کور / تازه خبرونه / خوست:د پوليسو په يوه موټر بمي بريد شوئ

خوست:د پوليسو په يوه موټر بمي بريد شوئ

د شنبې په ورځ د خوست ولايت دصبريو ولسوالۍ د پرتې غونډۍ په نوم سيمه كې د پوليسو په يوه موټر بمي چاودنه وشوه چې په پايله كې يې درې تنه ټپيان شول او موټر يې هم ويجاړ شوى دى.


په ټپيانو كې يوتن د سرحدي لوا سرتېرى، يوتن ژباړن او يوعام سړى ګډون لري.


دوى وايي چې چاودنه د ريموټ له لارې شوې او په تور يې څوك نه دي نيول شوي.