" /> " /> " /> " /> پر محمديار د بريد په اړه د پلټنو پايلي ناڅرګنده پاته دي – لراوبر ویب پاڼه
کور / خبرتیا او پيغامونه / پر محمديار د بريد په اړه د پلټنو پايلي ناڅرګنده پاته دي

پر محمديار د بريد په اړه د پلټنو پايلي ناڅرګنده پاته دي









پر محمديار بريد پر کلتور او ژورناليزم بريد دئ  ( لراوبر) 


لراوبر – کابل


د کورنيو چارو وزارت لخوا هغه پلاوی چي د دولتي چارواکو په امر د محمديار د وهلو د قضيې د پلټلو په نيت کندهار ته تللی و ، تر اوسه چوپه خوله پاته دی ، د کندهار داطلاعاتو او کلتور ريس مجيد بابی د پلاوي د راتګ څخه ځان بېخبره ښيي ، محمديار ته نژدې کس لراوبر ته وويل چي د پېښي د پلټني په اړه په کندهار کي درې کسيز پلاوی ټاکل سوی دی ، د يادوني وړ ده چي په په دې پلاوي د اطلاعاتو او کلتور ريس مجيد بابی هم برخه لري ، پر ښاغلي مجيد بابي تور دی چي د مشاعرې په تالار کي يې د محمديار په لاس کي پاڼي ترې اخستې او څېرلي دي ، د مشاعرې ګډون کوونکو لراوبر ته وويل چي دمشاعري د ورځي له سهاره ښکارېده چي چارواکو د محمديار سره دداسي يوه چلند په اړه پلان جوړ کړی  و .


——



  1. د كندهار امنيه قومندان د محمديار د وهلو قضيه نه ثبتوي!
  2. Journalist, Writer Beaten by armed gunmen of the intelligence agency
  3. د ملي امنيت ملېشو پر فرهنګ او فرهنګيانو حمله وكړه
  4.  د اطلاعاتو اوکلتور وزارت اعلاميه 
  5. وسله والو د بېنوا د مشرتابه جرګه ګۍ مشر او د سفما منشي محمديار وډباوه 
  6. دخوست مېشتو فرهنګيانو دمحمديار وهل وغندل
  7. د سهيلي پښتونخوا فرهنګيانو پر محمديار د بريد غندنه وکړه
  8. پر محمد یار برید پر کولتوري هڅو برید دی (حنان حبيبزی )
  9. د لوستونکو ډاډګېرني او پيغامونه 
  10. د لوستونکو ډاډګېرني او پيغامونه 
  11. د ټولو ياره! بلا دې واخلم- احساس
  12. دا زما تړلي لاس او ستا درنې-درنې څپېړي
  13. ډاکټر اشرف غني د ولسمشر کرزي پر اداره سختي نيوکي وکړې
  14. The Pretender, By: Bruce G. Richardson
  15.   ترس از یک معیوب ؟
  16. عبدالاحمد محمدیار د بشر د حقوقو خپلواک کميسيون ته شکایت وکړ
  17. Afghanistan’s election gets rough, and it hasn’t even started
  18. Rough and tumble of Afghan politics

 — ———


د پيښي په اړه د ازادۍ راډيو راپور :




د پيښي په اړه د بي بي سي راپور :




د پيښي په اړه د ډاکټر اشرف غني احمدزي د خبري کنفرانس جزيات  :




 



 


 محمديار د کندهار والي په امر وهل ټکول سوئ دئ


 دا د کابل د واکمن کار دئ چي د کندهار له واکمن احمد ولي کرزي او دهغه له سيکرټر  توريالي ويسا څخه د محمديار پر وړاندي ددې غير اسلامي او غير انساني عمل پوښتنه وکړي او عاملين يې د امرينو په ګډون د محکمې مېز ته راکش کړي . کنه نو ددې عمل امر  د کابل د واکمن لخوا د هغه د اطلاعاتو او کلتور وزير او کورنيو چارو وزير په موافقه اجرا سوئ دئ . ځکه چي نه يوازي دا هر څه د لوړ رتبه دولتي چارواکو،اطلاعاتو او کلتور ريس او پوليسو تر سترګو لاندي ترسره سوي دي بلکي نوموړو چارواکو د محمديار په وهلو ټکولو کي يو له بله مرسته کړېده .


عبدالله احسان
د لراوبر افغانستان ويبپاڼي مسول


۲۱ می ۲۰۰۹ کندهار


دبېنوافرهنګي ټولني مشر او د افغانستان سهېل لويديځ زون لپاره د سهيلي اسيا د ژورناليستانو ټولني سفما منشي عبدالاحمد محمديار نن په داسي حال کي د وسله والو کسانو لخوا د انارګل مشاعرې له جريان څخه په زور ايستلو ته مجبور سو چي په سلګونو نورو شاعرانو او ليکوالو په دې دوديزه مشاعره کي برخه اخستې وه .


عبدالاحمد محمديار لراوبر ته وويل چي وسله والو کسانو ورته ويلي چي د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا يې د انارګل مشاعرې څخه د ايستلو او ډبولو امر کړی دی او له غونډي ځکه بايد ووزي چي بې بلني دې غونډي ته راغلی دی ، محمديار وايي چي دغو کسانو ته مي هغه بلنليک ښکاره کړ چي ماته په دې غونډه کي د بلني لپاره لېږل سوی و ، خو بيا هم نوموړو کسانو زه په زور له تالاره ايستلو ته اړ کړم .



محمديار وايي چي له خپلو څو تنو ملګرو سره د مشاعرې له تالاره تر وتلو وروسته د ملي امنيت څو کسانو په داسي حال کي ور حمله کړه چي ملي پوليس هم حاضر وه ، نوموړی وايي چي له دغو کسانو سره وسلې هم ورسره وې او دده نورو ملګرو ته يې چي غوښتل يې دی د وسله والو له منګولو خلاص کړي په ورسره توپنګچو ګواښ وکړ .


ليکوال او شاعر  او په دواړو پښو او سترګو معيوب محمديار د وسله والو لخوا د سوکونو او لغتو برسېره په خپلو لکړو داسي وهل سوی چي لکړي ورباندي ماتي کړي دي .



د ميرويس روغتون يوه جراحي ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط لراوبر ته وويل چي محمديار  پر سر ، مخ ،لاسونو ،  ملا او معيوبو پښو ژوبل سوی دی .


په نننۍ انارګل مشاعره کي ځينو ګډون کوونکو د نوم پټ ساتلو په شرط لراوبر ته وويل چي د محمديار پر وړاندي دې پېښه کي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ريس عبدالمجيد بابی ، کندهار ښاروال او د کندهار والي ډاکټر توريالی ويسالا لاس درلود، د يو شمېر نورو فرهنګيانو په نظر د محمديار پېښه په مخامخ توګه د کرزيانو د واکمني کورنۍ سره اړه لري ځکه چي هغوی سر له اوسه غواړي په ټاکنو کي د خپل سيال ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړي وډاروي ، ډاکټر اشرف غني احمدزی د ټول هيواد په کچه له فرهنګي او کلتوري کړيو له ملاتړ څخه برخمن دی ، او دا هغه څه دي چي ښايي د اوسني ولسمشر حامد کرزي پر واک د پاته کېدو خيالونه په اوبو لاهو کړي .


عبدالاحمد محمديار


  –

تبصره نسته

  1. د کرزي د مافيايي ادارې ټول غله او قاچاقبر دي يې واوري چي ددې ولس ږغ د محمديار په وهلو څه چي د محمديار په وژلو هم نه سي چپ کيدلای ، محمديار د ټول ولس په زړه کي ځای لري ، د هغه ولس په زړه کي له تاسو لکه د سرکوزي څخه داسي نفرت لري .

    تاسي کولای سئ چي ددې هيواد او ژبي يو وتلی ليکوال ، ژورناليست او فرهنګپال ووهئ ، وډبوئ ، خو تاسي دا هم کولای سئ چي داسي کسان ووژنئ ، خو که پام چي په دې نيت يې ونه وهئ او يا ونه وژنئ چي ګواکي تاسي به خپلو غلاو او خيانتونو ته فارغه سئ ، په افغان ولس کي داسي ډيري ميندي سته چي زرګونه نور محمدياران يې زېږولي او ستاسي هره فتنه په ډيره ځيرکتيا سره څاري او شماري ، ژر وي که وروسته ، تاسي ټوله به د خپلو ددې او دې ته ورته کړنو ټول حساب کتاب ورکوئ او په سزا به رسيږئ که خدای کول .

  2. سړی که په کندهار کي اوسيږي نو فکر کوي چي کندهار د نړۍ د يوې بلي سيمي پوري اړه لري ، دلته حامدکرزی يا خو په ژوندوني ميراث سوی دی او يا يې پخپله له خپلو وروڼو سره داسي پروګرام جوړ کړی دی چي دوی به هر څه کوي خو دی به ځان پر خوب اچوي .

    ((((((( په چور ، غلا ، فساد ، بد اخلاقۍ ، مځکو عصب ، مخدره موادو او داسي نورو کي د کندهار واکمن له اوله سره مشهور دی ، ځيني خلکو به ويل چي دا هم د کندهاريتوب يوه نښه ده چي د کندهار ولسمشر ولي کرزی دغه کارونه کوي ، مګر نننی عمل چي د کندهار والي او هغه د اغا ماما ( احمد ولي کرزي ) له خوا ترسره سو ، د کندهاريتوب پزه يې ور پرې کړه ، د کندهار ناميان اوس هم پر لاسونو اور ايږدي ، د کندهار ناميان اوس هم بې ناموسي او پر بېچاره و ظلم کول ناځواني ګڼي ، مګر کندهار کاناډايي ډوله والي به دا د ځان لپاره مړانه بلله چي وسله وال يې د محمديار په وهلو ډبولو موظف کوله ، شرم سه پر داسي کندهاريانو !!!!!!!!!!!!

  3. هيڅکله ددې تصوور نه کېده چې وسله وال به سپينه ورځ د يوه داسي فرهنګپال شخصيت پر وړاندې راپاڅي چې د ټول ولس خوا پرې بديږي !!! له دې ښکاري چې د کرزۍ کورنۍ برېتور د کور زمري دي خو پر بيابان هغو ګېدړانو ته ورته دي چې يا خو زارۍ کوي او يا ژاړي .
    محمديار صاحب تاسو ته له خدایه د عاجلې شفا دعا کوو او ستا دښمنان چې په اصل کې د ټول ولس دښمنان دې ژر به که خدای کول د خپلو اعمالو سزا ورکړي او ژر ده چې د خپلو بادارانو لخوا به د دار پړۍ غاړې ته ور لوېږي . يا به يې دا ولس شاهد وي چې د همدې ارګ په يا کندهار د ارګ په څو ميترۍ کې به د ولس پر وړاندې ځوړند کېږي .

  4. wa la hawlo wa la qowati
    ddir bad kar shawi, mohmad yara khodai di jorr krra aw karzai kor di wran sha

  5. سلامونه . ولی؟؟ استغفرالله . پر څه باندی مو دا معیوب سړی و ډبوی . که په ولی کرزی یا ویسا غوندی امیریکن میډ غلامانو کی غیرت وی؟ نو ذبح الله مجاهد یا یسوف احمدی غوندی ځوانان د ی وډبوي . خیر! ددغه معیوب بیچاره غچ به د شراب خورو او پر دیو غلامانو څخه دا ملت یوه ورځ اخلی .

  6. ګرانه او فرهنګپال وروره محمدیار صاحب ، ستا په وهلو ټکولو ډیر خپه سوم . خدای دې روغتیا او عاجله شفا درکړی . هر با احساس افغان چی خبریږی نو درباندی زوریږی او دا هرچاته ثابته ده چی کلي په زور نه آبادیږی . که په دې وهلو ټکولو کی د ښاغلي ویسا صاحب لاس وی نو نور هم خپه او متأثر سوم ، ځکه هغه د نوروجابرانو پر خلاف یو اکاډمیک شخص دی او دا توقع نه ځنی کېده .

    هیله ده چی ویسا صاحب په افغانی شهامی سره عفو وغواړی او خپله اکاډمیک لیاقت ثابت کړی . زموږ دعاوی درسره ملګري دي معزز محمدیار صاحب !وایی این هم میګذرد! له خدایه ایمانی او افغانی حوصله درته غواړم ، والسلام ، نثار احمد صمد

  7. Karzai and his brothers are terrorisyts, they terrorized Kandahar and Afghanistan. They are muderer of Journalists and all Pashtun doctors, enginers, teachers and elderly. Who vote for this mafia family, is not Afghan.

  8. تر ټولو دمخه بايد دا ووايم چې زه د هيڅ چا پلوې نه
    کومه دغيرمسلکي سياست مدا رانو نه خسته شوې اوډيرمې بد هم راځي دکوم ځايه چې
    معلوميږي برحال بی کفايته، ناپوه اداره تل دخپل دجهالت په دونياکې سرتر پايه غرقدي
    نه په ازادي د بيان پوهيږي نه د بشر په حقوق نه د قانون او نه د قانون په پياده
    کولو باندې نه په حکومت او نه دحکومت کولو په طريقه ٠

    په حکومتونو کې حکومت داري ځانته طريقه ،اخلاق او
    پوهه اوسياست غواړي جرم تر جرم فرق کوي دا چې نن مې په نيټ کې ديو ډير پياوړی او
    زمونږ د ورسته پاتی ټولنۍ يو ډير پوه اديب په بیرحمانه توګه وهل په عام په مظهر
    وليد زما د ژورخفګان سبب وګرځيد ه .

     دتاسف ځاې دی چې زمونږ ليډران د انګريزانو پر
    اوږو سپاره  اوفغانستان ته د قدرت د دوام او اشغال د پاره راځي او بيا ځانونه
    داسی چوکې پوری ونښلوي چې ترڅو دافغانانو وينې سيلابونو غوندې توې نکړي دچوکۍ نه نه
    پاڅيږي .

    په همدې حکومت کې زمونږد وطن ډاکټران او انجينران
    تکړه تکړه کدرونه دياړي ته اړ شوي دي روزي نلري دياړي هم نه پيدا کيږي پردي
    ملکونوته د مزدورۍ په موخه ځي کلونه مسافر دي کرزی صاحب ستا په وخت کې ستا دقدرت او
    حاکميت په وخت کې زمونږ مظلوم ملت دپردي تجاوز ګرانو په بمباريو يو کې زمونږ ناويان
    ،ماشومان، سپين ږيري ،تورسرې په وينو ولړل شول تا کوم يودبشر دحقوق ميز ته کش او
    محاکمه کړلو؟؟

    ايادا ويني پوښتنې لري کنه په يو معذرت غوښتنه خوبشري
    جنايتونه نه نه بخښل کيږي او زه پوره باور لرمه چې ترټولو ښه د بشرپه حقوق پوهيږی
    دا هغه بشري جنايتونه دي چې يو وخت به ته ملت ته ځواب ورکوې .

     ته خو مسلمان وې ته خو مجاهد وې ته خو برحال
    دهيواد حاکمسياست مدار يې بلاخره ته خوجهان ديده سياست مدار يې په ازادي د بيان او
    دبشر په حقوق اهميت باندې پوهيږی دا دومره جنايت ،تيری ،ولی ستا په وخت کې کيږي ؟

    د ملت واکدار ي اوس هم ستا په لاس کې دی سترګې
    پرانيزه اودخپل هيواد ديومعيوب ځوان تکړه قلم وال حالت وګوره او بياد عدالت او
    قضاوت پر چوکۍ کينه او بيا د هغه چانه چې ددی حادثی باحيث ګرځيدلی پوښتنه وکړه چې
    په افغانستان کې ازادي د بيان څه ته وايي؟ او دا ځوان ولې داسې وهل شوې دی ؟

    زما د طن تاريخ د محمديار غوندی دقلم خاوندانو ته
    ضرورت لري چې قلم وال ،اديبان ،شاعران او ليکوالان د ژوندي اووسي تر څو د تيرشوي
    جنايتونو کارنامې او افساني راتلونکي نسلونو ته په خپلو ليکونوکې انتقالکړي په
    اخرکې داسې وايمه دهیواد وتلی او نامتو شاعر ،لیکوال اوژونالست ورورسره داسې
    ناځوانمردانه عمل غندمه خپل ګران ورور محمد يار ته داسی وايمه چې ته ترټولو غښتلی
    قوي قوت يي ، ته يي ځکه ډبولی يي چې د کار سړۍ يي له تانه ډيرويريږي او پوهيږي چې
    هرڅه ستا په لاس کې دی هغه متل دی چې وايي سل دی ومري خودسلوسردار دي نه مري تا وهي
    چې سل نور ځوانان ضيف کړي خو هغه د لايق صاحب شعر دی چې

    هغه ځوان چې دوطن په دردسوځيږي

    که سل ځله پرمخ لويږي پورته کيږي

    ماترې سل ځله قربان او صدقه کړې

    چې دمرګ په پوله ناست وي لاخوځيږي

    زه دخپل شاعرورورښاغلی محمديارلياقت ته داحترام په سترګه ګورمه دخپل شاعرورور په
    هکله عادلان قضاوت غواړمه
     

  9. زه د محمديار پر وهلو ډبلو خواشينى يم او افسوس هم کوم دا د کندهاريانو پر منځ کې خپله بې اتفاقي ده د کورنيو چارو او کلتور وزيران به خبر نه وي موږ بۀ سپکې سپورې پسې وايو دا يواځې او يواځې د کندهاريانو پر منځ کې قومي ستونزې دي چې د حل کولو دعا به يې وکړو او بس کرزيان او محمدياران بايد سره کښيني خپله ستونزه حل کړي نه دا چې دې خبرې ته نور نور رنګونه ورکوي بيا هم افسوس پر موږ پښتنو

  10. عجيبه ده!

    پسه سړى وداړئ؟

    د عصمت قانع خوله خو دي هم خداى په چا نه پسې كوي، يوه ورځ يې ويل ((د كندهار والي پسه دئ))، هغه وخت مود قانع پر دې تشبيه ډېر وخندل، ځكه توريالى ويسا له رنګه رښتيا هم پسه معلومېږي، چي اوس په كندهار كي په همدې نامه مشهور دى، خو نن يې ځكه پر پسه توب شكمن سوم چي د هيواد مشهور ليكوال، شاعر او ژورناليست عبدالاحمد محمديار يې داړلى دى، نو توريالى ويسا خو پسه نه، بلكي سپى دى.

  11. zma kar Zar lashte janee aasana kar
    haga de khdaee j pa kanada ke pa khpal aman ke laree
    za ee tula lekana taeedawam
    khoor de we hamdase nara khoor
    da mayobeno wahal da pashtano kar na daee

  12. سلامونه
    داټولو هیواد والواوبیاپه خاصه توګه مونږ پښتو خو دا منلی چی کند هارزمونږ د پاچا ها نو مرکز او د افتخاراتو سمبول دی مګر په ډیر تاسف سره په دی ورستیو کی له کند ه ها ر څخه داسی خبرونه اوریدل کیږی چی پښتانه لا څه چی د دی وطن هزاره اوتاجیکان هم پری شرمیږی لکه دمکتبونو سوځل د معلیمانو هلاله ول د باسواده ښځو وږل او د نجونو پر مخ تیزاب اچول .

    خو زه تر دا ټو لو دکرزی وبیغيرتی اداری ته حیران يم فکرو کړی چی دا واکمن څومره ناپوه او بي غیرته دی .
    دوی فکر کړی چی محمد ېار یو ګوډ سړی دی څوک یی څه پوښتنه کوی خو دا ناپوهان په دی نه پوهیګی چی مونږ پښتنو ته محمد يار دومره ارزښت لری چی دکرزی په ټوله فامیل یی نه ور کو .
    ا وپه کرزیانو که حامد جان ګرزی دير ګران وی نو بيا دی لاړسی کابل ته مارشال فهیم دی و وهی چی کرزی ته دتلويزيون د کمری مخ ته ښکنځل کوی او دی بی غیرته یی دځان معاون ټاکی

  13. وګران او زړه ته رانژدې محمدیارصاحب ؛
    سلامونه او نیکي هيلي درلیږم،

    هغه زور زیاتی چي دپردو په زور رسېدلو واکدارانو او دبشردوستۍ اوډیموکراسۍ تر پردې لاندي لوچګانو له خوا پرتاسو پښتو، فرهنګ,او وطن مینو باندی سوي په ژور خفګان کي واچولم٠

    نه پوهېږم چي دا کم ظرفه په کوم نامه و بولم , چي پرداسي چا يې لاس پورته کئ ، چي په خوار او ضعيف بدن ئې دخپلي ژبي او فرهنګ دپر مختيا لپاره شپه او ورځ پر ځان يوه کړې , او هغه خدمتونه ئې کړي چي ډير لږ دتکړه او روغ صحت څښتنان ځانونه ورته نيسي٠

    دګران کندهار و واکدارنو ته ;
    ديوه مظلوم او ضعيف سره دڅو مسلحو کسانو زور او زياتئ دکندهار او کندهاريتوب له شانه ليري کار دی. دا کړنه دنامردو ,ناځوانو او دهغو دبادارانو چي راباندي مسلط کړي ئې دي شیوه ده, نه د يوه پښتون افغان او متمدن انسان ٠

    په محمديار صاحب, او دهغه په څير نور پښتوپال او فرهنګپال هيواد مينو باندي دهر بااحساس افغان خوا بدېږي.

    دفکري بېلښت او اختلاف دحل لپاره خدای ج انسان دعقل په شرف
    نازولی دی نه په داسي بې نزاکتي او بې پروایي.

    په اخر کي و زړه ته راتېر محمد يار صاحب ته دلوی او مهربان څښتن له درباره روغ صحت کاميابه ژوند او خوشحالي غواړم.
    او تيري کونکو ته هدايت. په درنښت

  14. بې جاره بې ياره محمد ياره، ډير خواشينى سوم چي كله مي دا خبر تر لاسه كئ چيي يو سود كرايي دلالانو محمديار صاحب چي پر پښتو او ملت مين ان چي تر سر او مال ورته تير سوى دى، وټكاوه او ويې واهه، دا زموږ پر بې اتفاقي او كمزوري دلالت كوي داسي څوك چي زموږ پر سر ناست دى، پر موږ حكومت كوي يو بې سواده جاهل كس چي تر دې د مخه په امريكا كي د هوټل مزدور وو په اصل كي اوس دغلو,‏ دهشت ګرانو ‏,‏ قاچاقبرانو او سړي تښتوونكو مشر دى چي د كندهار امريشپوري ‏,‏ اغاماما يا احمدولي دى، كه والي راځي د ده په خوښه به راځي، ښاروال
    او رئيسان خو بيخي د ده سپي دي، كه هر ځاى كي هډوكي ور وغورځوي دا سپي هغه ځاى ته ځان رسوي ؛ نو كله چي دوى محمد يار صاحب په دې تورن كړى چي كمپاين چلوي او غير قانوني كار يې بولي، نو دا غير قانوني كار خو څو موده مخكي لاكرزيانو شروع كړى وو، داچي زه خبر يم يو ځل يې په جلال آباد كي غونډي جوړي كړې، د كرزي په ګته بيا ولاړه فراه ته، ورپسې د هلمند مشاعره يې هم په كمپاين بدله كړه، څلور ورځي مخكي د كندهار په خوشبخت سالون كي يې په سلګونو كسانو ته د بيت المال په پيسو ډوډۍ وركړه، د يوې مجمې په بدل كي ‏2‏ رايي او كله چي محمد يار او د هغه مجاني ملګرو د اشرف غني چي يو با استعداده پوه او د ولسمشرۍ قابل سړى دى، پيژندپاڼي وېشلې نو د كرزيانو د كرايې سپيانو لكه والي توريالي ويسا؛ ښاروال غلام حيدر حميدي ؛ د اطلاعاتو او كلتور ئيس عبدالمجيد بابي او داسي نورو دا چيري زغملاى سوه، چي پيسې به د مشاعرې كرزيانو را ايستلي
    وي او كمپاين به د اشرف غني احمد زي چلېږي، نو ځكه ټولو سپيانو و داړى؛ او د ټولو افغانانو مي دا هيله ده، دغه يو موقع ده چي د خپل ملت دفاع وكړي اوكه زور وي كه قلم وي، وه يې نه سپموي، كرزيان غواړي بيا واك تر لاسه كړي او خپل ظلمونه پر افغانانو وچلوي پام چي بيا خطا نسئ.

  15. دمحمد يارسره دکندهارښار دامنيتي کسانو لخوا چې کوم عمل شوي په کلکه دغندلو وړدي امنيتي کسان له قانون څخه ناخبره دي خپل مسولتي اومکلفيت نه پيژني اوله کوڅو څخه يي بي سواده اوبي تجربې کسان راټول کړي او توپک يي په لاس کې ورکړي اوبياپه دې قانون پلي کوي دمحمد يار صاحب سره دوي کولاي شول قانوني عمل وکړي اودپوليسو اودڅارنوالى له بررسي اوتحقيق وروسته ورته دمحکمې لخوا که يي کوم غيرقانوني عمل کړي وي نوهغه به ورته سزا ورکړې واي له محکمې پرته دوسلولرونکي لخوا ددغه شاه فرهنګيانو ،ژورنالستانو وهل ټکول به ګڼې ستونزې رامنځ ته کړي .

    هيله مو داده چې امنيتي لوړپوړي چارواکي خپل امنتي کسان خبر کړي اودخپل مسوليت او و اک په اندازه سره خپله دنده ترسره کړي اودغه شان شخصيتونوته سپکاوي ونه کړي.
    محمد يار ته وايم چې په هغه ژورناليستيکي ،مسلکي ،کلتوري اوټولنيزو چارو کې موږ درسره يو اودامنيتي کړۍ لخوا دغه عمل موږ ته دمنلو وړنه دي اوچارواکيو څخه غوښتنه کوو چې له سړغړونکيو سره دقانون له مخې رفتار وکړي .
    ستاسو دبرياليتوب په هيله
    ورور مو حاجي حبيب الرحمن ابراهيمي کابل

  16. پام كوه وار دې خطا نشي
    د ګلو لښته
    دې پر سر ولاړه يمه

    حميد بابا وايي:

    شپون غوبه ځكه سنګدله وبـــــاله
    چې
    روزګار كاندي له كاڼو د بيديا

    ګران يار، محمد يار- يار ته له هر څه وړاندې مباركي وايم، زه ډېر
    خوښ يم، چې زما دروند، خوږ او هوډيالى يار، محمد يار- يار هم د هغو ګوتشمېر ليكوالو
    او روښانفكرو سړيو په كتار كې حساب شو، چې نوم به يې تل په زرينو كرښو كښلى وي.

    زموږ په هېواد كې ډېر داسې ليكوال شته، چې د روښانفكرۍ او
    هېوادپالنې په چيغو او نارو يې وخت پر وخت د خلكو غوږونه خوړلي او دا بېچاره ولس يې
    تېر اېستلى، خو ډېر ژر ولس د دوى په مكر و فرېب او (فردوسيت) پوهېدلى او د خپلو
    زړونو له خانو يې اېستلي دي، په دې اړه به نور تفصيل ته اړتيا نه وي.

    ګران محمد ياره!

    ته مه خپه كېږه، ځكه ته په حقه يې، كله چې څوك زورور له چا سره
    سيالي نشي كولاى، له وهلو- ټكولو كار اخلي، ستا د ځوروونكيو فكر مافيايي او ټوپكي
    دى، هغه د يوګوسلاويانو خبره، (لېوه به پوستكى واړوي خو فكر نه اړوي).

    هغوى، چې ته يې وهلى يې د مافيايي ډلو نوكران دي، چې د نړۍ ډېرو
    شريفو(؟؟) انسانانو هم د دوى پر خلاف نارې ووهلې، خو هېڅ ګټه يې ونكړه.

    په هر ډول، له تاسې به هم ځان په يوه بخښنه خلاص كړي، ځكه په شرم
    هغه شرمېږي، چې شرم لري. پاتې شوه د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس خبره، نو د دوى خو
    ګناه نشته، يو ورور يې پيسې وهي او بل يې اتلان.

    زه د اطلاعاتو او فرهنګ له درانه وزيره په كلكه هيله كوم، چې د
    كندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته يو با كلتوره او وړ تن وروپېژني.

    د يار دردونه دې خداى ښه كړي، لوى څښتن جل جلاله دې يې تل اتل او
    د ولس د دښمنانو په مخ كې سر لوړى لري.

    پرون همځولو يادولې
    جانانه زه دې په
    صفت نه مړېدمه

    اسدالله دانش ساپى – د دانش خپرندويې ټولنې مشر

  17. توریاليه! بېغيرتي تر دې حده؟ شرم وکه د هغه خپل تعلیم څخه وشرمېږه! او موږ هم د چا څخه د شرم غوښتنه وکړه. دا واوری. توریالي په کاناډا کي اوس خلګو ته په ټليفون کي ويلي دی چي تاسي هورې د کاناډا حکومت ته ووایاست چي ماته معاش را حواله کړي. زما په فکر چي اوس دي لا جېبونه نه دي ډک سوي. وړونو دي ګمرک چور کی تا انجوګاني چورکړې. اوس د نو پر وهلو هم راواچول. هغه افغانان چي په کاناډا کي دي بايد ودې موضوع ته د هغه ځای په مطبوعاتو کي انعکاس ورکړي. افغان رساله بايد خپله ايماني وظيفه پرځای کړي. نثار احمد صمد صاحب بایدو ټورانټو سټار ته دا خبر په انګریزي ترجمه کړي څو هغه يې نشر کړی.

  18. د افغانستان اسلامي
    جمهوريت                                    
    جمهورى اسلامى افغانستان

    د اطلاعاتو او فرهنګ
    وزارت                                          
    وزارت اطلاعات و فرهنگ

    Ministry of Information and Culture

     د ويندوى دفتر
    نېټه  ١/ ٣/١٣٨٨
    مطبوعاتي اعلاميه

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د ځينو رسيدلو راپورونو له مخې، د بينوا د فرهنګي
    ټولنې مشر او د سفما د ساحوي زون د مرستيال شاعر او ليکوال عبدالاحمد محمديار
    سره  پرون په کندهار کې د ځينو  امنيتي کسانو له خوا  د انارګل د
    دوديزې  مشاعرې پر مهال  ناوړه سلوک شوئ دئ .

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کندهار ولايت د مقام او نورو اړونده مسوولو مقاماتو
    څخه غوښتنه کوي چې ددغه پيښې هر اړخيزه څيړنه وکړي . ترڅو د نوموړې  پيښې
    عوامل روښانه شي .

     د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت

    د ويندوى دفتر
     

  19. لمړى له ګران ملګري او خوږ ورور محمديار صاحب سره خپله خواخوږي وړاندي كوم له ده سره په دي بي ننګه او بي ناموسه رويه چې له ټولو اسلامې ،پښتني ،افغاني ، اودبشريت داصولوخلاف وه وشوه ډير خوابدي شوم ، اوداعمل دافغانيت پلورونكواو اسلام پلورونكويو ناځوانمردانه عمل په كلكه غندم او له ټولو ،اړوندو باصلاحيته ادارو هيله كوم چې دغو افغاني امريكايانواوپلورل شويو غلامانوته كلكه سزاوركړي خوګمان نه كوم .

    ګرانه وروره ،، دي نامردانو كرزيانو او پلورل شويو ته يو معيوب محمديار نه يې وهلي ، ځكه ټول فرهنګ يي وهلي او سپك كړيدي ،
    زما ګيله له دي دمشاعري له ګډون كونكو شاعرانوځخه دي چې دوي ولي مشاعري ته له دي نامردانه عمل سره سم دوام وركړي .

    لوي عيب دفرهنګيانو په منځ كي نفاق دي ، فكر كو م د دانار ګل په مشاعر كي ټولو درباري او كرزي تالي ځټو ګډون كړي كه داسې نه وي نوولي مشاعر ه ناكامه نه كړه .
    كرزيزم وښوده چې ځونه نامرده او ناتوانه ده ، ځووسله وال په يو معيوب اوكمزوري انسان پسې راليژي ، دښاغلي اشرف غني احمدزي په يو ه ورقه كاغذ پيژند پاڼۀ پسې ځو وسله وال راليږي ، نوكه دا اشرف غني خداي كاميابه كړ نو ددي تورمخو بۀ ځه حال وي ،
    هيوادوالو فرهنګيانو :

    داتاسوته يو پيام دي چې بايد په هره بنه يو شو كنه همداسې به يو په بل پسي وهل ټكول او شړل كيږو.

    دكرزيزم توره ځيره ملت ته رسواشوه اوكه په دي ټاكنو كي ځوك كرزي ته رايه وركوي نوهغه خوياپلورل شوي ګوډاګي دي يا دكرزيزم تالي ځتي دي ،
    دكرزي برياليتو ب دملت سپكاوي دي

    دكرزيزم برياليتوب دنامردانو بري دي چې پر يو معصوم او معيوب انسان هم دقدرت په خاطر رحم نه كوي
    هيوادوالو ،له دي بايد الهام واخلي كه بيامو كرزيزم كاميابه كړ نو هر ځوان سپين ږيري نراو ښځه بۀ مو همداسې په بي رحمي سره وهل كيږي اوبي عزته كيږي بۀ .

  20. دګران او درانه ملګر ي شا عر ليكوال او دپښتو دريښتني خدمت كونكې ،اوپښتون پال ،ښاغلي محمد يار سره ، ددي نامردانه اوناځوانمردانه عمل كيدل په كلكه غندم او داكرزيزم ته دشرم خبره بولم چې پريو ه بي وسه انسان باندي لاس پورته كوي ،له ګران محمد يار سره خپله خواخوږي او همدردي ځرګنده وم ،
    ** ګرانه ته تنها نه يې ستا ترشا ټول ريښتني فرهنګيان ولاړدي ټول ملت ولاړ دي ، خداي اوداملت به دي خونوخوارو دامريكا تالي ځټو ځنځيري ګوډاګيانوته خپله سزا وركړي ،
    پرمحمديار نامردانه بريد دكرزيزم دكمزوري په ډاګه كول دي ،
    وګوري دنړيوالي مافيا مشران ، دكابل واكمنا ن دنړيوال ښكيلاك غلامان دونه كمزوري شويد ي چې په يو بي پښو پرلګړو ولاړ انسان باندي بريد كوي اوله هغه خطرونه احساسو ي ،ترينه ويريږي ،

    – دكرزيزم دظلم و حشت او بربريت ماڼي په لړ زه ده ،
    پر محمد يار بريد فر هنګيا نو ته يو پيام دي ،د افغانستا ن پر هنګ ته سپكاوي دي ، ټول شاعران ليكولان بايد په كلكه ددي عمل غندنه وكړي او ددي عاملين رسوا اودقانون منګولوته وسپاري ،.
    فرهنګيان بايد پر فرهنګ دبريدله زغملولاس واخلي بلكي په وړاندي په كلكه ودريږي .
    دفرهنګيانو زغمل ګوډاګيانوته ګران كاردي نوبايد چې فرهنګيان ديوالي لاسونه وركړي ، بي له يوالي برياليتوب نشته
    له لويه خدايه ج وګران ملګري محمد يارته عا جله روغتيا غواړم ، دحوصلي لوړوالي ورته غواړم . يو ځل بيا خپله خواخوږي ورسره ځرګنده وم

  21. زه د محمد یار صاحب په وهلو دیر خواشنی یم دیر افسوس کوم — زره می دیر دک دی نور چه نه وایم او بس

  22. ټاکل سوې چې په کندهارکې دنامعلووسله والوله لوري داشرف غني احمدي زي دسياسي کمپيان دچلونکې عبدالاحمدمحمدياردتيري ورځي دپېښي په اړه په يوه خبري ناسته کې ولايتي چاروکې خپل دريځ څرګندګړي

  23. اصلاح انلاين په خپل وار د چارواو لخوا د يو ژورناليست او ليکوال سپکاوی او ډبونه په کلکه غندي.
    دا لومړی ځل نه دی چې په کندهار کې توپک د بيان د ازادۍ پر ستونې پښه ږدي. مخکې ځوانيمرګ جاوېد جوجو هم ناځوانو توپکوالو وواژه.
    د کابل چارواکي بايد د خبريالانو او ليکوالانو له حقونو څخه په کلکه دفاع وکړي.
    د افسوس ځای دی چې د کندهار والي چې په بهر کې روزل شوی هم دی او د غربي تهذيب مريی هم دی، خو د همدې تهذيب د رسنيو او د رسنيو د خاوندانو د احترام اصل ته درناوی نه کوي.
    http://www.EslahOnline.net

  24. درنو لوستونکو!
    له ګران او زړور محمديار سره د ژوري خواخوږۍ د څرګندولو تر څنګ غواړم خپل يو نظر-چي اصلاً اندېښنه بلل کېداى سي- درسره شريک کړم! هغه دا چي نن-سبا د کرزي د منافقو، قاچاقبرو، مافياپرستو، لنډه غرو، لوفرو، غلامو، کوتاه فکرو، مغرورو او په پاى کي نامسلمانو طرفدارانو او همدارنګه يو څو بې طرفه او د افغانانو په درد درمنو هيوادوالو په منځ کي دا فکري هيولا واکمنه ده چي ګواکي کرزى يې بيا ګټي. د دوى په اند که ايمانداره او د عامه وژنو پر ضد ولس هر څه تلاښ وکړي د کرزي هغه واک نسي چپه کولاى چي د شاه شجاع او کارمل ريکارډونه يې مات کړي دي، ځکه تر شا يې د امريکا تورکونې اداره ولاړه ده او هم يې سورکوني اروپايان ملاتړي دي.

    د دوى دغه ادعا تر يو ځايه سمه ده ځکه همدا کرزى-چي موږ په لومړيو کي ورته خوشحاله و او د ده په مداريتوب خطاوتلي وو- خو په لومړي سر کي يې هم د يوه بل وړ کانديد يعني ستار سيرت څخه دوې د يوولسو رايو په مقابل کي ګټلې وه او دى خو د هماغه پيل څخه لا په لنډغرتوب او د خپلو بادارانو د خوا څخه راغلى دى.
    ښايي کوم څوک ووايي چي د مشر او زعيم دپاره دغسي سپک او توهين آمېزه توري ناروا دي، هغوى ته زما جواب دا دى چي موږ هم يو وخت تېروتلي وو او دى(کرزى) مو خپل مشر باله او په داسي سترګه مو ورته کتل چي هم د واک اهليت او هم تقوا لري، خو اخير مو سر خلاص سو چي دا خو کوږ نه دى لوټه ده! مازي يې راوهلې ده او د خپلو بې مغزه، ناسنجول سوو، سرسري او تر عاميانه سطحي لا ټيټو ويناګانو مو غولوي نور هيڅ شى نسته، نه د ولس، نه د هيواد او نه هم د خداى و د رسول او قرآن په کيسه دى يوازي غواړي د خپل بې وجدانه ورور احمدولي کرزي په خرتوبۍ خپل تور کارونه مخته بوزي، چي ښه بېلګه يې په وجود کمزوري محمديار جان ډبونه ده. اخير مي دا ويل غوښتل چي که رښتيا هم موږ اصيل افغانان-نه هغه کسان چي يا يې د پيسو په خاطر کرزى خوښ دى، يا يې په وطن کي د ده د لنډغر حکومت په له منځه تلو ټېک نه کيږي، يا قاچاقبران دي، يا سړي وژونکي دي، يا غلام طبيعته دي او يا هم د خپلي خسرګنۍ د پوپلزيتوب يا څه ناڅه خپلوۍ پر موږي تړلي دي- نسو کولاى چي اشرف غني يا هم کوم بل مدبر او وړ کس کاميابه کړو، نو راځئ چي د طالب جنګياليو ملاتړ وکړو، ځکه هم د هغوى په منځ کي داسي کسان سته چي د پخوانيو تحريکي طالبانو سره زيات توپير لري او هم دومره وس او غيرت ورسره سته چي د کرزي سوټه ماري ختمه کړي، په اهليت کي خو وار د واره لا معلومه ده چي حتى ملا محمدعمر اخند-چي يو بې سواده سړى و- پر دې کرزي لعنتي لوړه سياسي پوهه لري.

  25. ګران محمد يار ته د روهي وېب پاڼې د ډاډ ګېرنې پيغام

    په ډېرې خواشينۍ سره خبر شو، چې د فرهنګ په نامه يوشمېر زورواکو او د کرزي دپاچاهۍ وارخطا باډيګارډانو او دعوېدارانو زموږد افغاني فرهنګ نازولی ، زړه سواند ، نه ستړی کېدونکی او ډېر باهمته لاروی، ليکوال ،شاعر او فرهنګيال عبدالاحمدمحمديار د سپکولو او وېرولوهڅه کړې.

    روهي وېب پاڼه د دې تر څنګ چې خپل زړور او باهمته فرهنګيالي ښاغلي محمد يار ته د زړه له کومې ډاډګېرنه ورکوي او خپل د خپګان او تأثر ژور مراتب ورسره شريکوي، د سياست اوکلتور په نامه ټولو هغو زورواکو ته وايي: که تاسو فکر کویء چې د سترګو په برګولو به زموږ ګران محمد يار ووېرویء او يا يې د فرهنګيانو تر منځ خوار کړیء ، نو دا ګومان مو ډېر غلط او ناسم دی.

    لومړی داچې محمديار د وېرې سړی نه دی ، دويم داچې له دې سره د محمديار محبوبيت په ټولوافغاني ملي اوفرهنګي کړيو کې تر پخوا لازيات شوی او درېيم داچې يو ځل بيا د کرزي د پاچاهۍ د باډيګارډانو غير ملي او فرهنګي ضدڅېره ټولو ته ښکاره شوه.

    روهي وېب پاڼه ګران محمد يار ته ډاډ ورکوي ،چې ستاقدربه په افغان فرهنګيانو کې نور هم زياتيږي اوټولې افغاني ملي او فرهنګي کړۍ ستا ترشا ولاړې دي.

    موږ په دې پيغام کې له حکومت او حکومتيانوڅخه ځکه کومه غوښتنه نه کوو، چې له بده مرغه په غوښتنه نه ارزي .خو دومره وايو چې که خپلو دغه ډول بې مسووليته او ناسنجول شويوکړنو ته دوام ورکړي ،لرې نه ده چې د فرهنګيانوله پراخ پاڅون سره به مخ شي.

    په درنښت

    د روهي وېب پاڼې اداره

  26. رښتیا هم غمجنه پيښه ده او په وړاندی یی چوپ پاتی نسو، موږ د زابل خبریالان هم د نورو افغانانو په څیر د افغانستان د تکړه فرهنګی شخصیت محمدیار صاحب سره دا ناوړه عمل په کلکه غندو او دا پر ټولو پښتنو خبریالانو او فرهنګیانو یو ظالمانه برید ګڼو، او له ټولو لیکوالانو او افغانانو څخه هیله من یو چی باید د محمدیار صاحب سره د سوی ظلم پوښتنه وکړی او همداسی چوپ پاته نسی ځکه که نن یی محمدیار صاحب ډبولی نو سبا ته موږ او تاسی یو هم نه پاتیږو، محترم محمدیارصاحب ته د عاجلی روغتیا او ظالمو چارواکو ته د ژر سزا په هیله .- فیضان – د زابل د ژورنالیستانو د اتحادیی مشر

  27. قدرمن ورور احسان صاحب سلامونه
    زه له خپل لوری د بېنوا فرهنګي ټولني او خپله ښاغلي محمد يار صاحب ته د دې پېښي تسليت وايم
    په رښتيا چي په دې پېښه ډېر خوابدی شوم .
    الله دي محمديار صاحب او د بېنوا ټولني او نورو تکړه فرهنګپالو او ژورنالستانو ته توفيق او صبر ورکړي چي ددغسي تنګ نظرو او بنيادګرو پر وړاندي مبارزه وکړي .
    آباد اوسئ

  28. سلام!
    محمد يار صاحب موږ ستا سره يو !

    لم داره پسه ويسا چي و کاناډيانو ته به د چاپلوسی او مزدوری د برکته د کندهار د ولاېت پر چوکۍ کښېنول سوی وي، خو اوس دادی د و طنپلوره شاشجاعه کرزيانو د قاچاقبرانو کورنۍ په ډالری واک سره د ولس پر رښتينو بچيانو باندي سترګي رډه وي او د پردو په ډنډو خپل د ګوډاګيتوب زور ښکاره کوي .

    دغه پنډوس والي ويسا که څوک د پسو ګنج ته کش کړي او دپسو په ډله کی يې و خرڅلاو ته واچوي نو هغه به د خپل لم د برکته ژر خرڅ او حلال کړای سي ! خو بل څه کرامات به و نه لری .!
    لعنت د خدای دي پرداسي کمظرف انسانانو وي !
    ويسا، ستا په امر چي د محمد یار صاحب په وړاندي کومه ناپښتونولي وسوه نو شرم دي پر تا او ستا پر نا پښتونه بانډ باندي وي !!

  29. د نړۍ اونيزې د خواشينۍ او غندنې پيغام
    د محمد يار او د هغه د ملګرو توهين او سپکاوى په کلکه غندو

    له رسنيو مو واورېدل چې د نننۍ ديموکراتې(!) ، انسانپالې(!) او ارزښتپالې (!) يو
    وېشتمې پېړۍ په ترڅ کې د افغاني او پښتني ارزښتونو کلک زړى مېن، ليکوال، شاعر او د
    بېنوا فرهنګي ټولنې وياړمن او پتمن مشر ښاغلى عبدالاحمد محمديار د مېړني کندهار په
    غېږ کې د يو شمېر هېواد ضدو، انسان ضدو او اسلام ضدو دولت پلوو جنايتکارو لخوا تر
    وهلو ټکولو لاندې نيول شوى.

    له ننګرهاره خپرېدونکې نړۍ اونيزه پر واقعيت مېني قلموال ښاغلي محمد يار او ملګرو
    يې د دغو حيوان صفتو انسانانو جبر، زياتى او ظلم په کلکه غندي، پرې د زړه له تله
    خواشيني ښيي، او د داسې ناوړه او ناقانونه چارو دوام د تش په نوم افغان دموکرات
    دولت د انسان ضدۍ يوه څرګنده بېلګه ګڼي.

    نړۍ اونيزه له ټولو قلموالو، هېوادوالو او انديالو غواړي چې ددې ناوړه چارې رامنځته
    کوونکو ته د سزا غوښتلو ترڅنګ دې د داسې چارو د مخنيوي په موخه يو ګډ دريځ او سنګر
    رامنځته کړي.

    نړۍ اونيزه د خپلو ټولو ملګرو، ملاتړو قلموالو او مينه والو په استازولۍ يو ځل بيا
    د دې پېښې د کلکې غندنې ترڅنګ ښاغلي محمد يار سره د دې پېښې په غم کې ځان شريک بولي
    او هيله لري چې د داسې خنډونو په هېرولو خپله پيل کړې سپېڅلې مبارزه وپالي.

    مړه دي وي د انساني، بياني او افغاني خپلواکيو مخالفين

    ژوندي دې وي، افغان ولس او رېښتيني پښتني قلموال

    د يوه سوکاله او پردو پالو له منګولو خلاص افغانستان په هيله

    د نړۍ اونيزې اداره—ننګرهار

    — ————————————————————————————————————————————-






    New Page 1

    دستر اوذولجلال ذات په نامه
    په افغانستان کي د بېنواد فرهنګي ټولني د مشر عبدالاحمد محمديار د توهین او
    سپکاوې له پاره چې د قندهار د والي او دهغې ولایت د مزدورو او پلورل شوو
    مسؤلینو له اړخه کوم دشرم نه ډک عمل تر سره شوې دا یواځې د هغه پر خلاف
    نه بلکه د ټولې فرهنګي او روڼ اندې ټولنې پرخلاف ډیر شجیعانه کړچار دې
    چې په ډیرو کلکو ټکو یې غندو او د خپل دورند ورور عبدالاحمد محمدیار او
    د بینوا د فرهنګې ټولنې سره په دې هکله خپله د زړه له کومي خواخوږي څرګندوو .
    زمونږ د هیواد یوه ستره غمیزه داده چې هلته نه د ازاد صحافت او لیکوالۍ
    اجازه شته او نه داسې روڼ اندو ته ، چې دهیواد په غمیزه خپله د زړه خواله
    لیکې او غواړې خپل هیوادوال د مفسدو ، پلورل شوو ، رشتوت خورو او مزدورو
    عناصرو د کړنو اواعمالو څځه خبر کړي ، د کار کولو فرصت ورکول کیږی .هغوې تل
    د همداسې دښمنانه عمل سره مخ کیږي . په هیواد کې نه څوک دا جرأت کولې شي
    چې د مزدورانو د خوښې پرته څه ولیکي ، اوکه څوک د محمدیار په څیر دا جرأ ت
    وکړی نو بیا یې په دغه ډول برخه لیک اخته کوي .
    د هیواد همداسې یو شمیر باتور و زامنو په دې لاره کې خپل ژوند هم له لاسه
    ورکړ او زمونږ د راتلونکې کوول له پاره یې دخپلو پاکو وینو په تویولو سره
    یو ځلانده مشال روښانه پریښې.
    مونږ ټولو هغه باتورو،روڼ اندو لیکوالانو ځوانانو ته ،چې همدا اوس د اشغال
    لاندې هیواد کې داشغالګرو ځواکونو او د هغوې د مزدورانو د کړچار په را
    برسیره کولو کې هیڅ موقع اوفرصت له لاسه نه ورکوي او د ټولو احتمالي
    خطرونو او تهدیدونو په مقابل کې یې خپلې سینې سپر کړي ډاډ ورکوو چې را
    تلونکې نسل به ستاسې په لیکنو فخر کوی او ستاسې کړچار به د تاریخ په پاڼو
    کې په طلایې ټکو و لیکې .
    په درنښت
    قریب الرحمن سعید
    دحزب اسلامي پخوانې ویاند او
    دافغان خبري اژانس پخوانې رئیس
    —————————————————————————————————————————————
    کندهارکې دعبد الاحمد محمد يار وهل غندو .

    په کندهارکې د دولتي چارواکو له خوا عبد الاحمد محمد يار وهل دغندنې عمل دې .دا، چې
    د کندهار د اطلاعاتو کلتور رييس او ښاروال دملي امنيت په مرسته نامتو ليکوال
    ژرنالست محمديار په بې رحمانه تو گه وهلې دټولو ملي او اسلامي اصولو څخه سر غړونه
    ده .
    دساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز له خوا
    —————————————————————————————————————————————
    محمد عارف همدرد
    افغان ادبي ټولنې د عبد الاحمدمحمد يار وهل وغانده .
    په پېښور کې افغان ادبي ټولنې په يوې خبر پاڼه کې په کندهار کې د محمد يار
    وهل ، چې د کندهار د دولتي چارواکو له خوا په داسې حا ل کې وهلې، چې نوموړى دکندهار
    چارواکو او ديو شمېر ځوانانو تر منځ د اخو ډب د له منځه وړلو هلې ځلې کولې افغان
    ادبي ټولنه دغه عمل غندي او د پلټنې غوښتنه يې کوې .
    محمد عارف همدرد د افغان ادبي ټولنې اړيکوال
    —————————————————————————————————————————————
    فضل قادر انډيوال
    پل غلط په ځمکه مه ږده بې حسابه
    دلته دم او قدم واړه په حساب دي

    پل غلط په ځمکه مه ږده بې حسابه
    دلته دم او قدم واړه په حساب دي
    محمدياره !
    پرتا ،چې کومو درباري چاواکو لاس پورته کړې دا خامخا رنگ راوړي ، داسې څوک به
    راڅرگند شي ، چې پوښتنه يې وکړي که نن پر تا درې څلورو درباري چارواکو رڼا ورځ
    تياره کړه خو سبابه په دوى دا رڼا ورځ تيار ه کاندي . همت او حوصيله له لاسه مه
    ورکوه . کوز و بر پښتانه دې تر شاه کلک ولاړ دي . دا ، چې يو پښتون پر بل پښتون لاس
    پورته کوي سړى حيران شي ، چې اخر گناه يې څه ده خو سړى بيا په دې زړه ډاډه کړي ، چې
    لاس پورته کوونکې درباري دې او پر چا ، چې لاس پورته کيږي هغه بې وسلې او بې وسه
    فرهنگپال دې او نوره هيڅ گناه نه لري .
    فضل قادر انډيوال
    دپښتون پوسټ د ورځپاڼې د خبري څانگې مشر پېښور پښتونخوا .

  30. لمړی خپل سلامونه و ګرانو کندهاریانو ته وایم : خصوص محمدیار صاحب ته !
    پسله سلامه! باید ووایم چه دا ډیر د شرم ځای دی چه یو کندهاری بل کندهاری وهی او ټکوی زه ډیر خواشینی یم او کله چه په دی پیښه خبر سوم نو د ځان سره می وژړل .
    نو داباید ووایم چه که هر چا دا کار کړی وی نو ورته د بی رحمه او ناځوانه لقب ورکوم او بل هم دا چه ( اغا ماما ) نه ( ظالم ماما ) چه غواړی د کندهاریانو پاکه وینه توی کړی لعنت دی وی پر داسی کندهاری !
    او په آ خیر کی ښاغلی ( محمدیار صاحب ) ته د زړه صبر غواړم ……..

  31. زه پخپل وار دزابل دیو جوان په صفت هغه عمل غندمه چی په کندهار کی دیوی مظلومی اجتماعی او فرهنگی تولنی با احساسه مشر او با غیرته جوان محمد یار صاحب چی د سپکاوی په دول وهل شوی وو زه دا وهل یوازی دمحمد یار صاحب لپاره سپکاوی نه بولم بلکه داد تولو پشتنو لپاره سپکاوی بولم او دا د هغه با احساسه جوانانو لپاره سپکاوی دی چی د خپل وطن درد نشی برداشولی نو زه هم دغه عمل غندم او ددولت دلور پورو چارواکوچخه هیله کوم چی دمحمد یار صاحب هغه مجرمونوته سزا ور کری

  32. و توريالي ويسا د کاناډايانو و جاسوس، د سرکښه او انګرېز شکنه کندهار والي ته !

    زموږ کنداری کرزی چي قاچاقبر، مزدور، شاشجاع او د جنګسالارانو جنايت کارانو ملګری سو نوکرزيانو تاسو يې ښه په ټينګه واوری !
    او تورياليه ويسا د کاناډا د ډنډه پنج په زور والی سوې اوزګړې، قوچه، پسه ، ته هم ښه غوږ سه او ستا مافيايي ډله دي هم ښه غوږ سي، موږ کنداريان تاسو خپل نه ګڼو، تاسو خائینان ياست، تاسو قاچاقبران ياست ، تاسو پنج عيب شرعيان د پردو ګوډاګيان ياست موږ تاسو ته رايه نه درکوو. موږ به يې اشرف غني ته څه کوې و هزاره بشردوست ته به هو وکړو خو تاسو چي پښتانه نه ياست او د جتانو کاروايي مو را شروع کړېده نو تو لعنت دي وي پر تاسو !
    مخ مو پرته سه !
    اوباما که پر تاسو د جنایت کاره بوش په خاطر حساب کوي او خپله ورځ در باندي سبا کوي نو د دهغه دي هم په دې خاطر مخ پرته سی ، په تاسو دوسانو يې والله که شل کړي! . ستاسو په مرداره کونه کي به هغه هم داسي څه و نه مومي چي د خولې خوند يې ورباندي ښه شي !!

  33. په یوه رسمي مجلس کي د کندهار پر فرهنګیانو باندي برید د بې فرهنګۍ، بې سوادۍ، او خرتوب څرګند علایم ګڼم. د کندهار د چارواکو دا عمل په کلکه غندم. د کندهار ښاروال خو له ازله موشه خر وو، او د کرزي د غوجل د یوه خړوړي سپي خاصیت او دنده لری. د کرزي له بده شامته پر کندهار باندی داسی خلکو حکومتونه وکړل چی زموږ د کلي خره هم ډېر باندی هوښیار وه. زموږ په سیمه کی یو متل دی چی وایی ( د خره یا ګوز وی یا لغته.) زما معززو کندهاریانو ته زما سپارښت دا دی چی د دې ځناور ښاروال ختمول پکار دي.

    بله خبره دا ده چی د کندهار پر فرهنګیانو باندی حمله یو څرګند سیاسی پیغام هم لری، او هغه دا چی د کرزي پر خلاف عمل کول، بد عواقب لری. زه پدې عقیده یم چي په راتلونکو انتخاباتو کی به د کرزی دغوجل ډانګیان سخت فعاله سی. همدا اوس، په کندهار کی کرزی وړونه یوه ترهېدلی گورم ته پاته کېږي. هغوی پوهېږی چی که چیری په راتلونکی انتخاباتو کی ناکامه سی، ضرور به د خلکو له انتقام او موجه قهر سره مخامخ سی. همدا وجه ده چی لکه وحشی ځناور هر ی خواته خوله اچوی. مګر حقیقت دا دی چی کرزي د کسیه بریو، غلا، او تالان د ختمېدو وخت را رسېدلی دی، او د حساب او کتاب وخت راتلونکی دی.

    مګر د کندهار د والی ښاغلی ویسا او د مطبوعاتو ریس ښاغلي بابي څخه د داسی یو کرغېړن عمل هیڅ تمه نوه. هغوی یو وخت د فرهنګ، علم، او قانون لاپي شاپي کولې. خو وایی چی (اوسې په خوی به د هغو سې.)

    په پای کی، زه د محمد یار او د هغه د یارانو څخه خپل ملاتړ اعلانوم، او د کندهار پر چارواکو د خدای لعنت وایم.

    واحد فقیری هاری – واشنگټن

  34. ګران او زړه ته راتېر محمد يار- ياره!
    د اوښتون كولتوري او خپرندويې ټولنې ،او د پكيتا مېشتو كولتورپالو لخوا ژوره خواشيني او غمشريكي ومنئ.
    ګرانه! منم چې په دې لږ ه او ډېره رنځوره سټه به دې د لنډغرو د روس پاتې كلاشينكوفوكونداغونو خوړلي وي، خو خوښ په دې يم چې ډېرو خلكو ته مو د خپلې ريښتونې خپلواكي او د لنډغرو د زورواكي هغه شكمنې اوازې ريښتيا ثابتې كړې، چې په دې وروستيو وختونو كې د ځينو كم لوستو او كليوالو په ذهنونو كې څرخېدې، راڅرخېدې.
    ګرانه! دا نه يواځې پر تاسو او د لوى كندهار پر كولتورپالو بريد دى، بلكې د هېواد پر ټولو خپلواكي غوښتونكو ولسونو او شخصيتونو او ډيموكراسي باندې ) ډيمممممممممممموك راتيك ( يرغل دى.
    پكتيا ميشتي كولتورپال او سيمه وال له كورنيو او بهرنيو حقوقي او بشري بنسټونو څخه په كلكه غوښتنه كوي چې د دې نه بښونكي تېري عاملين د ډيموكراسۍ مېز ته راكش كړي.

    يو بيت دى:

    ښايي غلامي يې هم د ژوند له بيې لوړه ده
    نه را وځي وچې ته د مړو اوبو كبان دي

  35. زما سلامونه او احترامات دې ټولو تبصره کونکو او د لراوبر د ویب پاڼی
    معززو چلونکو ته ورسیږی . یو قدرمن ورور ( جانان ) په خپله تبصره کی زما څخه هیله
    کړې وه چی باید ټورنټوسټار اخبار ته یو لنډ راپور ولیکم تر څو هغوی یې خپور کړی .
    ما د ښاغلي جانان د خواهش مطابق دا کار وکړ خو خدای دې وکړی چی هغوی یې چاپ کړی مګر
    زه به یې بیا هم تعقیب کړم .هغه متن دا دی :


    Journalist, Writer Beaten


    Head
    of the Benawa Cultural Society, Abdul Ahad Mohammad Yar have beaten by armed
    gunmen of the intelligence agency in southern province of Kandahar, Thursday
    according to local media.

    MohammadYar was attending poetry meeting and was trying to distribute some
    papers in favor of the presidential candidate , Dr. Ashraf Ghani , when some
    secret police with local dress arrived and beaten him up abused him verbally as
    well, in front of the participants.

    Mr. Yar also contributes to some local and regional news agencies and media.
    He is a prominent journalist, poet and writer. Mr. Yar has been serving as field
    zone secretary of SAFMA, the South Asia Free Media Association, based in
    southern province of Kandahar.

    The gunmen prevented him taking part in the meeting , then attacked him while
    national police officers seen the incident, but did not interfere.

    Mr. Yar as a maimed person has been beaten by his walking sticks until breaking
    them into pieces and then kicked him on the spot.

    A doctor at local Mirwais hospital said that he sustained wounds on his face,
    hands, back and legs.

    Some participants told the Larawbar website that some provincial authorities,
    including the governor of Canadian citizen Mr. Toryalai Wessa, and president
    Hamid Karzai’s brother Ahmad Wali Karzai are involved in the incident, as they
    try to halt the presidential election’s campaign for other candidates rather
    than Hamid Karzai.

    Afghanistan’s Ministry of Information and Culture formerly issued a statement in
    which demanded investigation by the local authorities

    A large number of journalists, writers, poets and some cultural associations
    inside and outside Afghanistan raised their deep concern over the incident,
    while condemning it, they wanted an urgent enquiry by the government to the
    event.

    Attacking journalists in the recent years in Afghanistan particularly in the
    south has been dramatically increased.

  36. سلامونه ،
    امید لرم چي دا پوره ولولی
    په کندهار کي د انار ګل دودیزه مشاعره اؤ بکښي د شاعر سپکول دا دواړه د پښتنو سپکاوي وه .
    یو شاعر د حکومت مامورین سپک کړل بل بیا ځیني نامعلومو شاعر سپک کړئ .
    زه دداټولو څخه د دوئ د لیکنو سره تړلې پوښتني کوم.
    لمړۍ مونږ خو خپل مشران په تنقیدو سپکوو خو مونږ بل کوم مشر د بلي سمي داسپک کړئ دی ؟
    کرزي و خارجیانو ته وویل چي زه زمه واري اخلم چي په پښتنو باور وکه خو آیان مونږددا سړي باورسم ساتلی دی ؟؟
    بله پوښتنه داده چي کرزی چا کښېنوئ اؤ ولي دده خبره ومنل سي ؟؟
    آیاداسړی قوم بازدی؟؟ آيا مونږدقوم بازي څخه خپله خلاص سوي یو ؟؟
    مونږکه کرزی نه منو نو څوک منو؟؟ مونږ خپلواکي غواړو ؟؟ و هغه خپلواکي چي خپله به په کندهار کي امیرالمنکر بیا پاکستانی وي ؟؟ یعني د مري مریتوب (غلامي ) ؟؟ نه مونږ دنړیوالو سره دریږو ، نړیوال څوک دي ؟؟؟ دچين سره ؟؟ که دروسیې سره ؟؟ نه که دهوښیار دښمن سره ؟؟ د چاسره ؟؟؟
    په پښتو کي متل دی واي څوک دي په کلي کي نه پریږدي ته وایې خر د ملک کره وتړئ یا څوک دي په پیري کي شک لري او ته مریدان نیسې .
    مونږبه خداي ساتي د ډېرو دا داجواب دی خو خداي خوارۍکښه خلګ ساتي .
    ګرانوپښتنو وړونو اؤ ملالیانو پرتاسو ټولو داملت ګران دی دا و داهر یوه ته ډېره ښه روښانه ده ، خو آیاتاسو ټوله په وطن جوړولو پوهېږئ ؟؟ که یا دابایدویو څوپوهانو ته په لاس ورکړئ ؟؟ که ستاسو پوهان ناپوه دي نو یې مرسته وکړئ اوکه يې وغندئ ؟؟
    ملت یوازي اردو ساتلائ سي ؟؟؟ نو په اردو کي څو پښتانه ستا؟؟
    که تاسو دداپوښتنو جوابونه و مومل (پیدا) کړل نو به تاسو خپله مرسته او دملت مرسته وکړئ
    په پاي کي خداي دهغه قومو مرسته کوي چي خپل د (سردارنو /مشرانو/ عامرانو) پېژندنه کوي.
    نو خداي دي دپښتنو مرسته وکړي .

  37. سلامونه ،
    امید لرم چي دا پوره ولولی
    په کندهار کي د انار ګل دودیزه مشاعره اؤ بکښي د شاعر سپکول دا دواړه د پښتنو سپکاوي وه .
    یو شاعر د حکومت مامورین سپک کړل بل بیا ځیني نامعلومو شاعر سپک کړئ .
    زه دداټولو څخه د دوئ د لیکنو سره تړلې پوښتني کوم.
    لمړۍ مونږ خو خپل مشران په تنقیدو سپکوو خو مونږ بل کوم مشر د بلي سمي داسپک کړئ دی ؟
    کرزي و خارجیانو ته وویل چي زه زمه واري اخلم چي په پښتنو باور وکه خو آیان مونږددا سړي باورسم ساتلی دی ؟؟
    بله پوښتنه داده چي کرزی چا کښېنوئ اؤ ولي دده خبره ومنل سي ؟؟
    آیاداسړی قوم بازدی؟؟ آيا مونږدقوم بازي څخه خپله خلاص سوي یو ؟؟
    مونږکه کرزی نه منو نو څوک منو؟؟ مونږ خپلواکي غواړو ؟؟ و هغه خپلواکي چي خپله به په کندهار کي امیرالمنکر بیا پاکستانی وي ؟؟ یعني د مري مریتوب (غلامي ) ؟؟ نه مونږ دنړیوالو سره دریږو ، نړیوال څوک دي ؟؟؟ دچين سره ؟؟ که دروسیې سره ؟؟ نه که دهوښیار دښمن سره ؟؟ د چاسره ؟؟؟
    په پښتو کي متل دی واي څوک دي په کلي کي نه پریږدي ته وایې خر د ملک کره وتړئ یا څوک دي په پیري کي شک لري او ته مریدان نیسې .
    مونږبه خداي ساتي د ډېرو دا داجواب دی خو خداي خوارۍکښه خلګ ساتي .
    ګرانوپښتنو وړونو اؤ ملالیانو پرتاسو ټولو داملت ګران دی دا و داهر یوه ته ډېره ښه روښانه ده ، خو آیاتاسو ټوله په وطن جوړولو پوهېږئ ؟؟ که یا دابایدویو څوپوهانو ته په لاس ورکړئ ؟؟ که ستاسو پوهان ناپوه دي نو یې مرسته وکړئ اوکه يې وغندئ ؟؟
    ملت یوازي اردو ساتلائ سي ؟؟؟ نو په اردو کي څو پښتانه ستا؟؟
    که تاسو دداپوښتنو جوابونه و مومل (پیدا) کړل نو به تاسو خپله مرسته او دملت مرسته وکړئ
    په پاي کي خداي دهغه قومو مرسته کوي چي خپل د (سردارنو /مشرانو/ عامرانو) پېژندنه کوي.
    نو خداي دي دپښتنو مرسته وکړي .

  38. سلامونه ،
    امید لرم چي دا پوره ولولی
    په کندهار کي د انار ګل دودیزه مشاعره اؤ بکښي د شاعر سپکول دا دواړه د پښتنو سپکاوي وه .
    یو شاعر د حکومت مامورین سپک کړل بل بیا ځیني نامعلومو شاعر سپک کړئ .
    زه دداټولو څخه د دوئ د لیکنو سره تړلې پوښتني کوم.
    لمړۍ مونږ خو خپل مشران په تنقیدو سپکوو خو مونږ بل کوم مشر د بلي سمي داسپک کړئ دی ؟
    کرزي و خارجیانو ته وویل چي زه زمه واري اخلم چي په پښتنو باور وکه خو آیان مونږددا سړي باورسم ساتلی دی ؟؟
    بله پوښتنه داده چي کرزی چا کښېنوئ اؤ ولي دده خبره ومنل سي ؟؟
    آیاداسړی قوم بازدی؟؟ آيا مونږدقوم بازي څخه خپله خلاص سوي یو ؟؟
    مونږکه کرزی نه منو نو څوک منو؟؟ مونږ خپلواکي غواړو ؟؟ و هغه خپلواکي چي خپله به په کندهار کي امیرالمنکر بیا پاکستانی وي ؟؟ یعني د مري مریتوب (غلامي ) ؟؟ نه مونږ دنړیوالو سره دریږو ، نړیوال څوک دي ؟؟؟ دچين سره ؟؟ که دروسیې سره ؟؟ نه که دهوښیار دښمن سره ؟؟ د چاسره ؟؟؟
    په پښتو کي متل دی واي څوک دي په کلي کي نه پریږدي ته وایې خر د ملک کره وتړئ یا څوک دي په پیري کي شک لري او ته مریدان نیسې .
    مونږبه خداي ساتي د ډېرو دا داجواب دی خو خداي خوارۍکښه خلګ ساتي .
    ګرانوپښتنو وړونو اؤ ملالیانو پرتاسو ټولو داملت ګران دی دا و داهر یوه ته ډېره ښه روښانه ده ، خو آیاتاسو ټوله په وطن جوړولو پوهېږئ ؟؟ که یا دابایدویو څوپوهانو ته په لاس ورکړئ ؟؟ که ستاسو پوهان ناپوه دي نو یې مرسته وکړئ اوکه يې وغندئ ؟؟
    ملت یوازي اردو ساتلائ سي ؟؟؟ نو په اردو کي څو پښتانه ستا؟؟
    که تاسو دداپوښتنو جوابونه و مومل (پیدا) کړل نو به تاسو خپله مرسته او دملت مرسته وکړئ
    په پاي کي خداي دهغه قومو مرسته کوي چي خپل د (سردارنو /مشرانو/ عامرانو) پېژندنه کوي.
    نو خداي دي دپښتنو مرسته وکړي .

  39. Grano lwastonko aw gran Mohammad yar ta salam!
    Grano Ahmad wali Karzai aw de kandahar wali da der ghat jenayat karan aw de shumal de landa gharo de darwazo spi di, aw pokhpala karzai ham, loanat po doi.

    Tata de khudai hemat dar kri M.Yar saib.






  40. New Page 1

    درنو هېوادوالو!
    نن مې د پښتو برېښناپاڼو له پرانيستلو سره سم په يوه مېړني ځوان سترګې ولګېدلې، نو
    سمدلاسه مې د دغه ځوان په اړه ځانګړې شوې پاڼه پرانيسته، ومې لوستله او انځورونو ته
    مې په ځير وکتل، د دغه ځوان په سترګو کې مې د افغان ولس اوښکې و ليدلې او سرو سترګو
    يې د دغه با همته ځوان مېړانې ته نغوته کوله او له افغاني وياړه ډکه څېره برېښېدله.
    زه محمد يار له نږدې نه پېژنم او هېڅکله مې ورسره خبرې نه دي کړې، خو د دغه ګران
    ورور ليکنې مې په بېلابېلو برېښناپاڼو او د ښکلا په مجله کې لوستي دي، چې دافغان
    ولس ستونزې بيانوي او د ټولنيزو ناخوالو علتونه او تحليلونه رابرسېره کوي او خلکو
    ته يې روښانوي، لنډه دا چې محمد یار د افغاني ټولنې سترګې او هېنداره دئ.
    د ښاغلي محمد يار شعرونه مې په ځينو خپرونو کې اورېدلي دي، چې د افغاني غميزې
    بېلاپېلې برخي له ورايه په کې څرګندېږي، چې د هر افغان لپاره د کلتوري تندې د
    ماتېدو سبب ګرځي.
    ما د ښاغلي محمد يار په اړه ګومان کاوه، چې ډېر هوسا ژوند به لري، نو ځکه يې داسې
    يو ستر استعداد په ځان کې روزلی دئ، خو کله چې ما د لومړي ځل لپاره د لروينون پر
    پرده دغه ستر افغان ولېد، نو دوې لکڼې يې په تخرګ کې وي او پر پښو ګوډ ؤ، خو دا مې
    د افغاني ټولنې يو ستر وياړ وګاڼه چې دغه ځوان په معيوب ځان د ادب او څېړنيزو ليکنو
    څلي ته ځان رسولی دی او د افغاني ټولني سمبول ګرځېدلی دی، ما د دغه ځوان ليکنې
    لوستې، له شعرونو مې يې خوند اخيسته، خو تر ټولو غوره زما لپاره د دغه ستر انسان د
    ژوند بهير ؤ. ښاغلی محمد يار په پښتو ګوډ او په
    سترګو معيوب ، خو په زړه
    پاک او په اند روښانه شخصيت دئ.
    نن یا پرون له محمد ياره سره هغه څه تر سره شول، چې د دغه ستر شخصيت نوم يې په
    افغاني ټولنه کې د تاريخ نوې پاڼه وګرځوله او په نړيواله کچه به د آزادي د سمبول
    بڼه ونيسي، ځکه چې له دغه معصوم، معيوب او بې وزلي، مګر ستر انسان سره د نړيوال
    ځبرځواک ګوډاګيانو پنجه نرمه کړه، خو دغه له وياړه ډک ستر انسان زما لپاره او نورو
    هېوادوالو لپاره د افغاني مقاومت يو سمبول وګرځېد.
    ګرانه وروره محمد یاره! ستا د مور شودې پر تا حلالې دي، تا د مور په غېږ کې د
    هېوادپالنې او انسان پالنې لوست تر سره کړی او د مېړانې پۍ دې رودلي دي، زه له تا
    ليرې يم، مګر زړونه مو يو او بل ته نودې دي او زه به خپل ټول امکانات وکاروم، چې د
    دغه پېښې سپيان رسوا او خپله سزا وويني. موږ به هڅه وکړو چې د کاناډا، امريکا او
    اروپا له مسؤلو چارواکو سره د دغې پېښې د څېړنې یادون و کړو او حقوقي برخې به یې
    وڅېړو، ځکه چې دغه ديدو سپيان او د واک لېونيان په افغانستان کې مخ نه لري او
    انشاالله او تعالی چې د افغاني مقاومت په اور که به لاهو شي، خو په بهرنيو ملکونو
    کې هم د دوی دغه کړنې راجستر دي او نړيوالې محکمې ته به ستاسو پېښه هم وړاندې شی.

    زما هېواداوله، ګرانه وروه محمد ياره! زه لکه يو افغان ستا د سپکاوي په اړه ډير
    خواشينی يم، ځنګه چې مې مخکې یاده کړه، چې زه به خپل ټول امکانات وکاروم او له ټولو
    دوستانو به غوښتنه وکړم، چې ستا په ملاتړ غږ پورته کړي او ستاسو ننګه وکړي. په پای
    کې تاسو ته روغتيا له لويه خدايه غواړم او په پاک الله مو سپارم. ستاسو د بري په
    تمه. ډاکتر لمر

  41. tol Afghan wolas ta salam
    Mr karzai has surrendered pashtoons to northeren allaines he has sold the pashtoon degnity and honor.
    this is un acceptable.
    now the northeren allainces secret intelegence has started beatting pashtoon afghans poets.
    I strongly condmn beatting of M.yar this an attack on the Afghan nation this is against pashtoonwaliw the code of honor.
    M.yar is another hero in afghan history his name will be written in history of Loy Afghanistan.
    short live the governer of Kandahar
    short live depputy minster of da atlatoo aw koltoor raise of kandahar provine
    pa hewadanai mena.

  42. مونږ د پكتيا ټول مشران په محمد يار صاحب بريد په كلكه غندو.
    مونږ دا بريد نه يواځې د هيواد په فرهنګيانويوبريد بولو بلكې په ډاكټرصاحب اشرف غني او د هيواد په راتلونكو ټولټا كنو د بريد په سترګو ورته ګورو او دا دې دده سيالانو ته په ډاګه وي چه ان شاء الله ډير ژر به كرزى او ټلواله يې د ارګ د ميراثي ماڼۍ څخه را بهر شي !
    او قانون څارونكو قواوو څخه په كلكه غواړو چه دا مجرمين د هموې واكدار د پروني فرمان په رڼا كې محاكمه شي .

  43. مونږ د پكتيا ټول مشران په محمد يار صاحب بريد په كلكه غندو.
    مونږ دا بريد نه يواځې د هيواد په فرهنګيانويوبريد بولو بلكې په ډاكټرصاحب اشرف غني او د هيواد په راتلونكو ټولټا كنو د بريد په سترګو ورته ګورو او دا دې دده سيالانو ته په ډاګه وي چه ان شاء الله ډير ژر به كرزى او ټلواله يې د ارګ د ميراثي ماڼۍ څخه را بهر شي !
    او قانون څارونكو قواوو څخه په كلكه غواړو چه دا مجرمين د هموې واكدار د پروني فرمان په رڼا كې محاكمه شي .

  44. په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ چي د افغانستان او با الخصوص د كندهار وتلې فرهنګي څېره او د سفما منشي شاعر اوليكوال ښاغلى عبدالاحمد محمديار د كندهار ولايت مقام اړوند په منډيګك ماڼۍ كي د جوړي سوي انارګل مشاعرې څخه په زوره ايستل سوى او وهل سوى دى .
    د سپيني ادې ادبي اوکلتوري ټولنه دا كار يو غير قانوني او غير مسئولانه عمل ګڼي او په كلكه ئې غندي ځكه هيڅ څوك د وهلو ټكولو حق نه لري. همداراز د افغانستان له دولت په تېره بيا د اطلاعاتو او كلتور له وزير څخه غوښتنه كوي څو هغه كړۍ چي دا عمل ئې ترسره كړى او همداراز هغه كسان، چي په لمسون ئې دا كار ترسره سوى دى، په ګوته او بيا ئې تر قانوني څارني لاندي ونيسي.
    په درناوي

    د سپيني ادې ادبي اوکلتوري ټولنه
    هرات

  45. Iwill apologize to all my Afghan brothers and sisters, for been a little impolite ,because I just couldn't hold my anger.Althouhg I will never regret the names I called to American and Canadian puppets .

  46. Iwill apologize to all my Afghan brothers and sisters, for been a little impolite ,because I just couldn’t hold my anger.Althouhg I will never regret the names I called to American and Canadian puppets .

  47. we condemnd strongly this attck on dear mohammad yaar this attack is anti of afghani culture ….death on the governer of kandahar……….

  48. له دې وحشیانه عمل څخه دا څرګندیږي چې کرزیان دومره وارخطا شوي دي چې دخپل واک د دوام لپاره يي داډول جنایتونه هم پیل کړل. هغه کرزی چې د پښتنو پر سر له فهیم او د شمالي ټلوالی له جنایتکارانو سره معامله کولای شي داسې ډیر نور شرمونه به هم راواړوي. خو زه له ټولو رښتینو افغانانو هيله لرم چې داډول دجنایتکارانو ټلواله نور په خپلو رایو حمایه نکړي او یو بل بدیل درامنځته کولو لپاره هڅه وکړي. له کرزي باید دسړیتوب تمه نور ونه کړو بلکه که په بله دوره کې کامیاب شي نو حالت به نور هم خراب شي ځکه بیا به دفهیم په مخ کې خبرې هم نشي کولای.

  49. سلام!

    کندهار والي تريالی، کندهار ښاروال او ځينې نور کسان د هغې لړۍ کړيانې دي، چې کندهار ته يې قبايليزم راوستی دی او غواړي ټول کندهار ښاريان داسې تر خپل واک لاندې راولي لکه په ځينو هندي فلمونو کې چې يوه (وډېرا) يا د کلي مشر چې خپله يې زامن لوڼې او د کورنۍ ډېری غړي په لوړه کچه تعليافته وي خو په هيڅ ډول نه غواړي د کلي خلک دي يې هم زده کړې ته مخه کړي. ځکه که چېرې د سيمې خلک علم او پوه تر لاسه کړې دده راج ته زيان رسېږي.
    ښاروال او والي دواړه که څۀ هم په بهر کې يې ډېره موده وخت تېر کړی خو د قبايليت ذهنيت ورسره دی چې د ښاروال يا والي امر بايد پر ښاريانو باندې د مريانو په توګه عملي شي.
    ښاروال او توريالی که اوس دواړه پر لوړو پوسټونو مقرر شوي دي، دوی بايد دې ته پام وکړي چې دوی د خپل لايقت له مخې نه بلکې د شناخت او تعلق پر اساس مقرر شوي دي او کله چې يې د لوړ بادار راج پای ته ورسېږي دوی به يو ځل بيا د کاناډا په هوټلونو کې باروالي کوي.

    ګرانه تريالی جانه، که ښه کوې سر له اوسه لا په کاناډا کې خپله باروالي شروع کړه ځکه د لوی لالا تر راج وروسته نو معلومه نه ده چې ته او باروالي به سره پيدا کړئ کنه؟

  50. دهرات فرهنګیان :د محمد ياره وهنه په کلکه غندو – محمدنعیم افغان

    په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ چي د افغانستان او با الخصوص د كندهار وتلې فرهنګي څېره او د سفما منشي شاعر اوليكوال ښاغلى عبدالاحمد محمديار د كندهار ولايت مقام اړوند په منډيګك ماڼۍ كي د جوړي سوي انارګل مشاعرې څخه په زوره ايستل سوى او وهل سوى دى .
    د سپيني ادې ادبي اوکلتوري ټولنه دا كار يو غير قانوني او غير مسئولانه عمل ګڼي او په كلكه ئې غندي ځكه هيڅ څوك د وهلو ټكولو حق نه لري. همداراز د افغانستان له دولت په تېره بيا د اطلاعاتو او كلتور له وزير څخه غوښتنه كوي څو هغه كړۍ چي دا عمل ئې ترسره كړى او همداراز هغه كسان، چي په لمسون ئې دا كار ترسره سوى دى، په ګوته او بيا ئې تر قانوني څارني لاندي ونيسي.
    په درناوي

    د سپيني ادې ادبي اوکلتوري ټولنه
    هرات


    د ټوپک او قلم جنګ – محمداسمعيل يون

    تېره ورځ چې د کندهار په انارګل دودويزه مشاعره کې د ټوپکوالو له
    خوا د قلموالو پر وړاندې کوم چلند شوى، د هر فرهنګيال او فرهنګپال لپاره دردوونکي
    پېښه ده. دې او دېته ورته نورو پېښو يو ځل بيا ثابته کړه، چې زموږ په هېواد کې د
    قلموالو ژوند دهېواد په هېڅ سيمه، هېڅ ځاى او هېڅ مقام کې خوندي نه دى. دا پېښه که
    څه هم دردوونکې وه، خو دا يې څرګنده کړه، چې په هېواد کې قلم ددې وس پيدا کړى دى،
    چې د ټوپک پر وړاندې پاڅون وکړي. د دوو خواوو د منطق په تقابل کې، هره خوا چې
    کمزورې وي، ژر فزيکي عمل ته لاس اچوي، نو دې پېښې هم يو ځل بيا د قلم پر وړاندې د
    ټوپک او د قلموال پر وړاندې د ټوپکوال کمزوري وښوده. ددې خبرې يادول په کار دي، چې
    دا پېښه نه لومړنۍ ده او نه به وروستنۍ وي، نو زموږ قلموالوته په کار دي، چې د خپل
    هېواد د فرهنګي بهير او قلموالو د ژوند د خونديتوب لپاره يوه دقيقه ستراتيژي ولري.

    د لنډ مهالو او منځمهالو سياستوالو لاره جلا ده او د قلموالو دملت
    ليکه بېله ده، سياستوال به د خپلو لرې او نږدې ګټو د هماهنګۍ په حالت کې پر قلموالو
    يو څه ودردېږي، خو د ليکوال اوقلموال غم و درد ، خوښي او خوشالي له ليکوال او
    قلموال سره دي. د ليکوال ميراث ليکوال ته پاتې کېږي او د سياستوال څوکۍ او مقام
    سياستوال ته! زه په داسې حال کې، چې په کندهار کې د ټوپکوالو له خوا د قلموالو پر
    وړاندې شوى ناوړه چلند غندم، له ګران او قدرمن ورور عبدالاحمد محمديار او نورو
    قلموالو سره خپله خواخوږي څرګندوم، د محمديار جرئت ستايم او لکه د پخوا په شان د
    زياتو باجرئته فرهنګي هلو ځلو د دوام هيله ورته کوم. يتيم هسې هم پر ژړا پوخ دى،
    محمديار تر دې دمخه هم خپل ملي فرهنګ ته د خدمت په لاره کې، ډېر ټکرونه خوړلي او
    کېدى شي دا پېښه هم، وروستۍ پېښه نه وي، خو دا ډول پېښې د محمديار اود هغه د نورو
    قلموالو يارانو د جرئت او کار وزرونه نه شي تړلاى. زه يو ځل بيا د قلموالو د
    خونديتوب په اړه پر يوې دقيقې ستراتيژۍ ټينګار کوم، تر کومه ځايه، چې زما ځاني
    مسوليت او صلاحيت دى،تر وروستي بريده به له نورو ليکوالو سره يو ځاى، ددې پېښې د
    عاملينو د تعقيب لپاره هڅه کوم. د داسې ورځې د ليدو په ارمان يم، چې زموږ سياستوال
    د خپل ملي فرهنګ د بډاينې اود قلموالو دژوند د خونديتوب لپاره قرباني ورکړي، نه
    داچې د پخوا په څېر زموږ قلموال د سياستوالو د ايډيالوژيو او هدفونو قرباني شي. زما
    هيله ده، چې سياست دې د فرهنګ په خدمت کې وي، نه فرهنګ د سياست په خدمت کې.

    يوځل بيا د ټولو قلموالو د کار او ژوند د خونديتوب په هيله

    محمداسمعيل يون


    دګران یار محمد یار په غم کښي

    ګرانه یاره احمد یاره مونږ دی هم په درد دردمند او په غم
    غمجن شو خو مبارکی هم درته وایو مبارکی ځکه چی ستا نوم هم د نورو لیکوالواو په وطن
    او دین میننو کسانو په څیر د په تارخ کی په زرینو کرخو ولیکل شو په دی سپیره
    دموکراسی او دبیان د ازادی تش په نامه شعارونو کی د ریښتیا ویونکو ځای نشته ځکه چی
    دلته هر څه په شعار دی او د عمل لپاره ځای نشته دولتی چارواکی ددی پرځآی چی د
    ژورنالستانو ژوند خوندی کړی برعکس ژوند یی له خطر سره مخامخ کوی همدارنګه د ریښتیا
    ویلو په مقابل کی هغوی ته اخطارونه ورکوی نو ګرانه یاره موږ او تاسی باید خپلو موخو
    ته درسېدو لپاره له هېڅ ډول هڅو څخه ډډه ونه کړو اوخپله حوصله له لاسه ورنکړو که
    خدای راسره مل وو نو ددې زوره ورو خولې به هم یوه ورځ له خاوروورډکی کړو ددپېښې په
    یاد اوغم دسمیع الله تړون داشعر در ډالۍ کوم :

    پردي ځامن دهيچا نه خپلېږي _ لالادمرګ اجازه مه ورکوه

    زمابچوړي سوال ته مه کېنوه _ زما دمرګ اجازه مه ورکوه

    تابه له ټولوخلکو
    روسته وژني _ دچادمرګ اجازه مه ورکوه
    زما ځنګلې په باروتو سېزې _ زما په غردې
    زړه خوږېږي که نه

    مال مې دې لاړشي په بلا يي وله _ زما په سر دې زړه خوږېږي
    که نه
    ماشومان وږي له کورونوتښتي _ په مازيګردې زړه خوږيږي که نه

    دپارلمان وکيله ساه دې وځه _ ته دکرزي لالا سلام څه کوې
    ته له تودې
    بړستنې نه راوځې _ بړستن دې ېخه شه ارام څه کوې

    دادبمونوشوردې نه ويښوي _
    په خپله خاوره اوخپل قام څه کوې
    مشره وطن دې ټول سوری سوری کړ _ اوس رواجونه
    رنګ په رنګ راځي

    پردۍ لښکرې په ټوپکو سنبال _ په سوله نه راځي په جنګ راځي

    زمونږ په دين او وطن لوبې کوي_ ځکه مو وينې په غورځنګ راځي

    ددې کيسې
    درنه پوښتنه کوم _ دادروند لقب مارشال دې چاته ورکړ
    دملالۍ مزار جنډه نه لري _
    د ايوب توره ډال دې چاته ورکړ

    نور انسانان يي په بوټانو ولي _ دستر غازي
    مډال دې چاته ورکړ
    ديموکراسۍ له ژونده وويستلو _ خپلو بچو پسې پېرې کوو

    څومره دې ووژلو بس دی کنه _ همېشه غم دهديرې کوو
    داور لمبه دې درنه
    وګرځېږي _ مونږ افغانان درته ښېرې کوو

    لالا لالانه دې پوښتنه وکړه _
    افغانستان سره دې څه کارو
    که صليبي جګړه دې نه کوله _ دمسلمان سره دې څه کارو

    که اسامه په توره بوره کې و _ وزيريستان سره دې څه کارو
    داحمدشاه تاريخ
    دې نه دی لوستی _ تاسره قدر دامان نشته

    ته دميروېس نيکه له ذاته نه يي _
    تاکې غېرت تاکې ايمان نشته
    زرده رسوا به شې ذليله به شې _ په سر دې سيوری دقران
    نشته

    ته هم پوهېږې چې وطن تبا شو _ زه هم پوهېږم چې غلام يمه
    يوه جوړه
    جامې خوراکه راته _ لغړ راوتی له بګرام يمه

    پاچا صيب ګوته له ماشې لېرې کړه
    _ زه دې اولس يم زه دې قام يمه
    لږدبړستنې نه بهر راوځه _ چې داپه کومه ډرامه
    جنګ دی

    صليب ککرې غواړي وينې غواړي _ بيا په امت مسلمه جنګ دی
    بش خو يي
    ستړی کړ په کور کېناسته _ دابامه نوی تا زه جنګ دی

    ته وايي خوله پټه کړه
    غلی کېنه _ زه وايم غږ زما ازاد ښه دی
    زه وايم قام تبا شه ننګ تبا شه _ ته واېې
    دغسې برباد ښه دی
    بس ته پردوته ستړي مشي کوه _ مونږ سره فکر دجهاد ښه
    دی

    هدایت الله ساحل اومحمد فهیم عابد دکابل پوهنتون دژورنالیزم دپوهنځي زده
    کړیالان


    يا د حق خالقه ورته
    مات دواړه لاسونه کړه
    چا چي د ښکلا پر بينوا لاس پورته کړئ دۍ
    تندر سه
    اسمانه لکه ټکه پر راولويږه
    چا چي مي پر ،، يار ،، په بي پروا لاس پورته کړئ
    دۍ

    د يارانو د يار ستاينه کوم چي د کلتوري هڅو سره په خپل ناروغ وجود
    تر موږ په لمړي کتار کښي د ناخوالو سره لاس او ګريوان دۍ ٠
    کله چي مي خبر لوست
    تر سترګو مي اوښکي راغلې ، تر هغو چي مي د يارانو خواخوږۍ لوستې ، ورته ژړل مي ،
    ژړل مي ځکه چي د فرعونيانو د کبر او د يوه عاجز مسلمان تر منځ واټن راته معلوميده ،
    د خپل يار تصوير ته ګورم او وايم چي نه ؛ نه ؛ نور زما يار له ژبو زړو ته ننووت ،
    نور زما يار فولادي سو ، نور زما يار د اولس او کلتور د سر تاج سو ، کاشکي د ده پر
    ځای زه وای ؛
    ګرانه ياره ؛
    ستا پر وجود چي هر وارۍ سوۍ دۍ زما کړيکه له دی
    ځايه پورته سوی ده ، ستا وجود زما وجود دۍ ،
    کړيکه د ازار
    زړګي مي پورته له کوګل نه سول
    وبه کړنګوي د اسماني دروازو بند ځنځير
    نيسي به
    لمن د عرش مالک نه به قضا غواړي
    پورته به کړي دار ته دا نااهله او نادان خنځير

    حاجي امين باوري – لندن
    ———————————————————————————————————————

    له ناروې د اجمل اټک يوسفزي پيغام

    په ډېرې خواشينۍ سر ه خبر شوو چې د افغان فاسد او ترهګر
    دولت يو شمېر لوړ پوړ چارواکو ، د اناز ګل په دوديزه مشاعره کې په رسمي ډول ، ملنګ
    ، فقير او معيوبه شاعر او ليکوال ښاغلی محمديار په ډېرې بې رحمۍ سره وهلی او ځپلی
    دی٠

    ډېر د افسوس او تعجب ځای دی چې د ډيموکراسۍ او د وينا د خپلواکۍ د
    شعارونو او نعرو ،سورو سره سره بيا هم پخپله چارواکي د داسې يو ناوړه ، غير
    ډيموکراتيک او ترهګر عمل لامل کرځي!!!

    که څه هم د کوټليو نړۍ والو دلايلو او
    روانو ناروا سازشونو له مخې ښايي چې همدا د ناسور دانه (فاسده کابينه) يوځل
    بيا(خدای ج مه کړه ) ددې بېوزله ولس وچ هډوکي وشپېلۍ او وينې يې وزبيخي
    ٠

    يوه پخوانۍ کره خبره ده چې وايي : مړی چې خدای تعال شرموي نو پر تخته ترې
    ٠٠٠٠وباسي ، دا چې همدا فاسده اداره راتلوونکې ولسمشريزې ټاکنې ګټي او که يې بايلي،
    خو دا دې نه هېروي چې وايي لالا ځي او نښې پرېږدي ٠

    د همدې فاسدې ادارې په
    لس کلنه اوږده موده کې هغه څه وشول چې په ٥٠٠٠ کلن تاريخ کې نه ول ،
    شوي٠

    دغه ډول کړنې د هغو کړيو لړۍ دي چې په نړۍ واله کچه زموږ په خوار،بې
    ژبې ، بې کسه او بې مشره ولس تر سره کېږي ، بهرنيان به مو کلي او بانډې په ړندو
    بمباريو نړوي، ګاونډيان به مو ښوونځي او پوهنځي په بمونو الوځوي او کورني پرديپالي
    به مو د قلم او فکر خاوندان په سپينه ورځ په رسمي ډول تروروي٠

    موږ د پورتنۍ
    ناوړې پېښې د پلټنې په اړه د فاسدې ادارې له يو شمېر لوړپوړيو چارواکو هغو نه دومره
    هيله من نه يوو ،لکه څوهره مو چې پدې اړوند له ښاغلي خرم څخه هيلې کېږي، او هغه ځکه
    چې ښاغلي خرم لا د نورو ناروغو چارواکو په پرتله خپل ملي دريځ او صحت روغ ساتلی دی
    ، نو هيله ده چې ښاغلی خرم د خپل بې وسه ولس د ازموينې په دا وروستيو شېبو کې د
    منصب او چوکۍ ښکار نشي، بلکې د حق او مظلوم په پلوۍ د ليکوال،شاعر، ژورنالسټ او په
    ټوليز ډول د ټول ولس زړه خپل کړي٠

    اجمل اټک يوسفزی

    د خښي کولتوري
    ټولنې په استازيتوب

    ———————————————————————————————————————

    زړه ته رانژدې ياره،

    کله چي مي نن واورېدل چي زموږ
    په خپل هيواد، خپل ښار کي ستا سره داسي نامردانه چلن سوی دی، نو د زړه پر پرهانو مي
    يو بل پرهار ور اضافه سو.

    های های ! حيران يم چي د نکل پر کوم مقام وژاړم.
    پر دې وژاړم چي پر تا لاس پورته کېدی او د نيولو څوک يې نه و او که پر دې وژاړم چي
    افغانو ميندو داسي نامردان ږېږولي چي ستا غوندي قلم والا سره د توپک په زور خبري
    کوي.

    ګرانه ملګرې،

    ننۍ چپلاخه تا نه بلکه د هيواد ټولو فرهنګپالو
    خوړلې ده. ستا سره دغه غېر انساني چلن يو ځل بيا دغه حقيقت په ډاګه کړی چي په ګران
    هيواد کي د ظلم کاسې تر څنډو اوښتې دي. خدای خبر چي کوم وخت به موسی راځي او موږ به
    د دغو فرعونانو څخه خلاصوي.

    الله دي تاته ددغه تکليف او بې عدلۍ عوض په دې
    دنيا داسي درکړي، چي ډېر ژر د خپلو ارمانونو تعبير په يوه سمسور او آرام افغانستان
    کي ووينې.

    ستا په زخمونو خوږ

    احمدولي اڅکزی، المان

    ———————————————————————————————————————

    د عبدالحق عمری د خواشینی پیغام
    په ډیره خورا خواشينۍ
    سره می خبر ترلاسه کړ،د افغانستان استخباراتو بی غیرته کار کوونکو اود بی رحمنه او
    د امریکایانو سپیو له خو د بینوا فرهنګي ټولنې مشرګران محمد يار باندی حمله کړی ده
    ،زه ټولو افغانانو ته اعلان کوم راروان انتخاباتو کښی دی يو داسی روشنفکره تعلیم
    یافته غړی ته رایه ورکړی ،ستاسو او د افغانستان باندی رحم ولری او بی واکه وزیر خرم
    او د امریکایانو چمچا کندهار والی نه غوښتنه کوم محمد يار عملین دی ونیول شی قانون
    منګولو ته وسپاري
    عبدالحق عمری
    (افغان ژورنالست )
    ———————————————————————————————————————

     

     په بلجیم هیواد کښي
    دافغان کلتوری بهیرغبرګونلیک

    دانارګل دمشاعری پرمهال له له فرهنګیانو
    سره دکندهاردچارواکوچلنددبخښلووړنه دئ

    په ډیره خواشینئ مودرسنیوله لاری خبرترلاسه
    کړچه دنارنج ګل دمشاعرې په ترڅ کی دبېنوا دفرهنګی ټولنې مشر ګران محمدیار،
    اوفرهنګیان عزت الله امیداوغلام محمد حمیدی او یوتن فرهنګپال محصل دکندهار
    دچارواکولخوا، پدې چه ګواکې دښاغلی اشرف غنی احمدزی پیژندنپاڼې ئی ویشلی، وهل
    اوډبول شوی او آن تردې چه سپکې سپورې او ښکنځل هم ورته شویدی.

    دې پیښې رموږدکلتوری بهیردغړوزیاتې اندیښنې
    راپارولی چه لامله ئی لاندې څوټکی دغبرګون په توکه ترګرانوهیوادوالو،
    نړیوالواوچارواکوپوری رسوو:

    ۱ـ دانارګل دمشاعرې په ترڅ کی
    دکندهاردچارواکو لخوادبینوا دفرهنګی ټولنې دګران مشرښاغلی محمدیاراونورو
    فرهنګیانووهل ډبول اولدوی سره غیرافغانی، غیراخلاقی اوناځوانه چلند په کلکه غندو.حق
    خوداووچه پدغه کلتوری ورځ لږترلږه زموږپروطن مین فرهنګیان نازول شوی وای نه داچه لا
    نورئی هم لومړنی بشری حقونه ئی تر پښو لاندی شول.

    ۲ـ له ښاغلی حامدکرزی څخه په کلکه غوښتنه
    کوو ترڅوددی پیښې عاملین له دولتی دندوګوښه اودهغوی دبیله ځنډه محاکمی حکم صادرکړی
    که څه هم به په عاملینو کی دده دکورنئ او دده دټیم غړی شامل وی. او پدی توګه دې
    خوارملت ته ښکاره کړی چه قانون تر هرڅه، هرچا اوهردول اړیکو لوړدئ . که نه نوبیا نو
    پرتاسوښاغلی ولسمشر دقانون دساتندوی په توګه شکونه لا نورهم پراخیږی.

    ۳ـ ټولورسنیوته وړاندیزکووچه دیوی مودې
    لپاره دکندهارددولتی چارواکو هیڅ ډول خبرخپورنکړی اوددوی په هیڅ ډول غونډو کی برخه
    وانخلی.

    ۴ـ دغه ډول اوورته پېښوته په کتنه سره
    موږنړیوالوته خبرورکوو چه راتلونکی ټولټاکنې به په هیڅ ډول عادلانه اوشفافی نه وی
    اوښه به داوی چه ښاغلئ اوسنئ ولسمشرله خپلې نوماندئ څخه د ملت اونړیوالې ټولنې په
    ګټه تېرشی. ځکه اوسنئ اداره له یوی خوادالاپی اوباټې وهی چه اوس خو نوګواکې
    ددموکراسئ څوکلنه تجربه لری اودبیاټاکل کیدومستحقه ده، خودبلی خوا وینوچه دااداره
    په عمل کې د دموکراسی اوفردی آزادیوپرضد ولاړه ده. دااداره چه دیونوماند یاکاندید
    دپیژندګلوئ دپاڼو دخپرولو په تورانسانان شکنجه اوربـړوی، نوآیا کولائ شی چه
    نوروآزادیوته لاره هواره کړی؟ هیڅکله هم نه.

    ۵ـ موږپرخپلوګرانوهیوادوالوږغ کووچه خپله
    رایه په ایماندارئ هغه چا ته ورکړی چه دې خاوری ته ېی خدمت په زړه کی وی اوسباورځ
    ېی پردغه خوارملت دظلم کولوچانس هم کم وی.

    په پښتنی اوافغانی مینه اودرنښت

    په بلجیم هیوادکې د افغانی کلتوری
    بهیردمشرتابه جرګې په استازیتوب

    پوهنیارسیدحضرت

    بروسل ښار ـ بلجیم

    sshazrat@gmail.com

    ———————————————————————————————————————

    ***کندهار

    ***ولی کرزی او ***ویسا اوس
    ځا نونه ټينګ کي . ستاسی دی ملا غوټه ماته سی ولی مو بیچاره وډبوي ؟؟اوس خو ښه
    معلومه سوه دافغانانو په ( محمد يار)غوندي انسانانو څونه ډيره خوا پديږي . موږ به
    هیڅکله غله ، تو پکیان ،لوټماران ،د بل مريان سپورټ نکړو .*** ولی کرزی *** ویسا
    *** ښاروال باید دا دري په پښو وځړول سی .

    د
    کندهار په نوم تبصرې ليکونکي او نورو ټولو درنو او زړه ته راتېرو وروڼو او خويندو
    مننه او په درناوي هيله کوم چي هيڅکله د قلم عفت له پامه ونه باسي ، نوري خبري ژر
    وروسته

    په
    درناوي عبدالاحمد محمديار

    ———————————————————————————————————————

    د ټولو ياره! بلا دې واخلم-
    احساس

    دا سر ربه مات شوې خو ټيټ شوى چاته نه دى

    موږ پښتنو ته اوس همدا پاتې وه چې د خپل فرهنګ او كلتور
    پر ساتنه له داسې حالت سره هم مخ شو لكه تاسو چې مخ شوى.

    خو، هېره دې نه وي چې داسې پېښې له سترو خلكو سره كېږي،
    كله چې هم زورو ځواب ونلري نو همداسې كوي، تاسو يو ځل بيا په ثبوت ورسوله چې ټول په
    حق يوو

    .

    وايي:
    اباد په دغه كلي كې بې كسه پښتانه
    هر څه لري
    خو هېڅ نكړي بې وسه پښتانه

    خو نه، ياره وروره تاسو هر څه وكړه، دا بدرنګه ستاسو په
    قدر څه پوهېږي. دوى ښه خبر دي چې يار ښكلا ويشي او د ښكلا له ټولو ستر دښمن همدا
    بدرنګه دي.

    ګرانه ياره! خداى شته په دې تشو تورو ستاسو ملتيا كول
    خوند نه راكوي، خو موږ او تاسو نور څه لرو چې له يو بل سره يې شريك كړو.

    د لوى افغانستان شازلميه! ستا دردونه په شمال كې ستا ټولو
    فرهنګيانو او فرهنګپالو ملګرو حس كړي دي، موږ ټول درسره يوو.

    شمله ور پښتونه!
    دا سره ربه مات شوى خو ټيټ شوى چاته
    نه دى
    خو تاته يې پنځه وخته محراب كې راولم

    د ټول شمال د فرهنګيانو په استازيتوب د ناولو دغه بدرنګه
    كړنې غندو او د اطلاعات او كلتور وزارت څخه په كلكه غوښتنه كوو چې د هېواد د يو ستر
    ځوان فرهنګي پوښتنه دې په قانوني ډول د ملي امنيت ادارې څخه وكړي.

    په پاى كې دومره وايم چې له تاسو سره دا بدرنګه كړنې موږ
    ته نوره هم حوصله راكوي چې لا كار وكړو او دغه ارمان چې تاسو او موږ يې په زړه كې
    لرو د پوره كولو لپاره يې په سړه سينه د هر كړاو برچ رامات كړو.

    خير!
    لا مو ګټلې نه ده لا خو په مورچل كې
    اوسوو
    ستاسو احساس
    لرغونى بلخ

    ———————————————————————————————————————

    دمحمد يار- ياروهل
    ده ټولي ليکوالي نړۍ وهل دي !

    دپښتو ادبي غورځنګ کوټي مشر محمد صاق ژړک وه لراوبر ته په
    خپله وينا کي وويل

    ډير د خواشينې ځاي دئ چي په کندهارکي د پښتو ژبي يو نه
    ستړي کيدونکئ مبارز اوپه ټول پښتون ادب کي د ځانګړي حيثيت لرونکي څښتن محمد يار يار
    باندي د څو نامردانو له لاسه بريد شوئ دئ او غواړي چي دپښتوژبي دغه ځلند ستورئ له
    خپلي ملي وظيفې څخه ګوښه کړل سي

    هغه زياته کړه

    چي محمد يار هر وخت په ډيروسختو حالاتو کي هم د پښتو ادب
    خدمت ته خپل چوپړ وهل په ډيره ميړانه اوپښتني غيرت سره دځان وظيفه ګڼلې ده او محمد
    يار يو ډير ښه اديب ،ژوناليسټ ، تکړه ليکوال او شاعر دئ چي هر وخت يې پښتو ته بې له
    هيڅ غرض او مفادوکار کړئ دئ .

    د زياته کړه له محمد يار سره چي کومه ناواړه پيښه شوې ده.
    د ډيري غندني وړ ده دا پيښه چي څومره وه غندلې شي هم کمه به وي .

    ژړک صيب زياته کړه چي بايد نور نو وه داسي پيښو ته د ډير
    نفرت په نظر و کتل شي او داسي پيښي د پښتو ادب له پاره ډيري زيان لرلاي شي .او د
    وويل چي موږ له محمد يار صيب سره په دې غم کي ځان شريک لولو.او ډاډ ورکوو چي موږ به
    ورسره هر وخت ملا تړي يو

  51. په ليکوال او ژورنالسټ ښاغلي محمديار صيب باندې د کندهار ولايت د
    امنيتي چارواکو له لوري يرغل او د هغه ډبول دا په ډاګه کوي، چې په کندهار کې
    چارواکي نور د خلکو په منځ کې ځای نه لري او د خلکو له کوچني حرکت څخه لويه اندېښنه
    محسوسوي. دغه ډارن او بزدله چارواکي بايد په دې پوه شي، چې د دوی تور عملونه نور په
    هرډول چې وي د پټولو او منلو وړ نه دي. دوی تر دې وخته پورې په ډېر مهارت او سپين
    سترګۍ په هر ډول سره، چې و ويې کړای شول خپل تور مخونه له ولس نه پټ وساتي ، خلکو
    ته د خدمت او پرمختګ ژمنې ورکړې او د درباري ليکوالو دنده يې تر اوسه ورته بريالۍ
    ښکارېده، چې د دوی ستاينې به يې کولې. خو دغه بې کفايته چارواکي دې په دې وهېږي، چې
    د بېوزلو ليکوالانو ډبولو سره خلک نشي بېرولی بلکې په دې کارونو سره د خلکو په
    زړونو کې د دوی په وړاندې نور هم کرکه او نفرت منځته راځي. دوي په دې وړ کارونو سره
    نشي کولی، چې د خلکو په ستوني پښې کېږدي او د خلکو چيغه د هغوی په ستوني کې ور خپه
    کړي. تېر تاريخ دا په ډاګه کړې، چې کله هم چارواکي د خلکو د غږ د چوپ کولو لپاره
    مټې را نغښتې دي پايله يې دا شوې، چې د هغوی ګدۍ نوره رانسکوره شوې ده.

    زه دې ته حيران يم، چې دوی څرنګه ددې دعوه کوي، چې موږ د خلکو
    استازي يو پداسې حال کې، چې دوی لا د خپلو خلکو په طبيعت باندې نه دي پوهېدلي. دوی
    ته په سهوې سره هم د خلکو استازي ويل لويه تېروتنه دی خو له بده مرغه د وسلې په زور
    يې دغه نوم تر اوسه پورې خپل کړی دی. خلک اوس ويښ شوي له چارواکو نه کار او خدمت
    غواړي يواځې دا نه چې په نوم استازيتوب وکړي او ټول امتيازونو تر خپلو پورې محدود
    وساتي او د خلکو په شتمنيو باندې مستي وکړي. د زور او استبداد ټغر به انشا‌ءالله په
    کندهار کې ډېر ژر د همدې مظلومو خلکو په آهونو سره ټول شي.

    زه ددې ليک په وسيله د بې کفايته چارواکو دغه بزدلانه او ناځوانه
    کرغېړن عمل په کلکه غندم او د ښاغلي محمديار څخه ټينګ ملاتړ کوم.

  52. په ډيري خواشنۍ سره خبر سوو چي د هيواد تکړه ليکوال او شاعر د بينوا فرهنګي ټولني مشر او په سويلي زون کي د سپما منشي عبدالاحد محمد يار د مافيايي کړيو په غوښتنه د سړک پر غاړه ډبول سوى او ورته سپکاوى سوى دى .

    د هلمند ټولي کلتوري ټولني ( بُست فرهنګي ټولنه ، علامه محمود طرزى علمي او کلتوري ټولنه ، هلمند ادبي او کلتوري ټولنه ، روښان ادبي ټولنه ، د بُست جريدې اداره ) ټولي ږغيږي رسنۍ ( سباوون راډيو ، سمون راډوي ، بُست راډيو او مُسکاراډيو ) په يوه ږغ پر دولت ږغ کوي چي محمد يار ته سپکاوي کوونکي دي محاکمه کړل سي او د بل ځل لپاره دي د داسي کړنو مخه و نيول سي .

    د هلمند فرهنګپال د محمد يار هڅي او فعاليتونه ستايي او د هغه زړه ورتيا او هوډياليتوب ته سلام کوي . موږ په دې عقيده يو چي محمد يار به په دې پيښه ناهيلي سوى نه وي او برعکس به نور هم قوي او هوډيالى سوى وي . د هلمند د ادبي ډګر ځوانان د محمديار د ټپونو د دردونو څړيکي په خپلو زړونو کي احساسوي نوموړي ته د ورغ صحت او لا برياليتوبونو غوښتنه کوي .

    په درناوي هلمند ميشت فرهنګپال






  53. New Page 1


    ——————————————————————————————————————

    ډاکټر اشرف غني : کرزيه ، تشنج
    مه خلقوه ، زما د وينو تر اخير څاڅکي نه انتخابات تحريموم او نه معامله درسره کوم .

    جمهوري رياست ته خپلواک کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي
    نن د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کي پر ولسمشر حامدکرزي په کندهار کي د محمديار او
    نورو فرهنګيانو په دفاع کي سختي نيوکي وکړې .

    نوموړي کرزي ته وويل چي دا طريقه د عمل د منلو وړ نه
    ده ، که تاسو غواړی موږ انتخابات تحريم کړو يا معامله وکړو نو د خپلي ويني تر
    وروستي څاڅکي دې کار ته نه حاضريږو .

    ښاغلي احمدزي د کورنيو چارو وزارت ، ملي امنيت ريس او
    نورو دولتي چارواکو څخه وغوښتل چي ژر تر ژره په دې اړه معلومات په رسمي ډول وړاندي
    کړي . که داسي ونه وکړي نو د نوموړي په وينا دوی به ددې مسئلې د سپيناوي په خاطر په
    رسمي ډول نړيوالو محاکمو ته رجوع وکړي .

    په افغانستان کي د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمد
    محمديار دوه ورځي مخکي د انارګل مشاعرې پر وخت په منډيګک ماڼۍ کي د کندهار د
    اطلاعاتو کلتور ريس ، کندهار ښاروال او ورسره وسله والو کسانو لخوا په زور له
    مشاعرې تر ايستلو وروسته د کندهار والي توريالي ويسا په امر د ملي امنيت د وسله
    والو لخوا د سړک پر غاړه تر هغه ووهل سو چي د اوسپيني لکړي يې ورباندي ماتي سوې .

    دې پېښي د افغانستان تر څنګ په پښتونخوا او ټوله نړۍ
    کي په رسمي او غير رسمي ډول د کرزي دولت ، کورنيو چارو وزير او ملي امنيت رياست او
    په خاص ډول د کندهار والي او کندهار اطلاعاتو او کلتور ريس مجيد بابي په وړاندي د
    عام ولس احساسات را پارولي چي اوس به دا موضوه په نړيواله کچه څېړني ته وړاندي کيږي
    . کارپوهان ددې موضوع د ارزښت په اړه وايي چي د هغه چا له خوا رامنځته سوې چي په
    خوله د بيان د ازادۍ او دموکراسۍ نارې وهي خو په عمل کي د يوه معيوب ژورناليست وهلو
    ډبولو ته وسله وال کسان ګماري .


    د ډاکټر اشرف
    غني احمدزي د خبري کنفرانس جزيات په ږغ کي


    ——————————————————————————————————————

    زما د سترگو توره محمدیاره !!!
    په ډيري خواشينۍ سره مي د لوی کندهار د ادب د نړۍ د اتل او زمري
    محترم محمديار صاحب چي زموږ سترګي زموږ روح ، زموږ مشر او زموږ ورور دی په ډير وحشي
    او غير اسلامي ډول وهل او ټکول سوی دی ، چي دا کار زموږ د پښتنو او زموږ د مشرانو
    ته سپکاوی او د کرزي د توپکسالارانو او جنايتکارانو لخوا پر ديموکراسۍ باندي تيری
    دی .

    دا کار بالکل د انسانيت
    او اسلامنيت خلاف دی او موږ ددې کړني سخته غندنه کوو او تل به د خپل ګران ادبي او
    سياسي مشر محترم محمديار صاحب ملاتړ کوو اوتر دې وروسته به د لا نور هم خپلي
    مبارزې ته دوام ورکوو

    ټيټ مي مه بوله غورځنګ
    راباندي مه کړه

    زه په دې افتادګۍ کي لوی
    ګړنګ يم

    عبدالودو هجران – کابل


    ——————————————————————————————————————


    د خوست
    ادبي کلتوري بهيرونو ، ټولنو او خپلواکو رسنيو

    اعلاميه!

    په
    ډيرې خواشينۍ مو دا خبر واريد چې د هيواد پياوړى ليکوال، شاعر او فرهنګي شخصيت
    ښاغلى عبدالاحد محمديار په کندهار کې د امنيتي ارګانونو وسلوالو کسانو وهلى، ټکولى،
    سپکاوى ورته شوى او ټپى کړى دى، او د محمديار ترڅنګ يې د کندهار يو شمير نور ځوان
    شاعران، ليکوالان او د پوهنتون محصلان هم وهلي دي.

    ويل
    کيږي دا پيښه داسې مهال رامنځته شوې چې د کندهار د مانډيګک په دولتي ماڼۍ کې د
    انارګل دوديزه کلنۍ مشاعره روانه وه او يو شمير ځوانانو د مشاعرې پر ګډونوالو د
    راتلونکي ولسمشرۍ څوکۍ ته د وتلي کانديد ډاکټراشرف غني احمدزي د ژوند ليک نسخه
    ويشله.

    د خوست
    ادبي کلتوري بهيرونه ، ټولنې او خپلواکې رسنۍ:

    • خوست
      ادبي بهير

    • خوست
      علمي او فرهنګي مرکز


    • حيدرخيل ادبي بهير

    • د
      فرهنګيانو خپلواکه ټولنه

    • څړبن
      ادبي ټولنه


    • اريانا ادبي ټولنه

    • ځوان
      کلتوري خوځښت


    • عبدالباري جهاني فرهنګي ټولنه


    • ستورو اميل ادبي ټولنه

    • شګۍ
      ادبي ټولنه


    • غرغښت ادبي ټولنه

    • سولې
      پيغام راډيو

    • ولس
      غږ راډيو

    • ځوان
      غږ راډيو

    • مزل
      اونيزه

    • ولس
      هيله اونيزه


    • مستربل جريده


    • الويښ جريده

    او نور
    فرهنګيان، شاعران، ليکوالان او ژورناليستان د کندهار ولايت امنيتي ارګانونو(
    پوليسو، ملي امنيت ) له تاوتريخوالۍ او پايلوچۍ دغه ناوړه او شوم عمل په ډير جديت
    او کلکه توګه غندي.

    د خوست
    ادبي کلتوري بهيرونه، ټولنۍ او خپلواکې رسنۍ د کندهار چارواکو دغه عمل نه يوازۍ
    لويه تيروتنه بولي بلکې د وسلې او زور د اعمال او فشار له لارې د قلم، قلموالو ، د
    بيان ازادۍ، ولسواکۍ او د حق نارې پر ستوني د پيښې ايښودل ګڼلې.


    خوستوالې ادبي فرهنګي کړۍ او خپلواکې رسنۍ د افغانستان دولت له چارواکو ، د ټولو
    مدني فرهنګي بنسټونو، د ولسواکۍ او بشري او حقونو له ټولو افغانۍ او نړيوالو
    خوځښتونو څخه غواړي چې د دغه ناوړه چلند او عمل اصلي عاملين او د پردې تر شا لاسونه
    وپيژني او د قانون پنجو ته يې ور حواله کړي. د کندهار د امنيتي ارګانونو مسوولينو
    او ولايتي چارواکو ته سپارښتنه کوي چې د فرهنګيانو او ليکوالو، د وهلو، ډارولو او
    سپکولو پر ځاى دې د هيواد او هيوادوالو پر وړاندې هغه رسالت پر ځاى کړي چې لا يې نه
    دى پر ځاى کړى.

    د
    يادلو وړ ده چې د يادو شوي ادبي کلتوري بهيرونو ، ټولنو او خپلواکو رسنيو په
    استازيتوب د خوست ادبي بهير مشر او د سولې پيغام راډيو رئيس زاهدشاه انګار، د
    فرهنګيانو خپلواکې ټولنې مشر او د ولس غږ راډيو رئيس محقق بسم الله حقمل، د خوست
    علمي او فرهنګي مرکزي د فرهنګي چارو مسوول شفيق الله غفورزي ، د حيدرخيل ادبي بهير
    مشر شاکرالله شاکر، د څړبن ادبي ټولني په استازيتوب ولي مت خان خادم، د ځوان کلتوري
    خوځښت مشر ميرعلي ملنګ، د ځوان غږ راډيو رئيس استاد واحدي، د مزل جريدې مسوول
    چلونکى نجيب الله الوخيل، د اريانا ادبي ټولني په استازيتوب فيضي، د شګۍ ادبي ټولنې
    مشر جلازوى، د عبدالباري جهاني ټولنې په استازيتوب عبدالله او ….

    په
    مخامخ او يا هم د ټيلفون له لارې په خبرو کې ټينګار وکړ چې د کندهار امنتي چارواکي
    دې بې له ځنډه له ښاغلى محمديار او د هيواد له ټولو فرهنګيانو او قلموالو بخښنه
    وغواړي او عاملين دې په قانوني سزا محکوم شي

    په
    درنښت


    خوستوالې ادبي فرهنګي کړۍ او خپلواکې رسنۍ



    ——————————————————————————————————————

    د د محمديار په ملاتړ د هلمند مېشتو کلتور پالو د خواخوږۍ پيغام
    په ډيري خواشنۍ سره خبر سوو چي د هيواد تکړه ليکوال او شاعر د بينوا فرهنګي ټولني مشر او په سويلي زون کي د سپما منشي عبدالاحد محمد يار د مافيايي کړيو په غوښتنه د سړک پر غاړه ډبول سوى او ورته سپکاوى سوى دى . د هلمند ټولي کلتوري ټولني ( بُست فرهنګي ټولنه ، علامه محمود طرزى علمي او کلتوري ټولنه ، هلمند ادبي او کلتوري ټولنه ، روښان ادبي ټولنه ، د بُست جريدې اداره ) ټولي ږغيږي رسنۍ ( سباوون راډيو ، سمون راډوي ، بُست راډيو او مُسکاراډيو ) په يوه ږغ پر دولت ږغ کوي چي محمد يار ته سپکاوي کوونکي دي محاکمه کړل سي او د بل ځل لپاره دي د داسي کړنو مخه و نيول سي . د هلمند فرهنګپال د محمد يار هڅي او فعاليتونه ستايي او د هغه زړه ورتيا او هوډياليتوب ته سلام کوي . موږ په دې عقيده يو چي محمد يار به په دې پيښه ناهيلي سوى نه وي او برعکس به نور هم قوي او هوډيالى سوى وي . د هلمند د ادبي ډګر ځوانان د محمديار د ټپونو د دردونو څړيکي په خپلو زړونو کي احساسوي نوموړي ته د ورغ صحت او لا برياليتوبونو غوښتنه کوي . په درناوي هلمند ميشت فرهنګپال


    ——————————————————————————————————————




    کا مر ا ن مطبو عا تي مر کز ،جنو بي پښتو نخو ا





    New Page 1

    نن ديوې اعلا ميې په ترڅ کښي په کندهارکي دحکومتي
    چارواکوله خوا

    دښاغلي محمديار تهديد اوناروا وهل په کلکواوسختوټکوسره وغندل،اودايې يوه کرغيړنه
    اودشرمه ډکه چاره وبلل،او وويل شول چي دالومړۍ ځل ندی

    چي اغلی محمدياراوملګري يې وهل کيږي اوبندي کيږي ،تردې وړاندي هم دغه باهمته
    اومعذوره فرهنګي ځوان دځينوبې رحمواوبدکرداره کسانوله خواوهل شوی اوتهديدشوی دی
    ،خودحکومت له خوايې هيڅ پوښتنه نده شوې .

    په دغه اعلاميه کي

    ديونيسکودنړيوال سازمان دمورنيوژبودانستيوت اونوروانساني حقوقوله سازمانونو نه
    غوښتنه وشوه ،چه پرافغان لوړپوړوحکومتي چارواکو زوراوفشارواچوي ،چي ددغه ناوړه
    کارعاملين دقانون منګلوته راوکاږي،اوسخته سزاورکول شي چی په راتلونکي بياڅوک دبيان
    دازادی

    حقوق ته پرښولاندي نکړي . اوپه پای کي دبېنوافرهنګي ټولني سره دبشپړي خواخوږۍ
    اوهمدردی اظهار وسو !


    ——————————————————————————————————————

    له محمديارسره دميدان ځوانانودټولنې خواشيني

    اوس كه نر وي نوغوږونه دې خپل پرې كړي

    چې زمانغمه سړه نه شوله سره شوه

    په ډېرې خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړچې په كندهاركې دبېنوافرهنګي ټولنې مشر،
    دافغانستان دژورناليزم او ادب نامتوڅېره ښاغلى عبدالاحمدمحمديار اود انارګل دمشاعرې
    يوشمېر نور فرهنګيان په كندهاركې دچارواكيوله خواوهل ټكول شوي اوسپكاوى يې شوى دى.

    موږ دويناله آزادۍ اودافغانستان له دغو فرهنګيانوسره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو
    اوله حكومت نه جدي هيله كوو چې ددغه ناوړه عمل له عاملينوسره قانوني چلندوكړي .

    موږ محمديارته لويه سينه اوتردې هم اور اورونكې ژبه غواړو.

    په تل پاتې پښتنۍ مينه

    دميدان ځوانانودټولنيزې ادبي اوكلتوري ټولنې دمشرتابه غړي

    ——————————————————————————————————————

    د محمديار وهل ډبول غندو
    “هسک” د محمد يار وهل ډبول په کلکه غندي

    له لوگره خپرېدونکې خپلواکه هسک اونيزه په کندهار کې د امنيتي ځواکونو لخوا د بېنوا ټولنې د مشر، تکړه ليکوال او شاعر عبدالاحمد محمديار وهل ډبول په کله غندي او له حکومته غوښتنه کوي، هغو کسانو ته سخته سزا ورکړي چې دغه کار يې کړى دى.
    موږ ددې ترڅنگ چې پر ښاغلي محمد يار بريد له قانون نه خلاف او يو ظالمانه عمل بولو، په ټينگار سره وايو چې دغسې کارونه به د ريښتينو افغان ځوانانو هغه غږونه او هڅې شنډې نه کړي چې د اوسني فاسد نظام د بدلون لپاره يې په ولسي او سوله ييزه کچه په ټول هيواد کې پيل کړې دي.
    محمد يار يوه فرهنگي څېره ده او هېڅ کله يې هم د کندهار د امنيتيانو په څېر له چا سره د ټوپک او کوتک په ژبه خبرې نه دي کړي. موږ د هيواد له ټولو فرهنگيانو غوښتنه کوو، چې د نوموړي د حيثيت د اعادې او د هغه د حقونو د ترلاسه کولو لپاره سره يوشي او پر حکومت فشار راوړي د هغه وهونکي محاکمه او مجازات کړي.

    په درناوي
    له لوگره د خپرېدونکې خپلواکه اونيزې هسک اداره



    ——————————————————————————————————————

    داودجبارخیل دپیښور فرهنګيانو پر محمديار د بريد غندنه
    وکړه په ډيري خواشنۍ سره خبر شوو چي د هيواد تکړه ليکوال او شاعر د بينوا فرهنګي
    ټولني مشر او په سويلي زون کي د سپما منشي عبدالاحد محمد يار د مافيايي کړيو په
    غوښتنه د سړک پر غاړه ډبول شوى او ورته سپکاوى شوى دى دپیښور فرهنګيانو هر یو د
    پښتون پوسټ اخبار دخبرونه څانګی مشراودsprdخبریال فضل قادر انډیوال دخبرونه اخبار
    خبریال عارف همدرد د ولس خبری اژانس د پیښور مسول او د spogmai,com.voaخبریال
    داودجبارخیل او ارنا خبری اژانس خبریاله نرګس دوی پر دولت غږ کوي چي محمد يار ته
    سپکاوي کوونکي دي محاکمه کړل شی که دولت دمحمد یار ته سپکاوي کوونکي دي محاکمه نه
    کړو نو باید افغانی فرهنګيان د دولت له خبری غونډو څخه بایکاټ اعلان کړی فرهنګيان
    یو ټولنه او ملت جوړوی خو افغان دولت فرهنګيان باند تشدد او بریدونه کوی



    ——————————————————————————————————————

    په ډیرې خواشینئ سره مو خبر ترلاسه کړې چې تکړه او د کلکې ارادې خاوند، شاعر او لیکوال محمد یار یار پرون په انارګل مشاعره کې د ځینو پردیو تالي څټو له لوري وهل شوی. د دوې دا احمقانه عمل د ټول پښتون ادبي خوځښت په مخ د بې عزتئ څپیړه ده .
    د قلم قبیلې ټول غړي دا له شرمه ډک عمل په سختو ټکو کې غندي او له دولت څخه غوښتنه کوي چې عاملینو ته دې عبرتناکه سزا ورکړي.
    د سزا په تمه
    اشراق ملول



    ——————————————————————————————————————


    د چورواكانود (ډموكراسۍ!) (دوهمه تكاملي)
    مرحله د فرهنگيانو په ځپلو پيل كيږي!

    پرون په كندهار كې د (دموكراسۍ!) ټيكه دارانو، د (قانونيت مدافعينو!) او د دولتي

  54. پښتنو ورورونو سلام ! او د خداى (ج) له دربار څخه د محمد يار ژر تر ژره جوړېدنه غواړم .
    درنو او د فدر وړ ورونو پخوا يوازې پښتو ټولنه وه چې پښتو او پښتونولى ته كار او زيار ګاله . خو په هغه وخت هم ډلې پيدا شوې چې هغه ټولنه يې ړنګه كړه . دا په دې خاطر چې نه يې غوښتل پښتو ژبه او كلتور وځليږي .
    اوس چې يوه تمه د پښتو د رشد لپاره جوړه شوې اوس مو هم نه پرېږدي .
    پښتنو ورونو نور هم بايد بيدار شو .

  55. Abuse and suppression of Afghan citizens by The Islamic Republic of Afghanistan

    The Afghan Cultural Association of The Netherlands strongly condemns the abuse and suppression of Afghan citizens by The Islamic Republic of Afghanistan. The Afghan Government is suppressing its citizens in order to win this year’s election and silence the opposition.

    The Islamic Republic of Afghanistan’s security forces have staged a crackdown on the journalist community and the opposition supporters in the city of Kandahar. On May 15, 2009, the Governor of Kandahar Mr. Toryalai Weesa, Mr. Wali Karzai and the head of Provincial Police have severely beaten Mr. Abdul Ahmad Mohammadyar the head of Afghan Journalists Community in the city of Kandahar.

    According to reports from the Afghan News Agencies, Mr. Mohammadyar has been severely injured as result of these attacks. Many of Mr. Mohammadyar’s friends and coworkers have also been abused, arrested and abducted. Larawbar.com (an Afghan website) reports Mr. Mohammad was abused, beaten and humiliated in public in the presence of Mr. Toryalai Weesa, Ahmad Wali Karzai, and the chief of Police in the city of Kandahar.

    Sincerely Yours,

    Afghan Association of The Netherlands


  56. د
    لوی څښتن په نامه
    د افغاني ليکوالواو ژورناليستانو د سپکاوي په اړه
    په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولني اعلاميه
    درنو هېوادالو! تاسو ته څرګنده ده چې دکندهار ښار د انارګل په غونډه کې د افغانستان
    داسلامي دولت د امنيتي چارواکولخوا په افغاني ژورناليستانو بريد شوی، چې د دغه غير
    انساني عمل په ترڅ کې د بېنوا فرهنګي ټولنې مشر ښاغلی عبدالاحمد محمد يار ټپي شوی
    دئ او يو شمېر نيول شوي.

    افغاني کلتوري ټولنه د افغانستان د
    امنيتي چارواکو دغه چلند او د پوليسو بې تفاوتي په زغرده غندي او افغاني کلتوري
    ټولنه د افغانستان د اسلامي دولت له چارواکو غواړي چې د دغه پېښې په اړه پلټنه تر
    سره کړي او د دغه غير انساني پېښې له مسؤلينو او مجرمينو سره له قانون سره سم چلند
    تر سره شي او سزا ورکړل شي.

    د افغانستان دژورناليستانو او
    ليکوالانوسره دا لومړی ناوړه چلند نه دئ، د افغانستان ژورناليستان د افغانستان په
    بېلابېلو سيمو کې په سيستماتيک ډول رټل کېږي، وهل کېږي، وژل کېږي او ځيني د ترورله
    ګواښ سره مخامخ کېږي، نو افغاني کلتوري ټولنه د افغانستان له واکمنواونړيوالومدني
    ټولنو او مسؤلو مرجوڅخه غوښتنه کوي چې د ژورناليستانو، ليکوالو او ملکي خلکو د
    سولييز ژوند چارې پياوړې کې او د آزاد ژورناليستيکو هلوځلو زمينه برابره کړي.

    افغاني واکمن په افغانستان کې د خلکو دامنيت او سولييز ژوند ژمن
    ګڼل کېږي، د خلکو ساتل د دوی دنده ده او که افغاني واکمن د خلکود امنيت او د قانون
    دپلي کولو واک نلري، نو له واکه دې لاس پر سر شي.

    په نيدرلند افغاني کلتوری ټولنه
    اداري کميسيون


    په لندن کښي د افغا ن لیکوا لو د فرهنګي ټولني د ډاډګیرني پیغا م

    په لند ن کې د افغا ن لیکوالوفر هنګی ټو لنه د کند هار د ا نا ر ګل په مشا عره کې د ځوان لیکوال او تکړه فرهنګی ښا غلی محمد یار وهل او زورول په کلکه غندی او د هیواد له اړونده امنیتی او قضا یی ادارو په کلکه غواړی چې هر څومره ژر کیدای شی ټول هغه کسان او شبکه چې په دې جرم کې ښکیل دی د قا نون منګولو ته وسپاری
    د ا فغا ن لیکو الو فر هنګی ټو لنه په دې با ور ده که ددې پیښې عا ملان له پو ښتنو او ګرو یږنو لاندې ر انشی او داسې ازا د پر یښول شی د ټا کنو روان بهیر به له دې ناوړه پیښې ثبت کړی او دا به د رڼو ټا کنو لپاره یو لوی چلنج وی .

    د ټاکنو حق د هر افغان حق دی او هر څو ک حق لری چې نه یو ازې د خپلې خو ښې کا ندید ته رایه ورکړی بلکې نور هم د خپلې خو ښې وړ کا ندید ملا تړ ته را وبولی او که په دې برخه کې څوک ځینی کا رونه د کمپا ین له ټا کلې نیټې د مخه کوی با ید قا نونی پو ښتنه ترې وشی نه چې همدا د قا نون کا ذب پلی کونکی ورته ډا کوان په لا ره کې کینوی او بیا بخپله دا قا نون ما تونکی د ټا کلی کا ندید په ګټه په همدې لوی قند هار کې لو ېې د وخته مخکې غونډې را و بولی او له دولتی امکا نا تو هم ګټه واخلی .

    په لندن کې د ا فغان لیکوالو فرهنګی ټولنه
    لندن ، اینګلیند

  57. گزارش های رسیده از ولایت قند هار حاکی است که روز گذاشته تعداد از نویسندگان افغان حین آغاز مشاعره عنعنوی “گل انار” توسط نیروهای امنیتی مورد ضرب و شتم قرار گرفتند و این میله عنعنوی بنا بر غایله مزبور دچار هرج و مرج گردید. گفته می شود که نیروهای امنیت ملی که لباس ملکی بر تن داشتند، زمانی به لت و کوب نویسندگان و شاعران پرداختند که یکی ازنویسندگان به توزیع سوانح اشرف غنی یکی از کاندیدان ریاست جمهوری پرداخت.

    ما نه می دانیم که افراد امنیت ملی بر اساس کدام قانون و بر اساس کدام نورم ملی و بین المللی حق ضرب و شتم نویسندگان و شاعران را به خود داد اند؟؟ ما نه می دانیم که چرا آنها مشاعره عنعنوی “گل انار” ما را درهم و برهم کردند؟ ما نه می دانیم که چرا آنها با لباس ملکی داخل یک محفل ادبی شده بودند؟؟ آیا بهتر نه بود که آنها جلو فعالیت های دهشت افگنی در اطراف و اکناف کشور را می گرفتند نه جلو میله عنعنوی “گل انار” را . درمیله گل انار شاعران و نویسندگان گرد هم آمده بودند نه جنگجویان و دهشت افگنان ، نه آنها تفنگ داشنتند و نه هم واسکت های انتحاری، پس بر اساس کدام ملحوظ نیروهای امنیت ملی با لباس ملکی وارد این محفل شده بودند؟؟ اگر آنها چنان تصور می کنند که بایست همه مهر سکوت بر لب گذاشته و در قبال تمام قضایای کشور خاموش باشند، بدون شک که به ترکستان رفته اند و اگر آنها می خواهند با این گونه اعمال خود نویسندگان و خبرنگاران دیگر را ارعاب کنند بازهم به ترکستان رفته اند زیرا همه نویسندگان کشور و حتی جهان خود را در درد و الم یک دیگر شریک احساس می کنند.

    ناله و فریاد نویسندگان و شاعران افغان از قندهار بلند شده و در اطراف و اکناف گیتی طنین انداخت. دیروز در دفتر کار خویش نشسته بودم که یکی از خبرنگاران نیویارک تایمز برایم زنگ زد و در مورد حادثه فوق خواهان جزییات بیشتر شد. خبر لت و کوب نویسندگان و شاعران در میله عنعنوی “گل انار” به مثل برق در تمام جهان نشر شد و بلادرنگ کمیته دفاع از حقوق خبرنگاران مستقر در نیویارک این حادثه دلخراش را به شدید ترین الفاظ محکوم کرد. بدیهی است که نویسندگان افغان مظلومترین و بی چاره ترین قشر جامعه ما هستند. تعداد آنها از دست بیکاری حتی استطاعت خریدن یک لقمه نان خشک را نه دارند مگر با آنهم نبشته های آنها قصر های حصار کشیده را به لرزه در می آورند زیرا هر نقطه کلام آنها مملو و مشحون از درد و رنج این ملت است.

    باید فراموش نه شود که تاثیر قلم نویسندگان قویتر از میله تفنگ تفنگداران است و کاری را که قلم اجرا نموده می تواند تفنگ هرگز آن را نموده نه می تواند. قلم مظهر صلح و اخوت است و تفنگ مظهر دهشت و وحشت است. دیگر هموطنان ما از شنیدن نفیر نامیمون تفنگ به ستوه آمده اند لیکن آنها کمافی السابق از قلم فراسایی نویسندگان حقگوی ما لذت می برند.

    مگر باز هم نه می دانیم که چرا علی الرغم ادعاهای مجوف و میان تهی شایسته سالاری و آزادی بیان تاکنون در کشور ما به گفته پاکستانی ها “راج تفنگ” است. درینجا علم و دانش هیچ بهای نه دارد ،یگانه چیزییکه مهم و محترم است تفنگ است و بس. درینجا دانشمندان ، عالمان ، نویسندگان و خبرنگاران به دیده حقارت دیده می شود و وقتا وفوقتا آماج لطمات دوست و دشمن قرار می گیرند؟ نویسندگان ما بی گناه زندانی می شوند ؟؟ بی گناه شکنجه می شوند؟ مفقود می شوند؟ و سرانجام اگر آنها درس عبرت نه گیرند کشته می شوند لیکن همه درین قبال اشک تمساح می ریزند و آن را به اعلامیه های میان تهی تقبیح می کنند.

    باید خاطر نشان شود که ملت مظلوم افغان دیگر از استمرار اوضاع کنونی بستوه آمده و اوضاع فعلی برای هیچ فرد این مرز وبوم قابل پذیرش نه می باشد. اگر محض توزیح سوانح یک کاندید یک محفل عنعنوی را به هرج و مرج مواجه می کند، نه می دانیم که برنده شدن این کاندید چگونه بغرنج ها را به ارمغان خواهد آورد؟؟ اگر نیروهای دولتی که خود را حافظ دموکراسی می دانند به ضرب و شتم بیچاره گان می پردازد ، پس از سر بریدن مخالفین دولت نیز باید گلایه نه شود؟؟

    حادثه دلخراش میله “گل انار” قندهار نخستین و آخرین خشونت علیه نویسندگان، خبرنگاران و شاعران ما نه خواهد بود. اظهر من الشمس است که ما در خشونت تولد شده ایم، در خشونت بزرگ شده ایم و در خشونت زندگی خویش را از دست خواهیم داد مگر هرگز به مدح درباریان نه خواهیم پرداخت.

    جای بس تاسف است که نیروهای امنیت ملی کشور ما استطاعت برهم زدن محافل علم و ادب را دارند لیکن در حراست و صیانت جان و مال مردم کمر آنها شکسته و امروزه حمله کنندگان انتحاری را به چشمان های سر خویش مشاهده می کنند و برای خنثی کردن توطیه آنها هیچ کار هم نه می کنند.

    یک باردیگر از بزرگان خویش التماس می کنیم که دیگر بخاطر خدا و رسول بر حال این ملت رحم کنید ملت ما تباه و برباد شد. دیگر برای ما مهم نیست که احمد و یا محمود بر اریکه ارگ جلوس می کند زیرا یکی هم برای این ملت رنجیده خدمت نه کرده بل همه به نوبه خویش قبر این ملت را نبش کرده اند. ببینید جهان در کجاست و ما در کجا هستیم؟ ما تاکنون چنان می پنداریم که باید جامعه جهانی برای ما غذا بدهد. دیگر باید از خواب غفلت بیدار شده و این ملت را به زوره سعادت رسانیم و اگر کماکان به علم ودانش توجه نه شود و تفنگ بهتر از قلم پنداشته شود باید به فرجام بسیار بد دقیقه شماری کنیم .

    به تمنای افغانستان پیشرفته

  58. مجیدبابی دي خلک نه تېرباسي
    نن مي په بینواویب پاڼه کي یودرواغجن لیک ولوست چي دکندهارداطلاعاتواوکلتوردریس عبدالمجیدبابي له لوري خپورسوی وواودمحمدیاره سره په سوي چلندیې خواشني څرګندکړې وه افسوس مي وکړی چي وګوره دومره چلاکي هم خلک وژني هم یې پرقبرژاړي داخبره له هیچانه پټه نه ده چي دمحمدیاردرټولوپیلامه دبابي له لوري پیل سوه له ټولودقلم له خاوندانونه هیله کوم چي دبابي په اړه چپ پاته نه سي .

    تراوسه چي موږبابي ته کومه درنه سترګه کتل خوهغسي نه ده بابی دخپلي چوکۍ لپاره هر ډول دروغوویلوته لیوال دی چي ښکاره بېلګه یې دده هغه خبره چي ویلي دي محمدیارنامعلوموکسانوپه شخصي جاموکي وهلی دی په دولت پوري هیڅ ډول اړتیانه لري

  59. روان – کابل

    هغه متل نواوس بیخي رښتیاشوچې په فارسي کې وايي بامابنشیني ماشوي بادیګ به نشیني سیاه شوي دکرزي صاحب پلویان ملامت نه دي پخوابه دنظارلوټ مارې ډلې لنډغروخپل مخالفین ډارول اوآن دمرګ ترپولې یې صرفه نه پرې کوله ښه بیلګه یې په رڼاورځ دهوايي چلندوزیر ډاکترعبدالرحمان وژنه ده ، دوی نورې داسې ډېرې آلې هم لري خومایوازې دیوې یادونه یې وکړه. اوس اصلي خبري ته راځم له دوی سره ناستې پاستې پرکرزي اودهغه پربړیڅوهم اغیز کړی اوهغه هم دومره چې پره یوه بې وسه کمزوري اومعیوب لکه محمدیارغوندې انسان باندې هم رحم نه کوي ، هغه انسان چې په ټول عمریې په خپلوشعرونوکې انساني مینه ستایلې او هرراز،جنګ جګړې اوتاوتریخوالی یې غندلی ، خودقدرت لیونیان اوهغه کسان چې غواړي دهېروئینواوقاچاقوپه پیسوخپله واکمني وغځوي نوله یوه معیوب اوبې وسه انسان نه هم په ویره اوپه ډېره بې رحمۍیې وهي اوټوکي . کرزی ملامت نه دی ده ته داناروغي دده له نږدې همکارانو مولانا مارشال قسیم فهیم اوکریم خلیلي نه سرایت کړی دی .

    له دې څخه داسې ښکاري چې راتلونکې ټاکنې به څه ډول بڼه ولري ؟ په دې سره زه له خپل ځان نه شرمېږم چې ولې مې هغه بل ځلې کرزي صاحب ته رایه ورکړې ده . دهېواد فرهنګیانو کله هم زور اوټوپک ته تسلیم نه شئ اوپه دمحمدیارپه شان دې په ټینګ ایمان اومیړانه دزورواکاۍپروړاندې ودرېږي . روان له کابل نه


    احمد_ کابل

    پۀ جهان د ننګيالو دي دا دوه کاره
    يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي
    پۀ کندهار کې د پايلچو او مفسدو چارواکو دا کرغېړنه کړنۀ ، چې ديو معيوب او پۀ هېواد او ژبې مين فرهنګپال ښاغلي محمديار سپکاوی يې کړی، دفاحشې او مفسدې غربي ديموکراسۍ پۀ غېږ کې لوي شوي، د پرديو پۀ توپ او ټانګ دغو زليلو او لۀ حقارت او شرم نه ډکو منصبونو ته د رسېدلو بې ننګو چارواکو غير افغاني غير اسلامي او غير انساني کړنه پۀ دغو الفاظو غندو، چې لعنت دې وي وي د کندهار پۀ بې ننګو، ذليلو، بې شرمو، اجيرو،وطن پلورونکو چارواکو.
    مونږ د کابل پوهنتون ګڼ شمېر محصلين له محمد يار ورور سره پۀ دغه غميزه کې ځانونه شريک او پۀ درد يې دردمن يو.
    کمونستانو هم دغه ډؤل کړنې کولې تاسو يې انجام وليدۀ انشاالله هغه ورځ لرې نه ده، چې دا افغاني امريکايان به خوار او ذليله شي.
    څانګه به نن سبا کې ګل شي
    ما يې پۀ سر کې سرې غوټۍ ليدلې دينه

  60. مات دي وي هغه لاس چي پر محمد يار پورته سو ! – انجنېر زکريا پوپل – هالنډ

    په ډېره خواشينی سره خبر سوم چي په کندهار کي د انارګل دمشاعرې په وخت دبېنوا ټولني مشر تکړه شاعر او ليکوال ښاغلی محمد يار دوسله والو کسانو لخوا وهل او ټکول سوی دی . چي رښتيا ووايم نو ددې خبر په اورېدو سره مي بې اختياره په سترګو کي اوښکي ولغړېدې او سم مي زړه درد ورسره شروع کړ .

    ما هيڅکله هم ښاغلی محمد يار دنژدې څخه نه دی ليدلی، خو په غياب کي ئې دومره نژدې پېژنم، لکه دعمرونو دوست چي مي وي . ما به هرکله خپلو دوستانو ته ښاغلي محمد يار دداسي يو افغان په توګه ياداوه، چي خپل هرڅه ئې پښتو ژبي، کلتور او دخلګو چوپړ ته وقف کړی دی، نو داسي يو څوک خو پر موږ حق لري چي پر اوږو ئې وګرځوؤ او دومره قدر ئې وکړو چي نور خلګ هم دې کار ته وهڅول سي . دبله پلوه ښاغلی محمد يار معيوب هم دی، نو دافغاني او پښتني دود له مخي هر څوک ديو معيوب انسان درناوی کوي . نو زه نه پوهېږم چي دا څنګه يو انسان او افغان وه، چي پر يو ليکوال، شاعر او دخپلي ژبي او ولس ته چوپړکونکي او يو معيوب انسان ئې لاس پورته کړ او هغه ئې وواهه ؟ مات دي وي هغه لاس چي پر ښاغلي محمد يار پورته سو .

    ښاغلي محمد يار ته دومره ويل غواړم، چي ته خپه کېږه مه، ددغو کسانو سره به هرومرو يو وخت نه يو وخت ددوی دناوړو اعمالو حساب کېږي . تا هر کله دزورواکانو په وړاندي سر نه دی ټيټ کړی او دهر ډول زور او ظلم په وړاندي دي مبارزه کړېده . ته هغه پولاد يي چي هر څومره دي ټکوي هغومره لا کلکېږې .

    چارواکو ته داويل غواړم، چي ډېر ژر هغه کسان دخپلو ناوړو اعمالو په سزا ورسوي، کوم چي دغه جنايت ئې کړی دی . که نه نو ټول افغان روڼ آندي به ددوی نه خپه او پر خلاف ئې سي .

    انجنېر زکريا پوپل – هالنډ


    حاجي مهاجر- کابل

    پرفرهنګپالانو یرغل دغلو او جاسوسانو کاردئ !

    فرهنګپالان دیوې ټولنې سترګې دې ، دراتلونکې نسل دپاره لاره پاکوې
    دخلګودزره اوازجګوې . دځوان نسل دروزنې اوويښتا لپاره فرهنګې خوراک جوړوې . دولس د
    ستونڅوترجمانې کوې ، خپل ولس دنیکمرغې لورې ته هځوې .هغوې ويښ اورښتنې مین زړونه
    لرې . هغوې پرخپلوخلګوزړسوې لرې ، دخپل تاریخ اوکلتورسره مینه لرې . هغوې
    زړوراووطنپال بچې روزې . خبل ولس له خپل ځان اوحاله خبروې ، په ټولنه کې سیاسې
    اوملې شعورپاروې ، دغلواوداړه مارانومخونه لځوې ، ملت ته دوست اودښمن ورپه ګوته کوې
    ، هغوې په خپلوشعرونواولیکنودوخت مظلومیت بربنډوې ، دزورواکانو، اووطن فروشانوله
    مخه پرده پورته کوې ، داځوک دې چی دداسې ملې خدمتګارانوپر سرلاس پورته کوې ؟ داځوک
    دې چی داسې خوږمن ادردمن کسان ځوروې ؟ داځوک دې چې زموږ دولس سترګې ړڼدوې ؟ داځوک
    دې چې داسې ښاغلې وهې اوټکوې .؟ داځوک دې چی ددوې پرسروار کوې ؟ داخوک دې چی دخپلې
    خاورې اوخپل ولس خوږمن ځپې . داحتما سم خلګ نه دې . داددې ولس دښمنا ن دې . داملې
    خاینان دې . دادپردونوکران دې . داخرځ سوې اوجاسوسان دې . داغله دې ، داظالمان دې ،
    دادمافیا غړې دې ، دابې فرهنګه اوبې کلتوره خلګ دې . دابداخلاقه بدمعاشان دې ،
    دادملت اودخداې رټلې کسان دې .

    ګرانوفرهنګپالانودکندهار دانارګل پردودیزه مشاعره حمله دقلم ژبه
    غوځول دې . دازموږ دویاړلې فرهنګ ترستونې نیول دې . ددوحشت لمن خبرول دې . داپه
    خلګوکې دډاراووحشت کرل دې . دادمیړنې کندهار غورورماتول دې ، دادفرهنګپالانودجرات
    اوهمت ټکول دې ، په کارداده چی ټول دقلم خاوندان ، ټول پروطن مین ، اوددې پاکې
    خاورې رښتینې بچې لاسونه سره ورکړې ددې مافیا بانډدداسې کړوړو په وړاندې یوتاریخې
    قدم پورته کړې . دحق اوحقیت لاره خپله کړې اواجازه ورنکړې چی زموږپه
    دردمنوفرهنګپالانوپه شرف اوعزت لوبې وکړې . ملې اونړیوالې مافیا نن زموږ دمادې
    اومعنوې شتمنې دلوټولودپاره لیځې راغښتې دې دوې نه پریږدې چی داولس بیدارسې دوې نه
    غواړې چی زموږخلګ خپل دوست اودښمن وپیژنې دوې فقط غواړې چی اوبه خړې کې ماهیان کې
    ونیسې . دوې غواړې میړنې کندهاروویروې چی ځوک سرراپورته نه کړې دوې غواړې دپښتنوپه
    سر کې داذادې اوخپلواکې مغازه وچ کړې .

    دوې غواړې دپښتنونه یومزدوراوزبون ملت جوړکړې ترځوهیشه ېې دغلامې
    پړې په غاړه کې وې . دوې خپلوبادارانوته ناکامه اوبدنامه سویدې اوس په دې ډول غواړې
    دهغوې زړونه راخپل کې داسې استبدادې نظامونه موږډیرلیدلې اوکتلې دې . دمشروط
    غوښتونکو، نه نیولې بیا دروسانوتریرغله اودروسانوترغله بیا تراوسه دنړې
    دهراستعماردوحشت څپې زموږ دخواراومظلوم ملت په سینه تیرې سوې خوبایدیاد ولروهره شپه
    سبا لرې اوهرې تیارې پیسې رڼاراتلونکې ده ، یوځه چی ډیرمهم دې هغه دادې چی دقلم
    دخاوندانودایماندارې اوبې ایمانې ازمویښت داناردګل پردودیزې مشاعرې
    دنامردانواوغلوواکدارانودحملې اویرغل نه په اساسې اوتاریخې ډول شروع کیږې هرلیکوال
    چې ځان ددې خاورې بچې بولې اوخرڅ سوې نه وې باید دهمت لیځې راوغړې اوداسې تاریخې
    لوبه ترسره کړې چی بیا وطن فروشان ددې جرات ونکړې چی دقلم دخاوندانوخواته کاږه
    وګورې تل دې دحق اوباطل مبارزه ژوندې اوبریالې دقلم خاوندان .

  61. څه چي ليكوالانو ويل غوښتل هغه دادي ستاسي ګرانو لوستنكو مخته دي او يا به مو لوستلي وي خو زه چي څه وايم ممكن هغه د ټولو ليكونو څخه مختليف وي او هغه دا چي كله محمد يار صاحب د انارگل ددې غملړلي مشاعرې څخه ايستل كېدى نو په دغه وخت كي ډيرى شاعرانو او ليكوالانو ددې معيوبه درانه شخصيت د بې عزتۍ ننداره كول په هيچا كي دومره احساس پيدا نسو چي ددې باعظمته انسان سره همږغي وكړي او يا هم ورسره مرسته وكړي. يارانو زه خو وايم كه موږ داسي د يو او بل په كيسه كي نه يو د محمد يار په شان به هر يو ډبول كيږي او هغه بل به يي ننداره كوي .

    يا به يو كيږو كنې وركېږو

  62. Sorry that i don’t have Pashto right now in my computer,

    but few words for Mohammad Yar, don’t worry man GOD is always with us and will never let such a people happy and to joy.

    Regards,
    Naseeb

  63. we proud of Abdul Mahmoud Mohammad yarr here in America and we are
    so upset on that event best reGegard of Kandahar people

  64. Abuse and suppression of Afghan citizens by The Islamic Republic of Afghanistan

    The Afghan Cultural Association of The Netherlands strongly condemns the abuse and suppression of Afghan citizens by The Islamic Republic of Afghanistan. The Afghan Government is suppressing its citizens in order to win this year’s election and silence the opposition.

    The Islamic Republic of Afghanistan’s security forces have staged a crackdown on the journalist community and the opposition supporters in the city of Kandahar. On May, 2009, the Governor of Kandahar Mr. Toryalai Weesa, Mr. Wali Karzai and the head of Provincial Police have severely beaten Mr. Abdul Ahmad Mohammadyar the head of Afghan Journalists Community in the city of Kandahar.

    According to reports from the Afghan News Agencies, Mr. Mohammadyar has been severely injured as result of these attacks. Many of Mr. Mohammadyar’s friends and coworkers have also been abused, arrested and abducted. Larawbar.com (an Afghan website) reports Mr. Mohammad was abused, beaten and humiliated in public in the presence of Mr. Toryalai Weesa, Ahmad Wali Karzai, and the chief of Police in the city of Kandahar.

    Sincerely Yours,
    ACVN

  65. To:the Larawbar .com and our dear Greater Pakhtoon Mahmmad yaar .
    we rear and listined about your events from the AFghan This By name Govt.that s very bad and very Grieluf work from AFghan Govt.but you no worry .we all Pakhtoons with you.dont worry we all with you……KA MOONGA WO WAYAOO CHE DA YI DEER BAD KAAR KLAI D….NO BEYA POKHTTANA PAIDA KAGI CHE da Govt kum kha kaar kali di???? da di toool de Ismail shahid Badshahhi dah..hagha darama de ismail shaihid "BADSHAH PO DANCHA"
    we all with your s
    BAsir khan Zadran
    Pacha khan Pakhtoon Center in St.petersbrug Russia

  66. دا نه ښاغلتوب دى، نه مېړانه ده

    په ډېرې خواشينۍ سره مي تر يوې اوونۍ ځنډ وروسته د لراوبر وېبپاڼې په پرانيستلو سره دا دردوونكى او غمجنوونكى خبر ولوست، چي د لرو او برو افغانانو د ملي يووالي په ډګر كې يو په پښو شل او د سترګو له بينايۍ بې برخې مبارز ګران محمديار د كندهار د بې رحمه او ناترسه امنيتي عسكرو له خوا وهل شوى ټكول شوى دى. زه فكر كوم له دې څخه څرګنده شوه چي په افغانستان كې د اوسني حكومت استازي هم نه غواړي چي د دې هېواد ريښتيني خدمتګاران او پر خپل ولس مين خلك په ازاده توګه پرېږدي چي دوى د خپل تياره راتلونكي په اړه فكر وكړي او پراخه مبارزه وكړي.

    هر چا چي د محمديار د وهلو امر وركړى هغوى په اصل كې دا نه شي زغملاى چي دا په پښو شل او نابينا انسان څنګه په نيم بدن دومره ګړندي ګامونه اخلي او په اصطلاح تر دوى زيات د خپل ملت په درد دردمن دى، زه وايم چي د پښتنو او افغانانو دوښمنانو ته د پولې دواړو غاړو ته د داسې كسانو- چي هغوى خپل قوم او ملت ته مبارزه كول تر عبادت كم نه بولي- وژنه او وهل ټكول ګران كار نه دى.محمدياره! زما ياره د دغو بدمرغو عسكرو وهل ټكول او د لكړو در ماتول ستا مبارزه نه شي ټكنۍ كولاى، ځكه د افغان ملت د كاله په نغري كې اوس ډېرې سپرغۍ شته چي د خپل ځپلي افغان ملت د نېكمرغۍ او خوشالۍ لپاره به له هيڅ ډول خنډه ونه ډار شي او نه به هم د چا په ګواښونو سره له خپلې لارې واوړي.

    كه څوك ځان ته ډيموكراټان وايي نو هغوى بايد د ډيموكراسۍ او ولسوالكۍ د ريښتينو اصولو له مخې د انتخاباتو لپاره د چا پر مبارزه او تبليغاتو بنديز ونه لګوي او نه هم بايد په زور څوك د ځان ملګري كړي، كه د محمديار غوندې ميلينونه افغان ځوانان له اوسني حكومت زړه توري شوي او د يوۀ بل افغان لپاره- چي دوى ورته هيلې لري- انتخاباتي مبارزه او كمپاين كوي، د اوسني حكومت پلويان دي د هغوى مخنيوى نه كوي، بلكې خپلو تېروتنو ته ځير شي او په خپل ګرېوان كې دي وګوري چي ولس يې ولې له دوى څخه مرور او زړه تورى شوى دى چي نور نه غواړي د راتلونكې پينځه كلنې دورې لپاره پر دوى واكمني وكړي. ولسواكي دا ده چي ولس بايد په خپله خوښه داسې يو څوك د خپل هېواد لپاره د ولسمشر په توګه وټاكي، چي د دوى غوښتنې او هيلې تر سره كړي، نه دا چي يو څوك دي په زور د چا د ټاكلو او انتخابولو لپاره وګومارل شي او كه داسې نه وي نو هغه دي وهل كېږي ټكول كېږي دي، دا ولسواكي نه، بلكې زورواكي ده، په داسې ناوړه چلند سره كه راتلونكى حكومت هم د اوسنيو واكمنو تر واك لاندې شي نو فكر نه كوم چي د خلكو زړه دي لاس ته راوړي او بيا به نو څوك دا ګيله نه كوي چي د افغانستان حالات ولې ورځې تر بلې پسې خرابېږي.

    محمديار ته دي خداى روغ صحت وركړي او خداى دي يې په خپل حكمت سره د لكړو پر ځاى په خپلو پښو روان كړي چي د خپل ځپلي ملت لپاره تر دې هم ګړندۍ مبارزه وكړي.

  67. د افغان کلتوري ټولنو جرګه په نژدې ورځو کې په کندهار ولایت کې د فرهنګيانو او ژورنالستانو سره نا انساني چلن او د دوی انساني کرامت او د پوهې او فرهنګ لوړ مقام ته سپکاوی په کلکه غندي، او عاملینو ته یې د کلکې سزا غوښتنه کوي.

    د افغان کلتوري ټولنو جرګه په هېواد کې د کلتوري ټولنو د همغږۍ او ټولولو يو مرکز دی، چې د هیواد او له هیواده بهر د ۲۰۰ په خواشا کې افغاني کلتوري ټولنو استازيتوب کوي. د افغان کلتوري ټولنو جرګه د بیان د ازادۍ او ټولو مدني، انساني او بشري حقوقو او د اشخاصو د کرامت او حرمت د درناوي اصولو ته ژوره پابندي لري او په ټول هیواد کې د دغو اصولو تعمیم غواړي. د افغان کلتوري ټولنو جرګه یوه نا سیاسي او سوچه کلتوري اډانه ده چې په دولسمه ماده کې یې داسې راغلي دي: [کلتوري هڅې به له سياسي هڅو جلا وي، جرګه به دکوم ځانګړي ګوند او ځانګړي سياسي نظر لپاره کار نه کوي ، خو د غړو لپاره به تر جرګې بهر د مستقل سياسي فعاليت حق محفوظ وي.] نو په دې خاطر موږ د جرګې د غړو په ګډون دا د هر افغان یو بشري حق ګڼو چې د سیاسي روا هڅو په ګډون د ژوند په ټولو ډګرونو کې معقول او مشروع فعالیت وکړي. موږ د ولسمشر کرزي په شمول د ولسمشریزو ټاکنو د ټولو کاندیدانو د پلویانو د مصونیت، حرمت او درنښت غوښتونکي یو او هر افغان ددې وړ ګڼو چې د مساوي حقوقو او کرامت لرونکی وي. په همدې خاطر دغه ناوړه پیښه په کلکه غندو، او له مسولینو نه غوښتنه کوو چې عاملینو ته یې سزا ورکړي. د جرګې په موخو کې دا هم دي چې جرګه به د قانون د حاکمیت او له قانون نه د دفاع لپاره کار کوي. د جرګې د کړنلارې شپږمه او اتمه مادې په دې برخه کې وضاحت لري او ځکه موږ دا خپل یو مسولیت ګڼو چې د قانون د حاکمیت کلکه پلوي ، او د زور او تشدد مخالفت وکړو.

    ښاغلی محمد یار د افغان کلتور د اوسني بهیر یو فعال غړی، د بینوا کلتوري ټولنې مشر او بنسټ ایښودونکی، په لوی کندهار کې د افغان کلتوري ټولنو جرګې له موسسینو څخه دی او د ټول هیواد په کچه یو ډیر محبوب او منلی لیکوال، شاعر، ادیب او یو (ننګیالی فرهنګیالی) دی. نور دوه تنه هم فرهنګي شخصیتونه او د درناوي وړ دي. موږ له ټول افغانانو او په ځانګړې ډول له دولتي مسولینو نه هیله لرو چې د داسې ملي- فرهنګي شخصیتونو درناوی او عزت وکړي او په دې توګه افغاني فرهنګ پالته ثبوت کړي.

    په دې هیله چې افغانان د زغم، پوهاوي او درناوي فرهنګ پیاوړی او د مسایلو د حل معقولو او سوله ایزو لارو ته تل ترجیح ورکړي، د داسې پیښو د نه تکرار دعا کوو. درنښت


    بشیراحمد کابل

    محمد یار صیب!
    زه نن خبر شوم په ریښتیا ډیر خواشینی شوم، خدای دی د دوی لاسونه مات کړي او دوی دې په سترګو ړانده شي. دا خو زموږ د مشرانو او زورواکو دودیز عمل دی چې په هر وخت کې یې د ملت او د ملت له خواخوږو سره ګړی دی په دې لاره کې زموږ ډیرو هیوادوالو دا ډول وهل خوړلي
    خو هیله دا ده چې نور خدای دا ډول کسان زموږ له ملکه ورک کړي.
    خو موږ به په دې وهلو سره نه په شاه کیږو

    په درناوی

  68. په
    برېتانيا كې د افغان ملت ګوند جرګې وينا!

    د
    غيرتي خدای په سپېڅلي نامه!

    د رسنيو له لارې مو
    دا خبر تر لاسه كړ چې د كندهار په ښار كې ښاغلی محمد يار سېب او د هغه ملګري د
    يوه ډله كسانو لخوا په ډېره بې رحمۍ سره وهلی او ټكولی شوي دي٠ او دده د خولې مو
    دا زړه بوږنوونكي پېښه واورېده او د ده په انځورونو دا نوره جوته شوه چې په
    كندهار كې دا كركجنه پېښه هم د قانون او هم د پښتونولۍ يا سړيتوب څخه سر غړونه
    ده٠ دې كركجنې پېښې موږ نور هم خپه كړوو دا ځكه چې په هېواد كې دا روان ناورين
    ټول د همدې ټوپكيانو، جنايتكارانو او د سړيتوب څخه تېري كوونكيو پيل كړی او نن يې
    هم د هېواد په پرهنګيانو او شاعرانوباندې يو بل ناروا او سپك او بې پښتو ګوزار
    وكړ٠ دا كسان كه هر څوك دي او كه د هر چا لخوا يا هڅول شوي او يا هم امر ورته شوی
    دا ټول زموږ په كلتور، پښتو او پښتونولۍ او سړيتوب ګوزار دی٠ كه چېرې دوی سياسي
    كار هم كول نو په سمه ورسره خبره شوې وای نه دا سپك او بې غيرته امل٠

    موږ په برېتانيه كې د
    افغان ملت د ګوند جرګه او نور فرهنګپالان لومړی د مامد يار سېب روغتيا غواړو او
    ده ته ډاډګېرنه وركوو٠ بيا،

    موږ په برېتانيه كې د
    افغان ملت د ګوند جرګه او نور فرهنګپالان دا سپك او د نرخ څخه وتلی كار په ډېرو
    كلكو ټكو غندوو او دا تېری او سپكاوی يو پور ګڼوو٠

    موږ په برېتانيه كې د
    افغان ملت د ګوند جرګه او نور فرهنګپالان په افغان واكدارانو او نړۍواله ټولنه په
    ځانګړې توګه د برېيانيې په پارلمان او د امريكې په ولسمشر ځغرد غږ كوو چې چې هم د
    محمد يار سېب او د ده دملګرو ډاډ ګېرنه وكړي او هم د دغې كرغېړنې پېښې بد كاران د
    نرخ او قانون منګولو ته وسپاري او پور ترېنه واخلي٠ موږ نه يواځې دا چې دا جنايت
    غندو بلكې په هېواد كې د ټولو جنايت كارانو محاكمه غواړوو او بيا پور غواړو٠ تر
    څو دغې كرغېړنې او ناروا ناروغۍ ته د پای ټكی كېږدو٠ او زموږ ولس بايده چې نور نو
    بېل بېل نوي په يوه غولي را ټول شو او ګډ كار وكړو په ګډه خپل هېواد هم وژغورو او
    هم يې ودان كړوو٠ په يوه سياسي ټغر٠

    په درنښت٠

    انجينير ف٠ پښتون
    وردګ

    په پرېتانيا كې
    دافغان ملت ګوند د جرګې مشر٠

  69. ډير د خواشينۍ ځای دی چې د هېواد تکړه ليکوال او شاعر محمد يار د دولت لخوا وهل شوی دی نو دا به څنګه لاسونه وي چې په يوه معيوب انسان يې پورته کړي دي نو مونږ ته جوته شوه چې کرزي ووټ غوښته بوټ ته برابر شو مونږ ورباندې لويه خواشيني څرګندوه او عاملين يې بايد چې محکمې ته را کش کړل شي

    په درنښت
    خوست ښوونيز او کولتوري بهير

  70. این رسم ارتجاع ونوکران بی مقدارش است که بر ذ خیره گاه معنوی مردم ما حمله کند با تاسف اطلاع یافتم که برادرارجمند شاعر ونویسنده پر آوازه کشور دلسوز مردمی بااحساس وضد جنایتکاران جنگی به دستور طالبان نکتایی پوش لت وکوب گردیده است مایان فقط ضمن اظهار تاسف وابراز همدردی همینقدرگفته میتوانیم که تا زمانیکه ما همه با هم صدایمانرا برضد این دغل کاران فاسدبیرون نکشیم ومشتی محکمی بر دهان این پلید ترین قشر جامعه نشویم در غیر آن مگرهمیشه تحمل ان گونه حملات حیوانی وتوهین شدن وبیرون کردن نمایندهای واقعی از پارلمان باشم