کور / تازه خبرونه / دوه بریطانویان نیول شوي.

دوه بریطانویان نیول شوي.

دافغانستان دحکومت چارواکو ویلي چې دوه بريطانويانو یې نیولي، یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم واخیستل شي رسنیو ته ویلي چې دا دوه بهرنیان دبریطانیا دي او دافغانستان امنیت ته یې ګواښ جوړاوه، بل لورته دولسمشر کرزي ویاند همایون حمیدزاده نن سې شنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دا دوه بهرنيان پداسې کارونو کې لاس درلود چې دافغانستان لوړو ګټو ته په زیان کې وو، ولې دولسمشر کرزي ویاند ددوی هویت څرګند نه کړ او نه یې هم وویل چې دوی په کوم ډول کارونو کې لاس درلود.