" /> " /> " /> " /> ١٩ کلن افغان اتل ټيم د ٢٠١٠ نړيوال جام ته لاره و موندله  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / ١٩ کلن افغان اتل ټيم د ٢٠١٠ نړيوال جام ته لاره و موندله 

١٩ کلن افغان اتل ټيم د ٢٠١٠ نړيوال جام ته لاره و موندله 

نن د افغانستان د ١٩ کلنو څخه کم ټيم د نيپلا سره لوبه وکړه چي لومړى لوبه نېپال پيل کړه او په ٥٠ اورونو کي يې د ٨ لوبغاړو په سوځيدو سره افغان لوبغاړوته ١٧٨ منډي هدف و تآکه .

 افغان لوبغاړو په پنځه ٤٥ اورنو کي د نيپال لخوا ورکړل سوي هدف ته ځان و رساوه چي په دې توګه يې نيپال ته ماتي ورکړه او د ٢٠١٠ نړيوالو سياليو ته يې لار و موندله .






تفصيلي راپور : ن ٠ مومند کلفورنيا



افغانان يو ځل يبا اتلان شول او د ۲۰۱۰ کال نړيوالې اتلولۍ ته ئې لار وموندله


نن په کویټ کښي افغاني شازلمو نیپال په ماتې ورکولو سره نه یوازې ځانونه پایلوبې ته ورسول بلکې ددې جوګه هم شول چې د٢٠١٠ کال دتنکیو زلمیانو په نړيوال جام (اتلولۍ)  کښي برخه واخلې . چې په کينيا(Kenya ) کې به د٢٠١٠ م کال د فيبريوريپه مياشت پيل کيږي او شپاړس لوبډلې به پکې برخه اخلي . 


 دا اتلولي په هرو دوو (٢) کلو کې سرته رسيږي .نن دنيپال لوبډلې پچه وګټله او منډې جوړول يې غوره کړل . په ټاکل شوو اوورونو کې يې داتو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٨٦  منډې يې جوړې کړې چې دا دافغان پنډسک اچونکو (بالرانو)د وړتيا څرګندوي کوي .


افغانستان د١٨٧ منډو دموخې پوره کولو لپاره ملا وتړله او دا موخه دڅلورو لوبغاړو په سوځېدو سره   ٤٧،١ اوورونو کې لاس ته راوړه او نيپال ته په شږو وېکټو ماتې ورکړه .


 ايمل وفا ٦١  او اصغر هوتک ٤٧ په منډو جوړولو سر ه ښه وځلېدل , پیاوړی ایمل وفا دلوبې غوره لوبغاړی   غوره شو.


 د١٩ کلنو زلمیانو په نړيوالې اتلولي کښي تر اوسه  استراليا :١٩٨٨  او ٢٠٠٢   انګلينډ١٩٩٨  پاکستان ٢٠٠٤ او ٢٠٠٦  انډیا(هندوستان) ٢٠٠٠ او ٢٠٠٨ کښي برخه اخيستې ده .


د لراوبر افغانستان ټول همکاران ۱۹ کلن افغان اتل ټېم او ټولو افغانانو ته د زړه له کومي ددې ستر برياليتوب مبارکي وايي !

تبصره نسته

  1. Cangratulations to all Afghans and many thanks to Afghan U-19 cricket team for achieving this. we hope to see you guys perform very well in U-19 World Cup 2010!!!! Best of Luck

  2. zwanday de wy afghanistan !! aw zwanan ye!!!!

  3. مونږ هم له خپله اړخه دغې تنکیو ځوانانو ته د لا ډېر بربالیتوب هېله کوو! ستاسو بریالیتوب زمونږ بر یالیتوب!

  4. که له زړو نه پوره نشوه……افغانستانه زموږ ځوانان
    به دې ګټینه

    ټولو وطنوالو ته دې زړه له کومې مبارکي وایم!

    زما په اند که حتی حکومتي چارې هم ځوانانو ته په واک
    کښې ورکړل شي نو زه په زړورتیا ویلی شم چې له ملکانو ، قومي مشرانواوسپینږیرو څخه
    به په ډیره ښه توګه دولتي چارې پرمخ بوزي ! خو متأسفانه چې زموږ په ټولنه کښې داسې
    رسوم دي چې یواځې مشرانو ته دا د هر څه واک ورکړل شوی او که څه هم یو ځوان به تر یو
    مشر په بعضې مواردو کښې ډیر پوهیږی او له مشرانو څخه به یو کار په ښه توګه سرته
    رسولۍ شي خو بیا هم باید کشر د مشر مقابل کښې حتی یو عادي نظر هم په کوم کار کښې یا
    په کومه پریکړه کښې نشي ورکولۍ .

     او دا ددې سبب ګرځي چې زموږ ځوان استعدادونه هم
    داسې نا کارولي پاتې شي ! کنه نو تاسې وګوری همدا نني اتل ځوانان یې یو ژوندی مثال
    دی . او ماشاالله اوسني ځوانان هغه پخواني ساده او بیسواده ځوانان ندي! اوسني
    ځوانان په نوي ټکنالوژي او پوهې سمبال ځوانان دي او ددنیا په اړه یې معلومات له
    مشرانو څخه ډیر دي. اوسني ځوانان کمپيوټر کارولۍ شي چې دا یو ډیر اساسي او مهم پر
    مختګ دی ! او داسې نور…

     نور مې له لاسه نکیږي چې ډیر څه ولیکم .
    په کلیواله زیږه او پښتنه مینه!

  5. I am really happy that after few decades war we are now able to gain access to world cup 2010
    This is really a great acheivement for Afghanistan
    I congratulate this happy event to all aghans and hope our national team acheive further success.

  6. I congratulate all Afghans around the world for the fact that we Afghans can participate in 2010 Cricket World Cup.

  7. سلامونه او نیکی هیلی

    ددغو تنکیو زوانانو د بریا مبارکی تول افغان ولس ته وایم الله ج دی وکری چی دی تل لپاره خپل وطن ته دبریا زیری راوری او تول افغان ولس سرلوری کری

  8. ttol afghan awlas ta de zrra la kome mubarake wayam aw hila laram che da zzwanan pa khir rashi pa sha shan badraga she

  9. لومړى د دغه ستر وياړ مباركي ټولو پښتنو او د افغان ولس ته وايم.
    زه له ټولو شتمنو هيوادوالو او په تېره له پښتنو شتمنو څخه هيله لرم چې خپل د كركټ اتل ځوانان ونازوي او وهڅوي.
    ځوانان زموږ د ټولنې راتلونكې ده او زموږ د ټولو د هيلو سترګې د هم دوى په لور اوړي او په كار ده چې هيڅوك د دغو اتلانو پر وړاندې بې توپيره پاتې نه شي. ځكه د دغو ځوانانو روزنه او برخليك زموږ د سباني پښتو كلچر او فرهنګ برخليك ټاكي.
    زموږ دغه ځوانان كه مهذب، ځواكمن او با فرهنګه وو، نو زموږ سبا راتلونكى او د ژوند چاپېريال به مهذب، په لوړ كلتور او فرهنګ سره سمبال وي او كه دغو ځوانانو ته د پرون ورځې د ځوانانو په څېر پاملرنه وشوه او ټول ټوپكيان او چرسيان لوى شول نو بويه چې خپله سبا ورځ مو له لاسه وركړې او خپل او د اولاد ژوند مو تباه كړى او اولاد مو د ايران، پاكستان، عربو او نصرانيانو غلام كړى.

  10. زه هم دا بری دی تول افغانانو او به خاص دول تول پشتونو اورونو ته مبارکی وایم او به کویت کی میشت هغو افغانانو نه هم دیره مننه کوم حه افغان لوب غاری دی تشویق کرل که حه هم هغوی به بیگانه ملک کی د مسافری شبی صبا کوی اما هغوی حبل افغانی احساست حفظ کرل او خبل تول کارونه ای پریشودل او خبل لوب غاری تشویق کرل
    نو زما اوس د افغان دولت او تول وطن والو نه هم هیله ده حه کله دا لوب دله پخیر سره کابل ته راحی نو همداسی باید تشویق کرل سی.

  11. د هر څه دمخه خپل ځوان او اتل کرکټ ټيم ته او ټولو افغانانوته ددې ستر برې مبارکی وايم او خداي تعالي مو په هر ډګرکښې همدغسي سرلوړې لره او ددې دولت نه به دڅه طمعه نه کوې هر څه چې کوی په خپلو مټو به يي کوی

  12. Congratulation to all afghans and specially to Afghan u19cricket team and we wish you all to be the stars in world cup 2010.Best luck.

  13. زه هم دا بری دی تول افغانانو او به خاص دول تول پشتونو اورونو ته مبارکی وایم او به کویت کی میشت هغو افغانانو نه هم دیره مننه کوم حه افغان لوب غاری دی تشویق کرل

  14. مبارك مبارك پښتنو ورڼو بري مو مباركه شه!
    ټولو ګرانو هيواد والو ته خصوصا دكركت د تنكيو ځوانانو لوبډلي ته دزړه له كومي ددي بري مباركي وايم
    كاميابه او سر لوړي اوسي دهميش لپاره

  15. دهر څه دمخه خپلو ګرانو هيوادوالو ته ددي لوي بري او لاس ته راوړني مبارکي د زړه له کومي وايم، تاسو په خداي باور وکړ چي په تيرو څولسيزوکي دمره خوشحالي وه دي کړيدلي خوار اومظلوم اولس ته هيڅ کوم چا ورپه برخه نه کړه کوم چي ددي بهادورو شا ه زلمو او په وطن مينو د کرکيټ ملي اتلا نو هغه خوشحالي موږ افغانو ته را په برخه کړل، په پاي ددي ملي اتلانو څخه يو جهان مننه کوم، تل دي وي د کرکيت ملي اوپه وطن مين او بها در شاه زلمي

  16. دهر څه دمخه خپلو ګرانو هيوادوالو ته ددي لوي بري او لاس ته راوړني مبارکي د زړه له کومي وايم، تاسو په خداي باور وکړ چي په تيرو څولسيزوکي دمره خوشحالي وه دي کړيدلي خوار اومظلوم اولس ته هيڅ کوم چا ورپه برخه نه کړه کوم چي ددي بهادورو شا ه زلمو او په وطن مينو د کرکيټ ملي اتلا نو هغه خوشحالي موږ افغانو ته را په برخه کړل، په پاي کي ددي ملي اتلانو څخه يو جهان مننه کوم، تل دي وي د کرکيت ملي اوپه وطن مين او بها در شاه زلمي

  17. موبارک موبارک ګرانو وطن والو او ۱۹ کلنوځوانانو په ریشتیا چی ځوانان د وطن سرمایه وی ستاسی بریالیتوب د پشتون قوم سرلوړی ده په دره نای

  18. سلامونه اواحترامات لومړی لراوبرته
    ګرانولومړی ستاسوڅخه مننه چی دومره په مینه مودکرکټ خبرونه نشرول او روسته ټولوګرانووطنوالوته مبارکی اوسلامونه وړاندی کوم اودلوی پروردګارڅخه هیله کوم چی سبادجمعی په ورځ دهانګانګ په ماتولودکرکټ لوبډله دستری اتلولی سره راستنه شی البته اتلولی خواوس هم ده خودهغی سره به هغه دچاخبره نعمت الله شی

  19. سلامونه اواحترامات لومړی لراوبرته
    ګرانولومړی ستاسوڅخه مننه چی دومره په مینه مودکرکټ خبرونه نشرول او روسته ټولوګرانووطنوالوته مبارکی اوسلامونه وړاندی کوم اودلوی پروردګارڅخه هیله کوم چی سبادجمعی په ورځ دهانګانګ په ماتولودکرکټ لوبډله دستری اتلولی سره راستنه شی البته اتلولی خواوس هم ده خودهغی سره به هغه دچاخبره نعمت الله شی

  20. دافغان ١٩ کلن ځوانانودکرکيټ دلوبډلي لوبغاړوته لومړي سلامونه اونيکي هيلي وړاندي کوم اوبياورته ددي برياتبريکي دوي دافغانستان ټول اولس اوپه ځانګړي توګه وټولوکندهاريانوته وايم . وګوري دابيازموږ اوتاسوټولوافغانانولپاره دافتخارځاي دي اوداراته ډيره غټه اوبي ساري برياده که موږاوتاسوهڅه اوکوښښ وکړوپه هرډګرکي به برياليتوب هم زموږاوتاسوپه برخه وي . چي دکرکيټ دلوبډلودغه برياوي يي لنډمثالونه دي دکوښښ اوهڅي نيتجه داده معلومه سوه . نواوس پدي لارکي پکارده چي لومړي خپله هڅه وکړو دغه لوبغاړي زموږافتخارتشويق کړوتروسه وسه مرسته ورسره وکړواوکه نه وي دزړه داخلاصه دُعا ورته وکړو دامووياړدي افتخارمودي بايدپري ووياړو چي زموږنوم يي په نړي کي راوځلوي که دکرکيټ ملي لوبډله وه که د١٩ کلن ځوانانولوبډله ده نوبس همدغه افغانان دي اودادهرافغان دنده ده چي هروخت دخپل هيوادلپاره کاروکړي ا ونوم يي په نړي کي ورلوړکړي . زه خپلي خبري دخوشحال پدي بيت سره پاي ته رسوم … ټيټ مي مه بوله غورځنګ راباندي مه کړه . ننګيالي دزماني خوشحال خټک يم ..بريالي اوسي

  21. افغانان باهمته خلک دى اوخوصوصا ځوانان يې نور نه غواړې چې هيواد ته ناخوالي خبرې راوړې اوتل دکاميابۍ اواز راوړي زه هم دخپلو ملګرو په نمايندګۍ ټولولوبغاړو،هيوادوالوته ددغې بريا مبارکي وايم

  22. سلامونه او نيكي هيلي . دا ستره كاميابي دي د افغانستان ولس ته مبارك و ي به ريشتيا سي تنكيو لوبغارو زياته ميرانه او كوشش وكر او دا لوي كاميابي لاس ته راوره … بيكا شبه د همدي اتلانو به ويار د ( مركز سلطان ) به هوتل كي يو برتمينه ميلمستيا د محترم ورور محمد خوجرخيل احمدزي له خوا ترتيب شوي و سي تولو د كركت اتلانو به كي برخه اخستي وه . تول زيات خوشحاله و او خورا شه اخلاق يي درلودل خداي سته سي تول د ستايلو ور حوانان ول ان شاء الله سي آينده به يي ديره روشانه وي.. بايد زياته كرم سي به كويت كي ميشته افغانانو راغلي ميلمانه زيات ونازول و يقين لرم سي له ديرو خوشحاله خاطرو سره به وطن ستانه شي ..

  23. سلامونه او نیکی هیلی تول په هیواد مین افغانو ته
    زه لمری دی افغان کرکت تیم بریالتوب تولو افغانانوته مبارکی وایم.
    خو دا خبره بایدتول افغانان باید په یاد ولری چی د کرکت تیم سره یو لوي تعصب روان دی.
    کله چي د کرکت ملی لوبدله کابله ته راستنه شوه تول کابل ښاریانو ته څرګنده شوه چه څرنګه تعصب سره مخامخ شول.
    دا تعصب دحکومت او ځینی کړي لخوا روان دي.
    دوی په دی اند ‌دی چی کرکت لوبدله دپښتانو ده حالانکه دا خبره نه ده ځکه چی دا لوبدله د افغانستان سور، زرغون او تور بیرغ په نریوال سطحه باندی وځلول.
    ========مننه==========

  24. First I would like to say congratulation to all Afghan nation on this historic win and qualification to the 2010 under 19 world cup cricket tournament.It shows that our youngers performed well and the cricket future is looking bright in Afghanistan. We are proud of our young talented team and pray for them to win the final as well.Thanks Almighty Allah
    Wish the younger all the best.Wahab Khost

  25. سلامونه! د شازلمو بریا مو مبارک شه، خو افسوس چی په افغانستان کی ددغو اتلانو او شازلمیو په بریاوو خوک نه پوهیزی..

  26. What will I say?
    I will just say congratulations to all my nation who is lar or bar, the great movement of time i was pending to have the day to win, I Had migrated to Pakistan during the war in Afghanistan I was really becoming very upset that Pakistanis were celebrating their day of winning the cricket. I was thinking would we find the such days to celebrate;;; Bundle of flowers to all of you

  27. Tolo afghanano ta mobaraki wayam aw khudai de okri che zomomg po watan ki solha rashi aw afghanan po har dagar ki hamdaghasi kamyabi hasila kri