کور / تازه خبرونه / غزني: پنځلس طالبان نيول سوي دي

غزني: پنځلس طالبان نيول سوي دي

      په غزني کې پنځلس وسله وال طالبان، افغان او ايتلاف ځواکونو  نيولي دي.


     په غزني کې پنځلس وسله وال طالبان، افغان او ايتلاف ځواکونو نيولي دي. تيره شپه[مرغومي  پنځمه] افغان اوايتلاف ځواکونو د استخبارتي معلوماتو په اساس د غزني ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې د طالبانو په يوه پټنځاي  چاپه ووهله، ١٥ پنځلس شکمن طالبان يې چي لس يې وسله وال او پنځه نوريې بي وسلي دي، نيولي دي.  
      محمد زمان د غزني ولايت امنيي قومانداني د امنيت امر لر ابر افغانستان ته يي وويل : په نيول شوو طالبانو کې دوه سميز قومندانان هم شامل دي . د امنيت آمر د نيول شوو ،قومندانانو نومونه ملا محمدشعيب او ملا محمدسليم معرفي کري دي .


قاري يوسف احمدي د طالبانو رسمي وياند لا تر دا مهاله رسنيوو ته څه ندي ويلي.