کور / شعر / دوه شعرونه

دوه شعرونه

دستم باد


سترګې مې بيا لکه  چيتر  وريږي


چې  مې  يا   د و نه   د  دلبر  ور يړ ي


دتګ ر ا تګ  لا رې  يي ګرانې شولې


د نفا ق  کا ڼي   په  ګو د ر  و ر يږ  ي


ما  نه  ا مو  ا و  ا با سين  خپه  د ي


د بيلتو ن کرښې په  خيبر  ور يږ  ي


د سپين بولدک ا و دتورخم  ولسه


پر د ي لا سونه  مو په  سر  و ر يږ ي


اسماعلخان ديره يي لاندې  کړله


بيا دانګريز  رنجت  خنجر  و ر يږ  ي


کابله  غږ کږ  کړه  اکبر خان  وزير  ته


مات پير نګئ  بيا لر او بر  وريږ ي


سپينې  جامې دسپن غر تورې شولې


د  ستم   با  د   په   پيښو  ر  و ر يږ  ي


ا و س نو  ته  و وا يه  پښتونه   ا شنا


ننګ  ا وغيرت  دې په  کوم ور  وريږي


دخدمتګار رنګ به تازه شي څنګه


غم    د ا فغا ن  په   لو ي  ټبر وريږ ي


 


 



ډیوې


چاته دشپئ اوورځئ یوشانته بلیږي ډیوئ


چاته دژوندپه تورتمونوکئ مړئ کیږي ډیوئ


د ابه جانان مخ راړولئ وي  زما په لو رې


که یی له لورې نسیم راغئ چی مړې کیږي ډیوئ


زه بلووم دژوند دهیلو ډیوئ ټولې  تا  ته


څو دی دمخ رڼا په سترګو کئ ځلیږي ډیوئ


که دژوندون ښکلادې خوښه وي ډیوه ډیوه شه


دښکلي مخ ډیوه ډیو ته ښکلې کيږی ډیوئ


زړه دې روښانه کړه افغانه ځان په دی پوه کړه


نورو قومو سره دی ولې نه بلیږي  ډیوئ


ما په کئ خوې دمتا نت دپښتنو ولیده


په سر یی اور دمیني بل وي نه ښوریږي ډیوئ


په انتظار دمیني مه شه پاڅه ورشه پسئ


به حرکت دژوندانه به دئ روڼیږي  ډیوئ


لوی طا قتونه که ثابت وي حرکت ونه کړي


په ودریدو سره دزړونو یی مړې کیږي ډیوئ


لمر مخې لاړله ماښام شوزه ډیوئ بلووم


په توره شپه کې خدمتګاره وځلیږي ډیوئ