کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / موږ انصاف غواړو !!! ( مرسل احمدزۍ )

موږ انصاف غواړو !!! ( مرسل احمدزۍ )

مرسل احمدزۍ


دطالبانو دواكنمي له ړنګيدو راوروسته په هيواد كي دنورو برخو په څېردآزاد ژورناليزم ډګر تود شو او په ډېره چټكۍ سره دافغانستان په بيلا بيلو برخو كي ځوانانودغه ډګر ته ورودانګل. دخبريالۍ په مسلك كي ترډيرو نورو كارونو پيسې هم دېري وې او ظاهرآ دخبريالانو عزت هم په ټولنه كي ډېروو. خو ځيني داسي خبريالان هم دې ډګر ته راووتل چې دپيسو نه بلكي دپښتو لپاره يې كار كاوه . دغه كسان په بېلا بېلو وختونو كي تهديد شوي او ترټل شوي هم دي . دپيسو او وايستو خاوندانو په دغه ډګر كي پانګوني وكړې او زموږ هيواد په ډېر لږ وخت كي دبيلا بيلو رسنيو څيښتن شو.


فرهنګپال،شاعران، ليكوال او دادب ډېرى مينه وال ودغه دګر ته راووتل ، دبيان ازادي راغله او دانټر نيټ په مټ دهيواد ډېره برخه له نړۍ سره وتړل شوه .


 افغان حكومت هم دا دعوه كوله چې دوى ګواكې دبيان ازادۍ ته درناوى لري . دبيلا بيلو نړۍ والو رسنيو بازار تود شو او دنړۍ دډېرى هيوادونو رسنيو ته په هيواد كي دننه دفعاليت اجازه وركړل شوه . پر ځايي فريكونسيو باندي بهرنيو تلويزونونوخپرونې پيل كړې او ډېرى هيوادونو ته دا حق هم وركول شو چې په افغانستان كي پر (ايف،ايم ) څپو خپروني وكړي. په همدې ترڅ كي ډېرى افغانانوبې حسابه مجلې، اخبارونه، راديو ګاني او تلويزونونه جوړ كړل . خو ډېرو لږو يې خپل معيار وساته او ډېرى يې يا خو بند ي شوې او ياداسي مرحلې ته ورسيدې چې بنديدل يې ښه دي .


ددغه رسنيو له ډلي څخه يوه هم ښكلا مجله وه چې تر اوسه ژوندۍ او خپل معيار يې ساتلى دى . دغه خپرونه په كندهاركي دبېنوا فرهنګي ټولنې له لوري خپريږي او ددغې ټولني مشر (محمد يار)دى.


محمد يارورور كه څه هم دادب په ډګر كي پخوا هم وتلې خېره وه خو دښكلا مجلې سره سم دافغان ژورناليزم په ډګر كي ښه وځليد. دى په رښتيا ويونكي خبريال مشهور دى او داعلت دى چې ډېرى افغان چارواكي يې نه خوښه وي . له بله پلوه محمديار په ادبي ډګر كي لا له وړاندي مخالفتونه لرل او دحكومتي چارواكو سره خو يې هغه مهال مخالفت زيات شو چې د((سفما)) په ټاكنو كې ډېري رايي وګټلې او دسفما منشي اعلان شو. زما ياد دي چې هغه مهال هم محمديار دسفما منشيتوب نه كاوه خو ځينو خبريالانو په دې مجبوره كړ چې دا كار ته غاړه كښېږدي .


زه فكر كوم محمديار ورور ته اوس هم ددې جزا نه ده وركول شوې چې دى داشرف غني احمدزي ملاتړى دى . اشرف غني احمدزى خو نن دولس مشر كرزي مقابلې ته راوتلى او محمديار تردې وړاندي هم  بندي شوى او تهديد شوى دى . ده پخوا هم دزندان توري كوټې زغملې دي او تېركال دكابل كندهار پر لويه لاره وسله والوطالبانو ونيوه خو هغوى تر پېژندلو وروسته بيرته خوشي كړ. محمديارصاحب تل ويل چې زه په ريښتينولي عقيده لرم دلته  ماته دخداى (ج) دپاك قرآن د بقرې سورت  ٢٨٣ ايت راياد شو چې لوى الله  ((ج)) فرمايي: (( شهادت او حقيقتونه هېڅكله هم مه پټوئ چې شهادت يې پټ كړ نو زړه يې په ګناه اخته شو او الله ج ستاسو لـه اعمالو نا خبره نه دى)) 


اوس پوښتنه داده چې محمديار صاحب ولي ووهل شو؟


كه محمديار كوم جرم كړى وي بايد محاكمې ته مخامخ شوى واى . او كه محمديار مجرم هم  وي نو بيا ولي وهل كيږي ؟خو جزادي وركړل شي .


په افغانيت او پښتونولي كي څوك پر معيوب لاس نه پورته كوي خو دې بې پښتو كسانو داكارهم  وكړ.


 يوكال وړاندي د((۲۰۰۸))دجون مياشتي پر ((۷))په هلمندكي روحاني شهيد كړل شو او سږ كال  داپريل مياشتي پرلسمه په كندهار ښار كي په دغه سيمه كي چې محمديار ووهل شو پر همدغه ځاى جاويد جوجو شهيد كړل شو. د شهيدوخبريالانو قاتلان خو نه دي معلوم او نه په يوه كال كي دحكومت دپلټنو درك معلوم شو.


اوس موږ انصاف غواړو ، انصاف له هغې نړۍ والي ټولنې څخه غواړو چې دانصاف په نوم يې دطالبانو حكومت ړنګ كړ. او په زرګونو افغانان ووژل شول .


نړۍ واله ټولنه مكلفه ده چې دافغان چارواكو څخه دخبريالانو دترټلو ،وژلو، وهلو او ټكولو  پوښتنه وكړي .


افغان خبريالانو ته په كار دي چې پرمحمديار باندي دشوي بريد په خلاف ودريږي ځكه كه داسي ونه كړي ښايي په راتلونكو كي دخبريالانو په وړاندي دتاوتريخوالي پيښي لا نوري زياتي شي .