کور / راپور / پېښور: افغاني ودانۍ خپل تاريخي حيثيت له لاسه ورکړئ دئ

پېښور: افغاني ودانۍ خپل تاريخي حيثيت له لاسه ورکړئ دئ

په ١٩٣٣ کې جوړه شوې دغه ودانۍ نن په ډېر خراب حالت کې قرار لري .

په ١٩٣٣ عيسوي کال کې د پېښور په قصه خانۍ بازار کې د افغانستان حکومت يو په زړه پورې لوى تعمير جوړ کړ، افغان حکومت ورله نوم پښتون کوټ کېښود، پېښوريانو به ورته افغاني بلډېنګ وايه.

پر کوم ځاى چې دا ودانۍ جوړه شوه هلته لومړى د افغانانو د قافلې تم ځاى و، چې کابل او جلال اباد ته به ترې مسافر په ټانګو کې تلل او راتلل، يو ډول د ټانګو پخه هډه وه.

تر دې وړاندې د افغانستان تجارت خونه په جهانګير پوره بازار سراى کالا خان کې وه. افغان ودانۍ يوازينۍ په قيصه خوانۍ بازار کې ښکلې او په زړه پورې ودانۍ وه چې په جوړونه کې يې له لويو خښتو نه کار اخيستل شوى و، تر دې وړاندې د پېښور په نورو ودانيو کې په دغه کچه خښتې نه وې کارول شوې.

ددې ښکلې ودانۍ پيل د نادرشاه په دور ١٩٣٣ عيسوي کې وشو، ددې په جوړونه کې پوره دوه کاله ولګېدل، په اتم نومبر ١٩٣٣ ع کې د جنرال غلام نبي چرخي يو دولس کلن کورني نوکر عبدالخالق په کابل کې د يو ښوونځي د لېدو پر مهال نادر شاه وويشته او مړ يې کړ، د نادر شاه له وژنې وروسته د هغه ١٩ کلن زوى ظاهر شاه چې په فرانسه کې يې زده کړې کولې حکومت تر ګوتو کړ، ظاهرشاه د نومبر ١٩٣٣ ع څخه تر ١٩٧٣ ع پورې چې څلوېښت کاله کيږي پاچاهي وکړه.

هغه د افغانستان وروستى پاچا و د هغه په حکومت کې په ١٩٣٥ ع کې ددغه ښايسته ودانۍ کار بشپړ شو، هاغه وخت پر دغه ودانۍ اويا زره روپۍ لګښت راغلى و.

په ياده شوې ودانۍ کې افغان قونسلګرۍ، افغان نېشنل بانک، افغان کاټن کمپنۍ او افغان ترانسپورت په څېر د تجارتي ادارو سربېره يو څو د اوسېدنې لپاره خونې هم جوړې شوې وې.

ددې ښکلې ودانۍ پرانسته د افغان حکومت د هغه وخت وکيل عبدالرسول علي خېل کړې وه. افغان ودانۍ کې يو درجن دوکانونه هم ورغول شول، چې په کې په وروستي سر کې يو دوکان او شاته يې دوه خونې افغان حکومت مشهور قوم پرست مشر ډاکټر خان صاحب ته پرته له کومې کرايې د کلينيک لپاره ورکړې وې چې په کې د غريبو وګړو لپاره وړيا درملنه کېده.

ډاکټر خان صاحب د مشهور سور پوستي مشر عبدالغفار خان مشر ورور او د پاکستان له جوړېدو نه پس د سرحد ايالت په کانګرس حکومت کې اعلى وزير و.

د پاکستان له جوړېدو وروسته څه مودې پورې ددغه ښايسته ودانۍ شان او درناوى پر ځاى و، له هغې وروسته د افغان حکومت د بې پروايۍ  او نه پام لرنې له امله دا ودانۍ د ماتېدو راماتېدو ښکار شوه  او په کراره کراره يې خوند او رنګ د سپېره کېدو او بدرنګه کېدو ښکار شو.

کله چې د ظاهر شاه حکومت نسکور او داود خان واک تر لاسه کړ نو افغان حکومت له لوري ددغه ودانۍ د بيا رغونې لپاره دوکاندارانو ته د دوکانونو د خالي کېدو خبر ورکړ، لا دوکاندارانو د خپلو ځانونو لپاره د نورو دوکانونو غم کاوه چې د داود خان د حکومت رېړه په بله شوه او د هغه ځاى کمونستانو ونيو.

په افغانستان کې د پرلپسې جنګونو او انقلابونو وروسته د افغان ودانۍ د رغونې مسئله په خپل حال کې پاتې او اوس دغه ودانۍ په ډېر بد حالت کې ولاړه ده.