کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د کندهار د ملي امنيت رياست د قاتلانو او لنډه غرو مرکز

د کندهار د ملي امنيت رياست د قاتلانو او لنډه غرو مرکز

 

څو مياشتې مخکې افغان خبريال جاوېد احمد يازمي په رڼا ورځ د کندهار هوټل مخې ته د وسلوالو په ډزو ووژل شو، دغه کسان څوک وو؟ دا هغه سيمه ده چې د تېرې پنج شنبې په ورځ د ملي امنيت رياست (استخباراتو) کسانو، د هېواد ځوان فرهنګپال عبدالاحمد محمديار د هغه په خپلو لکړو داسې وواهه چې اوسپنيزې لکړې يې د ده په وهلو ماتې کړې، پر نورو ملګرو يې تفګچې نيولې وې او سپکې سپورې يې هم ورته ويلې وې، هغه هم په دې ګناه چې ولې يې په مشاعره کې د اشرف غني احمدزي د ژوندليک پاڼې پر خلکو وېشلې دي.

د کندهار ملي امنيت رياست ته ځينې کسان د قاتلانو او لنډه غرو مرکز وايي، د دې مرکز وحشي عسکر او نور کارکوونکي د ځنګلي او وحشي ځناورو غوندې په ښار کې ګرځي، شيطانت، جاسوسي او بېځايه ځورونه يې لوى کار دى او راپورونه وايي په دې رياست کې ځينې کسان په ناحقه هم بنديان دي او که څوک خداى مه کړه د دې مرموز رياست توقيف ځايونو ته دننه شو، بيا يې څوک په اسانۍ درک نه شي لګولاى، دوى په دې پسې نه ګرځي چې بېګناه و، که مجرم.

د دې رياست په پخواني رئيس پسې لا ځينو غربي مطبوعاتو داسې ليکنې خپرې کړي چې ګواکې په وهلو ټکولو يې لا خلک مړه کړي دي. خو په دې ښار بې پرسان کې به يې څوک تپوس کوي، ښاغلي کرزي د دې رياست پخواني رئيس ته ولايت ورکړ.

د ښاغلي کرزي خو تل جنايتکار، غل، بدمعاش، لنډه غر او نور په کار دي، چې هېڅ يوه اصل ته هم پابند نه وي، دغسې کسان يې پر لوړو څوکيو ګمارلي، د کار خلک يې تل ټکولي او له دندو پسې اخيستې دي.

کندهار چې د کرزيانو د واکمنۍ سيمه ده، نن سبا د ناامنۍ، قاچاق، ترور او بېعدالتيو په يوه لوى مرکز بدل شوى دى، هغه چا چې په رښتيا دغه ولايت ته کار کاوه، همدې کرزيانو پسې اخيستې او شرم نه هم نه ورځي چې د هغه د کار د سړي په ودانيو کې شپې کوي، چې کرزيانو کندهار ته هېڅ هم نه ورکړي، پرته له دې چې د ښامار غوندې يې تر ستوني تېر کړي او خلک يې په خارجيانو بمباري کړي، خو دوى ورته چوپه خوله نيولې وي.

ځينې قومي دلالان د قومي مشرانو په نامه په غونډو کې د ولسمشر حامد کرزي، احمد ولي کرزي، قيوم کرزي دغه راز نورو قاچاقبرو په ملاتړ غونډې کوي، شعارونه ورکوي او په ظاهره يې د مطبوعاتو سترګو ته هم دوړې ورشيندلي چې ګواکې دوى د قوم مشران دي او په رښتيا هم د خلکو استازيتوب کوي، حال دا چې دا هغه دوه مخي دلالان دي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره پر دغو ناولو څېرو راټول دي. دغه ډول ځينې ناولي خلک په هر حکومت کې پر چارواکو راټول وي او دولت هم تل پر همدغو دوه مخو خلکو باور او تکيه کړې ده.

پر ښاغلي محمديار د ملي امنيت رياست د وحشيانو دغه وروستي بريد دا څرګنده کړه چې د بيان ازادي، انساني کرامت، قانون او اصول د دې غلامانو لپاره کوم ارزښت نه لري او دغه وحشيان يوازې خپلو وحشيانه قوانينو ته درناوى لري. دوى دوى ان خلک د مرګ تر حده هم رسوي خو ذره انسانيت هم په کې نه موندل کېږي.