کور / تازه خبرونه / د اسلامي امارت د طالبانو لخوا د خپرو سوو خبرونو غورچاڼ

د اسلامي امارت د طالبانو لخوا د خپرو سوو خبرونو غورچاڼ

طالبانو نن هم د ۲۰۰۹ د می پر ۱۱مه نېټه له بېلابېلو سيمو څخه د جګړو او بريدونو خبرونه خپاره کړي دي ، له هغو خبرپاڼو چي د طالبانو مطبوعاتي دفتر يې له نامعلومه ځايه خپروي د ځينو لنډيز يې داسي دئ :
 
 كندهار : څلورتنه پوليس ووژل شول


طالبانورسنيوته ويلي چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۱مه نېټه يې دکندهارولايت دپنجوايي ولسوالۍبازارته نژدې د”پمپ “په سيمه کې دنصرت دپيل شويوعملياتوپه لړکې دملي اردويو رينجرموټرپه نښه كړى اواوه تنه عسکريې پكښي وژلي اوټپيان كړي دي .هغوى وايې چي په وژل شويوکسانوکې دپوليسو ديوې مهمي پوستې قوماندان هم شامل دی .


 


طالبان : په غزني كي ددرويشت تنوپوليسودوژلوادعا


رسنيودطالب وياند ذبيح الله مجاهدله قوله خبروركړچي طالبانو نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۱مه نېټه دغزني ولايت په مرکز د”ارزو”په اړونده سيمه کې د”نصرت” دپیل شويوعملياتوپه لړکې دپوليسودوه سرف موټره ويجاړكړي اوپكښي سپاره اووه تنه پوليس يې وژلي دي . دغه راز خبرزياتوي چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۱مه نېټه ددې ولايت داندړوولسوالۍد”ملانوبابا”په سیمه کې هم دطالبانوله خوادداخلي عسکرويوموټرچې دکندهار- کابل پرلویه لاره روان وودسړک دغاړې په يوې چاودني کې ويجاړکړای شوی اوپکښې سپاره شپږ(6)تنه عسکريې وژل شوي دي .ديوه بل خبرله مخې چي تير ماښام د ۲۰۰۹ د می پر ۱۰مه نېټه ددې ولايت دقره باغ ولسوالۍد”موشکي “په سیمه کې طالبانوپه يووسلوال بريد كي دکورنيوعسکرودوه(2) رينجرموټره ويشتلي اوپکښې سپاره پوځيان يې چې شمیريي لسو(10)تنوته رسیده ، ديوه تن قوماندان په شمول ځای پرځای وژل شوي دي .
رسنۍ دطالب جنګياليوله قوله ليكي چي په پورته نښتوكي يې ګڼ شمېر وسلې اومهمات ترګوتوكړي اودوى ته پكښي هيڅ ډول زيان نه دى رسېدلى.


 


كابل : اته تنه داخلي عسكروژل شوي دي


دطالبانووياند ذبيح الله مجاهدرسنيوته ويلي چي تيره شپه د ۲۰۰۹ د می پر ۱۱مه نېټه يې د نصرت دپيل شويوعملياتوپه لړکې د کابل ولايت دسروبي ولسوالۍد”اوزبين” سيمې د”بهلول خيلو”په کلي کې ديووسلوال بريد په ترڅ كي اته تنه عسكروژلي اوګڼ شمېرنوريې ژوبل كړي دي .هغه وايې دبريدسره سم ددښمن سره مخامخ جګړه رامينځته شوه چې څه ناڅه دوه ساعته يي دوام درلوداو دجګړې په پايله کې دوه تنه طالبان هم ژوبل شوي دي .



فراه : دكلستان ولسوال وژل شوى دى


دطالبانووياند قاري يوسف احمدي لراوبرويبپاڼي ته په رااستول شوي خبركي وويل چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۱مه نېټه يې دفراه ولايت دکلستان ولسوالۍاوسنی ولسوال (قاسم خان) اودهغه درې تنه ساتونكي ديوماين په چاودنه كي ووژل .هغه زياته كړه چي په چاودنه کې دولسوال موټرپه بشپړه توګه ويجاړاوپکښې سپاره کسان دنوموړي ولسوال په شمول ځای پرځای ووژل شول .
 


هلمند : طالبانوپريوې امنيتي پوستې دبريدخبر وركړ


طالبان ادعاكوي چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۱مه نېټه يې دهلمندولايت دنادعلي ولسوالۍد”چانجير”په اړونده سيمه کې د”نصرت” دپيل شويوعملياتوپه ترڅ کې دداخلي عسکروپريوې امنيتې پوستې په بريد كي دوه(2) تنه عسکروژل شوي اونورويې پښي سپکي کړي


 


طالبان : پروان كي موشپږ تنه فرانسوي عسكرووژل


طالب ويندوي ذبيح الله مجاهدلراوبرافغانستان ويبپاڼي ته په راليږلي خبركي دعوه كوي چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۱مه نېټه يې دپروان ولايت مرکز(چاريکار)ته نژدې دکابل – سالنګ پرلويه لاره د”پل مټک “په سیمه دنصرت دپيل شويوعملياتوپه لړکې ديوه وسله وال بريدپه ترڅ کې دفرانسوي پوځيانويوه(1) عراده ټانګ ويجاړاوپکښې سپاره عسکرچې شمیريي شپږو(6)تنوته رسيده ، ځای پرځای وژلي دي .هغه وايې چي تر بريدوروسته دبهرنيوعسكرو له خوادتل په څېرپراولسي خلکوناتاره ډزي و شوې چې له کبله يي درې (3)تنه لارويان شهیدان اوګڼ شمیرنورژوبل شوي هم دي .



ننګرهار : دپوليسوموټر په ماين والوزول شو


رسنۍ دطالبانوله خولې خبروركوي چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۱مه نېټه دننګرهارولايت دپچيرآکام ولسوالۍمرکز ته څیرمه د”مياخيلو”له جومات سره نژدې د طالبانوله لوري دنصرت دپيل شويوعملياتوپه لړکې دداخلي عسکروپرموټردريموټ كنټرول ماين چاودنه شوې ده چي له امله په موټر كي سپاره پوليس وژل شوي دي .


 


پكتيا : دامريكايانوداكمالاتي كاروانونوافغان ساتونكي وژل شوي دي


دطالبانوله خوا خپرېدونكي شهامت ويبپاڼي خبروركړ چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۱مه نېټه طالب سرتيرو دامریکايي ځواکونوداکمالاتي کاروانونودمحافظتي عسکرو( طوفان امنيتې شرکت ) دوه (2)عرادې موټردپکتياولايت د”سټوکنډو”په اړونده سيمه کې ويجاړكړي اوپكښي سپاره څلورتنه عسكريې وژلي اودوه يې ژوبل كړي دي . خبروايې چي لومړۍ دپوليسو پرکاروان يوه چاودنه ترسره شوه چې له امله يي يوسرف موټرويجاړشواوورپسې دغه کاروان دطالبانوتروسله وال بریدلاندې راغی چې له کبله يي يو بل سرف ډوله موټرهم په نښه اوتخريب شو . بې ويلو دي پاته نه وي چي , دواړه ويجاړکړای شوي موټران اوس هم په سيمه کې سوځیدلي پراته دي .


 
زابل : شپږ تنه امريكايې پوځيان ووژل شول


طالبان وايې چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۱مه نېټه شپږتنه امریکايي عسکرديوماين په چاودنه كي هغه مهال ووژل شول چې , دزابل ولايت دسيوري ولسوالۍد”ګزک” په کلي کې يې ديوښخ کړای شوي ماین دخنثی کولوهڅه کوله چې ماين خپله پري وچاوديد .او وروسته په پيښه کې دمړه اوژوبلوامریکايي عسکرولپاره هلیکوپترراغلي اودخپلومرکزونوپه لوريي وليږدول .


 


طالبان : خوست كي مودرې تنه امريكايې پوځيان وژلي دي


دطالبانووياندذبيح الله مجاهدوايې چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۱مه نېټه يې دخوست ولايت دصبريوولسوالۍمرکز ته څیرمه د”قرارګاه “په سيمه کې ديووسلوال بريد په پايله كي دريې تنه امريکايي عسکروژلي دي . هغه زياتوي چي پدې ناڅاپي حمله كي يې امريكايې عسكر دداسي سختي وارخطايې سره مخ كړي چي ,خپل ټپي شوي ملګري اومهمات يې دجګړې په ډګر كي پرېيښي اوپه تېښته بريالي شوي دي . دغه رازهغه وايې چي پدې بریدکې طالب سرتيروته هيڅ ډول زيان نه دی اوښتی . دغه رقم په يوبل خبر كي ښاغلي مجاهدادعاوكړه چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۱مه نېټه يې ددې ولايت مرکز ته څيرمه د”ساراباغ “پرهوايي ډګر پنځه (5)توغندي توغولي چې له امله يي امريكايې ځواكونو ته دمالي تلفاتوسربيره درنه مرګ اوژوبله هم اړولي ده ,خوددقيقې شمیرې په اړه يي لادم ګړۍ معلومات نه دي ترلاسه شوي .



كونړ : طالبانودكورنيواوبهرنيوعسكرودوه ټانګونه ويجاړ كړي دي


دطالبانووياند ذبيح الله مجاهدرسنيوته ويلي چي نن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۱مه نېټه يې دکونړولايت دشيګل ولسوالۍد”سپينکي تنګي” په اړونده سيمه کې د”نصرت “دپیل شويوعملياتوپه لړکې دخارجي اوداخلي عسکرو دوه. (2)عرادې ټانګونه چې په يوه کې خارجي اوپه بل کې داخلي عسکروو،ويجاړکړي .اوپكښي سپاره امریکايي اوداخلي پوځيان يې ټول وژلي دي



طالبان : په هلمند كي مونولس تنه امريكايې عسكرمړه اوټپيان كړل


رسنيودطالب وياند قاري يوسف احمدي له قوله خبر وركړ چې تيره ورځ د ۲۰۰۹ د می پر ۱۰مه نېټه يې دهلمندولايت دګرمسيرولسوالۍمرکز( هزارجفت ) ته څيرمه د”نصرت” دپيل شويوعملياتوپه لړکې نولس تنه امريکايي عسکر مره اوژوبل كړي دي . دراپورله مخې درنې چاودني چې له مخکې نه دځای پرځای شويوماينونوله کبله يوپه بل پسې ترسره شوې ، په نتيجه کې يي دولس(12) تنه امریکايي عسکرځای پرځای وژل شوي اواوه (7)تنه نوريي سخت ژوبل شوي هم دي . ديادوني وړده چي ,ترچاودونووروسته دوژل شويوعسکرودانتقال لپاره څلورهليکوپترراغلي ،مړه اوژوبل عسکريي دخپلومرکزونوپه لورانتقال کړل .



غزني : قرباغ کښي اته تنه پوليس وژل شوي دي


دالا ماره ويبپاڼي په حواله طالبانونن د ۲۰۰۹ د می پر ۱۱مه نېټه دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍد”زردالو”په اړونده سيمه کې د”نصرت” دپيل شويوعملياتوپه لړکې دداخلي عسکروپريوه کاروان وسله وال بريدترسره كړ, چې له کبله يي ددولتي عسكرو دوه (عرادې سرف ډوله موټرويجاړاوپکښې سپاره عسکرچې شمیريي اتو(8)تنوته رسيده ، ځای پرځای وژل شوي دي . بايد وويل شي چي ,دچاواكو ويجاړموټرونه اوس هم دپيښې په ځای کې پاتي دي .