کور / نثر / بيټ نيکه !

بيټ نيکه !

بيټ نيکه !

  ستا دعا قبلېدونکې وه ، ستا د دعا  برکت و چې دکسي او سليمان د غرونو په ډډو کې د پښتنو کېږدۍ پلنې شوې او  نغريو نه اورونه  پورته شول .

نيکه !
تاسو په پوره عاجزۍ او اخلاص لوى دربار ته لاس ونيو او د زړه له تله مو  وويل :


دا وګړي ډېر کړې خدايه     لويه خدايه لويه خدايه

نيکه !
 د همدغې دعا برکت و چې دغه وګړي ډېر شول ، نورو سيمو ته وکوچېدل او سيمې پرې ښايسته شوې .
 نيکه !
 خو ته   خبريې   ستا په لمسيانو اوس څه تېرېږي !؟


هغه لمسيان چې ستا ددعا په برکت ډېر شوي وو ، اوس د نابودۍ خواته روان دي .
 
 نيکه!
 د کسي او سليمان غرونه ستا د لمسيانو په وينو ولمبېدل ، د نغريو اورونه مړه دي ، اوس د هغوى دکېږديو مراندې شلېدلي  او يو ستر توپان يې هر څه په مخه کړي دي .


 نيکه !
 ستا لمسيان يوبل نه سرونه غوڅوي ، اوس په هرڅو مټرو کې ستا دلمسي جسد پروت دى او اوس د هر خوړ د اوبو رنګ ستاد لمسيانو وينو سور کړى دى .
 نيکه !
 اوس هغه سپين  پټکي چې سرونه به پرې ښايسته وو ، له زنو را تاو دي  او اوس …
 نيکه !
 ستا لمسيانو ته ( دا جهان قصاب خانه  ×× ) شو  او هر لمسى دى د ( قصاب په غولي پا بسته ولاړ دى . )
 نيکه !
 ستا نازولي لمسيان يو د بل په وينو نه مړېږي ، د نورو خو پخوا ورته زړونه ډک وو ، له هرې خوا پرې ناتاردى مرګوني ګوزارونه دي  او …
نيکه !
 زموږ لاسونه په وينو سره دي ، موږ يې له شرمه د خداى پاک دربارته نشو پورته کولى  ، دعا مو نه قبلېږي .
 نيکه !
 قيامت ته انتظار مه کوه ، ستا په لمسيانو همدا اوس قيامت دى ، را پورته شه او بيا د يوې ونې ډډ ته تکيه وواهه ، لاسونه پاک در بار ته پورته کړه او د زړه له تله ووايه :
 
د اوګړي ډېر کړې خدايه !            لويه خدايه – لويه خدايه


نيکه !
 هله ، ځنډ مه کوه .  ستالمسيان يو بې رحمه توپان په مخه کړي ،  که په دعا کې ځنډ وکړې د نسل لپاره به هم څوک پاتې نه شي او بيا به ستا دعا لکه ستا د لمسيانو برخليک په هوا کې ورکه  شي .
 
 محمد نعمان دوست ، کابل
 د وږي ٢٦ مه ، ١٣٨٦
××
دا جهان قصابخانه کړ خداى وماته      پا بسته ولاړ په غولي د قصاب يم
 
 تبصرې ازادې دي ، خو دکلام عفت حتمي دى .
 


 

تبصره نسته

  1. salam grano dostano!
    haqeqat da,po haqeqat ke sook sa n ashey wayali.
    Afghan

  2. i am really happy to hear about our great bett neeka specially his poet allah bless all lar aw bar afghans ,allah bless our brave bett neeka

  3. دیر شه کاشکی هرافغان دااحساس ولری اوپه خپلوکی دا وزنه نوره بس کری او دپردی په مقابل کی سره یو شی لکه حنگه چه پشتون یو دی خو ددشمنانو له لاسه جداجداشول. مننه محمد نعمان وروره

  4. ګران دوست سيب ،ډير ښه مطلب دي په ډيرو ښو الفاظو کي رانغښتي دي . الله تعالي دي وکړي چي د طالب او ملا په نوم دغه ظالم ، بي رحمه او وحشي مخالفه ډله د بي ګناه خلکو د سرونو له غوڅولو څخه لاس واخلي. سر غوڅول دا نه خو انساني عمل دي او نه به يي يو سالم انسان وکړي ، دا نه جهاد دي او نه کومه بله بلا. دا فقط د هغه ځناور صفته انسانانو عمل دي چي نه په دين پوهيږي او نه په اسلام ، بس د يو څو ټکو د لاس ته راوړلو لپاره هر څه کوي. او که چيرته دوي سر غوڅولو ته يا په تار او چاکو باندي د يوه تنکي ځوان حلالولوته جهاد او اسلام وايي نو په ډاډ سره ويلاي سم چي ډير خلک به له دغه رنګ اسلام او مسلماني نه تير شي.او ددين پتنګانو ته دي ور مبارکه وي.