کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / له ناپوهۍ څخه دساينس اوټكنالوجۍ ترزمانې پورې

له ناپوهۍ څخه دساينس اوټكنالوجۍ ترزمانې پورې

صنعتي ټولنه

   كه اوسنۍ نړۍ ته ځيرشواودغه  رازدپرمختللې ټكنالوجۍ پايلوته وګورو،چې په نړۍ كې ژوند له موټر،ټيليفون،سولګر(كمپيوټر)،بريښنا او….پرته ژوندناشونى دى .كه فكروكړوښايي تيره زمانه ذهن ته راشي اودهغې زمانې هغه توپير،چې له دې زمانې سره په ښكاره ډول څرګنديږي يانې دنړۍ داوګړي څنګه اوپه څه ډول دې عصري زمانې ته راورسيدل يايې داډول عصري زمانه څنګه دخپل ځان تابع ګرځولې ده دا اودغه رازديته ورته هغه پوښتنې دي ،چې مونږورته په دې څپركي كې له بيلابيلوسرچينواودنظرله خاوندانوڅخه ځوابونه راغونډكړي دي اوپه تفصيل سره به وڅيړل شي .

 ويل كيږي ، چې دتير وڅو كلو نوپه ترڅ كې يوډول تاريخي نوښت ټوله نړۍ بدله  كړه
.دنظرخاوندانودانوښت   دصنعت اوتخنيك په نوم نومولى دى .اوهغه ټولنه ،چې وګړويې دصنعت اوتخنيك پرمټ دژوندهراړخيز آسانتياوې برابرې كړي دي كارپوهان يې دصنعتي ټولنې په نوم نوموي خوبايدوويل شي ،چې تيره صنعتي ټولنه له اوسنۍ صنعتي ټولنې سره په ښكاره ډول توپيرلري .

   ټولنپوهان په دې هڅه كې دي ترڅوددغوموجودوتوپيرونواومنځ ته راغلونوښتونوپه هراړخيزمالومات راټول كړي ځكه خومونږهم ددې څپركي په لړكې لومړى دصنعتي ټولنې دماهركارپوه كارل ماركس دكارونوپه اړه لنډبحث كوو. ياده د وي ،چې دماركس نظريودهغه له مرګ څخه وروسته پرنوروكارپوهانوژوراغيزكړى وه اوترډيره بريده يې ورته دقدرپه سترګه كتل .غواړودهغوكا رپوهانونظريوته كوم ،چې دكارل ماركس له نظريو سره په ټكركې دي لږپه لنډ ډول بحث اوږدوساتو.بايدوول شي ،چې نوموړي  كارپوهان جوزف شومپيټر،تورسټاين وبلن اوسي رايټ ملزڅخه عبارت دي اوڅپركى ددانيل بل پرژوندليك اوڅيړنوپاى ته رسوو.

   
صنعتي بدلون
   دهرې زمانې په بدليدوسره دنړۍ په لروبركې صنعتي بدلونونه رامنځ ته شوي دي خوكارپوهان يې اصلي سرچينه دبريتانياهېوادګڼي اوپه نړيوال تاريخ كې هم ورته ګوته نيول شوې ده .ويل كيږي ،چې په چټك پرمختګ سره اقتصادي نظام هم په خوځښت راغى ،چې ورسره جوخت نړۍ له اقتصادي پلوه شتمنه شوه.

   .په بريتانياكې صنعتي بدلون داتلسمې پيړۍ له نيمايي را وروسته رامنځ ته شواولومړى پيل يې دمالوچ اوبدلوڅخه انګيرل شوى دى .دمالوچ اوبدلودغه لړۍ هغه مهال نوره هم پياوړې شوه ،چې دجيمزهارګريوزدمالوچ اوبدلوماشين جوړشو.سربيره پردې صنعت ترډيره بريده دنوښت پرمټ ولاړدى يانې څومره ،چې په يوه كاركې نوښت رامنځ ته كيږي په هماغه كچه په مستقيم ډول بدلون مومي اوهمدارنګه ډيركار،توليدورته اړين بلل شوى دى .

   صنعت په نړۍ كې ډيرڅه رامنځ ته كړل او ورسره مل يې دصنعت خاوندانوته يوداسې چاپيريال رامنځ ته كړ،چې ټوله نړۍ يې دخپل ځان لپاره تابع وګرځوله .كه څه هم صنعت دمالوچ اوبدلوزيږنده بلل كيږي له بلې خواپه دوهم پړاوكې ساعت جوړشو.له دې وړاندې وخت دطبعيت اوعادت له مخې مالوميده اودساعت له جوړيدو وروسته هرڅه بدل شول شپه او ورځ په ۲۴ ساعتو وو يشل شول اوپه دولتي اونادولتي رسمي اداروكې رسمي وخت دساعت له مخې وټاكل شوهمدارنګه نورې ډيرې آسانتياوې رامنځ ته شوې. دصنعت مندانواقتصادي وضعيت ورځ ترورځې پرمخ روان وه ،ټول بانكي حسابونه اوسرمايه داري دهغوي په واك كې كېوتل .صنعت مندانو نه يوازې له اقتصادي اړخه برى وموند بلكې سياسي ډګرته يې هم ودانګل زور پيداكړاوپيسې هم له دوى سره وې اوپربيوزلوخلكويې واكمنۍ ته لاره نوره هم هواريده .

   بيوزله خلك يوازې په خپلوځمكواوجايدادونوبوخت وه اوله سياسي وضعې بې خبره پاتې وه .ويل كيږي ،چې دنوموړوسياسي كمزوي هغه مهال ښه څرګنده شوه ،چې دغلې دانې دقوانينودتصويد پرمهال يې نيوكې اواعتراضونه پيل كړل .يادشوى قانون له1400 عيسوي كال څخه آن ترنولسمې پيړۍ پورې اوږد شواوپه 1846 كې له منځه ولاړ.بايدوول شي ،چې منځنۍ طبقې نوموړى قانون دځان په ګټه ګڼلى وه ځكه هغوي دخوراكي توكواصلي قيمت دبازارله قيمت څخه لوړساته. دصنعت اوپرمختګ له رامنځ ته كيدوسره كارګرې اومزدورې ډلې له اقتصادي اړخه كمزورې اوله پښو ولويدې .دغه كمزوري په ښكاره ډول د(لوديت)په اړه ښه ترسترګوشوه .ويل كيږي (لوديت) هغه كارګرې ډلې وې ،چې په نساجۍ كې دماشين آلاتودكارولوپرمهال له كاره پاتې شوې اوځاى يې ماشينونواونويې ټكنالوجۍ ونيو.هغوي لومړى په پټه توګه اعتراضونه كول او وروسته يې لاريونوته هم مخه وكړه.ددوي پروړاندې ګڼ شميرداسې خلك هم وه ،چې غوښتل يې دماشن په راتګ سره اړينېجامې په كمه او ارزانه بيه وپيري ځكه خوښ ښكاريدل اوغوښتل يې ،چې بايددغهټكنالوجي نوره هم پرمخ ولاړه شي كه څه هم دكارګرو ورځ وركيده اوپخه مزدوري يې له لاسه وته .

   ديوشميرپوهانوپه اندټولنپوهنه ددغې دورې په لړكې رامنځ ته شوه او ورسره جوخت روڼ اندي په دې لټه كې شول ترڅوهغه بدلونونه كوم ،چې په ښكاره ډول په غربي اروپاكې رامنځ ته كيږي ومومي اوترخپلې څيړنې لاندې يې راولي .دعصري اونويې ټولنپوهنې څيړونكواوپوهانو(هانري سن سيمون،اګوست كنت اوهربرت اسپنسر) له ډلې څخه كارل ماركس لوړ اوبيل ځاى لري .

   
 
كارل ماركس اوتلپاتې مخه ښه

    كارل ماركس په 1883 زيږيځ كال له دې نړۍ څخه دتل لپاره مخه ښه وكړه اوپرابدي خوب ويده شو.كه څه هم نوموړى دنړۍ پرمخ نه ترسترګوكيږي خودټولنپوهنې په اړه يې مونږته پاتې نظريې ځانګړى اونه هيريدونكى ځاى لري .

   ماركس دلندن په ګيت مومې هديره كې ښخ شوى دى .ديادولوده ،چې ګيت كې يوازې دنولسمې پيړۍ وتلي اونوموتي ادبي ،روڼ اندي اوټولنپوهان خاورو ته سپارل شوي دي اوعاموخلكوته پكې ځاى نه وركول كيده .ماركس دخپل ژوند ټول 34 كاله دانګلستان په يوه يوه ګوښي كډوال ميشته سيمه كې تيركړل اوهلته خاور ته وسپارل شو.

   دماركس قبركابوله يوې پيړۍ راپه ديخواپه ښه ډول ساتل كيږي ،چې
دليدونكودنندارې لپاره يې په رنګارنګ ګلانوښايسته كړى دى .دنوموړي قبرلارې ته څيرمه ځاى لري ځكه خويې ننداچيان هم له حسابه وتلي دي ،ځكه له مړينې څخه وروسته دهغه شهرت په خلكوكې ډيرشواودخلكوپه زړونوكې يې ځاى ونيوه .بايد وويل شي ،چې ماركس دمړينې پرمهال لومړى دهديرې په ښكتنۍ برخه كې خاوروته وسپارل شو خو وروسته يې دهديرې لوړ(غوره)ځاى ته وليږداوه .

   په ختيځه اروپاكې دكمونيزم له كمزوري كيدو اودغه رازپه 1991 كال كې دپخواني شوري اتحادله ماتې وروسته مفسراو وغوښتل ،چې په نولسمه پيړۍ كې دكارل ماركس نظريې يوځل بيا راژوندۍ كړي اودنوموړي له آثاروڅخه په زياته پيمانه ګټه واخلي .په دې سربيره ټولنپوهان كارل ماركس يوتكړه ،نوموتى اوبرلاسى معاصرټولنپوه ګڼي اوهمدارنګه آثاريې هم ګڼ شميرلوستونكي لري .دځينوخلكولپاره دماركس فكردشملې پيړۍ دتوتاليتر رژيم ددهشت سبب شو.چې له هغې جملې څخه په شوري اتحاد كې داستالين وحشي حكومت ،په چين كې دمانواوپه كامبوج كې دپُل پُت ديادوونې وړدي .دنوروخلكوپروړاندې ماركس ديوډول فكري وړتياخاوند ؤاودغه رازداقتصادي ودې
اوپرمختګ اوهمدارنګه دډيموكراسۍ دارزښتونوسخت پلوى ګڼل كيده .دنوموړي وړتيااوفكري ځواك په غربي اروپاكې دډيموكراسۍ اوډيموكراټيك نظام د راتګ سبب شو.