د سوات هغه اوسېدونكي چي تازه له جنګي سيمو څخه مردان او پېښور ښار ته راغلي وايي د مولانا صوفي محمد طالبانو ږيري او برېتونه خريلي او د پاكستاني پوځ له عملياتو څخه د تېښتي په خاطر د عامو خلګو په منځ كي له سيمي څخه وزي.
د پښتونخوا د سوات په سيمه كي له تېرو ۱۵ ورځو څخه د حكومت او مولانا صوفي محمد د طالبانو ترمنځ جنګونو زور اخيستى چي له امله يې په سوونو طالبان او ملكي كسان وژل سوي دي.
د ملګرو ملتونو د مهاجرينو اداره UNHCR وايي له سوات څخه تر اوسه نيژدې اته نيم لكه كسان مردان، سوابۍ او پېښور ته كډوال سوي چي د ژوند له لومړنيو اسانتياوو څخه بې برخي دي.
د عفوي نړيوال سازمان د پاكستان پر پوځ نيوكه وكړه چي د ملكي كسانو د ژوند په ساتلو كي پاته راغلي او په سوات او بونير كي يې د عملياتو پر مهال ډېر شمېر ولسي وګړي وژلي دي.