کور / تازه خبرونه / افغانستان د كويټ په لوبو كي دوهم مقام وګاټه

افغانستان د كويټ په لوبو كي دوهم مقام وګاټه


په كويټ كي د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركيټ په وروستۍ لوبه كي چي د افغانستان او هانكانګ ترمنځ ترسره سوه افغان لوبډلي په لومړي ځل ماته وخوړه.
افغانستان نن پچه بايللې او هانكانګ د بيټينګ بلنه وركړه، چي د پيل په لومړيو شپږو آورو كي د افغانستان ۳ لوبغاړي وسوځېدل.
وروسته افغان ځوانانو لوبه يو څه منظمه كړه، چي په ټاكل سوو ۵۰ آورو كي يې نهه لوبغاړي وسوځېدل او ۲۱۵ منډي يې جوړي كړې.خو هانكانګ د افغانستان ټاكلى هدف پوره كړ او د دې سياليو لومړى مقام يې خپل كړ.
افغانستان تر دې دمخه پنځه لوبي ټولي ګټلي وې او بايللې لوبه يې نه درلوده. د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو لوبډلي د ۲۰۱۰ كال نړيوالو سياليو ته چي په كينيا كي ترسره كېږي لاره وموندله.


د لر او بر ويبپاڼي اداره ټولو افغانانو او د كركيټ لوبډلي ۱۹ كلنو زلميانو ته مباركي وايي او له لوى خداى (ج) څخه د نورو برياليتوبونو هيله ورته لري.