کور / تازه خبرونه / په ننګرهار کي هم د ثور ۸ ونمانځل سوه

په ننګرهار کي هم د ثور ۸ ونمانځل سوه

ننګرهار : د مجاهدينو د برياليتوب ورځ د کمونستانو په غندلو سره ولمانځل شوه.


ګل اغا شېرزى: افغانستان تل غريبانو ساتلى او اوس هم د طالبانو او دولت په ليکو کې غريبان مري.


سيد محمد پهلوان : شهنواز تڼي پخوا وطن ته څه کړي و چې اوس بيا د خدمت لاپې کوي.


 


د ولسمشر کرزي سلاکار او ننګرهار والي ګل آغا شېرزى وايي افغانستان د غريبو هېواد دى او د پردو له يرغله غريبانو د سرونو په قربانولو سره ژغورلى خو له بده مرغه چې اوس هم پکې د همدې غريبو بچي د بې وسۍ له امله څه د دولت ضدو وسله والو طالبانو او څه د دولت ملاتړي اردو ليکو کې وژل کېږي.


شېرزي چې د ننګرهار (کرزي تالار) کې يې د اسلامي انقلاب د بري اوولسمې کليزې نمانځغونډې ته وينا کوله د اسلامي انقلاب د بري په يادونې سره يې پر پخواني ولسمشر داود خان له دې امله يو ډول نيوکه وکړه چې پر شاهي نظام د کودتا او د نماېشي لويې جرګې په رابللو يې ((د شېرزي په اند)) ولس سره د خپلو وعدو د نه پوره کولو ترڅنګ د کمونېستانو ملا وتړله.


شېرزي د افغان جهاد د برياليتوب او افغان مجاهدينو سره د مرستو له امله د ګاونډي هېواد پاکستان ستاينه وکړه، دغه راز يې د بهر مېشتو افغانانو او په کور دننه مجاهدينو له ډلې تر نارينه وو ډېر ښځينه قشر د قربانيو د ورکړې له امله وستايه.


د غونډې د ويناوالو له ډلې يو بل پخواني جهادي قومندان او د ننګرهار د نازيانو اوسني ولسوال سيد محمد پهلوان خپلو خبرو کې د ولسمشريزو ټاکنو پر کانديد شهنواز تڼي نا مستقيمې نيوکې سره وويل چې له هغه څخه د نجيب په واکمنۍ کې د يو واکمن جنرال په توګه د کودتا هڅه کې د پاتې راتلو له امله د خدمت تمه نه شي کېداى.


بلخوا يو شمېر شنونکي د غريبو په اړه د شېرزي خبرې په ولسمشريزو ټاکنو کې د ده د احتمالي کانديدۍ د کمپاين يوه برخه ګڼي او وايي افغان سياستوالو تل د داسې خبرو په کولو د ولسي ملاتړ د ترلاسه کولو هڅه کړې او دا خبرې له کوم کمپاين پرته بله مانا نه لري.