کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دمطبوعاتونړیواله ورځ

دمطبوعاتونړیواله ورځ

تیره ورځ دمي دمیاشتي ۳  ده مطبوعاتو نړیواله ورځ وه چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې ‌‌دژورنالستانوله خوا په غونډواولاریونونو ولمانځل شوه .یوې غربي ادارې چې ځان دژورنالستانوددفاع کمیټه بولي اوهرکال دخبریالانودستونزوپه اړه اعلامیې اواحصایې خپروي یوځل بیادنړۍ یوشمېرهیوادونه په دې پړه وبلل  چي دتیرکال په اوږدو کې یې لسګونه ژورنالستان زنداني کړي دې ادارې دکیوبا،چین اوایران په شمول یوشمېردامریکا سیال هیوادونه دخبریالانولپاره ترټولوناوړه کارځایونه وبلل خوپدې لیست کې دامریکاپه شمول نورغربي نړی زبیښونکي حکومتونه یوهم نه وه یادشوي  .


هغوی چی دمطبوعاتواوژورنالستانوپه وړاندې دجنایاتوګراف یې شرمونکې کچې ته لوړشوئ داددې خبرې نغدثبوت دی چې دمطبوعاتودازادۍ بشري حقوقواوعفوې په شان په نوروزړه وړونکو نومونو جوړې شوې نړیوالې ادارې چې ځانونه خپلواکې اوناپېیلې ټولنې بولي په حقیقت کې دسترو نړۍ ځبیښونکوقدرتونوسره تړلې دي اوپه هرډول قضایاوو کې قضاوتونه دهماغواستعمارګروقدرتو ګټوته دژمنتیااوسیاسي مصلحتونوله مخې کوي ګنې په دې خبره خواوس هر دعقل څښتن پوهیژي چې دمطبوعاتودازادۍ په وړاندې ترټولولوی خنډهمدا غربي نړۍ اوپه سر کې امریکا ده

هغوی چې دنوروهیوادونو رادیویي اوتلویزوني خپرونې اوانترنیتي پاڼې دځانګړوپرازیتونوپه واسطه له منځه وړي.هغوی چې خبریالانووژل ویرول اوزنداني کول دغه راز دازادورسنیودخپرونوسانسورول خپل رواحق ګڼي .

راځۍ په دې اړه څوپېښې رایادې کړو ترڅودې قضاوت ته لاره هواره شي چې دبیان دازادۍ په وړاندې ترټولوسترجنایتکاران څوک دي.

نږدې یوه اونۍ وړاندې دخوست په متون کې امریکایي یرغلګروپه یوه کور چپاو ورووړاوزمونږڅوتنه بې ګناه وطنوال یې شهیدان کړل دغه راز یې ماشومان اوښځې په سپیووداړل .

تواب غورځنګ په خوست کې د امریکا غږدپښتوڅانګې خبریال وه دخپلې دندې له مخې دپېښې راپور تیارکړ چې سیمیزوخلکوپه کې دامریکایانوله وحشت اوبربریت څخه پرده پورته کړې وه دامریکاغږچارواکو نه یوازې داچې راپورخپورنکړ تواب غورځنګ یې له دندې ګوښه کړ او داګواښ یې هم ورته وکړ چې زرترزره دې دامریکایی چارواکوپه



وړاندې ځان سپین کړي ځکه په دې راپورسره یې دامریکایي فوځیانو بې حرمتي کړې .

دغه رازجاویداحمدچې دیوه کاناډایي تیلویزوني چینل خبریال وه له دې امله امریکایانولومړی بندي اوبیائي وواژه چي ولي دراپورورکولواودحقائقودراسپړلولپاره له طالبانوسره اړیکي نیولی وي همدارنګه څوورځي وړاندي دامریکايې چارواکوهغه ګواښ چي دخپلومخالفینوراډیوګاني اوویب سايټونه به لمنځه یوسي ددي لپاره کافي ده چي دمطبوعاتوازادي ته دغربیانوداحترام اټکل تري وکړوپه افغانستان کي هغه ټول ژورنالستان چي له غربي رسنیوسره کارکوي داخبره په جهرسره کوي چي دوی ته ویل شوی چي دپیشوپه اړه به یوازي له هغه څه راپورورکوي چي دبګرام څخه ورته ویل کیږي دامریکاپه بمبارکي دوژل شويوملکي وګړواوعامه تلفاتوعکاسي به نکوي اونه به تري پرده پورته کوي داټول هغه حقائق دي چي دنیاوال يي په رډوسترګوویني خوبیاهم غربي نړي ته دمطبوعاتودازادي دعلم بردارپه نظرګوري زمونږپه اندمطبوعات دحکومت داري دڅلورمي قوي په توګه بایددعامه اذهانودرڼاوی سالیمي رهنمائي اودپیښوپه اړه درښتیني قضاوت هنداره وي نه داچي دڅواستثماري قدرتوتراغیزلاندي دنړیوال عامه ذهنیت دتخریب اوبي لاري سبب وګرځي .


 مونږاوسنی مطبوعات ځکه دازادورسینوپه توګه په رسمیت نشوپیژندلای چي زیاتره داستعماري قدرتوله استخباراتي اوتبلیغاتي کړيوسره تړلی اويوازي دهغوی په ګټه خپروني کوي داصولوله مخي دواکمن نظام په مقابل کي سیال لوري ته بایددیرش په سلوکي ددریځ څرګندولواومطبوعاتي بیانيوورکولو موقع ورکړل شي په داسي حال کې چه دنن دمطبوعاتودآزادۍ علمبردارې رسنۍ تراوسه داسلامي امارت دویاندویانو دغږنشرولویادویاندویانو په توګه په رسمیت پیژندلو ته زړه نشي نیولای هغوی چه دامرېکایانواودهغوی داجیررژیم ترلمر ښکاره جنایاتوته نقابونه وراغوندی خودمجاهدینو په اړه دبیلابیلو پوچوالقابو په استعمال سربیره ددوی دورځنیوعملیاتو اوجهادي کارناموپه اړه غلط اوله حقیقته لری راپورونه ورکوي .


 مونږدمطبوعاتودنړيوالي ورځي په مناسبت له موقع څخه په استفادي دنړۍ اوهیواد په کچه په ټولوباوجدانه خبریالانوغږکووچي یوازي دمادي امتیازاوډالري معاش لپاره دي له خپل وجدان اومسلک سره جفانکوي مادیات په دي نه ارزي چي ده لاس ته راوړلولپاره ئي څوک خپل ضمیرته دوکه ورکړي اوایمان په خطر کي واچوي دپردیودنړي خورواشغالګروچوپړاودهغوی لپاره تبلیغاتي کمپاين هغه څه دی چي هيڅ دسالم وجدان خاوند به ئي قبول نکړي دغه رازنړیوالوتیرایستونکواودرواغجنوخبري اژانسونواوداستعمارمطبوعاتي سروالانوته داوریادوچي نورنشي کولای دنړيوالوپه تیره دافغانانوسترګوته خاوري ورشندي له رشتیاودروغ اوله دروغ رشتياورته جوړکړي اوحقائق يی له سترګوپناه کړي حقیقت حقیقت دی اولمرهيڅ څوک هم په دوګوتونشي پټولائ .