کور / نثر / دا زما مسکن او دامې مدفن دی !

دا زما مسکن او دامې مدفن دی !

دلته زموږ دمځکي آسمان سور رنګ لري ،
دلته زموږ پرآسمان  دسرو لمبو غورځکه ده ،
دلته زموږ  پرمځکه سرې ويني بهيږي ،
دلته څوک پسرلۍ نه پېژني،
دلته درختې نه غوړېږي،
دلته ګلان رنګ نلري،
دلته مرغۍ رېز نه کوي،
دلته ژوند بل رازي
اداء لري! 
دلته دآسمان څخه،
 دباران پر ځای
 ويني اوري!
دلته برګونه تل  ژړدي
دلته فصلونه د يوه سره رژيږي،
دلته ولسونه ديوه سره ژړيږي،
دلته محبت څوک نه پېژني،
دلته دنفرت  سايه خوره ده،
دلته  دنفرت  ځواب ويني دي،
ددې ولس سره  چې څوک
ځان  مخ کړي
نو  زمان  و دريږي
ساعت نه ګرځي
دلته هرڅه پر ميدان
معلوميږي !
دلته ازل  دزمانې
 سرکښانو ته
نامردانو ته
لويو فرعونانو ته
زما په  وطن کې
يرغلګرو انګرېزانو ته
 زما په وينه سزا ورکوي
دلته د  هغوی  زوال
زما د سرپه بيه
تر سره کيږي!
دلته زما ولس
 د تاريخ سالار دئ
دلته خدای وخپلو
 سرکښه بنده ګانو ته
زما پر مېنه جزا ورکوي
دلته  خدای، د زمانې
 و فرعونانو ته 
زما و ارادې ته
 سر ونه ټيټوي!
و افغان ته
سلامي کوي!
هو!
و افغان ته
سلامي کوي!
ددې وطن بچي ته
سلامي کوي!
دا زما وطن دی!
دازما دپلار وطن دی!
دا زما د مور وطن دی!
دلته  دازه  يم چې ،
وطن مې په وږي نس
او په داسي
لېونتوب ساتل کيږي !
دا زما  مسکن دی !
دا زما مدفن دی !


هـ . هدايت
اسټرليا
۲۵/۱۰/۲۰۰۷