کور / خبرتیا او پيغامونه / کراچۍ کې د غني خان د تلین په مناسبت د سمینار خبرتیا

کراچۍ کې د غني خان د تلین په مناسبت د سمینار خبرتیا

د تېر په څېر سږ کال یو ځل بیا د ستر شاعر ،لیکوال او انځور ګر غني خان د څوارلسم تلین په اړه د کراچۍ په ادبي ښار کې یو سمینار جوړیږي ـ د مۍ په دیرویشتمه د شنبې په  ماښام اوه بجې پېل کیدونکی دغه سمینار کراچۍ ارټس کونسل کې د پښتون تېنکر فورم لخوا ترتیب شوی دی چې یو شمېر لیکوالان او شاعران به پکې د سترغني  د ژوند او فن په اړه مقالې لولي ، مشاعره او د موسیقۍ محفل به هم وي ـ وتلی سندرغاړی سردار علي ټکر به خصوصي مېلمه وي ـ ددې نه علاوه د سېمې شاعران، د افغانستان  او نور هیوادونو قونصلران ، د اردو ژبې شاعران او ادیبان به هم په دغه سېمنار کې ګډون کوي ـ

د یادونۍ وړ ده چې د پښتون تېنکر فورم له خوا دغه ډول دا څلورم سمینار دی چې د پښتنو اتلانو په یاد کې د کراچۍ په ښار کې د اردو ارټس کونسل په څېر یوه لوي ادبي مقام کې ترسره کیږي