کور / تازه خبرونه / خوست: راكټي بريد پنځه كسه مړه او شپږ ژوبل كړل

خوست: راكټي بريد پنځه كسه مړه او شپږ ژوبل كړل

د خوست چارواكو په دغه ولايت كي پنځو ملكي كسانو د مړيني خبر وركړ.
د خوست ولايت امنيه قومندان عبدالقيوم باقي زوى وايي دغه كسان د شنبې په سهار په يوه راكټي بريد كي وژل سوي دي.
د باقي زوى په وينا د ډيورنډ پولي له هوا خوا څخه د خوست پر ښار درې راكټونه توغول سوي چي يو يې د خوست په يوه مسجد كي وموښتئ پنځه لمونځ كوونكي يې ووژل او شپږ نور يې ټپيان كړل.
په خوست كي مېشتو ايتلافي ځواكونو هم پر ښار راكټي بريد تائېد كړى او وايي دغه توغندۍ د ډيورنډ له هغي غاړي شاټ سوي دي.