کور / تازه خبرونه / ازادۍ راډيو خپله نوې پښتو- دري ویبپاڼه پر ليکه کړل

ازادۍ راډيو خپله نوې پښتو- دري ویبپاڼه پر ليکه کړل

د ازادۍ راډیو چې مرکز یې په پراګ کې دی ، خپله نوې پښتو- دري ویبپاڼه نن ( جمعه) په لیکه کړه .


 www.azadiradio.com


ازادي راډیو تردې مخکې ویبپاڼه لرله خوپه منظم ډول یې خبرونه او راپورونه نه خپرول او یوازې یې د اډیو یا ږغ د خپرېدو لپاره ترې کاراخیست.


د دې راډیو په نوې ویبپاڼه کې لوستونکو ته پرتازه خبرونو سربېره د افغانستان اونړۍ مطبوعاتوته کتنه،د ورځینو تودو پېښو مفصل راپورونه اود دې راډیو د خپرونو مهالوېش په لاس ورځي .
 
ازادي راډیو چې د ازادې اروپاپه چوکاټ کې خپرونې کوي ، له ۲۰۰۲ کال راهیسي د افغانستان لپاره په پښتو اودري خپرونې کوي .
 
له شویو نظرپوښتنو سره سم ازادي راډیو په افغانستان کې ترټولوزیاته اورېدل کېدونکې راډیو ده خو له دې سره سره یې تراوسه پورې منظمه ویبپاڼه نه لرله .