کور / طنز / د يوې سياسي جبهې د مړيني اعلان

د يوې سياسي جبهې د مړيني اعلان

پروفېسور برهان الدين رباني، پلار، قسيم فهيم، ضاء مسعود، صديق چکري سکني ورونه، نورالحق علومي، سيد محمد ګلاب زوی، مصطفی ظاهر او عبدالرشيد دوستم ناسکه ورونه، يونس قانوني او ارواښاد سيد مصطفی کاظمي ترونه، جهادي قومندانان، ټوپکسالاران، قاچاقوړونکي، قاتلين او غاصبين نږدې خپلوان. د ملي جبهې د مړينې له کبله، چې جنازه یې پخوا په کابل کې په پټه خاورو ته سپارل شوې، دوستانو ته خبر ورکول کيږي، چې د نوموړې جبهې دعا د هېواد د هېڅ ولايت په هېڅ جومات کې نه اخيستل کيږي او تر پارلماني ټاکنو پورې ځنډول شوې ده. انا الله و انا اليه راجعون. 


فاضل سانچارکی د دغې کورنۍ يو اوسقال، چې مطبوعاتي کنفرانس ته یې خبرې کولې وويل: د دعا نه اخيستلو لاملونه کورنۍ ستونزې دي، هغه زياته کړه: ښاغلي قسيم فهيم، د استاد مشر زوی، ونه شو کړای، چې له خپلو ډېر بوختياوو ، چې له ښاغلي ولسمشر کرزي سره یې لري، وخت وباسي او د دعا په مراسمو کې ګډون وکړي. دوه نور زامن يې، چې ښاغلی ضياء مسعود او مصطفی ظاهر دي او له ډېر وخت راهيسې یې له خپل سپينږيري پلار سره اړيکه ترينګلې شوې وې، په دې مراسمو کې له ګډونه ډډه وکړه، که څه هم د عبدالرشيد دوستم د ګډون په اړه سانچارکي صاحب ترکيې ته د هغه اوږدمهاله سفر په ګوته کړی، خو ځينې کارپوهان وايي، چې دوستم له پخوا څخه د خپل مهربانه پلار سره اړيکې ترخې کړې وې او اړيکو یې يوازې تشريفاتي بڼه لرله او کلونه کلونه يې ويل، چې رباني يو دروغجن او چالاک انسان دی او په تېرو څو ورځو کې يې دغه مطلب له خپل بل نږدې ملګري (محمد محقق) سره په يوه ټيليفوني اړيکه کې په ډاګه څرګند کړ.


سيد محمد ګلاب زوی او نورالحق علومي په خپله يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د خپل پخواني ملګري ښاغلي حبيب منګل له راتلو څخه خبر ورکړی چې وروسته له ډېرو کلونو هېواد ته راستون شوی او ويې نه غوښتل، چې په دغه حساس وخت کې خپل ګران او نږدې ملګری يوازې پرېږدي. 


په خبري کنفرانس کې د صديق چکري په اړه هېڅ پوښتنه ونه شوه، ځکه چې ټول پوهېږي، سره له دې چې په پرلپسې توګه يې پر دولت نيوکې درلودې، خو چې کوم وخت ورته د حج او اوقافو د وزارت وړانديز شو، نو بې له دې چې شا او خوا وګوري او پرته له ځنډه یې د ارګ پر خوا پښې يبلې ورمنډه کړه، داسې منډه، چې خپلې بوټان یې هم د رباني په څېر چې له طالبانو يې تېښته کړې وه پرېښوول، د صديق دغه عمل د هغه سپينږی پلار ډېر سخت غمجن کړ.


اوسقال سانچارکي، چې ډېر متاثره ښکارېده د ملي جبهې د مړينې علت يې په ژړغونې غږ داسې بیان کړ:


له هماغه پيدايښت څخه نړۍ ته ناروغه راغلې وه، چې په تدريجي ډول یې ناروغي نوره هم خطرناکه شوه، ډاکټرانو به تل زيار اېسته، چې مرسته ورسره وکړي، په ځانګړې توګه ايراني او روسي ډاکټرانو خپل زيار تر وروستي بريد وآزمايه. 


د ملي جبهې د مهربان تره (ارواښاد مصطفی کاظمي) په ژوندوني یې، چې له ايراني ډاکټرانو سره ډېرې نږدې اړيکې او خپلوي درلوده، ډېری ايراني ډاکټرانو تل د ملي جبهې د روغتيا لپاره کابل ته منډه کړې او د روغتيا په برخه یې کې تل ورسره مرسته کړې، خو له بده مرغه د سيد مصطفی کاظمي تر مړينې وروسته ايراني ډاکټرانو هم خپله لېوالتیا لږ وښووه، خو روسي دوستانو یې د تل په څېر خپلې مرستې ته دوام ورکاوه، چې ملي متحده جبهه له مړينې وژغوري.


سانچارکي زياته کړه: د متحدې جبهې د مړينې لاملونه ډېر دي، خو تر ټولو ستر لامل يې يو ډېر خطرناک او وېرونکی وايروس و، چې ښايي د ولسمشر کرزي له ادارې او يا د امريکايي څارګرې ادارې سره د ډېرو اړيکو لامله د دې ډلې غړو ته رالېږدول شوی و، چې د جبهې ژوند يې له ګواښ سره مخ کړ. ورځ تر بلې یې حالت خرابېده، چې حتا روسي پروفېسوران يې هم له علاجه عاجز شول او مبارک وجود یې په ډېره مظلومانه ډول د ژوند سره خدای په اماني وکړه.  


استاد برهان الدين رباني، چې خپله يې هم په دې خبري ناسته کې شتون درلود په داسې حال کې د خبرو کولو لپاره راولاړ شو، چې له سترګو یې اوښکې بهېدې او ډېر ژړغونې غږ يې ورو وويل: ما د ژوند ډېرې لوړې ژورې ليدلي، دا متحده ملي جبهه مې وروستی اولاد و، چې زما د سپينږيرتوب هيلې او امېدونه ورپورې تړلي ول، خو زما اولادونو داسې ټکان راکړ، چې نور د سياسي ژوندانه توان او وړتيا په ځان کې نه وينم. غواړم نور ګوښه شم او د يوه هټۍ وال په توګه به خپل پاتې عمر تېروم. په داسې حال کې چې بېرته خپلې چوکۍ ته د ورتلو په حال کې و او شا شا ته یې په دېر مظلومانه انداز کې کتل، وويل: چې نور خپل ټول ناخلفه اولاد او لمسي عبدالله يانې عبدالله ته سپارم.