د پاکستاني جيو ټلوېزيون د خبر له مخي پاکستاني پوځونو د ډيورنډ پوري غاړه د پښتونخوا ايالت د سوات په مرکز منګوره کښي د وسلوالو طالبانو څخه د يو او نيمو مهمو ستراتيژيکوسيمو د نيولو او تر خپل کنټرول لاندي راوستلو خبر ورکړئ دئ .
د راپورنو له مخي د پوځ له خولې د تحصيل ميدان او دير د سيمو څخه د ۱۷ تنو وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر هم ورکول سوئ دئ .
د پاکستاني پوځ وياند تورن جنرال اطهرعباس وايي چي پوځونو يې د سوات په مرکز منګوره کښي د طالبانو د مهمو مرکزونو په نيولو کښي د هوايي بمبار څخه هم کار اخستئ دئ چي په سيمه کښي لا د جګړې ټک او ټوک روان دئ .
د ډيورنډ په پوري غاړو کښي د روانو جنګ-جګړو له امله نژدې دوه مليونه کورنۍ بې ځايه سوي او د آمن سيمو ته بار سوي دي .
د امريکا متحده ايالاتو د جمعې په ورځ د ډيونډ په پوري غاړي کښي د روان تاوتريخوالي له امله د پاکستان سره د ۳۲۶ مليونو ډالرو اضافي مرستي د اړتيا خبر ورکړ .