کور / سياسي / د روسيې او افغانستان ترمنځ څه شوي ؟ څه كېږي ؟ او څه بايد وشي؟

د روسيې او افغانستان ترمنځ څه شوي ؟ څه كېږي ؟ او څه بايد وشي؟

زه غواړم په خپلو خبرو كې پورتنيو پوښتنو ته په لنډيز سره ځوابونه وركړم .
خو لومړى غواړم له هغو اشخاصو او علمي مركز څخه مننه وكړم، چې دا علمي كنفرانس يې جوړ كړى دى .

لومړۍ پوښتنه : د روسيې او افغانستان ترمنځ څه شوي ؟

دې پوښتنې پورې تړلي مناسبات كېدى شي پر درېو برخو ووېشو :

١- له ١٩١٩ م كال څخه تر ١٩٧٨ م كال پورې د افغانستان او پخواني شوروي اتحاد يا روسيې مناسبات، چې نږدې شپږ لسيزې زمانه رانغاړي . په دې بهير كې د افغانستان او شوروي مناسباتو عمودي خط تعقيباوه يانې د بري پر لوري روان وو . 


ددې كلونو په بهير كې پخواني شوروي يا روسيې په افغانستان كې د نړۍ تر بل هر هېواده زيات موثر او مثبت نقش درلود . د شوروي اتحاد له خوا په افغانستان كې په لسګونو او سلګونو لويې او وړې پروژې ثمر ته ورسېدې ، لكه د ننګرهار كانال ، د درونټې او نغلو برېښنا بندونه ، د كابل-ننګرهار ، هرات-كندهار سړكونه ، د سالنګ لويه لاره ، د مزارشريف د كيمياوي سرې او د كابل جنګلک فابريكې ، د كابل مركزي سيلو ، كابل څلورسوه بستريز روغتون ، كابل پوليتخنيك او داسې نورې په لسګونو او سلګونو لويې او وړې پروژې . دې ډول مثمرو پروژو د افغان ولس په زړه كې پر شوروي او روسيې باور زيات كړ او دې هېواد ته يې د پياوړي دوست په سترګه وكتل .

٢- ١٩٧٨ – ١٩٨٨ كلونه : دا هغه خونړي كلونه دي، چې د پخواني شوروي اتحاد د سياسي مشرتابه د تېروتنو له كبله دا هېواد په افغانستان كې په مستقيم ډول په جګړه كې ډوب شو او وروسته د نړۍ نورو هېوادونو هم په مستقيم او نا مستقيم ډول دا جګړه لا پسې ګرمه كړه . د شوروي اتحاد او د افغانستان د هغه وخت سياسي واكمنو د تېروتنو له امله، دې جګړې نه يوازې ددې وخت د سياسي واكمنو ، بلكې دواړو ملتونو لپاره د يوه ځانوژونکي مين حيثيت غوره كړ . په دې لسيزه كې د دواړو هېوادونو روابطو داسې يوه منکسره كرښه تعقيبوله، چې د دواړو هېوداو د خلكو په وينو سره وه او ډېرې لوړې ژورې يې لرلې .

 ١٩٧٨ ١٩٨٨

٣- ١٩٨٨ – ٢٠٠٨ كلونه : ددې كلونو په بهير كې روسيې، هغه نقش، چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان كې درلود ، له لاسه وركړ، خو بيا يې هم د (١٩٩٢ – ١٩٩٥ ) كلونو په بهير كې د كابل د ايتلافي حكومت د ځينو تنظيمونو ملاتړ كاوه ، د طالبانو د واكمنۍ په بهير كې يې د هغوى له مخالفو تنظيمونو سره مرسته کوله، خو د طالبانو تر سقوط وروسته له ځينو مشخصو ډلو څخه د روسيې ملاتړ كم شو ، خو بيا هم ويل كيږي، چې روسيه اوس هم د ځينو خاصو ډلو ملاتړ كوي او خواخوږي ورسره لري. دې تېر بهير ته په كتو سره سره، د وروستيو څو كلونو په بهير کې په افغانستان كې د روسيې د مثبت رول لوبولو لپاره هيلې پيدا شوې دي. زه نه غواړم د تېرو مناسباتو پر كږلېچن بهير نيوكه وكړم ، ځكه چې تېروخت د مړي په شان دى ، چې په ژړا او فرياد، ستاينې او غندنې بيا نه راژوندى كېږي، خو كولاى شو، چې د راتلونكي لپاره د يوې پخې تجربې په توګه ورڅخه كار واخلو. اوس راځم خپلې دويمې پوښتنې ته :

دويمه پوښتنه : اوس د دواړو هېوادو تر منځ څه كيږي ؟

 اوس په افغانستان كې د روسيې نقش ډېر كمرنګ شوى دى . اوس د پخواني شوروي اتحاد ، پخوانيو رقيبانو او د افغانستان ځينو ګاونډيو، د شوروي يا روسيې ځاى نيولى دى ، هغوى هم له ګڼو ستونزو او تېروتنو سره مخامخ دي . كه چيرې حالت همداسې روان وي ، نو دا بحران كېدى شي نور هم وغځېږي، ډېر خطرناك شي او د ګاونډيو هېوادو ان د روسيې تر لمنو پورې وغځېږي، نو څه بايد وشي ؟ غواړم په خپله درېيمه پوښتنه كې دې ته ځواب وركړم :

درېيمه پوښتنه : څه بايد وشي ؟

۱ . دا چې د افغانستان په بحران كې څوك ډېر ملامت دى ، پخوانى شوروي اتحاد يا روسيه ، افغانستان ، د افغانستان ګاونډيان يا د نړۍ نور لوى ځواكونه ؟ ددې ملامت او سلامت معلومول زموږ د اوسني بحران له حل سره چندانې مرسته نه كوي او نه په سياست كې د داسې ملامتيو د معلومولو لپاره كوم فكس فورمول شته ، خو زه دومره ويلاى شم، چې پخواني شوروي اتحاد او افغانستان دواړه د بحران په اورنۍ بټۍ كې لولپه شول ، خو يو شمېر نورو هېوادو بيا له دې بحران څخه ګټه پورته كړه ، دا ددې مانا نه لري، چې د افغانستان په جګړه كې ملامت لورى يا لوري نه شته، خو د داسې مسايلو څېړل اوسمهال ګټه نه لري او نه ددې کنفرانس موضوع ده. خو له تېرو ترخو تجربو څخه كولاى شو، د روښانه راتلونكي لپاره كار واخلو .

۲ . د روسيې او افغانستان د مناسباتو د ښه والي لپاره له روسيې څخه هيله من يو ، د ټولو هغو انكشافي پروژو په بيا رغونه لاس پورې كړي ، چې د پخواني شوروي اتحاد له خوا، په افغانستان كې ثمر ته رسېدلې وې او د جګړې په بهير كې اكثره بېرته له كاره غورځېدلې دي .

۳ . هيله من يو، روسيه په افغانستان كې د افغانستان په متوازنه اقتصادي او عمراني وده كې خپل رول ادا كړي ، متوازنه وده د افغانستان له ثبات سره ډېره مرسته كوي .

۴ . روسيه د افغانستان د هغو علمي كادرونو يو لوى زېرمتون دى، چې په روسيه او پخواني شوروي اتحاد كې روزل شوي دي ، هيله لرو، د روسيې او افغانستان حكومتونه پر داسې يو ميكانېزم كار وكړي ، چې له دې كادرونو څخه د افغانستان په بيا رغونه او نوې جوړونه كې ګټه پورته شي . دا كادرونه كولاى شي د روسيې او افغانستان د مناسباتو په ټينګښت كې ښه رول ادا كړي .

۵ . زموږ په ګاونډي هېواد پاكستان كې له مذهب نه د ناوړه ګټې اخيستنې او د سياسي مقصدونو لپاره د مذهب كارونې په مقصد ( ۲۵۰۰۰ ) مدرسې فعالې دي . اكثره دا مدرسې نه يوازې له مذهب نه ناسم تعبير اخلي، بلكې په سيمه كې د افراطيت مفكوره هم خپروي . که هره مدرسه په لسو کلونو كې ( ۱۰۰۰ ) تنه فارغ کړي، نو د لسو كلونو په بهير كې به لږ تر لږه ( ۲۵۰۰۰۰۰۰) كسان شي . دا ډول افراطي كسان ددې وس لري ، چې لومړى په افغانستان كې حالات بې ثباته كړي ، بيا په منځنۍ اسيا كې او بيا د روسيې دروزاې هم وټكوي . هيله لرو، روسيه او د نړۍ نور موثر هېوادونه له ديپلوماتيكو لارو پر پاكستان اغېزمن فشار راوړي، چې د ديني مدرسو تعليمي نصاب د اسلام له اصلي روح سره عيار كړي ، د دين او مدرسې له تقدس څخه د سياست، پراختيا غوښتنې او افراطي چلند لپاره ګټه پورته نه كړي .
۶ . اكثرو افغانانو سره داسې يو تصور، فكر او اندېښنه شته، چې د پخواني شوروي اتحاد د تېروتنو په تعقيب، روسيه اوس هم په افغانستان كې ځينې سياسي ډلې او واړه ايتنيكي ګروپونه تقويه كوي او دا كار په افغانستان كې د مركزي حكومت او قانون پر وړاندې ستونزې پيدا كوي، موږ هيله من يو روسيه د افغانستان د اكثريت خلكو دا تشويشونه په پام كې ونيسي او په افغانستان كې د مركزي نظام له ټينګښت او د قانون له حاكميت سره مرسته وكړي.

۷ . هيله لرو روسي پانګوال په افغانستان كې په بېلابېلو برخو كې پانګونه وكړي ، ګډې اقتصادي ګټې ، ګډ علايق رامنځته كوي او د ټولنيز ثبات سبب ګرځي .
۸ . روسيه په نړۍ كې يو بااعتباره او موثر هېواد دى ، هيله ده له خپل دغه اعتبار څخه مثبته ګټه پورته كړي او د افغانستان پر ځينو ګاونډيو هېوادو دپلوماتيك فشار راوړي، چې د افغانستان په كورنيو چارو كې مداخله ونه كړي .

۹ . د افغانستان او روسيې ترمنځ بايد كولتوري مناسبات پياوړي شي ، افغانستان د نويو كدرونو روزنې ته اړتيا لري او روسيه په دې برخه كې موثره مرسته كولاى شي. كلتوري مناسبات سياسي ابهامات او ناوړه پوهاوى له منځه وړي .
۱۰ . په پاى كې دا وړانديز لرم، چې روسيه يو ځل بيا افغانستان له سره په هر اړخيز او دقيق ډول؛ له علمي او ټولنيز ليد لوري مطالعه كړي، نه د هغو كسانو ، ډلو ، ډلګيو او ګوندونو له فکري زاويې څخه، چې له پخواني شوروي اتحاده دوى ته په ميراث پاتې دي . دوى د پخواني شوروي او افغانستان د دواړو د تباهۍ عامل شول، موږ هيله لرو، چې روسيه د افغانستان واقعيتونه يو ځل بيا په ځير سره وڅېړي . دا كنفرانس په خپل ډول كې يو نوښت دى، يوه ګټوره هڅه ده ، چې كولاى شي، واقعيتونه په ښه ډول وځلوي ، موږ هيله لرو دا ډول كنفرانسونه په افغانستان كې هم جوړ شي، دا غونډې او راشې درشې زياتې شي ، راشه درشه ، تګ او راتګ مينه او خلوص زياتوي، كينې او ابهامات له منځه وړي او زړونه صفا كوي .يوه پښتو لنډۍ ده :


مينه په تلو راتلو زياتېږي  — كله راځه كله به زه درځم مينه