کور / تازه خبرونه / تروريستان د ډيورنډ له غاړو څخه ختيځي افريقا ته پناه وړي

تروريستان د ډيورنډ له غاړو څخه ختيځي افريقا ته پناه وړي

د واشنګټن څخه د اسوشېټيډ پريس د تازه راپور له مخي وېره اچونکي، ترهګر او دهغوی تاکتيکونه د ډيورنډ له غاړو څخه مخ پر ختيځي افريقا د خپرېدو په حال کښي دي چيري چي دوی د ډيورنډ د غاړو په پرتله ځان په امن پکښي ګڼي .


د امريکانظامي او د تروريزم سره د مقابلې مسؤلين وايي چي دترهګرو تقويت ته په پام سره سوماليا په چټکۍ سره په دوهم افغانستان د بدلېدو په حال کښي ده چيري چي به د القاعدې اړوند ګروپونه د غرب په وړاندي په اسانۍ سره وکولائ سي خپل اهداف ترسره کړي .


تېره مياشت اسامه بن لادن هم پخپل يوه ۱۱ دقيقيزخپور کړل سوي ټېپ کښي په ډاګه کړې وه چي القاعده شبکه به سوماليا خپل مرکزي نقطه ټاکي او په پخپل خطاب کښي يې پر سوماليايانو ږغ کړئ وو چي د سوماليا د نوي ولسمشر پر خلاف اقدام وکړي اوپه افغانستان، پاکستان، فلسطين او عراق  کښي د خپلو نورو جهادي وروڼو ملاتړ وکړي .


په سومالي کښي د تېر کال په اکتوبر کښي د ځانوژونکو بريد کوونکو په  پنځو حملو کښي تر ۲۰ زيات عام وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړئ وو چي د بريد هدف يې په سوماليا کښي د ملګرو ملتونودفتر، دايتوپيا قونسلګري او ولسمشر ماڼۍ په ګوته سوې وه .


د امريکا د (FBI) په مهم تور لست کښي د سوماليا څخه فاضل عبدالله محمد شامل دئ چي په سيمه کښي د القاعدې مشري ورپه غاړه ده او پر سر يې ۵ مليونه ډالره انعام ايښودل سوئ دئ .


په سيمه کښي د تروريزم سره د مبارزې د يو مامور په وينا القاعده به تر هغو پوري پياوړې وي تر څو چي د الشباب ډله فعاليت ولري ، ده زياته کړه هغه څه چي د امريکا د نظامي رهبرانو د ويري سبب ګرځي؛ هغه ښايي د الشباب او القاعدې ډلو يوځايي او ګډ فعاليتونه  وي ، بالفعل که افريقا ته نوي ستنېدونکي تروريستان خپل د بم جوړوني مهارتونه د ځانه سره انتقال کړي نو دا به د القاعدې په ملاتړ د سوماليا ميشتو جهاديانو شمېره زرګونوتنو ته ورسوي، ده زياته کړل چي د امريکا متحده ايالات مجبوره دي چي په وړاندي يې د سوماليا نوي دولت تشويق کړي او پرېنږدي چي القاعده او متحدين يې پياوړي سي .