کور / تازه خبرونه / په مارجه کي پوځي عمليات پای ته ورسېدل

په مارجه کي پوځي عمليات پای ته ورسېدل

 

هغه هوايي او ځمکني پوځي عمليات چي د هلمند ولايت د مارجې پر ولسوالي دغويي په  ۲۹مه،دنادعلي ولسوالۍ پيل سوي وو پای ته ورسېده ، دا خبره د هلمند دولتي چارواکو نن خبريالانو ته وکړه .

د ځايي اوسيدونکو په وينا په دغو عملياتو كې د٥٠ په شاوخوا كې ملكي وګړي وژل شوي او په زرګونه كورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ ايستل سوي دي ، بله خوا طالبان ادعا کوي چي ددوی جنګياليو له مارجې څخه دولتي او بهرنۍ قواوي په خپل نظامي زور وتلو ته مجبوره کړي دي .