پكتيا: د ګرديزد كورنيو سركونو د پخوني كار پيل شو

د لراوبر اداره | جون 29th, 2009


( يكشنبه د چنګاښ اتمه ) د ګرديز پر كورنيو سركونو د قير اچوني چاري د سلاكار وزير او پكتيا والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد لخوا رسمآ پيل شوي .


په دي مراسمو كي د پكتيا والي سربيره له كابل څخه د ولسي جرګي وكيلانو او قومي مشرانو او مجاهدينو برخه اخيستي وه .


دا هغه د ښار د ننه سركونه دي چي مخكي له دي خامه وو او د ګرديز ښاريانو تل له دي ستونزي شكايت درلود .


دا سركونه ديارلس كيلومتره اوږدوالۍ او لس متره بر لري چي ټولګټو وزارت لخوا جوړيږي ، او په پام كي ده چي پنځه ميليونه امريكايي ډالره پري ولږيږي .


دا له تير څو ورځو راهيسي د سركونو دوهمه پرانيسته ده چي د پكتيا والي لخوا تر سره كيږي ، او په پام كي ده چي ډير ژر به له سر حد څخه تر څمكنيو ولسوالۍ پوري پوخ سرك هم پرانيستل شي .


د بيا رغاوني په دي پروژو  د پكتيا ولس خوښ ښكاري او د لا زياتو ټولګټو پروژو غوښتونكي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024