کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / توکل پر امریکا (دوكتور عبدالقيوم مومند)

توکل پر امریکا (دوكتور عبدالقيوم مومند)

پوهنمل دوکتورعبدالقيوم مومند
د سياسي علومو او منځني ختيځ استاذ اوڅيړونکی



هره ټولنه د خپلو ولسي، کلتوري او ديني ارزښتونو پر بنيادونو ولاړه وي.  که چيرې يوه ټولنه دا بنسټيز ارزښتونه د لاسه ورکړي نو ټولنه کمزورې کيږي، د نيتسۍ کندې ته لويږی او نابودۍ سره مخ کيږي.  افغاني ټولنه د تاريخ پۀ بيلابيلو بهيرونو کې د داراز تهديتونو سره مخ شوې ده، مګر هرځل د دې هيواد ايماندارو بچو لۀ دې خطر نه راويستلې، افغاني هويت بيرته تامين شوې، ولسي او کلتوري ارښتونه بيرته پرځای شوي او ټولنه د خپلو ملي معيارونو پر بنياد بيرته دريدلې ده.
نن يوځل بيا د افغانستان ملي موجوديت، ملي هويت او د دې ټولنې ملي معيارونه د تهديد سره مخ دي.  د دې ملت د ژوند او راتلونکې فيصلې د نورو پۀ لاس کې دي.  دا يو واقيعت دی چې بهرني او کورني دښمنان د خپلو اهدافو د پلي کولو لپاره بيلابيلې پلمې جوړوي او د عملي کولو لپاره يې هره ممکنه لار لټوي.  مګر دا ايلي او پلمي هغه وخت د بري پړاو ته رسيږي چې د يو ملت او ولس وګړي د خپلو ملي ارزښتونو  او بنيادونو څخه يا ليرې پاتې وي او يا هم د ليرې کيدو پۀ حالت کې وي. داسې حالت هغه وخت رامينځته کيږي چې د يو هيواد او ولس لپاره فکر پردي کوي، فيصلې يې د نورو پۀ لاس کې وي او واک يې د بل وي.
پۀ افغانستان باندې د امريکايانو يرغل په ظاهره کې د سپتمبر د يوولسمې پيښې د غچ اخيستو پر نوم د اوساما بن لادن او القاعدې لۀ مينځه وړل ښودل شوی دی، مګر که د خبرې بيخ راپرانستل شي نو دا به څرګنده شي چې نور پلانونه موجود دي.  دا څيړنه يو ځانګړي بحث ته اړتيا لري مګر پۀ لنډه توګه داسې ويلای شم چې امريکا افغانستان ته د خپلو اقتصادي ګټو د خوندي کولو، پۀ سيمه کې د روسيې، چين او هندوستان پۀ مقابل کې د وسلوي قوت د برابرۍ او د دې هيوادونو د پوځي قوتونو د څارنې او د هغې پۀ مقابل د جدې عکس العمل پۀ خاطر او بلاخره پۀ ايران کې د سياسي او نظامي بدلونونو او پرمختګونو د نږدې څارنې پۀ خاطر افغانستان ته راغلې ده.  د ستراتيژيک موقيعت ترڅنګه افغانستان طبيعي زيرمې هم لري چې امريکايانو او نورو بهرنيانو ته د هغې لۀ جملې څخه يورانيوم، کاڼي او جواهرات او نوي پيدا شوي سره زر د خاصې پاملرنې وړ دي. همداراز د ترکمنستان څخه د ګاز او نفتو د پايپ لاين غزونه د دې سياست يو بل مهم ټکی دی.  پۀ لنډه توګه بۀ ووايم چې د پرديو موجوديت افغانستان ته نه يواځې اقتصادي تاوانونه رسوي، بلکې پۀ ټولنيز او کلتوري لحاظ هم د افغانستان هويت او ملي ارزښنونه د تهديد سره مخ دي. وخت له وخت نه تيريږي، د افغان ولس مسئوليتونه ورځ پۀ ورځ ډيريږي، مګر دوی ترې وروسته پاتې کيږي.
د دې تهدیدونو او کړکیچونو په تیارو کې د افغاانستان د جمهوري ریاست د ټولټاکنو بازار تود شوی دی. زه د دې ټولټاکنو د بازار سوداګران پر دریو برخو ویشم.  لومړی هغه ډله خلک دی چې غواړي نوم یې د جمهوري ریاست د کاندیدانو په ډله کې راشي. دوهمه ډله خلک داسې کسان دي چې نسبتي ګوندي او ولسي ملاتړ لري خو د ټړلټاکنو د ګټلو امکان یې نشته.  د دوی هدف د کاندید نه سیاسي معامله ده. دریم ډله هغه خلک دي چې دوی فکر کوی چې ټاکنې به وګټي مګر ډاډ نه لري. دا ټولې ډلې، د حامدکرزي په ګډون، یو ګډ ټکی لري او هغه په امریکا باندې تکل دی.  اوس به راوګرځم د هرې ډلې لنډې څیړنې ته.


یواځې نوم د جمهوري ریاست د کاندیدانو په ډله کې ليکل:
لومړی ډله هغه خلک دي چې په تیرو وختونو کې یې یا د کمونستی حکومت په واکدارۍ کې، یا د جهاد په دوران کې، یا د جنګسالارانو په دوران کې، یا د طالبانو په حکومت کې او یا هم د اوسنی حکومت په موجودیت کې څوکۍ او څه ناڅه پیژندنه ترلاسه کړې، مګر ولسي ملاتړ نه لري.  د دوی نومونه اوس څوک نه یادوی او د ولس د فکر نه وتلي دي، ځکه چې دوی ولس ته د خپلو شهرتونو او واکمنیو په وخت کې کوم خدمت نه دی کړی.  دوی غواړي خپل نومونه یوځل بیا د خلکو غوږونو ته ورسوي.  د دوی ټوله هیله داده چئ ګواکې که چاته بیا ورپه یاد شي او نوم یې څوک په کوم محفل کې یاد کړي.  زما په اند دارازکسان د حقارت عقدې لري او غواړي خپل د زړه بړاس د دې لارې څخه وباسی، مګر دوی پر دې نه پوهیږی، چې د دوی ماتې به د دوی عقدې نورې هم ډیرې کړي.
په دې ډله کې ځینې داسې کسان هم شته چې کومه پخوانۍ پیژندنه نه لري مګر یا یې خپله شوق کړی او یا هم د دوی غوندې همنظره انډیوالانړ لخوا هڅول شوي او نومونه یې د کاندیدانو په ډله کې ثبت کړي دي.  د دې ډلو، یانې، د پخوانۍ پیزندنې خاوندانو او د پخوانۍ پيژندنې نه بې برخې خلکو حالت دې لاندې کيسې ته ورته والی لري.  په يوځای کې ګڼ شمیر خلک راټول شوي وو.  يو تن پوښتنه وکړه چې څه خبره ده.  يوې څرمخکۍ ورته په ځواب کې وویل چې ((مونږ او مارارنو سړی چیچلی)).


نسبې ملاتړ او سياسي معامله:
دوهمه ډله خلک نسبي ګوندي او ولسي ملاتړ لري او په دې ډاډه دي چې ټاکنې په ځانګړې توګه نشی ګټلی، له دې کبله تر هغې پورې خپل نومونه د ټاکنو په کتار کې پريږدي ترڅو پورې چې دوی د کوم قوي کاندید سره موافقې ته ورسيږی او د هغه نه د څوکیو او قدرت برخه ترلاسه کړي.  کله چې داراز وعدې ترلاسه شي او د قدرت او څوکیو په ويش باندې موافقې وشی نو داراز کسان د خپل کانديد څخه تیريږي او د مقابل کاندید نه خپل ملاتړ اعلانوي.  دا په ګوندی او سیاسي مبارزو کې ډیر اغیزمن ګام دی چې کمزوري ګوندونه او انفرادي سياستمداران د داراز لوبو او معاملو له لارې د څه ناڅه قدرت او څوکیو واکداران کیږي. داراز کسان د خپلو سياسي حالاتو، خپل قوت او ټاکنیزو امکاناتو تحلیل کوي او د هغې پر اساس فیصله کوي.
د افغانستان د ټولټاکنو په اوسنی سنګر کې داراز کسان او ډلې په کافي اندازه موجودې دي او زه دا اټکل کوم چې په ډیره لنډه موده کې به دوی یا د حامد کرزي او یا د مقابل کاندید به ګټه تیر شی. څرنګه چې پورته مې یاده کړه چې دا د سیاسي مبارزي یوه برخه ده چې په عمل یې نیونکه نشي کیدای مګر یواځینئ مسئله چې د بحث وړ ده، هغه د توافقونو څرنګوالی دی.
په اکثرا مواردو کې یو کس او یا یوې سیاسي ډلې سره ولس ځکه ملاتړ اعلانوي، چې یا خو کاندید د واکدار جمهور ریس د حکومت د کړنلارې او سیاست په مقابل کې راپورته شوی وي، او یا خو د دې کاندید پروګرام او سیاسي تفکر د نورو نه غوره ګڼل شوی وي.  کله چې سیاستمداران سیاسي لوبې او تړونونه کوي، د ملاتړ کوونکو هغه هیلې اوارمانونه د کومو  لپاره چې دوی د يوکاندید نه ملاتړ کوي، نه پوره کیږي، ولس سره وعدې ماتیږي او اعتبار کمزوری کیږي.


د ټولټاکنود ګټلو امکان خو ډاډ یې نشته:
دریمه ډله هغه کسان دي چې په ټولټاکنو کې د دوی د ګټلو امکانات شته مګر پر دې ډاډمن نه دي چې آیا ټاکنې به وګټی او که نه.  د دې ډلې هوښیارتیا په دې کښې ده چې د بیلابیلو کسانو سره کښيني او خپل امکانات څیړي.  په بیلابیلو سیمو کې ځینې کسان دوی ته خوشبینه دي او د ځینو لویو او وړو قشرونو څه ناڅه ملاتړ هم ورسره دی، مګر تردد یې بيا هم ملګری دی.
د دې تردد ستر علت دا دی چې اکثرا دا کاندیدان د بهر څخه، خصوصا د لویدیځې نړۍ څخه افغانستان ته په تیرو اوو کلونو کې راغلي.  د افغان ملت سره پخوانۍ، نږدې او بنسټیزه اړیکې نه لری نو ځکه په دې شک کې دي چې آیا تولټاکنې به وګټلی شی او که نه. دارازا کسان له کله نه چې افغانستان ته راغلی او یا افغانستان ته تګ راتګ کوی د حکومت په لوړو مقامونو کې پاتې شوي او ولسونو سره یې نږدې اړیکې نه دي ساتلې.  د دې دلیل دا دی چې اکثرا دا کسان په محدود محور کې پاتې شوي، پلمې یې کړې چی واک د بل پۀ لاس کې دی او دوی څه نشي کولای، او يا خو یې هم ګناه پر حالاتو وراچولې او کوښښ یې کړی ځان د پړېنه خلاص کړي.
عمده مشکل چې د ټولټاکنې اکثرا کانديدان یې لري هغه د خدای او ولس پرځای په امریکا باندې تکل دی.  دوی په دې هڅه کې دي او د دې لپاره واشنګتن ته سفرونه هم کوی ترڅو دا ځانته معلومه کړي چې آیا واشنګتن به د دوی نه ملاتړ وکړي او که نه.  د دولس د رایې نه د بارک اوباما رايه ډیره مهمه ده.  که چيرې دا ومنو او ووایو چې حالات داسې دي او پرته له دې نه بله کومه لار نشته، بیا خو نو د افغانستان د خپلواکۍ مسئله مطرح کیږي.  دلته نو بیا پوښتنه رامينځته کیږي چې په يرغمل شوي او بلواکه هيواد کې ټولټاکنې او د ټاکنو آزادي څه مانا لري.
د حامد کرزي څخه، د هغه د حکومت څخه او د هغه د انډیوالانو څخه د دې تمه نشي کیدای چې دی او د ده ملګري به د افغانستان په راتلونکې کې کوم داسې ګام واخلي چې د هغې په نتيجه کې به دا خاوره او ولس د سولې، سوکالۍ، پرمختیا او خپلواکۍ پر لور ولاړ شي، ځکه چې په تیرو اوو کلونو کې نوموړي ونشو کړی چې پورتني کارونه ترسره کړي.  د شل ملياردو څخه ډير ډالر افغانستان ته راننوتل او ورک شوو.  د کار او آبادۍ کوم درک نشته.  د کلونو راهیسې د افغان بيګناه ولس د خوب په بسترو، د لارې په تګ، د ودونو په ښادیو او د جنازو په ماتمونو کې په بمونو او راکټونو وژل کيږي او کرزی یې نندارې کوي.  دی دومره بیواکه دی چې د قاتلینو نه پوښتنه وکړي چې ولس یې ولې بيګناه وژل کیږي.  کله چې د ولس د انتقاد سره مخ شي نو بیا کمیسیون وټاکي او خبره ورکه کړي.  کله چې پرې فشار راشي نو د کمیسیون د کار او فعالیت لپاره بل کمیسیون وټاکي.  اوه کاله په کمیسیونونو کې تیر شو، مګر ولس ته یې د ځان د پټولو لپاره کوم کمیس ورنکړ.  البته د یادولو وړ ده چې په دې لوبو او مداريتوب يواځې حامد کرزی او حکومت ماهران نه دي بلکې ولسي جرګه او د مشرانو جرګه هم له هغه نه کمه نه ده.  دا مسئله يو ځانګړي بحث ته اړتیا لري، چې په مناسب وخت کې به پرې انشاالله خبرې وکړم.
مهمه خبره داده چې د افغان ولس باید جمهوري رياست ته د نوو کانديدانو نه دا پوښتنه وکړي چې آیا د دوی په واکدارۍ کې به د افغانستان دپاره افغانانو تصميم ونيولی شي؟  آیا د افغانستان د خاورې، خلکو، دين، کلتور، ټولنيزو ارزښتونو او ملي منابعو په هکله به افغانان تصمیم ونیولی شي؟  آیا افغانان به وکړی شي چې په خپل هیواد کې آزاد وګرځی، خپل مړي په هدیرو کې پرته له دې چې نور مړي پرې ورکړي، په آرامه او عزت سره خاورته وسپاري؟  آیا افغانان به وکړی شي چې خپل ودونه، پرته له دې نه چې مړي پکښې ورکړي، په خوښئ سره سرته ورسوي؟
افغانان باید د دې کاندیدانو نه دا پوښتنه وکړي چې آیا افغانستان به يو خپلواکه او ناپیلی هيواد وي؟  دا کاندیدان به د افغانستان د کلتوري ذهنيتونو د راويښولو، تعليم او تربيې، سولې، عدالت، ډيموکراسۍ، ټولنيز جوړښت، د جنګ او جګړې د له مينځه وړلو او اقتصادي پرمختيګ پۀ برخو کې څه رنګ پرمختيايي کارونه پرمخ بوځي.  دا کاندیدان باید د افغان ملت ته په ډاګه کړي چې پۀ سیمه ایزه او نړيواله سطحه به دوی څه اړيکې ولري.  د افغانستان د ستونزو او نورو ملي مسايلو پۀ هکله به پۀ ملي او نړيواله سطحه کوم مشخص ګامونه پورته کړي.
که چيرې افغانان پورتنیو ټکو ته متوجه نشي او خپلې پوښتنې او غوښتنې مطرح نه کړي، د حالاتو اهميت ته متوجه نشي وخت به ترې تیر شي.  د افغان ولس به د ظلم، زياتي، سياسي او اقتصادي ناانډولۍ پۀ اور کې سوځي او مسئوليت به یې د دوی پۀ غاړه وي.  الله تعالی په قران عظيم الشان کې فرمايلې:


ذَلِکَ بِاَنٌَ اللهَ لَم يَکُ مُغَيٌِرًانٌِعْمَتهً اَنْْعَمَهَا عَلیَ قَوْمٍ حَتٌَی يْغَيٌِرُوْا مَا بِاَنْفُسِهِمْ وَاِنٌَ اللهَ سَمِيْعُ عَلِيْمَ ْ
ترجمه: دغه پۀ سبب د دې دی چې پۀ تحقيق الله نه دی بدلوونکی د نعمت چې انعام کړی يې وي پر يوه قوم باندې ترهغه پورې چې بدل کړي دوی هغه حال چې پۀ نفسونو د دوی کې دی او بيشکه الله ښه اوريدوونکی ښه عالم دی.
د دې څخه مطلب دا دی چې  لوی څښتن د هغې ټولنې پۀ حالت کې بدلون نه راولي، تر څو چې دوی پخپله پۀ خپل حالت کې بدلون نه وي راوستی.  که مونږ حرکت وکړو او د خپل ژوند د ښيګڼې او بدلون دپاره هلې ځلې وکړ نو لوی څښتن به پۀ دې هلو ځلو کې برکت واچوي او د بريالیتوب ترحده به يې ورسوي.  او که حرکت ونکړو او همداراز پاتي شو نو بيا د شفيق صاحب وينا ده چې وايي:


 که دا يو چې پۀ همدې شانې اوسيږو
 نو پۀ مړو او معدومو به شميريږو
راځئ هلئ چې لاسونه سره ورکړو
ګورئ دا سيلاب چې راغی لاهو کيږو