کور / هراړخیز / په كابل كښي بشري مرستي

په كابل كښي بشري مرستي

ددې سرليك ترنامه لاندې د مسكو په ناپيلي ورځ پاڼه ( نې زاويسيمه ګازيتا ) كې د روغتيايي علومو فروفېسور د افغانستان او روسيي هيوادونو ددوستې او مرستو ريس ،او په روسيه كې د روغتيايي ټولنې مشر( اشوت ګريګورېوېچ سركا سيان ) ليكنه كړې او داسې ليكي چې نن سبا د نورو انساني مرستو په څنګ كې افغانستان روغتيايي مرستو ته ډیره اړتيا لري .

په مسكو او هاگ كې نړېوال كنفرانسونه او همداسې په ستراسبورګ او پراګ كې د ناتو په وياړ غونډې چې د متحده اېالاتو د ولسمشر ( بارك اباما ) په نوښت په افغانستان كې د ستونزو او كړكېچونو د هوارولو لارو چارو لټول د غونډو او كنفرانسونو اساسي موخه وه چې ( اشوت ګريګورويچ ) ېې داسې تعبروي چې تر ننه امريكا په افغانستان كې كومې سياسي او نظامي لاس ته راوړنې نه لري زيات ورخطا او په تشويش كي دي نو په خپلو متحدينو او ناټو هيوادونو ېې زور راوړې چې د اقتصادي مرستو په څنګ كې په وسلوالو عملياتو كې فعاله ونډه واخلي ،د سوچ او غور خبره خو داده چې اوه كاله د امريكا او ناټو ستر وسلوال ځواكونه په افغانستان كې د تروريزم او نېشه يي توكو سره په مبارزه كې بوخت دي سره له دې بيا هم ۲په ۳ كې د افغانستان خاوره د طالبانو د وسلوالو ډلو په لاس كې ده ،امريكا اوس په دې سر خلاص دې چې په سیمه كې وضعه او امنيت د لاخرابېدو په لور روان دې او سوويلي اسيا ( بغداد ، كابل ، اسلام اباد ) د امرېكا يانو نه لاره پاره وركه كړې او ورخطا دي، ځكه كومې مرستې او كومكونه چې ددې هيوادونوسره كوي ځاې نه نيسي او په سلو لارو وركېږي، نه د نېشه يي توكو په كر،کیله او لېږد رالېږد كې كمي ليدل كېږي او نه د امنيت په سمبالتيا كې.


چې په دې هكله په روسيه كې د باندېنېو چارو وزير (سرګې لاوروف ) د مارچ په ۲۷ نېټه د شانګهاې د مرستو د سازمان د غړو هيوادو په غونډه كې ووېل ( په افغانستان كې د نېشه يي توكو توليد د منځنې اسيا هیوادونو او روسيی ته ستر خطر او سرخوږي را پېداكړې ده او دائې هم په ډاګه كړه چې كوټلي اسناد شته چې اوس مهال په افغانستان كې ( ۳۰۰۰ ) ټنه نېشه يي توكي په پټو زېرمو كې خوندي دي ) او دا ېې هم ووېل چې د امريكا د بهرنیوچارو دوزارت د معلوماتو له مخې هره ورځ د منځني اسيا هيوادونو اوروسیي له خاورې اروپايي هيوادو ته د( ۱۰۰ ) ټنو په شاوخوا كې د افغانستان له زېرمو نېشه يي توكي لېږدول كيږي ، په دې خاطر د روسیي فیدراسیون او د هغې ګاونډي هيوادونه واي چې په افغانستان كې د نېشه يي توكوكر كيله او لېږد رالېږد د جدي څارنې وړ دې وروستي لس كلونه په افغانستان كې د تېرو كلونو په شان كړكيچن او ستونزمن كلونه وه ، چې تر ننه د ترهگرو او نېشه يي توكو په وړاندې د امريكا او د متحدينو ستراتيژي ناكامه او لاس ته راوړنې نه لري ، جنګ جګړه همغسې توده ده او پاې نه ليدل كيږي، قومي او قبيلوي شخړو داسې زور اخيستې چې په هيواد كې سوله او امنيت ېې د خرابېدو په لور كوږ كړې دې او هم نړېوال ځواكونه د تروريزم سره په جګړه كې پاتې راغلي دي .


اشوت ګريګوروېچ واي زه د جراح طبيب ېم او ځما مسلكي لاس ته راوړنې په افغانستان كې د ( ۸۰) اومو كلونو سره تړاو لري ، ما په ( ۲۰۰۲ ) كال کی د روغتيا د وزير په بلنه څو ځلې كابل ته سفرونه كړې او هلته مې په كابل كې د افغانستان د لوړو مقامونو سره د روغتيا په برخه كې د ېو سيستم په رامنځ ته كېدو خبرې اترې كړي او پلانونه او پروتوكولونه مو هم لاس ليك كړي دي، دا چې نن په نړېوال سياست كې مېدان امريكاېانو او ناټو ته خالي دې د روسانو مخه كول به افغانستان ته دومره زيات د پام وړ نه وي خو كه چېرې د روسيی دولت د روغتيا په برخه كې د افغانستان سره مرسته وكړي او روغتيايي سیستم ېې فعال كړي دا به د افغانستان دولت او خلكو لپاره يو لوي خدمت وي او هم به زمونږ دا كومكونه او مرستی په سياسي دګر كې د نني جنګ جګړی الترناتيف چې امريكا او ناټو ېې پرمخ وړی، اساسي لورې وي .


په هغه وخت كې چې زه افغانستان ته په سفرتللې وم ما په كابل كې د ملي دفاع د وزير مرستيال ما رشال فهيم د ولسمشر د كابينې مسول جواد، د بهرنیو چارو ، د كورنېو چارو،د روغتيا ،اود اطلاعاتو او کلتور وزيرانو سره د هغه افغانانو په هكله چې په شوروي اتحاد كې د روغتيا په رشته كې زده كړې لری او په بانديني هيوادو كې اوسيږي خبرې اترې كړي او نتيجې ته هم رسيدلي یوو، چې د روسانو او افغانانو روغتيايي ګډ مركز چې د روغتيا ټول اړخونه پكې رانغښتي وي فعال كړو ، اړوندو څانګو ته دندې هم سپارل شوې وې چې د تراوم ماتولوګې،اورتوپېدې،او د پروتېز مركزونه په كابل كې جوړ شي او نورې څانګې ېې په هرات، قندهار ،جلال اباد كې چې په ۱۹۸۸ وم كال كې روسانو جوړې كړې وې بېرته فعالې اوهغه افغانان چې د روغتيا په څانګو كې د پخوانی شوروی اتحاد په هیوادونو كې زده كړې لری او د هيواد څخه بهرچی په نورو هيوادونو كې مېشت دي راستانه شي اود ( روسيی او افغانستان ددوستې ) په نوم يو روغتيايي مركز جوړاو په ګډه پكې فعالیت پېل كړي .


ما په دې هكله څو، څو ځله د فیدراتیفی روسیی دولت ته وړانديز كړې خو په ډېره خواشنې سره باېد وواېم چې زما دې وړانديز ته تر ننه چا مثبت جواب نه دې ویلی او ناديده ېې بللي ،که دفیدراتیفی روسیی دولت زړه ښه کړی او زما وړاندیز دافغانستان په هکله د روغتیایی مرستو په برخه کی پلی کړی، چې په ډېر كم لګښت به په زړه پورې لاس ته راوړنې ولري او د افغانستان او روسيی تر منځ به ( ۲۰ ) كلنې سړې شوي اړيكې او مناسبات بېرته را ژوندي كړې اګر چې څو كاله وړاندې د روسي فدراسيون د افغانستان سره دمناسباتو د ښه كېدو لپار ېو مثبت ګام پورته كړه او ( ۱۰ ) ملیارده ډالره چې افغانستان پوروړې وه وړيا ورپرېښودل .