کور / سياسي / په نامه ټولټاکني او که دسياسي حل ريښتينه لاره !

په نامه ټولټاکني او که دسياسي حل ريښتينه لاره !


 


پـه چــل او چـم دبيـګانــوو ټــول پوهــيـږي                   داملـت کـه نـن زوريـــږي نــور پـخـيــږي


ټــيـټ ســر يـي دتـاريـخ پــه يادکــي  نســته                   هر يرغل چه بانـدي کيــږي بيا ماتـيږي


ژر بــه خــلاص کړي خپـل وزر دبــل دلومـي                  دعقــ‎اب په شان به بيـرتـه پورته کيـږي


دلــتـه بيـا تــاريـخ تــکــرار دي اي عـالــمــه                    هـر غليم به دبرايډن  په شـان ګوډيــږي 


په دې هکله دلته څو سوالونه رامنځ ته کيږي :


۱ــ  ولي امريکا ، غربي نړي ، تيکنوکراتان او لوي جنګ سالاران ، دغه په نامه ټولټاکنو ته زور وهی چه ژر تر ژره ځانونه  ورسوي ،اودا غير مشروع او د افغان ملت دارادی څخه ليري ټو لټاکني تر سره کړي ؟ .


۲ــ ولې دوې ټوله دسياسي حل د لاري څخه فاصله نيسي ؟


۳ ــ ايا دغه ټولټاکني به دې ځوريدلي ملت ته امنيت اود ښه ژوند زيري راوړي ؟  او که به اوسني زور واکو ته نوره هم پر ملي شتمنيوباندي دچور او چپاول زمينه مساعده کړي ؟چه به نتيجه کي به د خارجي لښکرو شتون ته  نور  هم  د بقأشرايط په  شکلي ډول مساعد کړي ۰


پورتنيۍ هغه مهمې اوافغان   ملت په راتلونکي پوري تړلي پوښتني دي چه بايد جواب ورته پيدا کړل سي ۰ خوزه به په دې لنډه ليکنه کي دخپل نظره ددې سوالو وجوا بونو ته لږ څه ځان   ورنيژدې کړم ۰


لومړي بايد وويل سي چه دغه ټولټاکني په افغانستان کښي په داسي وخت کي تر سره کيږي چه دا زوريدلي ملت دامريکا او غربي نړي دنظامي يرغل په اتم تلين کي قرار لري ۰ او ددي څو کلونو په مدت کښي په لس هاوو زره کوچنيان ، ښځي ، زاړه او ځوانان ددوي تر بمباردونو لاندي راغلي او په شهادت رسيدلي دي ۰ او دمملکت د شرقي ، جنوبي ، اوغربي سيموځيني  محلات روز مره ددوي او ددولت دسياسي مخالفينو ( مقاومت )تر منځ دجنګ په تاوده ډګرونو تبديل سوی دي ۰ چه په نتيجه کښي ددي سيمواو ولايت   تر منځ دولتي اړيکي داسي شکيدلي دي ،  چه دولتي مامورين نسي کولاي چه بي له يوه امنيتي قطار يا دالوتکي پرته دولايت دمقام سره اداري غونډي وکړي ، او خپلي ستونځي دنيژدي حل کړي ۰ حتی په اوس مهال کي دډيرو ولسواليو مرکزونه ددولت دسياسي   مخالفينوپه ولکه کي قرار لري ۰ چه اوس ددي سيمو دولايت مقامونه هم دډيرو جدي امنيتي ګوا ښونو لاندي راغلي دي ۰ په داسي حا ل کښي چه اوس دشمالي سيمو په ځينو ولايتونو کښي  ددولت سياسي مخالفينوهم  خپله دنفوذ ساحه پيدا کړي او دجمعي رسنيو څخه داسي معلوميږي چه هلته هم دولتي حاکميت مخ پر لږ يدو دي ۰ نو په داسي شرايطوکښي به په کوم تعداد خلګ  په دي ټولټاکنو کښي چه دامريکا او ناټو تر بيرغونو لاندي سرته رسيږ ي ګډون وکړي ؟او خپله ريښتينه اراده دي څرګنده کړي ۰ په داسي حال کښي چه په دې اوو کلونو کښي نه تنها خلګو امنيت بلکه په اقتصادي ساحه کښي هم هر څه دلاسه ورکړي ، ولي په عوض کښي غربي تيکنوکراتان او جنګ سالارانودناټو دقواوودشتون په زور  ددې  ملت په ملي شتمنيو دلس هاوو او سل هاوو ميلونو ډالرو خاوندان سوي دي ۰


بايد وويل سې چه دڅو هفتو راهيسې دافغانستان په داخل او بهر کښي دجمهورې رياست ټولټاکنو له پاره يوتعداد افغانې  شخصيتونو خپل ځانونه ودې مقام ته نومولي دي ۰ چه ددوی ترمنځ ودې مقام ته درسيدو له پاره داسي  هلي  ځلي  رواني  دي ، چه دځينو کانديدانو يوه پښه په لندن او بله يې بيا  په واشنګټن کښي  وي  ۰ دا ځکه چه دوي  په دې  پوهيږي  چه هم دغه دوه ځايه دي  چه دجمهوري رياست دتاج دپر سر کولو صلاحيت لري نه د افغان لاس تړلي ملت اراده ۰


بايد وويل سي چه ددې  نومول سوو او احتمالي کانديدانودجملي څخه يو لړ دداخلي او خارجي مختليفو جمعې رسنيو له لارې وافغان لاس تړلې ملت ته دخپل مصنوعې صداقت او ملت ته د وفادارې اود تيرو اوو کلونوددولتي چارواکو  پر کړنو باندې داسي شديد انتقادونه کوي چه سړي فکر کوي چه د دې اووکلونو نا خوالو اود ملت په زورولو کي دوي هيڅ سهم نه درلودي ۰ په داسي حال کښي چه دوي دبن دکنفرانس دفعالو ګډونکوودجملي څخه شميرل کيږي او ځيني بيا ددولت فعاله غړي هم سول ۰ولي دا يو لړ کانديدان دافغانستان داوسني لانجي د سياسي حل دريښتيني لاري څخه په ښکاره ډول فاصله نيسي ۰ځکه نو   ددوی دجملې څخه يو تعداد کانديدان کوښښ کوي چه امريکا او انګليسي واکدارانو ته خپله ريښتينه وفاداري او غلامی تر هر بل کاندي ډيره وښيي ،  اوهغو ته داسي  څرګنده کړي  چه ترما به بل ريښتيني  ګوډاګي  پيدانکړي ، او تنها زه يم چه دافغان لاس تړلي  ملت پاته  ملي شتمنيو ته درسيدو پر لاره هره تړلي  دروازه به ستاسو پر مخ خلا صه کړم ۰ او ددې ملت هر څه به ستاسو په اختيارکي  کښيږدم ، که په مقابل کښي تاسي لطف او مهربانې وکړي دغه دجمهوري رياست دسرو زرو تاج زما پر سرباندي کښيږدي۰


اوس نو اصلی خبره  دا ده چه دغسي يوه  مملکت چه د۳۷ مملکتونو تر مستقيم ير غل لاندي راغلي وي او په مملکت کښي هر څه که په ( سياسي ، اقتصادي ،  نظامی ، او حتی په فرهنګي ساحه کښي هم وي ، ديرغلګرو دستراتيژيو سره سم مخ ته روان وي ، نو په داسي حالاتو کښی به کوم کانديد چه  افغان ملي ګټو ته وفاداره وي وکړايسي دخلګو دارادي په زور دي ودې سپيڅلي مقام ته ورسيږي ۰ ځکه نو ( خواب است ، مهال است وجنون )۰ نو په داسي شرايطو کښي چه هر څه دپردو په لاس کي دي نوولي  يو تعداد شخصيتونه ، چه ځانونه ملی ګټو ته وفاداره بولي ، وداسي لوي سياسي لوبي ته ځانونه داخلوي ؟په داسي حال کي چه دلوبي مشري هم ديرغلګرو په لاس کي ده ۰ او هر هغه څوک چه ددوي دګټو ريښتيني مدافع اوو دوي ته وفاداره وي هغه به دلوبی ګټونکي اعلانيږي ۰  او بيا به په خپل نظامي او اقتصادي زور باندي په داخلي او غربي جمعی  رسنيوکي به دا غير مشروع او دافغان ملت دارادي خلاف ټولټاکني به دپوره مشروعيت په خوندوروکلماتو باندي په نشر رسوي ۰ او دواقعيت څخه  په ليرو سياسي تبصرو کي به   دا ټولټاکني دخلګو دريښتيني ارادي ښکارندويي بولي ۰


نوايا افغان ملي ګټو ته وفاداره شخصيتونو ته دا ضرور ده چه ځان وداسي يوي پردۍ سياسي     لوبي ته ورواچوي ؟ ايا دابه ودغه غير مشروع انتخاباتو ته دده دنظره څخه يو مشروعيت ورکول نه و ي ؟


په داسي حال کي چه امريکا او غربي نړي ودي ته سترګي په لاره دي ، چه ددوي ودي نا مشروع لوبي ته ډيرکسان ځانونه ورداخل کړي چه ددوی دقلابي ډموکراسي تمثيل هم پکښي څرګند سي ۰


بايد وويل سي چه په دې ټولټاکنو کښې ديو تعداد  تيکنوکراتانو او لوې جنګ سالارانو هدف يو دي ۰ هغه داچه دافغان لاس تړ لې ملت وطبعي  شتمنيوته ځانونه رسول دي ۰


ځکه دمجاهدينو ددولت دپينځو کلونو او دتيکنوکراتانو او لوي جنګ سالارانو دوروستنييواوو کلونوتحميل سوو  حاکميتونو    دا ښکاره په ډاګه کړل، چه دوي ودې هدف ته درسيدو له پاره خپل تر منځ هر نوع مصلحتونواو معاملوته حاظر سوي او پر هم دې لاره مخ ته ځي  ۰ ځکه نوکه تيکنوکرات جمهور ريس کړي معلومه خبره   ده  چه معاونين به يي لکه دکرزي معاونين هغه به هم  لوي جنګ سالاران وي ۰ اوکه جنګ سالار جمهور ريس کړي نو معاونين به يي غربي تيکنوکراتان وي ۰ ځکه نو دغه دواړه سياسي او جنګي ګروپونه  نه غواړي چه دافغانستان اوسني کشاله دي ژر تر ژر ه  دسياسي حل ريښتينه لاره پيداکړي۰  ددوي څرګندوني هر وخت ديرغلي قواوو دشتون په ګټه وي ۰ ځکه نو دوي وخپل هدف ته درسيدو په هيله دناټو دقواوو شتون ديوه نا معلوم وخت له پاره لازم بولي ۰ ځکه   دوي به اوس مهال کښي دخارجي   قواوو دشتون په زور دملت  پرمنقولو او غير منقولو شتمنيوباندي لاسونه راګر ځولي ، او ملت يي بي برخي کړي ، او غواړي چه دا پروسه نوره هم وسعت او تحکيم پيدا کړي ۰او په عوض کښي به بيا يرغلګرو قواوو ته نوره هم دهر نوع بشري او اقتصادي جناياتو دکولو لاره خلاصه کړي ۰


ځکه نو ددغه ټولټاکنو دتبليغاتي کمپاين په درشل کښي دوي کوښښ کړي او کوي يي چه خپل تر منځ يو زرګري جنګ شروع کړي ۰ هغه داچه  دوي يو  پر بل باندي شديد انتقادونه او په اداري او اقتصادي   فساد باندي يو او بل  متهمول او دکاري  کفايت نه درلودل  چه  دا ټولی  هغه څرګندوني  دي چه غواړي ديوه طرفه افغان ملت ته  فريب ورکړي او دبله طرفه دامريکايي او ناټويي ير غلګرو دډموکراسي تمثيل څرګند کړي ۰


چه په دي اړوند دمحترم کرزي هغه څرګندوني چه وخلګو ته ديوي جلسي په تر څ کي دکابيني غړي او يو تعداد وکيلان په دي متهم کړل چه ( دملت په شتمنيو باندي يي په داخل او خارج کښي بيلډينګونه جوړ کړي او په خارجي بانکونو کښی ډالرونه ذخيره کړي دي )ولي څوک يي دمحکمي او حساب وميز ته راکش نه کړ ل ۰ دپورتني ادعا ښکاره ثبوت دي ۰



ا وبايد وويل سي چه ودې ټولټاکنو ته دجمعي رسنيو په حواله نيژ دي ۴۳ کسانو ځانونه نومولي دی ۰ چه دا هم دافغانستان په اوسنيو شرايطوکښي دتعجب وړ خبره ده ۰ هغه داچه ددې ټولو کانديانو دجملی څخه يوازي څلور يا پينځه کسه دي چه ودې مقام ته درسيدو امکانات يي نظر ونوروته ډير دي ۰ او شايدبيا ددوي دجملی څخه يو دامريکا داوسنی اداري له پاره لازم او دتائيد وړ وګرځي ۰ چه دا کسان  عبارت د محترم ( کرزي ، جلالي ، اشرف غني ، احدي ، ګل آغا شير زي ) څخه دي اوداهم دامکانه ليري خبره نه ده چه  يو بل نوي کانديد په دې ورځو کښي راميدان ته سي او دامريکا او انګليس ملا تړ ورسره وي ۰


ولي څو هفتي مخکي محترم خليل زاد هم په ناڅاپه ډول دټولټاکنو ولوبي ته ځان ورنيژدي کړ ۰ دجمعي رسنيو څخه داسي معلوميدل چه محترم بيات هم په دي لاره کي ورسره ملګري وو ۰ مګر دڅو ورځو دتبليغاتي کمپاين وروسته داسي معلومه  سوله ، چه شرايط يي درک او دخاموشي لاره يي اختيار کړل ۰


ولي دنورو کانديدانو دکاميابي چانس په اوسنيو شرايطو کښي دامکان څخه ليري معلوميږي ۰ بايد وويل سي چه په دي ورستنيو څو هفتو کي دامريکا دنوي اداري نظر دکرزي په وړاندي دپخواه په څير نه بلکه مثبت ارزيابي کيدلايسي ۰ هغه داچه دامريکا خارجه چارو وزيري دهاګ په  لويه نړيواله جلسه کښي داسي وويل :


در اين فرصت ميخواهم ازنقش نهايت مهم ريس جمهور کرزی دررهبری افغانستان تقديم کنم حکومت ريس جمهور کرزی در ايحاد ستراتيژی جامع وموثر ی که همه ما روی آن بحث ميکنيم خيلي کمک کرده است ۰


په داسي حال کښي چه ددي څرګندونوڅخه څو هفتي مخکي دامريکا نوي اداري دافغانستان دولت يي په اداري فساد لړلي او دمخدره موادو په توليداوقاچاق کي شريک بللي و ۰


اوس نو اصلي خبره داده که  د دې ټولټاکنوپه پيله  کښي دلوبي مشري بيرته وکرزي  او يا بل شخص ته هم  وسپارل سي ۰ او لوبغاړو ته يي  هم دافغان ملت دتير وتلو دپاره   تغير ورکړي ،ولي اهداف به يي تغير ونه خوري نو په نتيجه  کي به دالوبه به نوره هم د سختوامنيتي ، سياسي او اقتصادي ګواښونوسره مخامخ سي ۰  اوبيا به  دحل  لاره نه تنها افغانانوته بلکه دمنطقي هيوادونو اوجهانيانو ته به هم په لويه قرباني تمامه سي ۰ولی په اوس مهال کي يرغلګر ځواک په دې وطن کښې هر خپل ګوډاګې دولت مشروع ، په خلګو پوري تړلې اوډموکراټ ښيي ۰ په داسې حال کې چه ملې حاکميت پر خلګو باندې تکيه کول دامنيت راوستل ، دداخلې اوخارجې لوټمارانو څخه دملې شتمنيو خوندې ساتل ، دادارې فساد له منځه وړل او وخلګو ته دکار دزمينې برابرول ديوه دولت دمشروعيت عمده اصلونه تشکيلوې ۰


ولي ددې اووکلونو ديرغلګرو په حاکميت کښي دپورتنيو اصلونو څخه يو هم نه دي معلوم سوي ۰ ځکه نودافغانستان  خلګو ديرغلګرو په دې حاکميت کښي دځان ، مال او ملي شتمنيو امنيت په سترګوهيڅ و نه ليدي ۰ ځکه نودا يوه طبعي خبره ده ، او ويلايسو چه ديرغلګرو تر بيرق لاندي ټول حاکميتونه چه دنړي په هره سيمه کښي قرارو لري ، په حقوقي لحاظ دخلګو په وړاندي هيڅ نوع مشروعيت نه لري ۰چه دافغانستان اوه کلن حاکميت يي ښکاره مثال دي  ۰ او هر څوک چه داسي دولتونه مشروع ا  ويا مشروعيت يي تر سوال لاندي وبولي ،داخپله  دهغه ملت او مليتونو پر ملي ګټو  باندي څرګند تير ي او ير غل بلل کيدلايسي ۰ دپورتنيو عيني واقعيتونو په نظر کي   نيولو سره زما په نظر په مملکت کښي و دې امريکايي  تراژيدي سريال ته  دپاي د ټکي ايښيولود پاره بايد داسي دحل يو ميکانيزم رامنځ ته سي چه دهغه ميکانيزم دعملي کولو په نتيجه کښي نه تنها دافغان ملت ملي ګټي خوندي ساتل سوي وي ، بلکه دمنطقي هيوادونه  او نړيوال هم دبي امنيو دګواښونو څخه و ساتل سي ۰ چه ما ددي ميکانيزم په اړوند ددووکلونوراهيسي دافغاني ويب پاڼو ه لاري وړانديزونه کړي دي چه دلته به يي تکرارأ رانقل کړم ۰


زما په نظر روشنفکران بايد دخپل تاريخي رسالت له مخي که داروشنفکران دسياسي احزابوپه صفوفو کي متشکل وي ، اوياپه نورو اجتماعي سازمانونوکښي ، اويادهغو څخه دباندي دخپل ملت دپاکو ارمانونودپاره کاراوفعاليت کوي، په دي ټولوحالاتو کښي دوخت تاريخي غوښتنه د ه ، چي د خپلو ملي ګټودپوره واک اخيستلو له پاره خپل ترمنځ ددي مقدس ارمان له پاره ګډ تفاهم ته سره ورسيږي ۰ کيدلايسي داتفاهم د( سياسي مشترکو غونډو ، ملاقاتونواويادنوروجمعي رسانو له لاري که هم وي .) بايد ژر ترژر ه شروع سي . اوپه دي سياسي غونډو کي بايد دافغانستان داوسني لانجي دسياسي حل له پاره پر يوه داسي ميکانيزم باندي کاراو تفاهم وسي ، چّه دهغه دتطبيق په نتيجه کي نه تنهاپه افغانستان کي امن او ثبات راسي، بلکه دافغان ملت دملي ګټو واک او اختيارهم بايد بيرته داغيور ملت په خپل لاس کي واخلي . ولي داهم لازمه ده چی دداسي يو ه حياتي او با ارزښته ميکانيزم وړانديز بايدديوه با صلاحيته منتخب کميسون په لاس باندي و ملګرو ملتونوته اوهم دجنګ دواړو طرفوته ورکول سي ، کيدلايسي داميکانيزم دلوي افغاني تفاهم په نتيجه کي پراخ او هر اړخيزه بڼه اختيار کړي۰


. ۱ــ دامريکا تررهبري لاندي جهاني ائتلافي ځواک دافغانستان ددولت سره په ګډه اودافغانستان ددولت په مقابل کي وسله وال مقاومت بايد بي له قيداوشرطه اوربند اعلان اودملګرو ملتونوله خواه دي دواړه طرفه دمذاکري وميز ته راوبلل سي۰


۲ ـــ دواړه طرفه بايد دنړيوال کنفرانس غوښتونکي سي .او دسياسي حل پر دقيق ميکانيزم   باندي موافقه سره وکړي۰


۳ ـــ داکنفرانس بايددهيڅ يوه خارجي قدرت دنظامي اقتصادي اغيزي لاندي نه وي .


۴ـــ دکنفرانس ګډون کوونکي بايد دافغانستان داوسني حاکميت اوددوي په مقابل کي وسله وال مقاومت سربيره بايد يو تعداد آزاد پر وطن مين کارپوهان دملي ډموکراټيکو احزابو نماينده ګان اويو تعداد په ولس کي محبوب شخصيتونه وي۰


۵ـــ دخارجي قواوودوتلو زماني جدول دي داسي جوړ سي ، چه هيڅ نوع بي امنيو ته مخه خلاصه نه کړي۰


۶ــ‏‏ـ که دخارجي قواوو دوتلو پر سر اوزماني جدول باندي خبرو ځان ته مشکله بڼه اختيار کړل ، نوپه هغه صورت کي دي ددغه معين وخت دپاره دملګرو ملتونو دصلح ځواک راوغوښتل سي ، يادي داسلامي نړي دهيوادونوڅخه تظامي پوځونه راوغوښتل سي . ولي په هم دغه ټاکلي وقفه کي بايد په مملکت کښی ټولي غير قانوني سلاح دهر ګروپ څخه چه وي راټولي اودملي دفاع وزارت ته تسليم کړل سي۰


۷ـــ داکنفرانس بايددافغانستان دملي منافعو په نظرکي نيولو سره نوي موقته اداره جوړه اوترراتلونکي لويي جرګي ترجوړيدو پوري دولتي چاري مخ ته بوزي۰


۸ـــ داکنفرانس بايد پر جهاني ټولني باندي زور واچوي چه دراتلونکو پينځو کلونودپاره بي له قيده اوشرطه خپلو اقتصادي کومکونوته ادامه ورکړي ۰ ولي دهرکال په اخر کښي بايد دپيسو دمصرف دقيق راپور واخيستل سي اودنوي کال اقتصادي کومک پيسي ددولت په اختيار کي کښيښول سي۰ ۹ــــ ملګري ملتونه بايد دامنيت شورا ته وظيفه ورکړي چه په راتلونکو وختونوکي دافغانستان په داخلي چارو کي کوم خارجي هيواد مداخله ونه کړي ۰


۱۰ـــ افغانستان دولت  بايد دپخوا په څير خپله عنعنوي بيطرفي وساتي او خپلي ډيپلوماتيکي اړيکي نه تنها دهمسايه مملکتونو سره بلکه دنړي دټولو هيوادونو سره دمتقابل احترام پر اصل باندي وساتي ۰


اخځ : 


افغان جرمن انلاين ۰ 


ومن الله تو فيق