دمڼې ګل دوديزې مشاعرې ددوديزې کلنۍ خبرتيا

د لراوبر اداره | مې 25th, 2009



دپسرلي هــــواخوره ده مڼــــې ګل نيولى
بوډي ګازونه خوري له خياله پال يې بل نيولى
څه ښه ديره ده آشنايان سره راټول خوشحال دي
هريوراغلى دې محفل ته ځاي يې خپل نيولى



دميدان وردګ ولايت مقام او د نوموړي ولايت ميشت فرهنګيان د هېواد ټولو مشرانو، پوهانو،  ليکوالانو،  شاعرانو، کلتوري کړيو او مينه والو ته په درنښت بلنه ورکوي چې د مڼې ګل په نهمه دوديزه کلنۍ مشاعره کې ګډون وکړئ.
نيټه: د جمعې ورځ  د ۱۳۸۸ د غبرګولي اتمه، د ۲۰۰۹ کال د مې ۲۹ نيټه
ځاي: ميدان ښار
وخت: د سهار آته بجې
نوټ: له ښاغليو شاعرانو څخه هيله کيږي چې د خپل شعري کلام  نمونه، فوتو (عکس) او بيوګرافي له ځان سره و لري او د مشاعرې په لړ کې يې د شعر د مسوولې کميټې  ته و سپاري او يا يې مخکې له مخکې زموږ د بريښناليک په پته را واستوي.
په ټوله شاعرانه مينه
٠٧٠٠٦٣١٨٦٠   0777065842
h_aminzay@yahoo.com
دميدان وردګ ولايت مقام او ميشت فرهنګيان

Copyright Larawbar 2007-2024