کور / شعر / معلم

معلم

د ښوونكي د ورځې په مناسبت


لايق د درناوي دی او لايق د احترام دی


معلمه ستامقام ته زمونږ سل ځله سلام دی


طبيب دی د رنځونو او د ګران وطن معمار دی


د ټولوافتخاردی


په هر چا باندې ګران لکه د مورلکه دپلاردی


د ټولوافتخاردی


له  تندې نه موساتې دژوندون داوبوجام دی


دجهل په تياروپسې راوتی لکه لمردی


زمونږدزړګي سردی


په سپک نظريې مه ګورئ وارث دپيغمبردی


زمونږدزړګي سردی


اوچت يې ترپاچااوتروزيرنه هم مقام دی


معلم دی په خواږه نظريې هربوټی کيميادی


د هر مرض دوا دی


غباريې دقدم لکه رانجه لکه توتيادی


د هر مرض دوادی


دسولې ،آبادۍ دمحبت ښکلی پيغام دی