کور / خبرتیا او پيغامونه / د لر او بر افغان پر سيمه د وروستي ناروين په اړه

د لر او بر افغان پر سيمه د وروستي ناروين په اړه


دافغانستان د کلتوري ودې ټولنې اعلاميه 


بسم الله الرحمن الرحيم  


ډېرو درنو هېوادوالو !


لکه تاسو چې وينیء، په وروستيومياشتو او ورځو کې لر او بر پر افغانانو يو لوی ناتار ګډ دی، زموږ هېوادوال د پرديوپه لمسون، د پرديو په وسلو او پيسو اود پرديو د ګټو لپاره ډېر ظالمانه وژل کيږي ، له خپلو کورونو په زوره شړل کيږي او د احتياجۍ او محتاجۍ دروازو ته په لوی لاس درول کيږي،  داستوګنې سيمې يې له خپلو ټولو تعليمي ، اقتصادي او بشري بنسټونو سره په منظمه توګه له منځه وړل کيږي.


که څه هم له دېرشوکلو راهيسې پر افغانانو يوه ډېره بې رحمانه او تباه کوونکې جګړه تپل شوې، خو له څه مودې راهيسې له پرله پسې  وژنو اوتباهيوڅخه د يوه منظم افغان جينوسايډ يا د افغان ټولوژنې بوی راځي. يوازې د سوات ، مالاکنډ ، دير ، فراه او هلمند په عملياتو کې د زرګونو افغانانو وژنه او د دوه نيم ميليونو افغانانو بې کوره کول، هغه هم د يوې نوې ستراتيژۍ په نامه ، زموږ د ژورې اندېښنې سبب ګرځېدلي.


د افغانستان دکلتوري ودې ټولنه په دې اند ده، چې که د نوې ستراتيژۍ موخه په ريښتيا له سيمې څخه د جګړې اوترهګرۍ دټغر ټولول وي، نو بايد له هغو عواملوسره مبارزه وشي چې جګړه يې رامنځته کړې او نور دې هغو استخباراتي لوبو ته د پای ټکی کېښودل شي، چې اصلي قربانيان يې افغانان دي.


زموږ په اند  د دې پرځای چې لر اوبر پر ولسي سيمو پوځي عمليات ترسره کيږي، په کار ده چې دغميزې د بنسټيزې چارې په توګه لاندې اقدامات ترسره شي:


۱ ـ پر ټولو سيمه ييزو او نړيوالو استخباراتي او پوځي ادارو دې زور راوړل شي ، څود ځانګړو ډلو او ملېشو له تمويل او ملاتړ څخه لاس واخلي.


۲ـ له وسله والو مخالفينوسره د نړيوال ډاډ تر سيور ی لاندې په نېغه توګه د سولې خبرې وشي او د افغان ولس دارادې په پام کې نيولو سره د ستونزو عادلانه او تلپاتې حل ولټول شي.


۳ ـ د افغانانو داستوګنې پر سيمو له هرډول پوځي  عملياتو اړندو بمباريوڅخه ډډه وشي، د نړيوالو جنګي قوانينو کلک درناوی وشي او د لر او بر افغان په سيمه کې د جګړې بهرنيو جروړ ته ډېره پاملرنه وشي.


۴ ـ د افغانانو د نړېدلو ښوونيزو، اقتصادي او ټولنيزو بنسټونو د بيارغونې چارو ته په اساسي توګه پاملرنه وشي او له فاسدو لاسونو څخه د چارو اداره واخيستل شي او سالموادارو ته وسپارل شي.


۵ ـ په سيمه کې د هرډول بهرنيو لاسوهنو مخنيوی وشي او د تلپاتې او عادلانه سولې د ټينګښت لپاره د نړيوالې ټولنې ترمنځ همغږي رامنځته شي.


که چېرې پورتنيوموادو ته پاملرنه نه کيږي، نو بيا خوافغان ولس چې وار دمخه سخت ناهيلی شوی او د زغم کاسه يې په نسکورېدو ده، ښايي د نوې ستراتيژۍ په نامه وروستيو کړنو ته د افغان ټولوژنې په سترګه وګوري او د پيل شوې لوبې کنټرول بيا د ټولو له وس څخه بهر ووځي.


په پای کې موږ لر او بر د افغانانو پر ټولو ټولنيزو ، کلتوري او مدني ټولنو غږ کوو، چې نور د روانې افغان وژنې پر وړاندې خپله چوپتيا ماته کړي، د اوسني ناتار د پايته رسولو لپاره خپل ټول امکانات او هلې ځلې سره همغږي کړي اود غميزې د پای لپاره د ناورين پر اصلي عواملو باندې په خپل ټول ځواک فشار راوړي. 


په درنښت


د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ـ جرمني


د 2009 کال د می 25 مه