کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / کرزى صيب ! د بمبارۍ ددرلو صلاحيت لرې؟

کرزى صيب ! د بمبارۍ ددرلو صلاحيت لرې؟

Ibrahimi.jornalist@gmail.com

په بيړ ه بيړه مې خپل درسي کتابونه راټول کړل اود پوهنتون په لور روان شوم ، لس دقيقې ددرس پيل ته پاتې وې، په لاره مې ترډېره هڅه کوله، چې په داسې لنډه لار پوهنتون ته ځان ورسوم، چې ژ ر ورسيږم ، ترکوټه سنګي خو ډېر تېز راغلم خو له کوټه سنګي څخه پوهنتون ته راغلې ټولې لارې اوفرعي کوڅې بندې وې اوګڼ موټر هم پکې ولاړ وو.

حيران شوم چې څه وکړم ، درس راڅخه پاتې شو، موټر مې هم په کوڅه کې نه شواى پرېښوداى، په ګڼه ګوڼه کې بند پاتې شوم، په همدې بندوکوڅوکې به مې نيمه ساعت وخت ضايع شوى و، چې دپوهنتون کونج ته ورسيدم اودپوليسو ګڼه ګوڼه مې ترسترګو شوه ، ترڅنګ يي محصلين ښکاره شول چې په سپين رنګه ټوټه ليکلى شعار يې له ځان سره ليږدا وه زما سترګې سملاسي ددوي په ليکلي شعار ولګيدلې او له سترګو مې اوښکې روانې شوې .

په سپين رنګه ټوټه ليکل شعار څه دا ډول وو : (( ( اى د فراه دبالابلوک ولسوالۍ د ګرانې او ګنج اباد د کليو شهيدانو ! موږ افغان محصلين له تاسو سره يو . ))

په دې لاريون کوونکيو کې اوښکې تويولې اويوشمير نورو يې ځان سره شعارونه وړل .

محصلين چې دبيګناه افغانانو په وژنه خواشيني شوي وو نو دامريکايي بمباريو دغندنې په خاطر يې لاريون کړ ي وو او نيږدي دوو زرو نه زيات محصلين راټول شوي وو او د امريکا ضد شعارونه يي ورکول .

لاريون کوونکيو په خپلو لاسونو کې په سپينو تکو ليکلي شعارونه ليږدول چې پرې ليکلي وو ((امريکا دنړۍ ترټولو ستره ترهګره ده ) اوهم يي په دې بمباريو کې دوژل شويو ماشومانوعکسونه له ځان سره لېږدول په لوډسپيکر کې له دولت څخه د افغانانو د قاتلانود محاکمې غوښتنه هم کوله .

د روان لمريز کال د دغويي د مياشتې په ١٤مه دفراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ پر ګراني او ګنج اباد کليو امريکايي ځواکونو بمبارۍ وکړې ،که څه هم سيمه ييزو چارواکو اوځايې اوسېدونکو ومنله چې د١٥٠ په شاوخاکې عام وګړي ووژل شول ،خو دغو ځواکونو ويل چې په فراه کې يې ترهګر او طالبان وژلي .

دا چې بهرني ايتلافيان زموږ کليوال ماشومان ،تورسرې ،اومشران راوژني اوټاپې پرې د ترهګرو لګوي کومه نوې خبره نه ده دوي په زرګونوماشومان ،مېرمنې اودسپين ږيروپه ګډون ډير افغانان په دې تيرو اتوکلونو ېک وژلي اوټاپي يي دالقاعدې او ترهګرو لګولې .

داپېښه د تېرپه څيردکليوالو افغانانو دوژنو په تعقيب ترسره کيږي امريکايي B52 ډوله الوتکې چې په کمپيوټري وسايلو اوعصري کمرو سره سمبالي دي دفراه ولايت دبالابلوک ولسوالۍدګراني اوګنج اباد کليوالو کلي له خاور سره خاورې کړل اودننګرهار دهسکې ميني دهرات دشنډنډ ولسوالۍ اودهيواد په نورو ولايتونولکه په لغمان ، هرات ، ننګرهار،خوست ، کاپيسا ، ارزګان ، پکتيا ، پکتيکا ، زابل ،هلمند،بادغيس ، وردګو ،غزني ،کونړ ،کندهار ،کابل اوداسې نورو سيموکې دخپلو پخوانيو پېښو تکرار وکړ اوپه هماغه شان ملکي افغانان يې د خپلو ړندو بمباريو هدف وګرځول .

 امريکايان په بالابولوک کې د بېګناه انسانانو وينې يوا ځې د تاسف او معذرت د کلمو په کارولو وينځي چې دا فغانانو ته دمنلو وړنه دي او دوي يې په دې بدرنګو کلمو چې اته کاله وکاريدې نه شي وينځلاي اوبايد ددي افغانو پوښتنه په سمه توګه وشي .

حامدکزي چې دټولو امريکايانو مشر ته دپاکستان دولسمشر سره جوړه ورغلى اوهلته يي له يوه ټلويزيوني چينل سره په مرکه کې وويل چې، په افغانستان کې دې بمباري نوره بنده شي خو سملاسي يي غربي ملګرو له ټولو شرقي اوغربي رسنيو سره مرکي وکړې چې په افغانستان کې به بمباري وي اوبمباريوته اړتياليدل کيږي .

امريکايان خو اوس هم د بمباريو شوق لري اودافغانانو وژل ورته ډير عادي ښکاري ځکه چې په ملياردونو ډالر يي لګولي دي نوددوي په مقابل کې افغان ولسمشر حامدکرزي چې داخبره وکړه چې بمباري دبندې شي نودامريکايانو له سخت مخالفت سره مخ شو داخو دوي دځان حق ګڼي اوپه افغانستان کې دوي دخپل امريکايي ولسمشر خبره اولارښوونه مني اودافغانانو خبروته چندان څه چې هيڅ اهميت نه ورکوي .

پرعاموخلکو دبمباريو ددرولو خو ډيرو افغانانوچيغې و کړي چې دترهګرو په نوم د جګړې ختمول نه غواړو! نه غواړ و! نه غواړو! ولې پرچا يي مني اوس چې ولسمشرکرزي دداسې هوايي بريدونوپاى وغوښت چې تېره اونۍ يې دفراه ولايت د بالابلوک په ولسوالۍ کې په درجنونو بيګناه وګړي ووژل.

د امريکې له اېن بي اس تلويزيوني چينل سره کرزي د مرکې پر مهال وويل چې ولسي مرګ ژوبله اوس د خلکو تر ټولو ستره اندېښنه ده او په دې هېواد کې له ترهګرۍ سره روانې جګړې ته تاوان رسولى شي.

خود اوباما د ملي امنيت سلاکار جنرال جېمز جونز دکرزي دخبرو په غبرګو ن کې وويل چې حکومت يې نشي کولى په افغانستان کې هوايي بمبارۍ بندې کړي .

 کرزي صيب خوپه خوله د بمباريو د بندولو خبره کړې، نو دغه کار به په خپل لوى لالا څوک ومني .