د جورجيا درې پوځيان د ماين په چاودنه كي وژل سوي دي
پنټاګان وايي د جورجيا (ګرجستان) درې اتباع چي تر يوې مياشتي لږه موده مخكي افغانستان ته له امريكايي پوځيان سره تللي وو، وژل سوي دي.
د امريكا د دفاع وزارت وايي دغه پوځيان د پنجنشبې په ورځ په كاپيسا ولايت كي د ماين د يوې چاودني له امله سخت ټپيان سول چي وروسته يې په روغتون كي ساه وركړه.
د پنټاګان له خوا د وژل سويو پوځيانو عمرونه ۳۹، ۳۷ او ۲۱ كاله په ګوته سوي دي.