کور / تازه خبرونه / د شريعت نفاذ محمدي مشر وتښتول سو

د شريعت نفاذ محمدي مشر وتښتول سو


پاكستاني رسنۍ خبر وركوي چي د شريعت نفاذ محمد مركزي مشر غياث الدين نن سهار د نامعلومو كسانو له خوا تښتول سوى دئ.
د غياث الدين د تښتوني مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستى، خو خبرونه وايي نوموړى د ګوند د مشر مولانا صوفي محمد سره نن سهار يوې غونډي ته روان وو چي نا معلومو وسله والو وتښتاوه.