کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د کرزي او فهیم نوې که زړه انډیوالي؟

د کرزي او فهیم نوې که زړه انډیوالي؟

 


د بوش تر وحشي تیرې وروسته ټول مظلوم افغان ملت بیا په هماغو کړاوونو کې کیوتی دی چې د برژنف او د هغه وارثانو ورسره مخ کړی و، خو پپښتانه په ځانګړې ډول په اور کې راګیر دي، لکه چې سیند اخیستي وي، ځګونو ته لاس  اچوي او له هر چا نه تمه کوي چې ستونزې یې حل کړي. کله چې کرزي صیب مارشال د کاندید مرستیال ولسمشر په توګه ونوماوه، پښتنو دوه ډوله غبرګونونه وښودل:


ځینو وویل چې دا کرزي ښه ونه کړل، چې یو جنګي جنایتکار او د ملت دښمن یې له ځان سره ملګری کړ، باید له دغو خلکو لیرې وګرځي، ځکه دغه ټلواله د ملي یووالي دښمنان دي، او د روس او ایران لپاره کار کوي،
یو شمیر وویل چې دا ښه کار دی، ځکه د فهیم سره په ملګرتیا به ملي یووالی ټینګ شي،
اصلي خبره داده چې  کرزی کله هم له فهیم نه جدا نه و.


د بن په استعماري پریکړه کې نړۍ دا فیصله کړې ده چې د دولتي مثلث اضلاع او قاعده به د تاجک + هزاره + اقلیتونو نه جوړیږي او په راس کې به یې یو پښتون په سمبولیک ډول ځای په ځای کوي. له هماغې ورځې تر ننه د دولت اصلي بدنه همدغسې ده (خو متاسفانه د تاجک + هزاره + اقلیتونو نه یې هم د بشر د حقوقو ناقضین او جنګي جنایتکاران په صحنه حاکم شوي دي، کاشکې ددغو ورونو نه خو یې کوم پوه او مسلکي کس په دولت کې راوستی وای، نه چې فهیم او خلیلي). کرزی یو نیم لایق پښتون د لږې مودې لپاره ځکه په کابینه کې راولي چې د دوی اداره او نظام یو څه د نړیوالو په پام کې قانونمنده وښیي، که نه نو د فهیم تر دفاع وزارت وروسته بسم الله خان تر هغه ډیر جدي او ډیر افراطي دی، او رحیم وردک بیچاره ورته د یو میلمه په توګه ناست دی، د دفاع وزیر په توګه یې کور په کابل کې چور شو، خو موږ اوس هم خوشال یو چې د دفاع وزیر پښتون دی. دا مظلوم دومره ناتوانه دی چې د بسم الله خان سترګو ته ګوري او بیا خبرې کوي. د کورنیو چارو کیسه هم دغه شان ده: تر قانوني ضرار احمد ډیر متعصب او ډیر جدي و، او اوس اتمر صیب هم د شمالي ټلوالې په پښو کې پروت دی او ملي خاین ته رحمه الله علیه وایي. امرا لله صالح خو ځکه تر ټولو خطرناک دی چې هم امریکایي دی او هم شورای نظار.


تر دې بد تره دا چې د کرزي او فهیم تر انډیوالۍ د دوی د ورونو حاجي محسن او محمود کرزي انډیوالي ډیره پخه او خوږه ده، ځکه د قران کریم دمفهموم د فرمودې له مخې (د منافعو مینه ډیره شدیده وی). دا جوړه په هر لوی تجارت، هره لویه تجارتي معامله او هره سوداګریزه دسیسه کې شریکان دي، او خلکو ته وایي چې پیسې ډیر خوږ شی دی، او تر دې دوستۍ بله ښه دوستي نه پیدا کیږي. نو دا د پښتنو یوه خوش باوري ده چې له داسې یو چا نه، چې نه د هیواد په وړاندې ژمنه لري، نه پوهه لري، نه پوځ او لښکر لري، نه ګوند او ډله لري او نه ورسره قوم ولاړ وي، د خدمت تمه وکړي؟


کرزي په ۲۰۰۲ کې خپل یوه مشاور ته ویلي وو، چې (که مارشال وغواړي زما چپنه به په یوه او ستا کرتۍ به په بله ونه کې ځوړنده وي،…. او په دې امریکایانو باور پکار نه دی. دوی هم د مارشال ملګري دي، ځکه هم ده راوستي او د موټرانو مخې او شا ته یې منډې وهي او که کومه حمله پرې کیږي نو د مارشال کسان به قربانیږي)


کرزی پښتنو ته په ښکاره وایي چې پښتون په دې هیواد کې کوم منسجم ځواک نه دی، او چلنج ورکوي چې یو نر خو دې د ۱۰۰۰ کسانو یوه مظاهره راوباسي؟ دا رښتیا ده، پښتون  طالب او حزب اسلامي له نړۍ سره په جګړه کې دی، دموکراتانو، ټکنوکراتانو او ملي ګرایانو په تیرو اووو کلونو کې کوم تشکل او انسجام جوړ نه کړای شو، او ځکه د کرزي چلنج سم بریښي چې څوک زر کسان سوله ایزې مظاهرې ته نه شي راایستلی.


د کرزي اصلي دنده داده چې د پښتنو په منځ کې ددغسې ځواک د جوړیدو مخه ونیسي، چې بیا په طبیعي ډول یو افغان شموله حرکت ترې جوړ یږي، خو دې د تشکل دښمن دی او د دوه کسان نظم هم نه شي زغملای.


د کرزي پلویان یو ډیر قوي دلیل وایي چې :  امریکا د روس په شان یو ابر قدرت دی، او کولای شي پښتون ته دغه د سمبولیکې مشرۍ چوکۍ هم ور نه کړي، لکه روس چې هر څه کارمل او کشتمند ته ورکړي وو. کرزی تر هغوی دا ښیګڼه لري، چې کله بهرنیان د افغانانو ښځې او ماشومان وژني نو دې ورسره ژاړي او امریکا ته زارۍ کوي چې ملکي وګړي مه وژنۍ، خو کارمل خان او کشتمند خان به روسانو ته ویل چې (همه را بکشید، این ملت همه اشرار است). دا به سمه وګڼو، خو د افغانستان د عزت، ابرو، خود ارادیت او په هغه کې د پښتون او نورو ورونو د عادلانه ورورولۍ جوړول د کرزي صیب له وس، صلاحیت، عزم او شخصیت نه ډیره اوچته خبره ده، او باید دومره لویې تمې ترې و نه شي.


دا دوهمه ډله چې وایي فهیم خان سره ملګرتوب به ملي یووالی ټینګ کړي، تر دې نورو ډیر تیروتلي دي، ځکه د روس له خوا فهیم خان ته دنده ورکړل شوې چې ملي یووالی ړنګ کړي، نه دا چې جوړ یې کړي. ده ته چې د شورای نظار خپلو ملګرو په ملامتونکې ژبه وویل چې په هلیکوپتر کې دې په داسې بې ننګه ډول د امریکایانو ټول امرونه په داسې حال کې ومنل، چې هغوی خپل هلیکوپتر بند هم نه کړ، نو هغوی به ستا خبرې څه اوریدلې وي او کاشکې یو څه لیکل دې ترې اخستی وای چې قدرت راته ډیره موده پریږدي، ده ورته وویل:[ برادر شرایط و ګپ ضرور نه بود، همین که پشتونه بری ما از بین ببره، همی همه چیز است،] دا خو ټول څه نه وو، ۷۰ میلیونه ډالر یې هم اخستي وو. نو داسې شخص به څنګه زموږ ملي وحدت جوړ کړي.


لکه څنګه چې دوی پښتنو ته هیڅ نه شي کولای او نه یې کوي، نورو ورونو قامونو ته هم کوم پروګرام نه لري، یوازې دا پروګرام لري چې لوی لوی قراردادونه د خپلو ورونو او خپلوانو په نوم واخلي او د ډک چیني او خلیلزاد او بوش او کنډولیزا رایس غوندې د تیلو د سترو کمپنیو مالکان شي، او نسلونه نسلونه په دې مظلوم ملت د پردو په ګټه واک وچلوي.


د نجات لار داده چې ټول ملت دا ځل کرزي ته رایه ور نکړي او بس. که څه هم کرزی او فهیم د امریکا ملاتړ لري او امریکا غواړي یو ځل بیا په دې هیواد د غلو او جنایتکارانو یوه ټلواله حاکمه کړي، خو ملت باید دا شهامت وښیي، لکه د هر ظالم په وړاندې چې یې تل ښودلی دی.