کور / شعر / پنځه شعرونه

پنځه شعرونه

کوترې


ناصحه لرې چې خولګۍ  ترې  واخلم


ماشوم زړګی مۍ ځي  شکرو  پسې



پرېږدی چې کښينی د بامونو پر سر


چکچکې مه   وهی   کوترو   پسې


 


 


***


پتنګ به خود پرې خپل  وزر  سوزوي


شمه یې غم   کې  ټول  بشر    سوزوي



ستا    بارودي   نظر  حسينې   پېغلې


زما د هیلو   سمه ،  غر    سو زوي



لږ دې  پرې سیوری د حیا راخور که


د حسن  ګل دې د وخت  لمر  سوزوي



چې وي جنګونه  او لمبې  نړۍ   کې


سوله همېش پکې خپل سر  سو زو ي



ښکلي یې هیڅ په لوري نه ورګوري


زلمی پرې هسې  خپل نظر سوزوي


 



 


***


له تورو  سترګو د باڼه  چاپېره


لکه جرګې   ته  پښتانه چاپېره


لکه يو ياد به دې ساتمه  پکې


جانانه کړم به درنه زړه چاپېره


که یې زما د خیال مورچې نیولې


غمونه ستا مې کړل خواره چاپېره


پرون یې لاس د یارانې راکاوه


نن مې دي واړه له کاله  چاپېره


زما خیالونه د غزل ماشوما ن


وږي، نهر له  تناره  چاپېره


 


 



***


خال دې د سپین جبین  پټی  ګرو  کړی


غم   د  لیلا  رانه   زړګی   ګرو  کړی



نه په  خندا  نه په  موسکا    پوهيږ ې


تل دې زما د ژوند  سپرلی ګرو کړی



دا شېخ! مې حق پکې ذره  نه  بولي


وایی جنت مې ځای  پر ځی ګرو کړی



د کور   او  کلی  درته  څه  ووایم


پوله په  پوله  مو  مرګی  ګرو  کړی



بیا چې ځلمی په ژبه سپک  یادوی


چا دې د  سرو شونډو وښی ګرو کړی


 


 


***



تور اوربلونه  یې  اورونه  سېزي


خود اسویلي مو  ځیګرونه سېزي



رقیبه ستا ورباندې  څه  کمېږي


که سوزي سوزي زموږ زړونه سېزي



د کور  او  کلی   رانه  مکړه  تپوس


پوله په پوله   ارمانونه   سېزي



ښکاری رښتیا مې قتلوی جانانه


راته بې وخته دې لاسونه سېزي



زلمیه ژر یې پې ملیار خبر  که


د سپیلنو په ځای ګلونه  سېزي


***