ميدان ودرګ : په متقابلو ډزو کښي د ولسي وګړو مرګژوبله

د لراوبر اداره | مې 14th, 2009


دتيرو دوو ورځو راپديخوادوردګو لايت دجغتو ولسوالۍ په مرکز باندې دطالبانو لخوا بريدونه کيږي او دولسوالۍ په ودانۍ کې پراته بهرني اوداخلي سرتير هم په ځوابيه ډزو لاس پورې کوي چې په ترڅ کې يې دتيرو دريو ورځو راپديخوا اوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

دغه نښتې وړمه اوتيره ورځ دولسوالۍ پرودانۍ شوې چې وروسته بيا دبهرنيانو لخوا دهوايې ځواک هم کار ول شوي دي .

په سيمه کې عيني شاهدان وايې چې په دې دواړو ورځو جګړو کې اووتنو ملکي وګړوته مر ګ ژوبله اوښتې ده .
 
دجغتو ولسوالۍ په بآزار کې يوتن دوکاندار چې دنوم ذکر کول يې نه غوښتل وويل چې ، په دې بريدونو کې دسه دي دکلي دوه تنه مړه شوي اوپنځه تنه نور ديوې سراچې په شمول ټپيا ن شوي دي .

که څه هم په سيمه کې اوسيدونکي په دې ولسوالۍ باندې بريدونه مني اوپه کابل کې دکورنيو چارو وزارت چارواکي مني چې په ولسوالۍ کې نښتې شوې ولې دوردګو والي اوهغه ته نيږدي کړۍ وايې چې په جغتو کې خير اوخيرت دي .

Copyright Larawbar 2007-2024