کور / تازه خبرونه / ځانګړی راپور-سوات :د سولې د تړون پایې،څوک بریالي،څوک ناکام؟

ځانګړی راپور-سوات :د سولې د تړون پایې،څوک بریالي،څوک ناکام؟

د ډيورنډ پوري غاړه په بونیر ولسوالۍ کښي د سختې نښتې نه روسته د سوات په مرکز مینګوره کې د کرفیو یا ګرزبند د طالبانو او حکومت ترمینځ د سولې د تړون په تابوت اخرنی میخ ټک واهه ـ دا چې دسولې په تړون کې چا بایللې او چا ګټلې ، ددې اندازه ددې نه لګي چې طالبانو د سولې په موده کې بونیر،شانګله او دیر ولسوالۍ په خپله ولقه کې راوستې ـ دغه شان یو زیات شمېر ځوانان یې هم خپلو صفونو کې شامل کړل او ددې هرڅه سربیره یې دا وکړل چې له فوځي نظره په ستراتیژیکو ځایونو کې یې ماینونه ښخ کړل ـ اوس که د پاکستان حکومت وغواړي چې بېرته طالبان د سولې د تړون دمخه حالت ته ستانه کړي نو دې کار کې به میاشتې ولګي او یا شاید کلونه .


بل لور ته د سولې د تړون د ماتیدو سره د طالبانو مخکنې پوزیشن هم مات شوی دی او د پاکستان په ګټ ګټ کې د طالبانو سره خواخوږي لرونکي د طالبانو کلک مخالف شوي او یا په دغه ټولګي پوره شکمن شوي او په دې پوه شوي دي چې طالبان په ښکاره یو څه او په پټه بل څه دي ـ د شنونکو په اند طالبانو د سولې په دې تړون کې د عسکري بریالیتوب سره سره اخلاقي ماتې خوړلی ده ـ