کور / علمي / دسرطان د پيژندنې تخنيکي کړنلارې Cancer Diagnosis #1

دسرطان د پيژندنې تخنيکي کړنلارې Cancer Diagnosis #1

پوهنوال ډاکټر نظرمحمد سلطانزی ځدراڼ(لکچرنوټ : لومړی برخه)


لیکوال  : پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی  ځدراڼ

دجرمني هیواد، نېټه :  ۱/۵/٢٠٠۹

سریزه :

کارپوهان کولای شی چې نن ورځ دسرطان ناروغۍ دپيژندنې په موخه دډیروپرمخ تللو کمپیوتري اوفزیکي  تکنالوژيو څخه ګټه پورته کړي. ددې لکچرنوټ په څوبرخوکې به  هڅه وشې چې ترخپله وسه پورې په ولسې ژبه دیولړطبي آلوپه هکله مالومات وړاندې شي . دبیلګې په توګه د  سرطان ناروغۍ کیدای شي چې د ځانگړو طبي آلو لکه کمپيوتر توموگراف Imaging Computer tomography ، دهستوي طب گاما کمره(Gamma camera) مقناطیسي ريزونانس توموگرافي(Magnetic Resonance tomography)، پوزيترون اميزيون توموگراف  (Positron Emmission Tomography)   او د ايکس وړانگو د عکس  اخېستنې (X-Ray) په مرسته وپيژندل شي . دنوموړوتخنیکي کړنلاروپه څنګ کې وتلې بیوکیمیاوي کړنلارې لکه اکتروفوریزیس   Electrophoresis هم شتون لری چې په متیازواو يا په وينه کې د ځانګړو هارمونونو، پروتينو او عنصرونوبدلون پيژندل کیږي کوم چې دسرطان ناروغۍ سره تړاولري .


لومړی :  کمپيوترتوموگرافي (Computer tomography = CT) :


کمپيوترتوموگرافي (CT) په بدن کې دناروغيو د پيژندلو په موخه د عکس اخېستلويوه خورا اړينه ،ترټولو دقيقه  او  کره کړنلاره ده، چې د يوه ځانگړي کمپيوتر په مرسته سره کارکوي . په نوموړې کړنلاره کې د بدن دننه غړودرې بعده (Three dimensional) اکسریزعکسونه تر لاسه کیږي  . ددې موخې لپاره داکسریزسرچینه په یوه ځانگړي اکسیال محور (Axial achse)دناروغ په ساره سطحه راڅرخي اودوه بعده اکسریزعکسونه اخلي . دیوه کمپیوتر په مرسته سره دغه دوه بعده عکسونه په درې بعده اړول کيږي . په  ۱-شکل کې د نوموړې طبي آلې تخنيکي جوړښت  ښوول شوی دی چې دلاندنيو برخونه جوړدی :




    Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet.





    ١ -شکل : کمپيتوتر توموگرافي  (Computer Tomography = CT) دناروغيوپيژندلوپه موخه یوه نامتو طبي آله ده چې دیولړ دېدېکتورونو(detectors)، اکسريزسرچينې (X-Ray Tube)، يوکمپيوتر او یو مونيتور(Monitor) څخه جوړه ده .تومو   (tomos = slice)یو ه یونانۍ کلمه ده چې دیوه شي په ساره پرې شوې ټوټې ته وايي اوگراف (graphy = to write)د لیکلو مانا لري .(مآخذ: (1) www .Imaginis .com





      • د اکسريز تيوب (X-ray tube) : په نوموړې برخه کې داکسريز تو ليد کيږي . دنوموړو وړانگو څخه د ناروغيو په پيژندلواوهم د درمل په موخه کار  اخېستل کيږي .   
      • گڼ شمېر دیدېکتورونه(electronic detectors) : الکترونيکی دیدیکتورونه چې  په يوه دايروي شکله څرخيدونکی فلزي چوکات باندې کلک تړل شوي دي او هغه وړانگې  چې د ناروغ د بدن څخه تېريږي، اندازه کوي . په داسې حال کې چې پخوا به د ناروغيو د پيژندلو په موخه داکسريز فلم څخه کار اخېستل  کېد ه، نن ورځ د فلم پر ځای نيم هادي ديدکتورونه کارول کيږي،
      • د کمپيوترسيستم چې ددېد کتورونوانالوگ (Analog) برېښنايز سیگنالونه په ديگيتال   (Digital imaging)  سیگنالونو اړوي اوله دې کبله د بدن اناتومي په هره يوه سطحه او درې بعده عکسونو     Three dimensional medical reconstruction  اړولای شي . دبېلگې په ډول لکه د ساره سطحه Transversal plane د سرنه پښو خواته په اوږدو سطحه  Longitudinal plane اودڅټ نه مخ خواته په اوږدو سطحه  Sagittal plane   اونور .

داکسريز تيوب څخه سم سيخ دنوموړو وړانگو يو نری او فوکس شوی بنډل راوځي او دناروغ په  بدن باندې لگيږي . څرنگه چې  داکسريز وړانگې د بدن په هډوکو، وازده(Lipid) او غوښه کې په توپير  سره جذب کيږي، نو له دې کبله د هغو ی نسجونو اکسريز عکس هم ديوه او بل څخه توپير لري او پيژندل يې آسانه تماميږي . دا ځکه چې په بدن کې داکسريزغبرگون د عنصرونود اتومي نمبر(Atomic number) او کثافت سره تړاو لري  اوهغه فيزيکي کړنلاره ټاکي،  چې په څومره کچه  وړانگي په بدن کې جذب او څومره تېرې شي .




    ۲-شکل : کله چې داکسريزوړانگې د عکس  اخېستنې په موخه د بدن څخه تېريږي، نو په هډوکو(Bone) کې نسبت د وازدې (Lepid) ، سږي، پاسته نسجونو (Soft tissue) او هوا (Air) په پرتله ډېرجذب کيږي . دا ځکه چې د هډوکو کثافت د نورو نسجونو په پرتله څه ناڅه   دوه ځله لوړدی . په ښي اړخ کې داکسريزد شدت کمښت ښوول شوی دی، چې د يوه دېدیکتور په مرسته سره اندا زه کيږي(2) .


هغه اکسريز چې د ناروغ بدن څخه تېري شي نوبيا په مخامخ گڼ شمېر ديدکتور ونو لگیږي او هلته دځانگړو الکترونيکي سرکټونو په مرسته سره اندازه کيږي . نوموړي ديدیکتورونه په يوه دايروي شکله څرخيدونکي فلزي چوکاټ باندې کلک تړل شويدي، چې د اکسريز تيوب سره په يوه محور او يوځای حرکت (خوځیدنه) کوي . څرنگه چې ټول دیديکتورونه اود اکسريز تيوب په يومرکزي (منځيز)  شريک محورسره يوځای، په درې سوه شپيته درجې زاويه(360°C) حرکت (خوځیدنه) کوي، نو د بدن دیوې برخې په ساره پرې شوې پوړ يا طبقې (Cross section) ،چې پنډوالی  يې پخپله خوښه ټاکل کېدای شي او لږ څه يو ملي متر ته هم رسيږي دارتسام (Projection) ډېر اناتومي شکلونه لاس ته راځي . دا په دې مانا چې د بدن د يوه ملي متر پنډپوړ اکسريزعکسونه د  درې  سوه شپیته اړخونوڅخه  اخېستل کیږي . په پايله کې دکمپيوتر په مر سته سره د ديدیکتورونو سیگنالونه داسې اړول کيږي چې په يوه پرده (Screen ) باندې دبدن دغړو نه تېرې شوې وړانگې په توپير سره ليدل کيږي .


د بېلگې په ډول هغه غړي چې کثافت يې د یوه نه لوړوي (> 1g/cm3) لکه هډوکی سپين رنگ اوکه دیوه نه کوچنی وي (< 1g/cm3)  لکه  هوا  او سږي تور رنگ ځانته غوره کوي . 


هاونس فيلډ گڼه (Hounsfields number= HU(Hounsfield units) هاونس فيلډ گڼه  په نسجونوکې دوړانگودخطې کمزورتيا ضريب ميو μ[cm]-1   پر ځای کارول کيږي . دنوموړي عدد گټه په دې کې ده چې  واحدنه لري اودنسجونوکثافت په يوه عددي سکیل (Scale) اړوي . که په اوبوکې دوړانگودکمزورتیا ضريب په μwater او په نسجونو کې په μ وښيو، نو دهاونس فيلډ گڼه چې د کمپیوترتوموگرافي عدد (CT-number) په نامه هم ياديږي، په لاندې ډول تعريف شوی دی .  



دپورتنی معادلې سره سم، کله چې دنسجونوکمزورتیا ضریب داوبوسره برابر وټاکو، μwateer = μ نود اوبولپاره د کمپیوترتوموگرافي عدد(CT number = 0) دصفرسره مساوي کيږي . دنوموړې سکیل له مخې دغه عدد دهډوکولپاره مثبت يوزر (CT number = +1000) اود هوا لپاره منفي يوزر  (CT number = -1000) قیمت غوره کوي . 


Click here to view large size



    ٣ – شکل : داکسريز په مرسته سره ديوې ښځې په تيو کې دماما سرطان (Mamma carcinom) پيژندل شوی او په ښي اړخ اکسریزعکس کې ديوه وېکټورپه څوکه ښوول شوی دی . په کيڼ اړخ کې همدغه ناروغي د کمپيوتر توموگرافي (CT) په کړنلاره سره دبدن په يوه سا ره پرې شوې سطحه کې (Cross section) هم ډېره جوته ښکاري .  


لوموړی  برخې پای ) 



    (په درناوی)



    پوهنوال ډاکترنطرمحمدسلطانزی ځدراڼ


اخځلیک :



  1. http://www.imaginis.com
  2. RCunningham, The Physics of Radiology, Charles Thomas Publischer, 1983 US
  3. http://en.wikipedia.org/wiki/Electrophoresis