د طالبانو د مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره سوې اعلاميه کښي د اسلامي امارت د سياسي چارو کميسون د رئيس له خولې ويل سوي چي په افغانستان کښي ټولټاکني يوه د تېر ايستلو هڅه ده او امريکا به داسي څوک واک ته رسوي چي ددوی خوښ وي . نوموړي وايي چي امريکا به د راتلونکي ولسمشر په دوره کښي هم ددوی په وينا بيا هم جنايتونو ته دوام ورکوي .
ملا منصور د راتلونکو ټولټاکنو په باب د طالبانود مشرتابه او سياسي کميسون دريځ داسي څرګند کړیدئ : ترڅوبهرني ځواکونه له هیواده وتلي نه وي، ترهغوبه دجهادتاوده سنګرونه په هیڅ کومه د سیسه اودانتخاباتوپه څیرتیرایستونکوکړو-وړو سره ساړه نشي .
نوموړي ولس ته د پيغام په توګه وويل چي د افغانستان راتلونکی ولسمشر په واشنګټن کښي ټاکل کېږي ، ځکه نو د خير تمه نسي ترې کيدائ .