله د بم د چونې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.