کور / تازه خبرونه / کراچۍ:تاوتریخوالي کې د مړو شمېر ۲۳ تنو ته ورسیدو

کراچۍ:تاوتریخوالي کې د مړو شمېر ۲۳ تنو ته ورسیدو

د پاکستان ستر صنعتی او تجارتي ښار کراچۍ کې د تېرو څو ورځو راهسې د راپورته شوي تاو تریخوالي روسته نن په دې ښار کې ۲۳ کسان وژل شوي دي . د خبرونو  ترمخه د ښار په بېلا بېلو برخو کې د  ولسي خلقو او امنیتي کسانو په شمول ۲۳ تنه وژل شوي دي ـ  ددې سربیره په لسګونو ګاډي هم سوزول شوي دي ـ  وسله وال تاو تریخوالی هغه مهال شورو شو کله چې د ښار په شمالي برخه کې د اجمیرنګري په بازار کې د متحده قامی مومنټ دوه کسان د نامالومه کسانو له خوا ووژل شوـ ددې وژنو ورسته د ښار په هغو سېمو کې چېرته چې پښتانه او اردو ژبي په زیات شمېر کې اوسیږي د تشدد د مرکزونو بڼه غوره کړې ده ـ د روغتون د سرچینو په وینا تراوسه هلته د وړل شویو مړو کې اکثریت پښتانه دي ـ 

کراچۍ د عوامي نېشنل ګوند مشر شاهي سید په ښار کې د امن د تامین دپاره  اولس ته د باثباته پاتې کیدو  دپاره ویلي دي ـ د متحده قامی مومنټ مشر الطاف حسین هم  په ښار کې د امن دپاره خپلو پلویانو ته د باثباته اوسیدو وینا کړې ده ـ په ښار کې  وسله وال اخ وډب  د شپې تر ناوخته روان  دی   بې شکه چې دا شپه د ښار د خلقو دپاره یوه درنه شپه ده ـ