کور / شعر / كندهاره

كندهاره

ارواښاد محمد ابراهيم خواخوږید پښتون عزت، شوکت لوى افتخاره
کندهاره، کندهاره، کندهاره



تا ملی قائد حاجي ميرويس روزلی
شاه محمود، اشرف هوتک تاکي زوکړئ



د ايران فاتح تاجدار د اصفهان ؤ
د پښتون وياړ ننګيالی تورزن افغان ؤ
د ميرويس د سترګو تور تير تر خپل ځان ؤ
جنګيالی ؤ، بريالی ؤ، نامتو ځوان ؤ
شاه اشرف د شرافت غيرت توريال ؤ
د هوتکو شين زمرى پښتون ننګيال ؤ
د ميړاني پر ميدان تورن جنګيال ؤ
د ترکانو او روسانو د جنګ سيال ؤ
د پښتون عزت شوکت لوى افتخاره
کندهاره، کندهاره، کندهاره



د ملی وحدت مؤسس لوى احمدشاه ؤ
لوى فاتح د پانی پت پر دې دنيا ؤ
و هر جنګ ته چي بې مخ سو ناکام نه ؤ
د افغان د سر لوړی لوى افتخاره
كندهاره ، كندهار ، كندهار



لوى احمد غازي د خپل وطن يو سپر ؤ
خپل ملت ته هميشه سر په سنګر ؤ
د دښمن د سترګو زوز د دوست مرحم ؤ
لوى افغان ؤ، لوى فاتح او لوى سنګر ؤ
د پښتون عزت شوکت لوى افتخاره
کندهاره، کندهاره، کندهاره